د مېلمه کور د چای له بوی، د تازه پخې شوې ډوډۍ له تودوخې او د خبرو له شور څخه ډک و.
په کوټه کې ناستو کسانو به کله په تېز کټ کټ وخندل، کله به یې د وطن سیاسې خبرې کولې؛ د هغو کوڅو، بازارونو او ماښامونو یادونه چې اوس د ډېرو لپاره یوازې د حافظې په یوه تیاره کونج کې پاتې دي.
زما ملګري هم د نورو په څېر په خبرو کې ورګډ و.
خو ناڅاپه یې نس درد وکړ.
لومړی یې هڅه وکړه ځان ونیسي. سترګې یې ښکته کړې، څو ځله یې ژوره ساه واخیسته. بیا په احتیاط له مجلسه پورته شو او د تشناب پر لور روان شو.
دروازه یې وتړله.
هغه شېبه، چې د باندې د خلکو خبرې ورو ورو د دیوالونو تر شا ورکې شوې، ځان یې یوازې وموند.
تش ځای.
نه اوبه.
نه کاغذ.
نه صابون.
یوازې یو نل و چې په خاموشۍ یې د خپلې تشې ژبې ننداره کوله.
ده راته ویل، هغه وخت یې لومړی د کوربه په اړه فکر وکړ.
«که یې ولیدل؟»
بیا یې د خپل ځان په اړه فکر وکړ.
«هسې نه ووایي، دا څومره بې نظمه او بې ادبه انسان دی.»
بیا یې د خپلې جامې، د تشناب د سپینوالي او د دروازې د هغه بلې خوا ته ناستو خلکو ترمنځ یو ناپېژندل شوی شرم احساس کړ.
انسان عجیبه موجود دی؛ کله چې په لویو ستونزو کې وي، زړور وي، خو کله ناکله د یوې کوچنۍ اړتیا پر وړاندې داسې کمزوری شي چې خپل عزت د یوې تړلې دروازې تر شا پټوي.
«وَخُلِقَ الْإِنسَانُ ضَعِيفًا.»
انسان کمزوری پیدا شوی دی.
هغه څو شېبې په تشناب کې بند پاتې و.
بیا یې یوه پرېکړه وکړه.
خپله زیرجامه یې وایسته، ځان یې پاک کړ او هغه یې په کثافاتو کې واچوله.
بهر راووت.
د مجلس خبرې لا روانې وې.
چا د چای پیاله ور وړاندې کړه.
د موسکا وکړه.
لکه هېڅ چې نه وي شوي.
کلونه وروسته یې چې دا کیسه راته کوله، مونږ دواړو وخندل. خو زما خندا لږه وه؛ ځکه د کیسې په منځ کې مې یوه بله پوښتنه لیدله.
په دې پېښه کې ملامت څوک و؟
هغه مېلمه چې د اړتیا په یوه ناڅاپي شېبه کې بې وسه شو؟
که هغه کوربه چې د مېلمه لپاره یې تر ټولو ساده اړتیا هم نه وه چمتو کړې؟
موږ د مېلمه پالنې په اړه ډېرې خبرې کوو.
د مېلمه لپاره لوی دسترخوان غوړوو، ډول ډول خواړه پخوو، چای ورکوو، په دروازه کې یې هرکلی کوو او په رخصتېدو کې ورته وایو:
«بیا راشه، دا دی خپل کور دی.»
خو د مېلمه پالنې حقیقت کله ناکله په هماغه جمله کې نه وي.
حقیقت یې ښايي د تشناب تر دروازې پورې ورسره تلل وي.
د اوبو په نل کې.
د صابون په کوچني بوتل کې.
د پاکې دستمالې په یوه ټوټه کې.
او د تشناب په هغه اضافي کاغذ کې چې شاید هېڅوک یې د شتون په اړه پوښتنه ونه کړي؛ خو د اړتیا په یوه ناڅاپي شېبه کې د انسان د عزت تر ټولو لوی ساتونکی شي.
