د هجری شمسی تقویم پر بنسټ، سږ کال (1404 هـ ش) د هیواد د نومیالي او کم نظیر فرهنګی او سیاسی شخصیت، استاد عبدالرحمن پژوا ک له غمجنې مړینې دیرش کاله تیر شول او سږ کال یې دیرشم تلین دی.
استاد پژواک د افغانستان د ادبیاتو د معاصر دوران له ممتازو شخصیتونو څخه ؤ. هیوادنۍ مینه یې په وینه کې اخښلې وه، تارو پودیې یې له دې مینی جوړ ؤ.
ده د افغانستان پر دواړو ژبو (پښتو، دری – پارسی) لیکنی او پنځونې موږ ته پریښي دي چې ځینې یې د نویوالی او ابتکار نخښي په خپله لمن کې نغښتې لري. ده په ډیره تانده ځواني کې په ادبی انجمن او بیا د وخت د مطبوعاتو ریاست کې کار کاوه، د پښتو ټولنې مشرۍ ته هم ورسید او زموږ د هیواد په فرهنګی جامعه کې یې خپله فرهنګی ځلا خپروله. په ۱۳۱۷ هـ ش کال کې یې د کلیمه داره روپۍ ډرامه په سپین شعر کې بشپړه کړه چې په خپله زمانه کې د شکلی جوړښتونو او محتوایې ارزښتونو له پلوه یو ابتکاري اثر ؤ.
استاد پژواک د څورلسمې هجری شمسی پیړی په دویمه لسیزه کې د افغانستان په مطبوعاتی میدان کې د یوې نوې او جذابې څیرې په توګه د شهرت پر لار یون پیل کا.
د یادې څورلسمی هجري شمسی پیړۍ په څلویښتمو کلونو کې زه په لغمان کې د خپلې کورنۍ د ځینو مشرانو او زموږ د کلي د ځینو مشرانو له خبرو د پژواک صاحب له نامه سره آشنا شوم، دغو خلکو به ویل پژواک صاحب ډیر لوی سړی دی؛ په عام ډول به ځینو مشرانو ویل: پژواک عالم هم دی او شاعر هم؛ په حکومت کې هم غټ سړی دی.
ښه مې په یاد دي چې هره ورځ د کلی په جومات کې د مازیګر تر لمانځه وروسته چې به د کلی مشرانو د ماښام تر لمانځه پورې سره خبرې درلودې. د یوې ورځی په مازیګرنی کلیوالی ناسته کې مشرانو پر پژواک صاحب خبرې کولې، دا نو هغه شپی ورځې وې کله چې پژواک صاحب د ملګرو ملتونو د یوویشتمې عمومی اسامبلۍ رئیس ټاکل شوی ؤ. د کلی له ملک یو کلیوال پوښتنه وکړه: ملک کاکا دا تاسی چې یې یادوئ دا څوک دی؟ سپین ږیری ملک ورته وویل: پژواک صاحب نه پیژنې؟ د سرخرودو د باغوانیو د قاضی صاحب عبدالله خان مرحوم زوی دی. ډیر مشهور سړی دی.
د ملګرو ملتونو د یوویشتمی عمومی اسامبلۍ مشری پژواک صاحب خپل ځان او خپل هیواد ته د ملګرو ملتونو په غړیو هیوادونو کې لوی شهرت وګاټه او نامه یې د افغانستان د کلیو جوماتونو، دیرو او قوشخانو ته لار پیدا کړه، د کلیوالو ځینو مشرانو چې به څه له رادیو د پژواک صاحب له کارنامو څه اوریدلی وو هغه به یې له نورو کلیوالو سره شریکول او په دې ډول استاد پژواک د افغانستان د کلیو مشرانو او کشرانو او د جامعی عامو غړیو هم ښه وپیژاند.
زه د هماغی یادې څورلسمی پیړۍ د څلویښتمو کلونو په وروستیو کې د کابل پوهنتون محصل شوم په هماغه کلونو کې مې د استاد پژواک له ځینو آثارو سره هم آشنایی پیدا کړه.
