سلسال او شاهمامه
د مینې او انساني قانون سندرې او خبرې
د عبدالغفور لېوال نوې منظمومه
«دلـتـه ویـنه بهـول لـویـه ګـنـاه ده
د بامیان د خلکو شوې دا سلا ده»
*****
«دلته کور، کلي او غره کې ژوند روان دی
پـه امـان دی کـه حـیـوان دی که انسان دی»
(د سلسال او شاهمامه له متن څخه، دریم سرود)
که د عبدالغفور لېوال شاعرۍ ته یو ځغلندنظر وشي، هلته به ولیدل شي چې ده له لومړۍهوسۍ نه نیولې، بیا تر سلسال او شاهمامه پورې منظومې تخلیق کړې دي. لېوال لومړۍ هوسۍ داسې یو بزرگ انسان ته د کتنې لهپاره په لاس ورکړه چې هغه د خدای په دربار کې یو منظور او مقبول شخصیت و، علامه رشاد ته؛ هغه منظومه په استادانه ډول له نظره تېره کړه او د مقدمې په ډول یې داسې څو کرښې پرې ولیکلې چې تر نن پورې د شاعر لېوال لهپاره او د هریوه لوستونکي له پاره د یوه درس بڼه لري. د هغې مقدمې په ترڅ کې علامه بابا د شاعر لېوال په باب یوه وړاندوینه او یوه لنډه دوعا کړې وه:
«زه ځوان شاعر (عبدالغفور لېوال) ته د دې ابتکاري تخلیق مبارکي وایم، د ده استعداد زما په ز ړه کې دا هیله پیدا کړې ده چې دی به د پښتو ادب لپاره د تخلیق په برخه کې ډیر بریالی وی. زه د ده د بري دعا کوم»
(لېوال عبدالغفور، هوسۍ، د پښتنې فرهنگ د ودې ټولنه، ۱۳۷۶ وری ــ ۱۹۹۹ اپریل، د رشاد صاحب سریز: الف ــ و مخونه)
وړاندوینه سمه وه، دوعا هم د خدای په دربار کې قبوله شوه او لېوال وتوانید چې د څو منظومو په تخلق سره د پښتو شاعرۍ پر هسک زرین دېوال باندې څو زرینې خښتې وراضافه کړي چې «سلسال او شاهمامه» یوه بله نوې زرینه خښته ده.
د عبدالغفور لېوال د منظومو په باب ما پخوا د خپل فکر او تجربو په دایره کې ځینې مقالې او یادداښتونه خپاره کړي دي، په دې مقاله کې به د لېوال صاحب د نوې منظومې (سلسال او شاهمامه) په باب، په منظومې کې د انځورکړای شوي داستان او د لېوال صاحب د شعر د نویو تجربو په باب څو لنډې خبرې وکړم.
د ۲۰۲۵ ام کال د اپریل په اوومه نېټه، غفور لېوال د یوې نوې منظومې د تخلیق زیری داسې خپور کړ:
«خوښ یم، چې د زړې اریانا د پاروپامیزاد په لمنو کې د بامیکان و زاړه زابلستان په ویاړلي مدنیت پورې تړلې د عشق او مینې د یوې بلې حماسې د سندریز کولو زیری درکوم.
د ساکي «سلسال» او د بامیان د میر د نازولې لور شاهزۍ «شاهمامې» د مینې و ویاړ منظومه پیل شوې ده.
دا منظومه به مو د باباغره د لمنو د غرنیو ګلونو په وږمو ونازوي، د شاهمامې ښکلا ته به د تخییل په ټال کې وزنګیږئ او د شاهزوی سلسال له پولادي مټو به د انسانژغورنې د حماسو تندریز اوازونه د تاریخ له کنګرو څخه واورئ.
د منظومې د پیل یوه برخه دلته لوستلای شئ:
د بابا له هسکې څوکې وږمه راشي
توپانونه هیندوکوښ کې لا شغیږي
بیا د پاروپامیزاد په سردرو کې
د بامي ګلونو عطر په څپو دي
د کپروک له چینو ډک لیښتي بهیږي
څنګ ته ډاګ یې د ورکیو شنه ورشو شي
هلته دلته پرې د ژرندو څرخ تاویږي
د اوبو شرشرې خوړ ته ورغورځیږي
هسک بامیان درې درې د چنارونو
ترې راتاوه غاړهکۍ د دنګو غرونو
له شېبره د ګوربت غره تر لمنو
کاروانونه د وریښمو په مزلونو
بامیکان درې درې دی پرښه پرښه
کلکې ګاګرې يې اسمان سره جنګیږي
د ډبرو د ولاړو دیوالونو
په اوچتو کنګرو کې باد راڅرخي
ځوان ګوربت له خپلې ځالې راالوتی
د وادي په شنه اسمان کې راتاویږي
پسرلی دی، دامانې زمردینې
د چینو اوبه بهیږي تکې سپینې
دلته هلته د غاټول په زړګي داغ دي
پېغلې مستې راوتلې دي مهینې
شنه ګیبي، سره کمیسونه تورې زلفې
د بخدي د بیرغو په شان رنګینې
په سندرو، په ټپو په خندا ګانو
زړونه وړي په مستو مستو اداګانو… »
آصف بهاند په کامنټ کې داسې ورته ولیکل:
ټولو فرهنگي دوستانو او لېوال صاحب ته دې مبارک وي!
هیله ده چې لکه نورې منظومې، «سلسال او شاهمامه» هم د پښتو شعر د زرین دېوال یوه قیمتي خښته شي.
د «سلسال او شاهمامه» د بشپـړېدو په هیله.
د ځینو نورو فرهنگیانو کامنتونه:
نعمان دوست:
«په نیک فال یې نیسو دکتور لیوال صیب.
زموږ په حلق کې لا تر اوسه د (کک او زرينې) خواږه شته، باوري یوو چې دا نوې منظومه به مو حلقونه نور هم له تریخوالي خوندي وساتي.
