!له خواجه نوره بیا ترمیره

خالق رشید

56

ډالۍ : د نامتوافغان ستورمزلې تلپاتې ویاړ اوپرتم ته !

له خواجه نوره

بیا ترمیره !

دمرسلې په لویدیزه لمنه کې یې سترګې وغړولې، له سترګوغړیدو سره سم یې پلارپه غوږ کې د آ‌ذان خوره ناره و زمرمه کړه:

– الله اکبر، االله اکبر….

بیرته یې دمورپرغیږباندې کیښود، هغې هم په مینه مینه ورته و کتل اود الله دکلام مبارکه آیه : قل هوالله احد یې په ناروغه اکرسره پروویله پلاریې سره وغوړید او ترخوله یې دا جمله راووته:

– هونوم به احد وي…. عبدالاحد …

اوتنکی احد د سردې د ښکلي بند په څپو کې د شلګرپرسرله شنکي آسمان سره دمینې پراحساس باندې د ژوند ماشومانه موسکاوې او ژاړوې د مورنۍ اوپلرنې مینې له نا زونوسره په نازاونیازسره وڅارلې….

د ښوونځي دروازه یې پلار پرمخ باندې پرانیستله… هلته یې تر جومات اوملا ورهغې خوا ته د ښونې اوښونکي نوم ترغوږشو… یوکوټې ته چې پرسریئ په درنه پښتولیکلي وو « لومړی ټولګي » ورننووت، یوه دنګ درشي والا سړي په غیږ کې ونیو، نوم یې تر وپوښتیده، چې ده زرځواب ورکړ:

– عبدالاحد… الف بی مې هم په جومات کې زده کړې …

پرڅوکۍ یې کیناوه…

ښوونکي پرتخته باندې ولیکل :

ـ خدای ، وطن اوواکمن …

بیا یې پوښتنه وکړه :

– په تاسې کې څوک شته چې دغه دری ټکي ولولي؟

احد لاس پورته کړ:

– زه … هو زه یم …

– آفرین ولوله …

– خدای ، وطن او پاچا …

وا وا آفرین یو چکچک ….

اوټولو لاسونه ورته کړپول

(*)

احد له همدغې ورځې د یوه ځیرک ماشوم په توګه د خپلو ټولګیوالو په منځ کې وپيژندل شو…. غرمه چې کله د کورد انګړ په دروازه راننووت خپله ټوله کیسه یې د پښو پرسر خپلې موراوپلارته زر زر تیره کړه:

– ماته نن چکچکې وشوې… ښوونکي مې پرسرلاس راتیر کړاو څوخلې یی ماشا الله ما شاالله…. را ته وویله ….

موریې په غیږکې ونیو، په دواړواننګویې ښکل کړاوپه مورنۍ مینې یې ورته وویل :

ـ سبا سهارچې مکتب ځې غوړه ډوډۍ به درته پخه کړم ، بوره به هم درته په کې واچوم چې خوږه شي ….

پلاریې پرسرلاس ورتیرکړ ، ورته ویې ویل :

ـ نن مازدیګردې د روسانواوافغانانو زده کونکو دوالیبال مچ ته بیایم وایې چې نن د روسانو په لوبغالي کې ډیره مهمه لوبه ده، له غزني او میرې، سپندې، سلطان باغ اوخاني بابا ډیرځوانان هلته راځي …. د روسانو او افغانانودوالیبال لوبې ته ….

د روسانودکلپ بیولوته احد هم سره وغوړید تیاری ونیو، پلاریې هم خپل همبربایسکل ته باد ورکړ، لوړمازدیګریې له ځان سره د والیبال لوبې ته روان کړ…

دسردې بند روسانوجوړکړی و، دلته اوس په سلګونو روسان اوسیدل ، ښکلي پاخه کورونه یې دلته په کې جوړکړي وو، لوی سپورتي لوبغالی، لامبو ډندونه، سینما اوان دخپلو ماشومانوله پاره یې یې د خپل هیواد په کچه ښوونځي او وړکتون هم درلودل…

