کونړیان وایي: «اوس چې کونړ ته راځې، له ځان سره څو متره سپین کفن راوړه، چې د بېګاه د خونړۍ زلزلې شهیدان پکې خاور ته وسپارو.»
دا د زلزله ځپلو د زړه چیغې اوفریادونه دي. د کونړ سرشاره سیند څپې اویاغی موجونه چې پرون يي د مستۍ سندرې ویلې، نن د غم غزلی زمزمه کوي، موجونه یې مړه او بېصدا ښکاري.
کونړ د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د طبیعت ښکلا یې د هر کتونکې سترګې ځانته اړوی، لکه د هیواد د نورو برخوپه څیر خلک یې په غربت کې ژوند تېروي. دلته غرونه ستر، دغرو په لمنو کي بانډی زرغونه ، سیندونه بهېدونکي او فضا د ابراهیمي مېلمهپالنې بوی لري.
د تاریخ په اوږدو کې ستر ښکېلاکګر دلته د کونړ په غرونو کې مات اوپه ګونډو شوي: مغل، روس او نور… ان یو امریکایي لیکوال د خپل یوکتاب نوم د “مرګ دره” یا سخت ترین ځای: د امریکا پوځ د افغانستان د پیچ په دره کې بې لوری شوی.
خو کونړ یوازې د جګړو د تاریخ نوم نه دی، بلکې د ایثار، قربانۍ او زړهسواندۍ خاوره هم ده. څو کاله وړاندې چې په پکتیا او غزني کې زلزله پيښه شوه، ان یوشمیر ښځو خپلي ګاڼې ورته خرڅې کړې او مرسته یې ور ولېږله. نن بیا خپله کونړ د یوه خونړي ناورین ښکار دی. په دې زلزله کې داسې کورنۍ شته چې اووه لس غړي یې خاورو لاندې شوي، یوازینی ژوندي پاتې شوی ځوان بیا د صبر او استقامت خبرې کوي او د خدای په قضا راضي دی ددغه ځوان ويډیوکلپ درسره وګوری.
د غرو په لمنو کې خټین او د تیږو کورونه نړېدلي، کلیو ته لارې تړل شوې، ژوندي پاتې شوي کسان د مرستې په تمه دي، ځینو برخوکي خو حتی د خرو او کچرو د وژل کېدو له امله خلکو ته د عادي اړتیاوو رسول هم ناشوني شوي. یو ځوان وايي: «زه نه ډوډۍ غواړم، نه اوبه او نه هم بله مرسته، یوازې مې مرسته وکړئ چې د خپلو عزیزانو جسدونه د هوارو ځمکو هدیرې ته یوسم او خاور ته یې وسپارم.»
د کونړ ولس نن د مرستې چیغې وهي. د ننګرهار، نورستان او لغمان ځوانان د خپلو ژوبلو وروڼو او خوېندو لپاره وینې ورکوي، دا وخت د ویني هر څاڅکی د سرو زرو وراخوا ارزښت لري. هوايي ځواک پیلوټان په خرابه هوا کي الوت کوي څو د مرستې لاس ور اوږد کړي، نور بیا د ټولنیزو شبکو له لارې د مرستې غږونه او انځورونه خپروي.
په هیواد کي دتیرو ۴۰ کلونو د ناخوالو اوبدمرغیو دغه راز د ځنګلونو بېرحمانه وهل، د کانونو غیر مسلکي اوشخصي استخراج او د خلکو پر طبیعي شتمنیو د پردیو تېری، ټول د دې ولس د بېوزلۍ او دردونو لاملونه دي.
کونړیان ننګیالي خلک دي. دوی هیڅکله د پردیو ظلم ته سر نه دی ټیټ کړی. د هغوی عقیده سوچه او ایمان يي کلک دی.
نن چې د زلزلې له ناورین سره مخ دي، د ټول افغانستان دننه او بهرمیشتو د ورورګلوۍ او مرستې اړتیا لري.
څوک چې د دوی مرستې ته ور ودانګي، د هغه کور به ودان وي، ځکه ولسونه په همدردۍ، مرستې او یووالي ولاړ پاتې کېږي.
کونړ یوازې مه پرېږدئ – د دې غرنۍ درې غږ واورئ، دا د انسانیت اوشهامت غږ دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.