یوه غوښتنه:
په منظومه کې ډيری نومونه شاید موږ ډيرو ته نا اشنا وي. که هر یوه ته شماره ورکړل شي او لمن لیک کې یې اوسنی نوم، یا لنډه تشریح ولیکل شي خوند به یې لا زیات شي.
درناوی»
جلال خپلواک:
«واه قدرمنه استاده هیله من یم چې د لام او ایلینو غوندې کش او کشش به
پکې موجود باور وکه زه تر ننه د لام او ایلینو په لوستلو موړ شوی نه یم، ستا په ګوتو د هنر جادو څپې وهي.»
اوس د سلسال او شاهمامه په باب:
لېوال د «سلسال او شاهمامه» د منظومې په پای کې د «څرګندونې» ترسرلیک لاندې د ځینو نومونو، اصطلاحاتو او ځایونو شرحه په لنډډول راوړې ده چې د منظومې په لوستلو کې له لوستونکو سره مرسته کوي. په همدې برخه کې یې د «سلسال او شاهمامه» په باب داسې لیکلي دي:
«د «سلسال او شاهمامه» کیسه، په ساده بڼه د افغان ولس ترمنځ د یوې فولکلوریکې افسانې په بڼه شته، یو شمېر لیکوالو هم رااخیستې، له هغې ډلې ارواښاد خلیل الله خلیل رانقل کړې او ښاغلي جواد خاوري هم په «شګفتي های بامیان» کتاب کې خوندي کړې ده. د دغې منظومې زړی هماغه فولکلوریکه کیسه ده.»
(«سلسال او شاهمامه» منظومې په وروستۍ برخه کې د څرگندونو لومړۍ شمېره)
دغه راز لېوال د یادو څرگندونو په اتمه شمېره کې د «شاهمامه» په باب داسې لیکلي دي:
«شاهمامه: شاهمېرمن یا ملکه یې لغوي مانا اخیستل شوې ده، اریانا دایرةالمعارف لیکي، چې :«په اسطورو کې [د بامیان] ۵۳ متري مجسمې ته (صلصال) او ۳۵ متري مجسمې ته شاهمامه ویل کېدل، چې لومړی یې نرینه او دویمه یې ښځینه ګڼل شوي دي.»
(«سلسال او شاهمامه» منظومې په وروستۍ برخه کې د څرگندونو اتمه شمېره)
او د «سلسال» په باب د یوه قاموس (فرهنګ نفیسی، خیام، جلد ۳ صفحه ۱۹۲۳) په حواله داسې لیکي:
«سلسال: د بامیان لویه مجسمه ځینو (سلسال) او ځينو نورو (صلصال) ګڼلې ده. سلسال د خوږو، یخو او رڼو اوبو بهیر ته وایي، چې ترستوني تېریـږي. همدا راز تر ستوني تېرېدونکیو پستو شرابو ته هم ویل کېـږي.
صلصال له شګې سره ګډه شوې خټه، ښه خټه، هغه خټه چې لا ورڅخه خټین لوښی جوړ شوی نه وي.
خوشال بابا فرمايي:
محـبـت د همای سیوری دی که څه دی
که کیمیا دی، زر کوي سنګ و صلصال
که څه هم د مجسمې ظاهري بڼې ته په پام به د «صلصال» نوم ورلنډ وي، خو په دوو دلایلو د «سلسال» نوم غوره بریښي؛ لومړی دا چې دا «شاهمامه» سره په غبرګون د شخص نوم دی، نه د خټې. دویم په کیسه کې د اوبو او د اناهیتا ونډې ته په پام د خوږو او رڼو اوبو په مانا دلته اسم بامسما ګڼلای شو.»
(د منظومې په وروستۍ برخه کې د څرگندونو دیارلسمه شمېره)
په خپله لېوال د منظومې په متن کې د «سلسال» او «شاهمامې» په باب په هنري ژبه خبرې کړې دي. د منظومې په متن کې شاعر شاهمامه داسې راپېژني:
«… شاهمامه د بامیکان د پاچا لور ده
د اوبو د الهې ژوندی حضور ده
شاهمامه د لمر د وړانګو غوندې سپینه
د سوریا په ترانو یې ده پرېولې
په دې پېغلو کې همدا تر ټولو ښکلې …»
(لومړیسرود)
دغه راز د منظومې په متن کې شاعر په خورا لوړ او هنرمندانه نوښت سره «سلسال» داسې راپېژني:
«له هرځایه راټول شوي دي ځوانان بیا
د هوسیو په ښکار وتي دي ښکاریان بیا
په ښکاریانو کې یو ځوان ښکاري سلسال دی
د سرکښه اس په شان یې مټ او یال دی
غنمرنګه، کنجک برېت او تورې څڼې
پلن ټټر یې د پینځو سرتېرو ډال دی
نېغ کتل یې د ډبرو زړونه چوي
او غرور یې د میینو زړو وبال دی
لوی کهول یې زابلي دی د ساکانو
سکه نښه د زابل د پاچایانو»
زابلشاه تورمان یې پلار دی په زابل کې
واک یې بر دی په غزني او په کابل کې
(دویمسرود)
په منظومه کې نوي انځورونه او نوي شعري ترکیبونه:
لېوال لکه د نورو منظومو په څېر، په دې منظومه (سلسال او شاهمامه) کې هم په موضوع، ځایونو او پېښوو پورې اړوند؛ د انځور جوړونې ښې او نوې تجربې کړې دي. ما د لېوال تربحث لاندې منظومه څوځلې ولوستله او د لوستلو په ترڅ کې به مې د دې منظومې نوي انځورونه او نوي شعري ترکیبونه په نښه کول. زه ادعا نه کوم چې زما دا کار به د ټولو لوستونکو لهپاره د منلو وړ وي، خو د دې خبرې کولو حق ځانته خوندي گڼم چې ووایم: د لېوال په «سلسال او شاهمامه» کې زما له نظره دا انځورونه او شعري ترکیبونه نوي دي:
ــ د غرونو غاړهکۍ:
«ترې راتاوه غاړهکۍ د دنګو غرونو» (لومړیسرود)،
ــ له اسمان سره د گاگرو جنگېدل:
«کلکې ګاګرې يې اسمان سره جنګیږي» (لومړیسرود)،
ــ د نجونوخېل:
«بیا سپرلی دی او د نجونوخېل وتلی» (دویم سرود)،
ــ د غشينڅا:
«شغ شو غشی په نڅا د باد څپو کې» (دویم سرود)،
ــ د باران ملکه:
«د باران د ملکې چې زړګی تش شي» (دویمسرود)،
ــ د هوسیو اوښکې:
«د هوسیو اوښکې وینئ که ړانده یاست؟» (دریم سرود)،
ــ غر له ځایه ایستل:
«واه دا څه حسن، دا څه غرور دی خدایه»
څه خوږه غوسه چې غر باسي له ځایه» (دریم سرود)،
ــ د غرور الماس:
«ورو یې شونډو زمزمه کړې دا خبرې
د غرور الماس دې مات کړ ملغلرې» (دریم سرود)،
ــ د توراوربل نڅا:
«په خندا یې یوه شوخه ادا وکړه
تور وربل یې په هوا کې نڅا وکړه» (دریم سرود)،
ــ د سورغر پـړک:
«سرې غالۍ یې د سورغر د پـړک په شانې» (څلورم سرود)،
ــ گوتې په څڼو کې لار باسي:
«د مور ګوتې د زوی څڼو کې لار باسي
او له زړه نه یې د پټ راز مهار باسي» (څلورم سرود)،
ــ د ستورو رمه:
«او د ستورو یوه پنډه رمه څري» (څلورم سرود)،
ــ طلایي کمرونه:
«د بامیان د رود په غاړه چینارونه
مازیګر دی، طلايي ښکاري کمرونه» (پنځم سرود)،
ــ د مچکې خرپ ته د اوبو رېـږدېدل:
«د وروستۍ مچکې خرپ ته اوبه ریـږدي» (پنځم سرود)،
ــ د رڼا رېـږدېدل:
«رڼا رېـږدي د خوشبو پېلوځي دود ته» (شپـږم سرود)،
ــ د سپېڅلې سوما اور:
«د سپېڅلې سوما اور رګو کې ځغلي» (پنځم سرود)،
ــ ژوند د اسمان د تندي ټیک:
« دا څه تریخ برخلیک زما په برخه لیک دی
چې ژوندون مې د اسمان د تندي ټیک دی» (اتم سرود)،
ــ سمندر د رودڅپه:
«چې په خوږ سلسال دې روح او زړه تکیه وي
سمندر به هم د رود یوه څپه وي (نهم سرود)،
ــ مرگ پر برکنډو درول:
«لوی خطر دی، هر پړاو کې دیو په څَو دی
مرګ د لمر غوندې ولاړ په بر کنډو دی» (نهم سرود)،
ــ د قدرت لاس:
«د قدرت لاس دي تراشلي تالارونه» (لسم سرود)،
ــ د باد کوکارې:
«کله کله په کې باد وهي کوکارې» (لسم سرود)،
ــ د رڼا کړۍ:
« د رڼا یوه کړۍ ورنه تاویـږي» (لسم سرود)،
ــ پر گرمواوبو باندې د زلفو بارېدل:
«خورې زلفې یې په ګرمو اوبو بارشوې» (لسم سرود)،
ــ د سهار پل:
«د ختیځ شفق کې پل د سهار ښکاري» (لسم سرود)،
ــ د روح لمنه:
«راځئ راشئ دواړه دلته زما خواته
چې د روح لمنه ونیسو رڼا ته» (یولسم سرود)،
ــ د رڼا ړنگېدل:
«شېبه راغله، چې تالار کې خاموشي شوه
په کې ړنګه نقره رنګې رڼايي شوه» (دولسم سرود)،
ــ د سکروټو غر:
«کله کله تر شېبره سر راباسي
له سپږمو نه د سکروټو غر راباسي» (پنځهلسم سرود)،
ــ د لمبو درمند:
«تر هغو یې چې سر تاو کړ هغې خوا ته
سلسال ووت د لمبو د درمند شا ته» (شپاړسم سرود)،
ــ د ښامار غضب:
«ټول وجود یې د لمبو په لوګي تور دی
غر سیزلی د ښامار د غضب اور دی» (شپاړسم سرود)
ــ د زلفو اژدها:
«د دنګ ځوان په شوندو غلې شان موسکا ده
د شهۍ په مخ د زلفو اژدها ده» (شلم سرود)
ــ ډبرین تاج:
«هیندوکوښ د اریانا ډبرین تاج دی» (دوهویشتم سرود)
ــ د غرهزړه:
«له لمدو کبلو بوی د غره د زړه ځي» (دوهویشتم سرود)
«د اژدر له درې پټ د غره په زړه کې» (اتهویشتم سرود)
«د غره زړه کې سهمګین دي رواقونه
د پردو تر شا یې پټ دي میین زړونه» (نهویشتم سرود)
ــ د زلفو ابشار:
«سلسال بیا سر د جانان پر زنګون کېښود
پرې شهۍ د تورو زلفو ابشار پرېښود» (دوهویشتم سرود)
ــ د باد گوتې:
«سلسال دنګ ولاړ په پرښه افق ګوري
تورو څڼو کې یې ګوتې د باد ښوري» (درویشتم سرود)
ــ د اوبو پسته وږمه:
«په حسرت دي دوه میین ولاړ دره کې
د اوبو د بهېدو پسته وږمه کې» (څلیریشتم سرود)
ــ د عشق لومړنۍ اوښکه:
«داسې روڼ لکه د عشق لومړنۍ اوښکه» (څلیریشتم سرود)
ــ د مستباد شپېلۍ:
«د مست باد شپېلۍ ته ناڅي چینارونه» (شپـږویشتم سرود)
ــ د چنار نڅا:
«د مست باد شپېلۍ ته ناڅي چینارونه» (شپـږویشتم سرود)
«لا د باد شوخۍ ته ناڅي چینارونه» (اتهویشتم سرود)
ــ د چنگ له تاره د لمبې ایستل:
«دوی د چنګ د تار له رګه لمبې باسي