ماشوم احد د لومړي ځل له پاره فلم هم ددغه جوړښت په سینما کې لیدلی و، د روسانوژوند، دهیواد پرمختګ داډول فلمونه به یې کله کله د شاوخوا سیموخلکوته هم ورښودل… احد د نامتو روسي ستورمزلي ګاګارین فضا ته دتګ فلم هم دلته لیدلی و، هغه چې په څومره پرتم سره فضا ته ولاړ، هلته یې دده د ژوند اوهڅو ورځنی بهیر اوان چې په څه پرتم سره له فضا بیرته ځمکې ته راستون شو اوپه څه ولولوسره یې هرکلی وشوی و داټول بهیرده دلته لیدلی و… په هغه ورځ چې کله دغه فلم پای ته رسیدلی و، پلاریې یوازې همدا یوه جمله ترغوږ ورتیره کړې وه :

-څوک چې ښه درس ووایي له هغه هم ګاګارین جوړیدای شي…

خوده په لنډه کې وریاده کړه :

– هغه زموږ په ما ما خیلوکې هم یوپیلوټ شته، هغه ولې ګاګارین نه شو ؟

– کیدای شي هغه هم شي، خو زموږ ملک ډیرغریب ملک دی، چیرته عزیزخان چیرته ملنګ عبدالرحمن ، چیرې افغانستان او چیرې تشیال (کیهان) ته رسیدنګ …

خواحد بیا په موسکانه ژبه ورته کړه :

– داځل چې هغه پیلوټ ماما راغئ ، زه به ورته ووایم چې زه غواړم افغان ګاګا ر ین شم …

پلاریې په ټنډه ښکل کړ…. له ځان سره یې خیال ته ورغله :

څوچې دا شنې شولې رسیږي

ما به مرغۍ په ژړا ډیروژړوینه

(** )

په هغه ورځ لوبه افغانانو له روسانو وګټله، ځکه چې دغزني نامتووالیبالرانود سپندې عارف خان اود رشیدانوسرمعلم هاشم خان دواړه ډیرښه ولوبیدل…

له همدغه ماشومانه موسم څخه د کوچني احد سترګواو فکرد آسمانو چکرونه وهل اودا سوچ او هوډ ورسره و: افغان ګاګارین ، مسلمان ګاګارین اود مرسلې مور بچی عبدالاحد مومند ګاګارین….

ماشوم احد دخپلو زده کړو یوه برخه د دنګې مرسلې په څنګ د تورو اوسپنوزآڼو دکتارونو ترسیوري لاندې سرته ورسوله، په هغه ورځ چې ده دکابل په لوردخپلو زده کړو مزی غزاوه، په هغو شپوکې به دکلي دښځواونجونو په خولو کې دغه سندره زمزمه انځوروه چې : جنکۍ ژاړي او وړکي بیا کابل ته ځینه

احد درس ووایه،دپلارخبره یې لاهم په غوږوکې خپل انګازه کول:

-څوک چې ښه درس ووایي له هغه هم ګاګارین جوړیدای شي…

احد خارج ته ولاړ، هوا باز شو، بیرته د خپل ښوونکي د لومړۍ جملې « خدای ، وطن او واکمن » په مینه د هیواد د فضا د اتلو ساتونکو په ډله کې ودرید… اوپه الوتنویې پیل وکړ، د غزني پرسرورغئ، د محمود او سنایي په مزارویې لاسونه په دعا شول، پرمرسله ورغئ اوهلته یې په هوا کې دهغوزاڼو پرپلونو باندې الوتنې وکړې هغوی چې اوس له دغې فضا څخه مرورې شوې وې او پردغه لاره داڅوکاله شوي وو چې نه راتلې ځکه چې اوس د مرسلې پرسرد ستورو ننداره پیکه شوې وه

(***)

اوسفینه د بایکانورد سړې د ښتې له زړه څخه د تودولمبو په پرتم کې هوا ته پورته شوه… احد د سلګونوهوا بازانوله منځه دغې دندې ته د ډاکترنجیب په زمانه کې ګمارل شوی و، کله یې چې له مورسره وروستی خدای پامانی کاوه، هغې څوڅوځلې دا ترغوږ ورتیره کړې وه چې :

ـ د الله کلام دې له یاده ونه وځي …

ده په موسکانه څیره ځوا ب ورکړ:

– ادې هغه خپله له لوړو لوړو آسمانو راغلی، له ډیرلوړاولوړمقام څخه چې موږ کله هم هلته نه شو رسیدای… زه ډیرلیرې نه ځم …

