پلار یې د مینې په جرم ړوند کړ، د خپلې معشوقې مخ یې د تل لپاره ترې پټ کړ!
اې د لورالایي د خاورې ځوانه چناره!
ته خو یوازې پنځه ویشت کلن وې؛ ستا په اوږو لا د ژوند د پسرلي ګلان نه وو رژېدلي، ستا د ځوانۍ پر څانګو لا د هیلو مرغۍ ناستې وې، ستا په زړه کې لا د مینې یو وړوکی څراغ بل و، ته لا د ژوند له دروازې سره ولاړ وې، لا دې د سبا د لمر رنګونه نه وو لیدلي، لا دې د خپل صنم د مخ ښکلا د زړه په هنداره کې ساتله.
خو چا درته وویل چې ستا د سترګودید د دوی ملکیت ده؟
چا ستا د زړه پر دروازه د خپل زور قلف ولګاوه؟
چا ستا د ځوانۍ له شنو پاڼو وینه وڅڅوله؟
پلاره!
پلاره، ته خو د هغه لاس وې چې باید د زوی پر سر سیوری وای؛ ته خو باید د هغه د ستړیا وروستۍ پناه وای؛ ته خو باید د هغه د ژوند په تیارو کې څراغ وای.
نو ولې دې د خپل زوی پر سترګو تیاره خپره کړه؟
ولې دې د هغه د سبا له مخه لمر وتښتاوه؟
ولې دې هغه دوه کړکۍ وتړلې چې نړۍ به پرې لیدله؟
پلاره، ته پوهېدې چې دا سترګې څه وې؟
دا یوازې دوه سترګې نه وې؛ دا د یوې مور د دعاوو لیدونکې پاڼې وې، دا د یوې مینې د راتلونکي کور کړکۍ وې، دا د یوه ځوان د خوبونو اسمان و، دا هغه دوه څراغونه وو چې عبدالباقي به پرې د خپلې معشوقې د راتګ لارې څارلې.
تا د خپل زوی سترګې وایستې؛ خو ایا تا د هغه له زړه څخه د مینې تصویر هم وایست؟
ایا تا د هغه له روح څخه د هغې نجلۍ نوم هم پاک کړ؟
ایا تا د هغه د زړه دروازه هم ړنده کړه؟
نه، پلاره!
نه!
تا ظالم د هغه له مخه نړۍ پټه کړې، خو د هغه په زړه کې لا هم د هغې د نوم غږ ژوندی دی.
ته دې ته نه ګورې چې ستا زوی اوس څه ویني؛ ته باید دا ووینې چې ستا زوی به نور څه نه شي لیدلی.
نه به د سهار رڼا وویني، نه به د ماښام سور اسمان، نه به د مور د اوښکو پر مخ بهېدونکې لارې، نه به د خپل کور دیوالونه، نه به د خپل ماشومتوب انګړ، او نه به د هغې نجلۍ مخ وویني چې د خپل ژوند ملګرې یې غوښتله.
اې عبدالباقي!
که لیلا ژوندۍ وای، ښايي د مجنون کیسه به یې بیا لیکلې وای؛ خو ستا کیسه افسانه نه ده، ستا درد د شاعر په خیال کې زېږېدلی خوب نه دی، ستا د سترګو تیاره د کومې ډرامې یا فلم صحنه نه ده.
دا حقیقت دی؛ د انسان په لاس د انسان پر وړاندې د ظلم حقیقت.
دا ددی زمانی کومه افسانه نه ده چې د کتاب په پاڼو کې ورکه شي؛ دا د یوې ریښتینې پېښې هغه چیغه ده چې د بلوچستان د لورالایي له خاورې پورته شوه او د انسانیت غوږونو ته ورسېده.
تا زنا نه غوښتله، عبدالباقي! ته د چا د عزت د لوټلو لپاره نه وې راوتلی؛ ستا د بیان له مخې، د نجلۍ کورنۍ هم ستاسې واده ته راضي وه.