سوز و ساز د عشق په روح کې ننباسي» (اوهویشتم سرود)
ــ د غرهغېـږ:
«چې لمرڅرک وهي نو ښکلیو رواقو نه
ها د غره غېږه کې جوړو دوه تاقو نه» (اتهویشتم سرود)
لېوال د منظومې په بېلابېلو سرودونو کې د ښکارندوی غوري په شان د طبیعت په ستاینه کې ډېر برلاسی ښکاري، داسې یې ترسیموي چې لوستونکې له ځانسره د پېښو ځای ته بیايي او لکه د گرځندویانو لارښود هرڅه مخامخ ورښیي. دا یې څو بېلگې دي:
«پسرلی، چې واورې والوتې له زمکې
په نوروز چې پېغلې ووتې نازکې
د څلورو چینو هرخوا بهیرونه
پرې زرغون شول د غاټولو کتارونه
د چینو اوبه روانې وې په دښتو
هغه ځای کې چې په رود شولې ورګډې
نو کوچیانو ورته واړولې کډې
د سپرلي د روستۍ میاشتې ورځې شپې دي
په بامیان کې ورشوګانې زرغونې دي
د اصیلو ګلابونو موج مستي کا
چینارو کې د مرغیو چهچهې دي
هلته دلته نجونې وتې کروندو ته
او د شوخو ماشومانو هلهلې دي»
(شلم سرود)
*****
د اژدر له درې پټ د غره په زړه کې
سمندر په شور بهیږي په موجونو
د بابا د هسکې څوکې په سر زاڼې
هیندوکوښ کې لا شور ګډ د توپانونو
ټول د پاروپامیزاد غرونه په شور دي
له پامیره ان د غور تر منارونو
په خوړونو کې هوسۍ دي ترهېدلې
کټ کټا راځي د زرکو له ناوونو
ها مرغه چې ټوله شپه نغمه سرا و
غږ یې ګډ دی د بلبلو په غږونو
عجیبه ده، ټول بامیان سندرې وايي
شرهار اورېدل کیږي د رودونو
(اتهویشتم سرود)
په منظومه کې د عاطفي احساس انځورول:
د منظومې په یوه برخه کې د انساني عاطفې تصویر په عجب هنرمندانه او نوې بڼه وړاندې شوی دی، هغه هم د یوې ښځینه له خولې:
یو ناڅاپه شاهمامې خپل غږ اوچت کړ
په غوسه یې د سلسال د اس کمند کې
د تړلې هوسۍ خوا ته لاس کړ پورته
تاسو څوک یئ؟ او له کومه یاست راغلي؟
په سینو کې مو ډبرې دي که زړونه
د کبلیو چیغې اورئ که کاڼه یاست؟
د هوسیو اوښکې وینئ که ړانده یاست؟
دا هوسۍ چې مو په غشي ټپي کړې
د بچیو له بغارو یې خبر یاست ؟
موږ لا هلته په ورشو کې اورېدلې
مګر تاسو یې ترپکې نه لیدلې
د وړو وړو بچو مور مو نیولې
نامراده مو ده بند په بند تړلې
تاسو میندې ماشومان لرئ په کور کې؟
زړه مو نه خوږېد د دوی په شورماشور کې ؟
(دریم سرود)
د عاموخلکو اصطلاحات:
ــ سراو، پساو
د اوبو د ویش واکمن پاچا میراو دی
چې بـلـد هم په سراو هم په پساو دی» (دویم سرود)،
ــ گاگره:
«په تېشه وي چا تراشلې دغه ګاګره» (یولسم سرود)
ــ ګندنار او جارو:
«ګندنار او جارو هرځای کې ولاړ دي»
ــ اوبه پټم کېدل:
«ډنډ راوڅرخېد پټم شو روڼ ځلیـږي» (څلیریشتم سرود)
ــ وراباڼي:
«د وراباڼو په ګوګل زړونه درزیږي
د لیدو شېبه ورو ورو رانږدې کیږي» (نهویشتم سرود)
د پاسنیو نادرو اصطلاحاتو د کارولو په څنگ بلې خبرې ته چې زما پام شو هغه دا ده چې په ټوله پښتو شاعرۍ کې تر خوشحال خټک وروسته، عبدالغفور لېوال لومړنی شاعر کې چې د «سپاندې» ویی یې کارولی دی، هغه هم په ډېر شاعرانه مهارت سره، تاسو وگورئ:
«یو کتار خدمتګارانو په سکروټو
ډېرې سپاندې او ماڼو پاڼې شیندلي»
(اتهویشتم سرود)
د منظومې په متن کې شاعر په عمدي ډول د پښتو ژبې د اصلي اصولو له مخې داسې ویي یا لغتونه کارولي دي چې پخوا د «غلط مشهور» د قانون له مخې عام او لکه د چا خبره منل شوي وو او کلونه کلونه کارېدل. څو بېلگې یې «شاهمېرمن»، «شاهزۍ» او «شاهزوی» دي چې پخوا به ځینو قلموالو او ویناوالو د «ملکه»، «شاهزادگۍ» او «شاهزاده» په ډول ویل او لیکل. دا د منظومې له متن څخه د پاسنیو ویینو د سمې کارونې څو بېلگې دي:
د شاهزوی سلسال ترمخ چې یې ولاړه
د خپل سر خیرات له خدایه ځنې غواړه
(دریم سرود)
د زابل شاهزوی په زړه غشی خوړلی
لا و پېغلې شاهمامې ته فکر وړی
(دریم سرود)
نجلۍ ولاړه او سلسال یې په ځای پرېښود
د ښکاري شاهزوی په زړه یو داغ کېښود
(دریم سرود)
*****
د همزولو سترګې برندې وې ختلې
د بامیان د شاهزۍ قهر ته وې غلې
(دریم سرود)
دومره پوه شوه، چې شاهزۍ یې ده زوولې
دایهګانو په ورېښمو کې پېچلې
(اووم سرود
مازیګر چې زابلي وزیر جرګه شو
شاهبامیان نه یې لاس غوښتی د شاهزۍ دی
(شپـږم سرود)
*****
شاه بامیان برسرکې ناست په ډېر پرتم دی