لومړی مې له پښتو ټولنی (کلیمه داره روپی) را نیوله او بیا می د بازار پر مخ کتابفروشیو کې د (باغبان) یوه نسخه پیدا کړه ورپسی می په کابل کالنۍ کې د احمدزیو نرخونه نومې رساله او شهزادۀ بُست هم وکتل او همدا راز مې د استاد بینوا مرحوم په اوسني لیکوال لومړي ټوک کې د استاد پژواک شرح حال ولوست، بیا می د اوسنی لیکوال د بل جلد په پیل کې د استاد پژواک هغه لیک هم ولوست چې یې د لومړي جلد تر چاپ وروسته د دې کتاب د لومړی جلد تر لوست وروسته لیکلی و او استاد بینوا ته تر رسیدو وروسته هغوی د دویم جلد په پیل کې شامل کړی ؤ. له دې مطالعې وروسته را معلومه شوه چې استاد پژواک په ادبی مطالعاتو او هم ترجمه کې د یو ځانګړي صلاحیت خاوند دی.
زما د زړه آرزو وه چې کله به له استاد پژواک سره له نژدې وګورم.
په ۱۳۵۹ هـ ش کال زما د لارې ملګري رفیع صاحب راته وویل: پژواک صاحب د عتیق الله خان پژواک په کور کې اوسي، ستا آرزو وه چې استاد پژواک سره وګورې. دا دې دا آرزو به دې پوره شی.
استاد رفیع، له جناب عتیق الله خان پژواک سره تیلفونی خبرې وکړې او ترې وی غوښتل چې دده کور ته د استاد پژواک د لیدو لپاره ورشو. عتیق الله پژواک پر موږ دواړو مهرباني درلوده، رفیع صاحب ورسره د معارف په مطبعه کې کار کړی ؤ او ما هم چې د پنځوسمو کلونو په پیل کې د وږمې مجله معارف مطبعه کې چاپوله، عتیق الله پژواک خپلی لارښوونې له ما نه سپمولې.
رفیع صاحب او زه دواړه پر ټاکلې ورځ مازیګر په جمال مینه کې د عتیق الله پژوا ک کور ته ورغلو. د مشر پژواک صاحب په لیدو مو سترګی روڼې شوې.
ما لومړی ځل استاد پژواک له نژدې ولید. مجلس یې ډیر خوږ او معلوماتي او ما لپاره ډیر لارښودي او آموزنده ؤ. په هغه ورځ یې موږ ته وویل: صحت می ښه نه دی، غواړم د علاج لپاره له هیواده د باندې ولاړ شم.
کله چې زه په پیښور کې اوسیدم یوه پلا د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې مشر پروفیسور عبدالرسول امین راته وویل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی زموږ د هیواد پر روانو حالاتو خبرې کړي دي د هغه پر خبرو له پژواک صاحب سره د وفا اخبار لپاره مصاحبه وکړه. عتیق الله خان پژواک پیدا کړه هغه به د مصاحبې زمینه برابره کړي.
عتیق الله پژواک مې وموند موضوع مې ورته عرض کړه. ده راته په تیلفون کې وویل که څه د استاد صحت ښه نه دی، خو بیا به هم زه ستا غوښتنه ور رسوم. بله ورځ یې خبر را کړ حضوری مصاحبه ممکنه نه ده، سوالونه راولیږه، ځوابونه به در ورسوم. سره له دې چې استاد ناروغ ؤ مګر زما پوښتنو ته یې ځوابونه راکړل. او مصاحبه مې د وفا اخبار کې نشر کړه. (د وفا اخبار ۱۳۷۳ کال ۱۱ ګڼه).
د دوی له غمجنې مړینې غالباً کال دمخه، بیا هم رفیع صاحب او زه د پیښور په حیات آباد کې د عتیق الله خان پژواک په کور کې د مشر پژواک صاحب لیدو ته ورغلو.
ډیر موزون او مطبوع لیدل وو. له هر لوري خبرې وشوې ځینې خبرې یې تر اوسه زما یاد دی استاد پر یوې موضوع د خبرو په ترڅ کې د خپل معیشت په ارتباط عتیق الله ته په اشاره وویل:”زما کوپون عتیق الله دی” زما په پوهه په دې لنډه خبره کې ډیر مفاهیم نغښتی دي.
له هغو عالی ماموریتونو سره چې دوی درلودل، بیا هم په آخر عمر کې د ورور په کور کې اوسیدل او د متوسط ژوند درلودل دده د لوی شخصیت ښه ښکارندویی کوي.
