په يوې سيمې کې خوا په خوا تودو ( ګرمو) او سړو (يخو) اوبو چينې

اسدالله ملکزی

53

په ځمکه کې اوبه (د ځمکې لاندې اوبه) په يو نیم سيمو کې تودې وي، ځکه چې څومره د ځمکې لاندې په متداوم ډول ژور ځي، هومره په تودېدو ځی . ددې ځواب ويونکی د ځمکې طبعي تودېدنه يا ګرمېدنه (Geothermie)، او په ځينو سيمو کې د اقليم بدلون وجه ده .

د دې اصلي علت العلل په لاندې ډول دی :

د ځمکې تودېدنه يا ګرمېدنه (Geothermie) :

څومره چې انسان دننه ځمکې ژورې ته ځي، هومره تودوالی احساسوي . په منځني ډول نږدې 30C په هر 100 m مترو کې . دغه تودوخي نږدې 70 % د طبعي تجزيه شوي راډيواکتيف عناصرو (radioaktiver Elemente) دننه په ځمکه کې اوپاتې 30 % تودوخي خپله د ځمکې څخه جوړيږي .

د اورشيندنې (vulkanismus) او د ځمکې لويې تختو يا تيکتونيکي (tektonische) فعاليت :

په معلومو سيمو کې ( د مثال په ډول د خوټکېدلو چينو په خوا کې) لکه د اور په شان سور مګما (Magma) د ځمکې قشر ته راوځي . بيا د تودې شوو ډبرو په وجه د ځمکې اوبه توديږي، چې دې سره بيا دا تودې اوبه لکه د چينو په شکل د ځمکې سر ته رابهيږي .

د اقليم بدلون په وجه :

د ځمکې په پورتني طبقې کې د ځمکې اوبه د تودوخي په لوړېدو سره توديږي او بيا دغه د ورښت تودې اوبه دننه په ځکه کې جذبيږي او وروسته د تودو اوبو چينو په شکل بهيږي . دا کېدی شي چې د ځمکې لاندې اقتصادي سيستم د پاره خطرناکه تودخي جوړه شي .

د ځمکې لاندې د تودو اوبو څخه ګټه پورته کوونې ته مخکې د مخکې تياری نيول شوی . دې سره د تودوخي پمپ په مرسته (د تودخي پمپ په برخه کې زما معلومات د dawatmedia24 او په فيسبوک کې ليدلی شی) د ځمکې لاندې تودوخي د تودو (ګرمو) اوبو څخه د ودانيو تودولو يا ګرمولو د پاره استعماليږي .

د ځمکې لاندې يا د چينو اوبه په مختلف ډول تودوخي لري، ځکه دا اوبه د مختلفو ژوروالي څخه سرچينه اخلي . د چينو سړې يا يخې اوبه د ځمکې د منځنۍ (متوسط) کلني تودوخۍڅخه ، او د چينو تودې اوبه د زرونو (1000) متر و د ځمکې لاندې څخه را اوځي، چې وجه يې دننه د ځمکې تودوخي ده .

يو ډېر مهم سوال، چې ولې دوه مختلفې د اوبوچينې ( سړې اوبه او تودې اوبه)يو بل ته ډېر نږدې ځمکې سر ته بهيږي ؟

ددې وجه د ځمکې لاندې څو بېلې بېلې يا ډول ډول جوړښتونه دي :

د ځمکې لاندې د بهېدو لارې :

د اورښت يا باران اوبه په ځمکه کې جذبيږی . ددې څخه يوه برخه، کومه چې هلته ذخيره کيږي، د ډبرو د طبقوله لارې د ځمکې پورتني سطح ته د سړې يا يخې چينې په شکل را اوځي . بله برخه ددې اورښت د ځمکې د قشر ډېر ژورو ته ننوځي او هلته ذخيره کيږي چې بيا دا اوبه د ځمکې د تودوخي په وجه توديږي او د چينې په ډول راوځي .

د ځمکې د لويو تختو يا تيکتونيکي (tektonische)مزاحمت (چاود او درزونه) :

دا چې تودې يا سړې (يخې) اوبه د ځمکې سر ته راوځي، دا په لويو ډبرو کې د بهير (جريان)سيستم پورې اړه لری . ژور درزونه يا د مزاحمت ليکې لکه د يو روزان په شکل اغيزه لري، په دې کې تودې يا ګرمې اوبه ډېر ژر پورته پورې وهل کيږي، بې له دې چې په يو سوړ لويې ډبر ې سره پوښل شوی سوړ يا يخ شي . د دغې چينې په خوا کې د اورښت يا باران اوبه چې ذخيره شوي، هوار د ځمکې لاندې لار پېدا کوي او سړې يا يخې اوبو چينه جوړوي .

په چينه کې ځمکې نه د اوبو وتلو ګړندېوالی يا سرعت :

د ځمکې د ژورې څخه تودې يا ګرمې اوبه خاص لارو ته ضرورت لري چې د ځمکې سر ته ووځي . که چېرته کوم چاود يا درز پېدا نه کړي، دا اوبه بيا هم هلته په ژوره کې پاتې کيږي او يا د کومې بلې لارې د سړو يا يخو اوبو سره ګډيږي او پورته اوځي .

تر ځمکې لاندې اوبه لټوونکی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.