ورسره ترخوا یې ناسته شاهمېرمن ده
(شپـږم سرود)
شاهمېرمن د بامیکان په درد اخته وه
شاهبامیان هم وارخطا و هم خوشاله
(اووم سرود)
د منظومې د قالب په باب:
کله مې چې د سلسال او شاهمامې څوسرودونه ولوستل، ما فکر وکړ چې منظومه د مثنوي قالب په چوکاټ کې ویل شوې ده، وروسته مې ولیدل چې په ټوله منظومه کې د مثنوي قالب نه دې مراعات شوی او گڼشمېر بیتونه ازاد پای لري، د دې منظومې په متن کې داسې هم شوي دي چې کله کله شاعر د مثنوي د قالب له اصولو وزي او په څو بیتونو کې، بیتونه په خپلو کې همقافیه نه وي. دا یې د څو بیتونو بېلگې دي:
«هاخوا لرې شنه ورشو کې نجونې خاندي
ساراني ګلونه وټومبي وربل کې
د وړو کبلیو غږ تر ورشو راغی
شاهمامه د نجونو خېل نه شوه رابېله
مخ په غره یې سترګې برندې وګنډلې»
(دویم سرود)
کله مې چې لیوال صاحب په دې باب وپوښته:
«ایا تاسو دا منظومه ټوله د مثنوي په قالب کې گڼئ؟
د متن په ډېرو ځایونو کې بیتونه سره همقافیه نه دي، چې دا ولې؟»
ده داسې ځواب راکړ:
«استاده منظومه په مثنوي قالب کې نه ده او نه هم ټول بیتونه سره همقافیه دي، قافیه په ځینو بیتونو کې راغلې، خو ګڼ یې بیا ازاد پای لري البته وزن د ټولو مسرو یو دی ، خو قافیه په ټولو بیتونو کې رعایت شوې نه ده زما د درېیو روستیو منظومو ( لام او ایلینو)، ( کک و زرینه) ، (سلطان) جوړښت هم کټ مټ همداسې دی، البته هوسۍ (دواړه) او (ارشاک او اوشاس) بیا په ازاد شعر کې لیکل شوې دي.»
په منظومه کې د تاریخي ځایونو د نومونو یادونه:
لېوال په منظومه کې د وطن د یو شمېر تاریخي ځایونو نومونه هم یاد کړي دي چې زه یې دلته یوازې د نومونو یادونه کوم:
ــ بابا غر،
ــ هیندوکوښ،
ــ پاروپامیزاد
ــ بامي
ــ کپروک
ــ شېبره،
ــ گوربتغر،
ــ بامیکان،
ــ بخدي،
ــ لویغر،
ــ دنګ پامیر،
ــ سورغر،
ــ ترنک،
ــ د هراویت،
ــ ناوور،
ــ پاروپامیزاد غر،
ــ هري نه بیا تر
ــ غور،
ــ باختر،
ــ هیلمند،
ــ اراکوزي ـ اراکوزیا،
ــ کاسغر یا کاشغر،
ــ شاهپولاد،
ــ پاروپامیزاد غر،
ــ سمايي غر،
ــ شېبر،
ــ د اژدر دره،
ــ هډه،
ــ پنجهېر،
ــ سوات،
ــ هري،
ــ ساکستان،
ــ اریانا،
ــ بابل،
ــ چین،
ــ سیکارام،
ــ ګندهارا،
ــ اوزبین،
ــ سوګد یا سوکد
د سلسال او شاهمامه پیام:
انسانیت د ټول بشریت لهپاره هغه گډ منلی مفهوم دی چې هېڅ پوله نهمني، که د ټول بشریت گډه عقیده هم ورته وویل شي، ډېره به ښه وي.
انسانیت مینه کول دي، انسانیت داسې عمل ترسره کول دی چې کوم شخص یا ژوندي موجود ته دې ضرر ونهرسېـږي او څوک درنه خوابدي نهشي، د انسانیت بنسټ، مهرباني ده او د مهربانيکولو په پایله کې موږ کولای شو نورو مخلوقاتو ته ارامتیا ورپه برخه کړو.
د لېوال د دې منظومې پیام د انسانیت او عاطفې رایجول دي:
راشئ، راشئ، چې پیدا ورکه مانا کړو
درد و رنځ څخه پناه دغه دونیا کړو
راشئ راشئ، چې په ځان کې ښامار مړ کړو
چې د نفس پړانګ د وجود خاورو کې خړ کړو
چې په روح کې له څلوروسرچینونه
اته ډنډه د رڼو رڼو اصلونو
لاژوردین لکه غمي راڼه بهاند شي
سمندر چې د مانا ورنه څپاند شي
راشئ راشئ، چې بامیان له نن نه روسته
یو سپېڅلی ښوونځی د روښانتیا شي
دغه ګاګرې، دغه سمڅې، دالانونه
د اوهامو خوبولیو ته ویښتیا شي
راشئ راشئ او بامیان داسې وطن کړئ
چې له ټولې دونیا راشي کاروانونه
پرې انبار وي د فکرونو کتابونه
د ورېښمو په لار جوړ سپېڅلی ښار کړئ
یو تمځای یې د باختر په لویه لار کړئ
له باګرام او تاکسیلا څخه تر غوره
بګولان سره ملګری نانګراهار کړئ
ګنداریا نه تر هیلمند و هېراویتي
اسمايي سره تړون د ناویهار کړئ
دغه زمکه کړئ راویښه او روښانه
د ژوندون مانا پیدا په دې دیارکړئ…»
(دولسم سرود)
خو کله مې چې لېوال صاحب نه د منظومې د پیام پوښتنه وکړه:
«د «سلسال او شاهمامه» منظومې پیام څه دی؟
نو ده داسې راته ولیکل:
«د دغې منظومې درې اساسي پیغامونه دي:
۱ ــ افغانستان او بامیان د ورېښمو د لارې پر سر د یوه بډای او روښانه مدنیت کوربه و او بامیان د بودايي اصولو یو لوی پوهنتون و، دلته خلکو سولهییز ژوند درلود او له نړۍ څخه ورته خلک تلل راتلل.