د استاد پژواک غمجنه مړینه د پیښور ښار کې واقع شوه او جنازه یې د ننګرهار د سرخرود باغوانیو ته انتقال شوه کله چې عتیق الله پژواک بیرته پیښور ته ستون شو بیا می عتیق الله خان ته د استاد د مړینې فاتحه ورکړه.
ما غوښتل د استاد د مړینې له امله د وفا اخبار په یوه ګڼه کې څه اختصاصې مطالب نشر کړم زه لا پدې تکل کې وم چې نورو دوستانو ته پدې باب د مقالو ووایم، پدې کې د پُست له لارې د نبی مصداق مفصله مقاله را ورسیده او سملاسی مې تر چاپ لاندې ګڼه کې شامله کړه. ددې مقالې عنوان ؤ: د افغانستان د نومیالی سیاسی، اجتماعی او فرهنګی شخصیت استاد عبدالرحمن پژواک غمجنه مړینه (د وفا اخبار، ۱۳۷۴، ۷ ګڼه)
ورپسی د عبدالقیوم کوچی مقاله ( پژواک مړ نه دی ژوندی دی) را ورسیده هغه می هم د وفا اخبار له لارې نشر کړه. (وفا اخبار، ۱۳۷۴ کال د زمری، ۲۵) بله مقاله له کانادا څخه زموږ فرهنګی او سیاسی شخصیت جناب محمد آصف آهنګ را ولیږله چې عنوان یې ؤ: استاد عبدالرحمن پژوا ک بزرګمرد نستوه. دا مقاله د وفا اخبار ۱۳۷۴ کال د مرغومی ۴ ګڼه کې چاپ شوه.
تر دې وروسته د د دوی د کورنۍ غړیو، دده مخلصینو او نورو افغان فرهنګیانو دده د فرهنګی میراثونو د خوندي کولو، معرفی کولو او خپرولو لپاره هڅې وکړې او دا هڅې لا روانې دي. ما په وفا اخبار کې ددغو هڅو څو نمونې چاپ کړې دي. د وفا اخبار د ۱۳۷۶ کال د غبرګولی ۱۰مه ګڼه کې مې د استاد پژواک د دویم تلین په مناسبت (د استاد پژواک په یاد) یوه لیکنه نشر کړه؛ د ۱۳۷۶ هـ ش کال د چونګاښ ۹ ګڼه کې مو د عتیق الله پژواک یوه مقاله (تصحیح و تکمیل قطعه شعری از مرحوم پژواک) نشر کړه. دا وخت نو عتیق الله پژواک د مرحوم استاد پژواک د شعري مجموعې (بانوی بلخ) په تکمیل او تنظیم اخته ؤ او ددې مجموعې د بشپړیدو زیری هم، د وفا اخبار د هماغه کال په یوه ګڼه کې عتیق الله معروف لیکلی و او …
د استاد پژواک او دده د فرهنګی میراثونو په باب د وفا اخبار له یادو خپرونو سربیره، په نورو خپرونو کې هم د هیواد فرهنګیانو، د استاد دوستدارانو او د کورنۍ غړیو یې د استاد پر فرهنګی، سیاسی او اجتماعی هلو ځلو، کارونه او فرهنګی تلاښونه کړی دي.
ما هم تر یوه حده په دې هڅو کې کوچنۍ ونډه درلودی ده، لکه د ۲۰۰۲ م کال په مني کې زه په کابل کې وم. یوه ورځ، د مهربان شخصیت عتیق الله پژواک زنګ راغی او ما ته یې وویل: زه په کابل کې یم، غواړم تا ووینم، که وزګار وې بیا به سره وګورو. ما ورته وویل: رئیس صاحب ما ته امر وکړئ زه خدمت کې یم چې چیرې یاست زه درځم، دوی بیا وویل: نه زه راځم د کتابو یوه غوټه هم راسره ده. کله چې دوی تشریف راووړ څوک مې ورولیږه چې غوټه ورسره راوړی مؤقر او با شخصیته عتیق الله خان پژواک سپینه خولی پر سر زما دفتر ته را دننه شو. زه یې مخې ته ورووتم او روغبړ مو سره وکړ په محترمانه ډول مې دفتر ته راووست څو کاله وروسته مو سره لیدلی وو ښه مجلس مو سره وکړ. د خبرو په ترڅ کې یې را ته وویل: موږ د مشر پژواک صاحب د شعرونو یوه لویه مجموعه چاپ کړې ده، (بانوی بلخ) د کابل برخه یې ما خپله راوړه، یوه پیټۍ می تا ته اختصاص کړه. کرزی صاحب ته او نورو حکومتی مشرانو ته چې چاته دې مناسبه ګڼله یوه یوه نسخه ورکړه، کتابخانو، پوهنتون، اکادمی او نورو ځایونو ته یې هم وویشه. ما ورته وویل: په سترګو، د مشر پژواک صاحب د فرهنګی میراث د یوې برخې د ویش موقع چې تاسې ما ته راکړه، دا مو پر ما لوریینه ده او زه یې خپله خوش نصیبی بولم.
