غزل

شکېبا اصف لور

306
زړه به مې سوړ شي، خو منمه چې ناتوانه به شم
لکه توپان وړې مرغۍ ورکه له ځانه به شم
زما په لور د جفا کاڼې دومره مه اوروه
زه په اوبو جوړه څېره یم ګوره ورانه به شم
نن یوې نجلۍ له خپل مین نه سپېلني تاوول
زه لکه شمه وېرېدلم چې روښانه به شم
وخته هر جبر که کوې ژبه مې مه غوڅوه
امید لرم د خپلو چیغو ترجمانه به شم
د زړه کوڅو کې مې ساتلي غم په چیغو ویل
دا ناروا دلته پرېږدم بل ځای ودانه به شم
مکتب مې بند، سینګار مې بند اخر به نوم نه لرم
که دا حالت و د هر جبر بندیوانه به شم
ملالې! ستا خویندو اوس هم هغه جذبې ساتلې
غږ که اوچت کړم د زندان خواته روانه به شم
زه شکېبا یم، یوه دنیا یم، خو د هر چا نه یم
دا فکر مه کوه چې ستا به شم، ارزانه به شم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.