!د هېواد زلمی

دادمحمد ناوک

295
ډنګر لاس يې مخامخ ونیو:
ـ د پوهنتون دا دروازه، زموږ او ستاسې ټولګي ته د شمالي دروازې په نسبت نږدې ده، دا خبره تېر کال ماته د ماسټرۍ یوه محصل وکړه.
تر اویاوو اوښتی، خو قوي حافظه، د سترګو لید، خپل فن او علم ته ژمنتیا يې د داسې هوډمن زلمي ښکارېږي چې لا يې په رګو کې د ځوانۍ مسته وینه ټوپونه وهي؛ سرمحقق استاد زلمی هېوادمل له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې د ماسټرۍ برنامو کې وړیا تدریس کوي، په ظاهراً زهیر ځان اونۍ کې څو ورځې کابل او څو ورځې د جلال اباد ګرمۍ کې تدریس ته ګونډه ماتوي.
استاد د افضل ټکور «دا لیکوال او دا څېرې/۱۳۶۶ش چاپ» تذکرې ته د ځان په اړه لیکي:
«زما نوم زلمی دی، پلار مې محمد امین اخونزاده، د ملک عبدالحی اخونزاده زوی دی. هغه بیا د ملا صاحبدین اخونزاده بن ملا محمد شاکر اخونزاده له پښته و.
زموږ کورنۍ په نسبي لحاظ د ساپیو په قبیلې اړه لري، چې په ساپیو کې کندهاري او په کندهارو کې علي خېل یادېږي، مګر زموږ کورنۍ له پخوا څخه د خپل دیني او علمي نفوذ له امله په اخونزادګانو مشهوره ده. زما پلار تر شپږمه صنفه مکتب ویلی دی او تر محدود ماموریته وروسته له څلوېښتو کالو را په دې خوا محدود تجارت لري او په خپله زمکه کار کوي. زه په ۱۳۲۸ه.ش کال په داسې یوه کورنۍ کې د لغمان د مرکز د علي خېلو په کلي کې زوی کړی یم.» (ټکور؛ دا لیکوال او دا څېرې ۱۳۶۶: ۴۴۶مخ)
استاد له روښان لېسې فارغ شو او په ۱۳۴۸ه.ش کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته بریالي شو، چې د دې پوهنځي د ژورنالیزم څانګه يې په ۱۳۵۲ه.ش کې پای ته ورسوله، تر هېوادمل وړاندې يې تخلص ساپی کاوه او د دوی د فراغت په کال د وخت رژیم قبیلوي او قومي تخلصونه ممنوع کړل؛ ځکه خو د ۱۳۵۳ه.ش کال په اوږدو کې پوره نهه میاشتې د استاد لیکنې یوازې د «زلمی» په نوم خپرېدلې.
استاد د محصلۍ په وروستیو کې د وږمې مجلې له اهتمامه رسمي کار را پيل کړ، چې تر اوسه يې بېلابېلو علمي، کلتوري، ادبي او فرهنګي بنسټونو کې دندې ترسره کړې دي او د اثارو په برخه کې د دوی د استادانو له نسله را وروسته پخپله استاد او استاد رفیع دوه هغه نومونه دي چې په یوازې ځان يې د لویو علمي مراکزو په اندازه څېړنیز او تحقیقاتي کارونه کړي دي.
استاد پخپله ټوله تعلیمي دوره کې کله هم د ځان په اړه د ستاینې یادونه نه کوي، د پوهنتون یو استاد یو محصل په دې رټلی و، چې د هغه له خولې په غلطۍ کې د استاد پر ځای د معلم صاحب غږ ور وتلی و، خو استاد هېوادمل پخپله ځان د ادبیاتو معلم بولي، دی په خاطرو کې هم همدا نوم یادوي او په تحقیقاتي امانت دارۍ کې تر دې اندازې دقیق دی، چې د دې لیکنې په سر کې خبره يې ما د نمونې په توګه را واخیسته، چې حتی عادي شفاهي یادونه هم، چې له بل چا يې اورېدلې وې، بې حوالې نه کوي او حواله يې ورکوي.