کله چې د هجری قمري تقویم په حساب د استاد پژواک د زوکړې نوییمه کالیزه پوره کیده.
ما غوښتل چې د همدې کالیزې پر بنسټ یوه غونډه او مشاعره په جلال آباد کې جوړه شی نو مې د ننګرهار ولایت له ځینو مراجعو څخه رسمی وغوښتل چې په همدې کال کې د استاد پژواک د زوکړې نوییمه کالیزه په ننګرهار کې ونمانځی.
همداسې وشول د هماغه کال په اوږدو کې یوه ورځ د جلال آباد ښار په سپین غر هوتل کې د استاد پژواک د فرهنګی او سیاسی – اجتماعی مقام د نمانځنی غونډه جوړه شوه. موږ څو کسه له کابله په غونډه کې د اشتراک لپاره جلال آباد ته ورغلی وو او د غونډې په باب مو د جمهور رئیس حامد کرزی پیام هم غونډې ته وړی ؤ.
د جمهور رئیس پیام باید د اصولو له مخې د ننګرهار والی غونډې ته لوستی وای، څنګه چې والی چیری تللی ؤ محمد علم اسحق زی د ننګرهار مستوفی او د ولایت کفیل ؤ، د حامد کرزی د پیام په لوستو یې دغه فرهنګی غونډه افتتاح کړه.
په غونډه کې پیامونه، ویناوې، مقالی او شعرونه حاضرینو ته وړاندی شول.
زما په پوهه دا غونډه د افغانستان دننه د استاد پژواک د نمانځنې لومړنی رسمی غونډه وه. همدا راز په ۲۰۱۹ کال د استاد پژواک د زوکړې سلمه کالیزه وه. په کابل کې د خوشحال فرهنګی ټولنې رهبري ددې کالیزې نمانځل ومنل. د کالیزې د نمانځنی غونډې د جوړولو چارې مو پیل کړې.
له ځینو فرهنګیانو مو وغوښتل چې دې غونډې ته مقالې ولیکي. غونډه د کابل پوهنتون په یو تالار کې جوړه شوه. ځینو فرهنګیانو ، استادانو او شاګردانو برخه پکې اخیستې وه. غونډه د خوشحال فرهنګی ټولنی د سرپرست مشر د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور بریالی باجوړي په وینا پرانیستل شوه، د (نهاد پژواک) د مشر ښاغلي فرهاد پژواک پیام هم پکې ولوستل شو. دا پیام مو د آسمایی مجلې مدیر ښاغلی حمید عبیدي په وسیله ترلاسه کړی و. په نمانځنه کې له پیامونو سربیره مقالی او شعرونه هم شامل وو.
تر سیمینار وروسته ما د استاد پژواک د نمانځنی په غونډه کې لوستل شوي مطالب ټول را غونډ کړل او د خوشحال فرهنګی ټولنی د نشراتی ارګان شمشاد مجلې یوه ګڼه کې مې د چاپ لپاره غوره کړل. مطالب کمپوز شول او ما تصحیح کړل؛ چاپ ته آماده شول. د ځینو عواملو له امله د شمشاد مجلی دا ګڼه تر اوسه نه ده چاپ شوې، خدای دې ما ته دا توفیق را کا چې ددغه ټولمنلی استاد عبدالرحمن پژواک د سلمی کالیزې په غونډه کې د اورول شويو مطالبو د چاپ په برخه کې یو خدمت وکړم. د استاد اروا دې ښاد او یاد یې دې تل پاتی وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.