ته خو د خپلې خوښې د یوې نجلۍ سره د شرعي نکاح غوښتونکی وې؛ تا خو غوښتل د هغې لاس ونیسې، د ژوند په اوږده سفر کې ورسره ملګری شې، د یوې وړې خونې په کونج کې د مینې څراغ بل کړې، د خپلو ماشومانو خندا واورې، او د ماښام له ستړیا وروسته د هغې په یوه موسکا کې د ټولې نړۍ ستړیا هېره کړې.
خو ستا د مینې پر وړاندې د دلیل دروازه وتړل شوه، د خبرو ژبه غلې شوه، د پلارولۍ سیوری په وېره بدل شو، او د وروڼو لاسونه د ملاتړ پر ځای د عذاب وسیلې شوي.
ته یې یوې خونې ته دننه کړې؛ ویل یې، راشه، د واده په اړه به درسره خبرې وکړو.
خو، عبدالباقي، هغه خونه د خبرو خونه نه وه؛ هغه ستا د ژوند د دوو رڼاګانو وروستی تمځای شو.
ستا لاسونه او پښې یې وتړل.
ستا غږ یې د دېوالونو تر منځ بند کړ.
ستا مور یې په بله خونه کې ایساره کړه.
او بیا…
او بیا…
څنګه ولیکم، عبدالباقي؟
څنګه هغه څه په ټکو کې واچوم چې قلم یې هم د لیکلو پر مهال له شرمه سر ټیټوي؟
دوی ستا سترګې وایستې!
ستا دواړه سترګې!
هغه سترګې چې لا یې د مینې د ژوند لومړۍ پاڼه هم نه وه لوستې.
اې خدایه!
که د یوسف د وروڼو کیسه د حسد او جلاوالي کیسه وه، که د یوسف د پلار یعقوب علیه السلام سترګې د بېلتون له غمه کمزورې شوې، نو د عبدالباقي د پلار لاسونو د خپل زوی د سترګو رڼا ولې واخیسته؟
یوسف یې له پلار څخه جلا کړ، خو عبدالباقي یې د خپلې نړۍ له لیدلو جلا کړ.
یوسف یې په څاه کې واچاوه، خو عبدالباقي یې د تیارو په یوه داسې څاه کې پرېښود چې د هغې تل ته نه د لمر وړانګه رسېږي، نه د سپوږمۍ سیوری.
د یوسف کیسه د صبر او بیا یوځای کېدو تر سهاره ورسېده؛ خو عبدالباقي، ستا د سهار پر لاره چا داسې تیاره غوړولې چې هېڅ څراغ یې بېرته ستا د سترګو نړۍ نه شي راګرځولی.
او زه حیران یم…
که ابوجهل نن ژوندی وای، او د یوه پلار له لاسه یې د خپل زوی د سترګو ایستل اورېدلي وای، ایلا به یې د جاهلیت له خپل تاریخ څخه هم سر ټیټ کړی وای؟
ویلي وای:
بس دی!
زه تسلیم یم؛ داسې ظلم ته زما د زمانې خلک هم شرمېږي!
خو اې پښتون قامه!
زه ستا د کیسو په لیکلو شرمېږم، نه ستا په خاوره کې د مینې ګل نه شته؛
زه ستا د نوم له ویلو نه شرمېږم، زه د هغه فکر له ژوندي پاتې کېدو شرمېږم چې د زوی د خوښې پر وړاندې د پلار زور حق ګڼي.
زه د هغه دود له سیوري وېرېږم چې د انسان ژوند د خلکو د خبرو په تله کې تلي، خو د انسان اوښکې نه شمېري.
اې پښتون قامه!