ادې یې وویل:

– ترکومه ځایه چې ته ځې باید درسره وي…

– سمه ده په سترګوبه یې یوسم…

اوټول افغانستان په هغو ورځوکې آسمان ته کتل… ځکه چې یو بچی یې د ناپایه فضا په زړه کې پورته تللی و، ټولو اوس همدا ویل چې هغه به اوس هره شیبه له هغولوړو څخه د دځمکې اود خپل سرلوړي هیواد ننداره کوي. اوله دغې خوا به خامخا دا هم اوري چې :

ته چې په بام باندې ولاړه وې تا چا ته کتل

خلک زما په ننداره وو چې ما تا ته کتل

احد له خواجه نوره بیا ترمیره پورې ورسید، له هغه ځایه یې د ځمکې پرلور راوکتل ، چې څومره وړه اوښکلې ښکاریده، ځکه چې خلک لاهم دلته په وړو وړو کارونو باندې بوخت وو، احد ولیده چې خلک پرپټوخزانو لکه ناخبره ښاماران پراته دي، خو دوی هغه نه وینی اودخپلې هستۍ پردغه راز باندې نه پوهیږي ، ددې پرځای چې پرهغوباندې د برلاسي په خاطرخولې تویې کړي ، دوی جنګونه کوي اوځانونه دیوه اوبل پروینو تویولو باندې دوژونکو وسلوپه زور سرلوړي بولي…

کله یې چې یوځل د نړۍ د نندارې په ترڅ کې خپلې مورنۍ مځکې ته وکتل… ورته په سوچ کې شو:

– ای ښکلې مځکې مورې ! څومره انسانان ستا په غیږه کې له لوږې، له تندې، له جګړو له ځان ځانیو، څخه مري، یوشمیرظالموچې کوم شورما شورهلته جوړکړی دی، پرهغه خویوازې زه او ته ډیرښه پوهیږو …

ته له دغې لوړې ته ما ته جنت غوندې آرامه ښکارې، زه اوس پوه شوم چې موږ په غلطه پرجنتونوپسې د آسمانو پرلور راګورو…. دلته هیڅ هم نشته…

مورې ! څومره ژړاوې، څومره ناخوالې چې ستا اوسیدونکو ستا په غیږه کې را منځ ته کړې دي، هغه ټولې له دغې لوړې هیچا ته نه ښکاري…ستاد نني شورماشوراودردونو آه اوفریاد دلته نه راځي…

آخ زما وطنه، زما دوطن مورې، ترهغې ورځې پورې چې زه پردغه خوا را روان وم، ستا په زړه څومره بې ګناه ځوانان،بی ګناه انسانان دهیڅ له پاره، د درواغو له پاره، د شیطان په لمسه ووژل شوي وو، اوستا اوښکې لاهم روانې وې … زما زړه خو له همدې امله پرتاپسې را ختلی و…ځکه چې زه دهغوی د سرو وینو نښه یم چې ستادلیونیوبچیانو دغه لوی جهالت ته ان دلته هم په ژړا سریم … داچې زه به بیا ستا پرلمن باندې خپلې اوښکې پاکې کړم که نه ، خو ته باید زما د زړه غږ واورې چې :

ته پرما ګرانه یې ، ما خپل سفر دشلګرله درانه خواجه نوره تر بیا تر روسي میره ستا ددعا په برکت ترسره کړ، ما له خپل « خدای ، وطن او واکمن » سره تل مینه درلوده اوپرهمدغه مینه به مرم …. مورې ، زما افغاني مځکې مورې ! ته پرما ګرانه یې ، هو، ډیره ، ډیره … تا دې خدای را ته لري، ځکه زه له تاسره دومره مینه اوپرتا دومره باورلرم چې کله زه مړهم شم ، ته اوستا تنکي اوله مرګ اومړینې په امن بچیان به پرما ویاړې او ما به کله هم له یاده ونه باسې … ځکه پرما ګرانه یې….

يای

اتل مومند

********

خالق رشید

ادمنتون کاناډا

د ۲۰۲۶ کاب د جون ۲۲

د رشاد ښوونې زرینې تعلیمي وړتیاوې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.