دلته به یې ځينې جالبې خاطرې ستاسې مخې ته کېږدم:
استاد اوس هم ږېره بریت خرېیلی، درېشې کړی کتابونه تر څنګ د پوهنځي مخې ته له موټره را ښکته شي، چې کله کله نوي راغلي محصلین ورته په حیرانۍ ګوري، ټول پوهنتون کې یوازې دوی درېشي محکمه اغوستې وې؛ تېره جوزا میاشت کې يې صنف کې په افسوس وویل:
ـ نن یو ط’لب موټر ته سر را دننه کړ، موټروان ته وايي چې دی کارت، تذکره چیشی لري؟
ماو ورته ویل:
ـ خپل وطن کې د چیشي کارت او تذکره وګرځوم!
ـ او وۍ ته په پښتو پوهېږې؟
ـ څنګه نه پوهېږم، زه دلته پوهنتون کې معلم یم، دلته مو دفتر دی ځم را ځم!
ـ ولې ته خارجي نه يې!
استاد سر په افسوس وښوراوه، خو موږ له خندا ورته شنه و.
««»»
جرمني کې د میدان وردګو له واکمن صاحب سره، چې د افغان ملت مشر هم و، یو ځای له ظاهر شاه سره مخ شو، واکمن صاحب ورته ویل، چې زموږ هیڅ واکدار وطن ته کار ونه کړ، حتی تاسې هم په دې اوږده موده کې چندان کار ونه کړ.
هغه په فارسي ورته ویل:
ـ موږ او نور هېوادونه چې یو ځايي مریضان و، دوی ځکه تر روغتیا ورسېدل چې کومه دوا يې واکمنو ورکوله خلکو قبلوله او ژر پر مخ لاړل، موږ به یو ځل مریض ته قناعت ورکاوه، بیا به مو دوا ورکوله، ځکه له نورو شاته شو؛ دا د جنوب ختیځو ولایاتو خلکو زما له پلار سره د کابل په نیولو کې مشروطه مرسته کړې وه، د هغو شرایطو کاپي اوس هم له ما سره شته، چې دوی ټینګار کړی و، چې تر کابله درسره یو، خو موږ ته به سړک نه راولئ، شفاخانه او ښوونځی به نه راوړئ او له عسکرۍ به معاف یو!
بیا فیض محمد خان هلته نایب الحکومه شو، په څه خواریو يې په نورو موضوعاتو کې قناعت ورکړ او یوازې د عسکرۍ معافي يې ورسره ومنله.
««»»
زما یو شاګرد دی، ښه تکړه هم دی، خو هغه بله ورځ يې چېرته ویلي و، مرکه يې په مخه راغله، چې دې کال کې زما نیت دی چې شل کتابه چاپ کړم؛ لعل پاچا ښیم، ماویل خدای دي خوار نه کړه، دا خو څه ټوکې نه دي چې تر مخ يې اندازه ښيې، خپه يې کړم، ډېر يې خپه کړم!
««»»
سلیمان لایق تر کودتا وړاندې شاعر و، چونغر او کېږدۍ يې ښه شاعري ده، خو تر کودتاه وروسته يې شعار ته مټې را ونغښتې.
ما مداخله وکړه:
ـ خصوصاً ساحل کې!
ويې خندل:
ـ هغه خو بېخي چټیات دي، که څه هم د چاپ اهتمام يې ما کړی!
خو اصلاً خبره دا ده چې قیصه نویس، ناول نویس او شاعر خپله د عروج څوکه لري، چې تر هغه هغې خواته نه شي تلی او تنزل کوي، نو دا لایق د خپل وخت هغې څوکې ته رسېدلی و، خو ده دا نه منله چې دی دې بېرته په ځوړ شوی وي، دغسې دا جهاني د خپل وخت ښه شاعر و، خو اوس ته پرې منه چې د عروج له څوکې اوښتی يې!