۲ ــ د منظومې کرکترونه د انسان د دروني نړۍ سېمبولونه دي، ښامار د حرص او ځانځانۍ، پړانګ د بېرحمۍ او تیري سېمبول دی، چینې حقیقت ته د رسېدلو او د دغو حقیقتونو پر بنسټ د اخلاقي اصولو منل او رعایت دی. د اوبو ډنډونه د روحي پاکۍ او روڼوالي سېمبول ده ، اوبه مهمې دي هم په طبیعت کې او هم په سېمبولیکه توګه د پاکۍ او روڼوالي د نښې په توګه په روحي نړۍ کې، د نفس له ښامار او د بېرحمۍ له پړانګ سره جګړه د روحي اتلوالې معیار ده، چې د مینې په ځواک پر مخ ځي.
۳ ــ بامیان د ساکي ټبر اصلي ټاټوبی دی، زابلي واکمن هم ساکان و، تاریخي جغرافیا او ټبر پوهنه ښيي چې د پښتنو نیکونه (ساکان) د لویو تمدنونو وارثان او رامنځته کوونکي وو او هغسې چې د افغانانو د هویت دوښمنان یې ادعا کوي افغان ټبر یوازې د غرنیو کوچانو او څو روسته پاتې قبیلو پاتې شوني نه دي.»
دغه راز د دولسم سرود په ادامه کې د منظومې د پیام په باب داسې هم راغلي دي:
چې بامیان د فکر و پوهې کرونده شي
د انسان د ازادۍ بله ډیوه شي
چې مجبور انسان د ژوند له درد و رنځه
د خلاصون په رمز و راز دلته خبر شي
بامیکان د اریانا د زړه ګوهر شي
چې له هر وطنه راشي روزنتون ته
د ساکیاموني د فکر پوهنتون ته
ستاسو دواړو تر نظر لاندې به دلته
د دونیا وګړي زدکړې ته رادرومي
دا وادي به د پېژاند پېلوځه روڼي
دغه تورې مغارې او دالانونه
په ډبرو کې دا لوی لوی تالارونه
دا به ټولوته د پوهې پالنځي وي
د رڼا او د ویښتیا به دا ټولګي وي
تاسو دواړه به تر ډېره ورته ګورئ
نیروانا به مو په برخه یو سکون کړي
درډالۍ به یو تلپاتې پیوستون کړي
(دولسم سرود)
د «سلسال او شاهمامه» یادونه او د دوی د راتلونکې ژوند او ماموریت یادونه د منظومې په یوبل ځای کې داسې شوې ده:
د باران او د اوبو ښکلې واکمنې
شاهمېرمن ته خوب کې داسې وینا وکړه
شاهمامه دې مبارک شه بختورې
د څښتن ډالۍ یې وګڼه اغلې
شاهمامه د ژوند ژغورنې نښانه ده
د کرکېلې و پنځونې نښانه ده
دا به خلاص کړې د دې غرونو او رغونو
مېشته خلک هم د کلیو او ښارونو
په اس سور یو پهلوان به ورسره وي
یو راویښ روښان انسان به ورسره وي
دوی به جوړ کړي د رڼو اوبو ډنډونه
کړي به خلاص له خوني پړانګ رمې پسونه
دوی به لوی ښامار په پارو پامیزاد کې
د ډبرو په زندان کې راایسار کړي
دوی به خلاص ترې لوی مزدک د ناویهارکړي
په هغه ورځ به یې دا نیزه په کار شي
چې پرې خوښ باګرام، هډه او نانګراهار شي
(اووم سرود)
سلسال د شاهبامیان په دربار کې خپل انساني ماموریت دا گڼي چې د ژوندون له لارې څخه به درد او رنځ لرې کوي. دا د سلسال د خولې خبره ده:
«هغه زه یم چې خوني پړانګ به ایسار کړم
درد و رنځ څخه به پاکه د ژوند لار کړم
د بندونو جوړېدو ته به ډبرې
لکه هار د شاهمامې له شمېره باسم
اریانا ته به ویاړونه زه راوړمه
سرښندمه مګر مینه به ګټمه
هغه ورځ رارسېدلې چې موږ دواړه
له ښاماره څرمن باسو، له پړانګ داړه
اریانا به تل اباده وي ښېرازه
شاهمامه به مې هملارې وي همرازه
دې درو کې به د ژوند سرود غږیږي
د ورېښمو لار به بېرته امن کیږي
بامیان تش مه شه د چنګ له خواږه سازه
له زابله به د مست رباب نغمې وي
په درو کې به وي پېغلې هماوازه
که سورغر، که هسکې څوکې د بابا دي
هیندوکوښ دې خالي نهوي له شهبازه
(نهم سرود)
په منظومه کې د ساکیاموني ښوونو یادونه هم شوې ده، په دې باب مې چې لېوال وپوښته:
«تاسو په نولسم سرود کې مو د ساکیاموني ښوونې یادې کړې دي، مقصد مو د بودیزم اصول دي، که بل څه؟»
په ځواب کې یې داسې راته وویل:
«هو، د ساکیاموني ښوونې د بودا اصلي سپارښتنې دي چې د بودیزم اصول یې هم ګڼلای شو ، څلور حقیقتونه او اته اصلونه دي.»
د روایتونو له مخې، سلسال او شاهمامه په داسې ځای کې یوبل سره ویني چې له شاهمامې سره د همځولونجونو یودلگی مل وي او سلسال له خپلو انډیوالانو سره د ښکار په نیت راوتلی وي. سلسال غرڅه په غشي ولي، خو د شاهمامې له کلکې نیوکې سره مخ کېـږي او شاهمامه سترگو په سترگو خبرې ورسره کوي. دواړه خپلو کورونو ته ځي او همدا لومړنۍ لیدنه د دوی په زړه کې د مینې تخم کري.