تشناب د کور هغه ځای دی چې ډېری خلک یې نه ویني، خو شاید د کور د سلیقې تر ټولو رښتینې هنداره وي.
د تشناب پاکه کاسه، د فرش وچوالی، د فلش پاک لاستی، د صابون ډک بوتل، پاکه دستماله، تشه کثافتدانۍ او د اضافي کاغذ رولونه—دا ټول واړه شیان ښکاري؛ خو د انسان د پام او درناوي لویې نښې دي.
موږ ډېر ځله د کور مخ پاکوو، د مېلمه لپاره کوټه برابروو، د دسترخوان رنګ ته پام کوو؛ خو هغه کوچنۍ کوټه هېروو چې مېلمه پکې د څو دقیقو لپاره له ټولې نړۍ سره یوازې کېږي.
هلته نه د کوربه موسکا شته، نه د مجلس خبرې، نه د مېلمه پالنې رسمي جملې.
هلته یوازې انسان دی او خپله اړتیا.
شاید ځکه تشناب د کور تر ټولو صادق ځای وي.
هلته د انسان د مقام، جامو، ژبې او ټولنیز حیثیت هېڅ ارزښت نه پاتې کېږي.
هلته پاچا او فقیر دواړه یوازې انسانان دي.
موږ وایو:
«پاکوالی د ایمان برخه ده.»
او وایو:
«میلمه د الله دوست دی.»
نو د دې دوو جملو ترمنځ فاصله ولې دومره زیاته شوې ده؟
ولې زموږ په لویو لارو کې ښایسته هوټلونه جوړ شوي، لوړې ودانۍ ولاړې دي، د مېلمه لپاره رنګارنګ دسترخوانونه غوړېږي؛ خو کله ناکله یې تشناب داسې وي چې انسان د خپل منزل پر ځای د ژر تر ژره وتلو فکر کوي؟
په ډېرو هېوادونو کې د ښاروالۍ عامه تشنابونه د خلکو د ورځني ژوند یوه عادي برخه ده؛ اوبه لري، صابون لري، کاغذ لري، هوا ایستونکی لري او په منظم ډول پاکېږي.
دا د تمدن کومه لویه فلسفه نه ده.
دا یوازې د انسان د اړتیا درناوی دی.
موږ هم یو وخت د خپلو ښارونو، په ځانګړي ډول د کابل او نورو لویو ښارونو د پاکوالي، ادب او سلیقې کیسې کولې. جګړو زموږ کورونه یوازې په خښتو او ډبرو کې نه دي مات کړي؛ ځینې وخت یې هغه واړه عادتونه هم له موږ اخیستي چې د ټولنې د متمدن ژوند نښې وې.
خو شاید لا هم ناوخته نه وي.
شاید د یوې پاکې کوڅې، پاک ښوونځي، پاک هوټل او پاک عامه تشناب جوړول د یوې لویې وینا په پرتله ډېر اغېز ولري.
ځکه تمدن تل په لوړو شعارونو کې نه ښکاري.
کله ناکله تمدن د تشناب په یوه کونج کې د صابون په کوچني بوتل کې پروت وي.
ملګري مې د خپلې کیسې په پای کې موسکې شو.
ویې ویل:
«هغه ورځ مې د ډېر شرم احساس وکړ.»
ما وپوښتل:
«اوس ولې په دې خبره خاندي؟»
لږ چوپ شو.
بیا یې وویل:
«ځکه اوس پوه شوم چې هغه ورځ زه بې ادبه نه وم؛ زموږ تشناب بې چمتووالي و.»
ما هم وخندل.
خو دا ځل زموږ په خندا کې یو څه دروندوالي وو.
داسې څه، چې شاید د یوې تړلې دروازې تر شا پاتې و.
او شاید لا هم هلته پاتې وي.
د یوافغان کېسه- ۱۳۷ زره ډالر؛ د یوه واده تر شا پټه کیسه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()