تر قیامته به د جاهلیت دا تیاره څنګه ختموو، که د یوه ځوان د ژوند ملګری ټاکل لا هم د جګړې پلمه وي؟
که د کورنۍ عزت د یوه زوی د سترګو په بیه ساتل کېږي، نو دا عزت د چا لپاره دی؟
د کومې مور لپاره چې خپل زوی په تیاره کې لمسوي؟
د کومې نجلۍ لپاره چې د خپل راتلونکي ملګري لاس ته انتظار باسي، خو د هغه سترګې نور د هغې د مخ رڼا نه شي لیدلی؟
د کومې ټولنې لپاره چې د خلکو د خبرو له وېرې د خپلو اولادونو ژوند ماتوي؟
عبدالباقي!
ستا کیسه داسې چیغه شوه چې د نړۍ په لر او بر کې یې د خلکو زړونه ولړزول.
د خلکو پام یې د انسانیت هغه زخم ته واړاوه چې په یوه کور کې پرانیستل شوی و.
د غزې د ماشومانو وینې، د جګړې لوګي، د میندو فریادونه او د ړنګو کورونو غمونه د نړۍ د وجدان پر مخ لیکل شوي دي؛ خو ستا کیسه هم د همدې انسانیت د درد بله پاڼه ده.
درد د درد سیال نه دی، عبدالباقي؛ د یوې مور اوښکه د بلې مور اوښکه نه ردوي.
د نړۍ هر مظلوم د اورېدلو حق لري.
او ستا د سترګو چیغه هم باید د هېرېدو په خاورو کې پټه نه شي.
—-
ویل کېږي، د عبدالباقي د پېښې له خپرېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې پنځه زره ټیلیفوني اړیکې وشوې؛ پنځه زره غږونه، پنځه زره پوښتنې، پنځه زره ځله د انسانیت حیرانتیا!
خو عبدالباقي، پوښتنه دا ده: ایا د دغو غږونو انګازې د کوم بل پلار زړه بدل کړ؟ ایا د کوم بل ځوان سترګې یې له ظلم څخه وژغورل شي؟
ته ملګرو روغتون ته یووړې، ډاکټرانو هڅې وکړې، خو ستا د سترګو رڼا بېرته راونه ګرځېده. اوس به لمر راخېژي، ګلان به غوړېږي، نړۍ به رنګونه بدلوي؛ خو ته به یې یوازې د تودوخې احساس کوې، لیدل به یې نه شې کولی.
او ستا معشوقه؟ که یوه ورځ دې تر څنګ کښېني، لاس دې په لاس کې کېږدي او ستا نوم واخلي، ته به یې غږ واورې، خو د هغې د موسکا لیدلو ته به دې سترګې بېوسه وي.
خو بیا هم، ته د مینې له هوډه نه تېرېږې!
ستا سترګې یې درنه واخیستې، خو ستا د زړه مینه یې درنه وا نه خیسته. ستا نړۍ یې تیاره کړه، خو ستا د احساس څراغ یې مړ نه کړ.
پلاره!
ته له خپل زوی سره مخالفت کولی شوې، خبرې ورسره کولی شوې، خو ولې دې د هغه د ژوند لمر مړ کړ؟ د پلارولۍ مانا د اولاد د سترګو رڼا اخیستل نه دي؛ د پلارولۍ مانا دا ده چې د اختلاف پر مهال هم د خپل اولاد تر ټولو خوندي پناه واوسې.
اې پښتون قامه!
راځه، د غیرت مانا بدله کړو. غیرت د اولاد د ارادې ماتول نه دي؛ غیرت د هغه د ژوند ژغورل دي. د خلکو له خبرو وېره نه، بلکې د انسان د اوښکو درناوی دی.
عبدالباقي، ستا کیسه باید یوازې خلک ونه ژړوي؛ باید د بل عبدالباقي د ژغورلو لپاره یې لاسونه هم وخوځوو.
عبدالباقي، ته د خپلې معشوقې د مخ لیدلو په هیله ړوند شوې؛ خو ستا د پلار د زړه هغه تیاره به څوک روښانه کړي چې د خپل زوی په سترګو کې یې هم رڼا ونه پېژندله؟
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