که څه هم لایق له ما سره ښه کړي، درې واره يې له زندانه ژغورلی یم، ما او رفیع صاحب له دوی وتښتېدو وردګو ته لاړو، ده بېرته راوستو، وايي زه چې تاسې کې – ما کې خو نه و، خو رفیع صاحب کې و – وايي چې تاسې کې کوم استعداد دی دا خاورې کېږي او خاورې باید نه شي، هیڅ زموږ سیاست کې څه، زمو هغه د معلمانو او کارګرانو اتحادیو کې لا غړیتوب مه اخلئ!
خو اخر کې يې شاعري خرابه کړه!
««»»
تر کودتا وړاندې ځینو پټ تمایل کمونیزم ته درلود، چې له کودتا سره ښکاره شول، دا اسحاق ننګیال، دا کرګر دا بختانی صاحب!
ومې پوښت:
ـ بختانی صاحب هم و!
ـ هو؛ خو له حالاتو سره بېرته بیا واوښتل، کنه له کودتا سره سم دا بختاني صاحب رسمي وظیفه واخیسته، دا کرګر د هېواد اخبار رئیس شو.
««»»
د ډيلي له نسخې د ملا لتاړ دېوان ځدراڼ صاحب تصحیح کړ، د دې دېوان بله نسخه پېښور کې سرای نورنګ کې ما لیدلې، خو د خلق په وخت کې د مطبعې یو مامور ننګیالي بڅرکي د چاپ په وخت تحریف کړه.
««»»
د خپل منځي جګړو په وخت د علامه حبیبي خوريي نصیر پښتون د علامه ګڼ کتابونه خښ کړل، چې همداسې پسې ورک شول، ما پخپله ګڼ د نورو ژبو ادبي کتابونه چې اندېښنه مې پرې احساسوله، خپلې خور ته ورکړل، تر میاشت ډېر يې تنور پرې ګرماوه.
««»»
دا د پوهنتون څنګ ته، د استاد حبیبي کور و، هره هفته کې به زه ورتلم، چې کله به مو دروازه وټکوله، ببو – د استاد مېرمن به موږ ببو بلله– به دروازه را خلاصه کړه او په کندهارۍ لهجه به يې ویل:
ـ راسه استاد په کور دی!
یوه هفته ورغلم، ببو دروازه خلاصه کړه، خو د تګ ست يې راته ونه کړ، ماویل ببو استاد لکه چې کور نشته؟
وايي هغه تللی، د رهنورد زریاب کره؛ مغزو کې مې ټک شو، ځکه هغه وخت زما مغزو کې څه ګند مند و، دا راته جالبه وه، چې استاد د استاد زریاب کره تللی، راغلم له روهي صاحب سره مې دا خبره شریکه کړه، هغه ویل ښه يې کړي، موږ فرهنګیان باید له یو بل سره اړیکي ولرو، څومره چې فاصله پیدا کېږي هومره نفرت ایجادېږي.
بله هفته چې کله د استاد زیارت ته ورغلم، دا اندېښنه مې ورسره شریکه کړه، استاد ویل:
ـ موږ باید د ملي یووالي روحیه ولرو، دلته هیڅوک هم تنها ژوند نه شي کولی، نه یو بل حذفولی شي، تر ټولو لږکي هم څوک ټول د امو سیند ته نه شي غورځولی او چې ټول سره را ټول شي هم، پښتانه له دې خاورې نه شي جارو کولی، نو ګوره لالیه، ژوند په تفاهم هم کېدای سوای، په تخاصم هم؛ هوښیار هغوی دي چې ژوند په تفاهم وکړي.
له هغه وروسته مې بیا ذهن کې دا ګند مند نه دی لوېدلی او یو وخت راغی، چې له استاد رهنورد نه مې واورېدل: بهترین دوستایم، پشتونها هستند، بدون پشتون نمی شود!»
««»»
تېر کال استاد جرمني ته لاړ، څه موده يې تېره کړه، چې بېرته راغی، کیسه يې کوله:
ـ دا زړه مې داسې و، لکه ځنځیرونو کې چې بند وي، بچیانو مې ډېر وویل چې پاتې شه، خو زما زړه نه کېده، چې دا هوايي ډګر کې کېوتم، دا زړه مې داسې خلاص شو!
۱۴۰۴/۴/۱۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.