کله چې د سلسال کورنۍ پوهېـږي چې ده زړه بایللی دی، پلار یې د یو هوښیار وزیر په مشرۍ بامیانو ته د شاهمامې پلار ته یوه جرگه ورلېـږي، هلته د هلک لوري ته اته شرطونه وړاندې کېـږي چې دا جلې به هلته درکول کېـږي چې سلسال دا شرطونه پوره کړي.
«مازیګر چې زابلي وزیر جرګه شو
شاهبامیان نه یې لاس غوښتی د شاهزۍ دی
ځوان سلسال ته په جرګه وزیر راغلی
شاه بامیان ته مرکه وزیر راغلی
شاهمامه غواړي میراو نه و سلسال ته
شاهبامیان په حیرت تللی دغه حال ته…»
(شپـږم سرود»
د شاهمامې پلار هم د خپلې لور د ژوند نوي ملگري مخکې یوشمېر شرطونه ږدي او وايي چې شاهمامه هغه څوک ودولی شي چې دا شرطونه پوره کړي او شاعر په هنرمندانه ډول یاد شرطونه داسې د کلماتو په تار کې پییلي دي:
«که هرچا شاهمامه غوښته نو اول به
له درېګونو پړاوونو نه تیریږي
ژوند به ژغوري له دردونو او رنځونو
د بدیو او تیارو له ګوزارونو
دې نیزې سره به غبرګ په سفر وځي
ها چې غواړي شاهمامه د ژوند څراغ کړي
هم به دا ساتي له توره اهریمنه
هم به ځان د ګناهونو له تورتمه
چېرته مل به یې شي لاره کې روښان څوک
ها له لرې لمرخاته نه راروان څوک
ها چې ویښ دی او د ژوند په ساز پوهیږي
رنځ و درد نه د خلاصون په راز پوهیږي
همدا ویښ روښان سړی به یې لارښود شي
د بابا غره په خوړونو کې یو پړانګ دی
هم شپانه خوري هم رمې خوري د کوچیانو
د ورېښمو کاروانونه ترې ویریږي
له لښکرو څخه غرونو کې ورکیږي
هم د پاروپامیزاد د غره درو کې
یو ښامار دی، چې له خولې یې اور بادیږي
کاروانونه چې په لار ځي د ورېښمو
سره اوښان له سوداګرو سره نغاړي
څو څو وارې کاروانونه هلته ورک شول
خلک پټې پټې کړي کیسې یو بل ته
چې یو لوی اژدها پټ دی په دې غرو کې
له هري نه بیا تر غور ان تر باختره
له هیلمند، اراکوزي بیا تر کاسغره
کاروانونه دا ښامار په اور لمبه کا
نشته داسې پهلوان چې یې چاره کا
بل پړاو زموږ د رودونو او اوبو دی
د کپروک چینې روانې دي بیابان ته
هیچا جوړ نه کړل بندونه په رودونو
دغه چاره هم زما د لور په برخه
اناهیتا ده ورسپارلې دغه پازه
یو روښانه او یو ویښ سړی به راشي
زما د لور او پهلوان د اریانا ته
نو سلام دې وي زما و زابلشاه ته
او درنښت دې وي سلسال ته هم وزیر ته
ما به زر ځلې وای لاس د لور درکړی
د زابل تر شاه مې نهشته ښه ملګری
خو زما د شاهمامې برخلیک جدا دی
له وصلت څخه یې مخکې درې پړاوه
اته بنده، خوني پړانګ او اژدها دي
موږ په تمه چې پیدا هغه سړی شي
چې هم ویښ دی هم روښانه راروان دی
لمرخاته نه یې سفر مخ په بامیان د ی
ها روښان به راپیدا اریايي ځوان کړي
دغه سوبه به هماغه پهلوان کړي
له څلور چینو به جوړ کړي اته بنده
له کپروک نه د درې تر روستي ډنډه
چې خوني پړانګ راایسار کړي په کمند کې
کړي بندي یې د بابا د غره ګړنګ کې
چې په دې نیزه ګوزار لوی اژدها کړي
شاهمامه به هم واده روسته تر دا کړي
زما د لور د لاسنیوي اړونه دا دي
زما نه دي د سرلوړې اناهیتا دي»
(اتم سرود)
د سلسال له لوري د شاهمامې د پلار د شرطونو تر پوره کولو وروسته، د سلسال او شاهمامې د وصلت او واده دروږه پیل شوه او لېوال په عجیب شاعرانه مهارت سره دا صحنې داسې انځور کړې دي:
«شاهبامیان به سبا ولېږي استازی
زابلشاه ته به وروړي یو داسې زیری
چې سلسال او شاهمامه بېرته ستانه شول
په لیدو یې زموږ سترګې شوې روښانه
په بریا یې اندېښمن زړونه راښه شول
چې څلور چینې جاري کړي په ډنډونو
د ساکیاموني ښوونو سره سمې
تر دې روسته به بامیان کې وي لوی جشن
د شها او د شهۍ د واده بزم
شاهمامه به د سلسال د شپو څراغ شي
له دوه زړونو نه به بېل د بېلتون داغ شي
د زابل او د بامیان د خېلخانو به
تړون وشي د ګلانو او ګبینو
د سهاک ټبر به خوښ په دې وصال شي
شاهمامه چې ښکلې ناوې د سلسال شي»
(یوویشتم سرود)
د سلسال او شاهمامې د واده په مراسمو کې د ساکیاموني (بودا) په موجودیت کې چې له ختیځ نه د ویښتیا او روښانتیا د لارښوونو لهپاره راغلی و؛ خلکو هلته دوه تاقونه جوړ کړل چې یو د سلسال لهپاره و او بل یې د شاهمامې لهپاره. د «سلسال او شاهمامه» په شپـږویشتم سرود کې دا جریان لېوال په خورا شاعرانه مهارت سره انځور کړی دی، چې یوه برخه یې دلته رااخلم:
«د بامیان د میراو لویه مېلمستیا وه
د ورېښمو په لار جوړه تماشا وه
د بامیان او زابل خلک وو راوتي
دا واده د هر ساکي د زړه ارمان و
په دې جشن کې ورګډ هر زوړ و ځوان و
خلکو جوړ کړل دوه تاقونه د غره ډډ کې
د بامیان د درې هغه دیوالونه
چې تراشلي یې څښتن ډبرین غرونه
چې په کې دي مغارې او دالانونه
تالارونه ، لارې لارې دهلیزونه
چې ساکیاموني راغلی و ختیځ نه
د ویښتیا او روښانتیا لار یې ښووله
خلکو هغه ځای کې جوړ کړل دوه تاقونه
په لوړ غره کې مخ ختیځ ته رواقونه
یو رواق د زابلي سلسال لپاره
بل یې ښکلې شاهمامې ته و توږلی
د ساکیاموني تالار ته چې نږدې وي
د ویښتیا وړانګې به هلته لاخورې وي
د ساکي ټبر دا ښکلي نازولي
چې د یو بل په وصال سره خواږه شي
د بامیان د ګلابونو په باران کې
په سرلوړو چینارو کې به واده شي
ناوې و زوم به د بامیان رواج په ځای کا
لوی رواق کې به سلسال جامې اغوندي
په دا بل کې به شاهزۍ خپل ځان سینګار کا
د بامیان نجونې ګلابو پسې ګرځي
شاهزلمیان غوړوي څڼې مست اتڼ ته
شاهزابل او شاهمېرمن یې مېلمانه دي
(شپـږویشتم سرود)
روایت داسې دی چې په پای کې سلسال او شاهمامه د غره په تېـږو کې تیـږې شول. شاعر دا صحنه په ځانگړي هنري مهارت سره داسې انځور کړې ده:
چې روستۍ پردې یې لرې کړې همزولو
حیرانتیا شوه را خوره په مخ د ټولو
لویه خدایه! دا څه وینو په رواق کې
نه سلسال نه شاهمامه شته په اتاق کې
هسکو دنګو رواقونو کې ولاړ دي
دوه څېرې لکه ډبرو کې توږلې
لکه غره نه انځورګر چې وي تراشلې
د سلسال رواق کې لوی جسم ولاړ دی
د ساکیاموني په شان یې څه اغوستي
تک سور لوی څادر یې جسم څخه تاو دی
ان د غره تر هسکې څوکې پورې دنګ دی
هاخوا بل رواق کې هم ولاړه ښکلې
شاهمامه ده ډبرینه په جامه کې
او ترې تاو څادر اوبرنګ اسماني ښکاري
د امیر د بند په شان نیلابي ښکاري
د تراشلي غره په لوړ ګوګل کې ښکاري
دوه ولاړې ډبرینې لوړې پژې
له هیبته ډکې ښکلې او رنګینې
چې بامیان کې چا پخوا لیدلې نه وې
بس همدا مجسمې وې د ډبرو
نوره نښه د شها او شهۍ نه وه
نه سلسال په خپل رواق کې ښکارېدلو
نه په بل کې شاهمامه د پردې شاته
لکه غره چې وي له ستوني نه تېر کړي
لکه تیږو وي په ګېډه ننه ایستي
لکه نهچې د زابل زوی و راغلی
لکه نهچې د بامیان لور وه زوولې
د زابل ناوې او زوم د بامیان دواړه
رواقونو وو خوړلي په سپېدو کې
لمر راوخوت خو د ښکلیو نښه نه وه
هیڅوک نهشول خبردار چې پېښه څه وه
څوک خبر چې شاهمامه او سلسال څه شول
سپېدهچاود نه روسته هېڅ ترسترګو نه شول
بس په دنګو رواقونو کې ولاړ وو
قامتونه د ډبرو په کې لواړ وو
د ډبرو یو قامت الواني رنګه
بله ښکلې یې نیلي اسماني رنګه
وه سلساله! خلکو ډېرې نارې وکړې
شاهمامې! د بامیان لورې، وایه څه شوې
خو رواق څخه هېڅ غږ د چا رانهغی
د پردو پردو پردو له شا رانهغی
خدای خبر ساکیاموني څه وو ویلي
خدایزده څه یې وو روستي بند کې لیدلي
خدایزده چېرته وو شها او شهۍ تللي
ډبرین دوه قامتونه یې وو پریښي
هیچا بیا خبر رانهوړ چې دوی څه شول؟
شاهمامه او سلسال برخه د دې غره شول
ښايي دوی وو رسیدلي نیروانا ته
لوی یادګار یې و پرېایښی اریانا ته
(دېرشم سرود)
په تیـږو باندې د سلسال او شاهمامې بدلېدل یو افسانوي روایت دی. دا د «نیروانا» حالت ته رسېدل دي، دا داسې یوحالت دی چې انسان له ټولو نفسيخواهشاتو مبرا شوی وي. د دې دوو تنو په ډبرو بدلیدلو ته خپله شاعر عبدالغفور لېوال درې دلیله په شفاهي خبرو کې ما (آصف بهاند) ته داسې وړاندې کړل:«
۱ــ په خلکو کې دا افسانه شته چې کله سلسال او شاهمامه د جامو د بدلولو لهپاره د پردو شاته ولاړل، بېرته راونهوتل، کله چې خلک ورغلل وېلیدل چې دوی په تیـږو بدل شوي دي،
۲ــ سلسال او شاهمامه د نیروانا حالت ته رسېدلي وو، ځکه په تیږو بدل شول. «نیروانا د بودیزم یوه بنسټي او روستۍ موخه ده. دا د انسان د روح د بشپړې آزادۍ «خلاصون/ رهايي» او د کړاو د پای حالت ته وايي.
نیروانا هغه حالت دی چې پهکې انسان له دوکهه (درد و رنځ، ناارامۍ او ناخوښۍ) څخه وژغورل شي، او د سمسارا (د ژوند و مړینې او بیا زیږېدو په څرخ کې له بیا بیا راتللو) څخه بهر وځي. هغه څوک چې نیروانا ته رسېـږي، نور د بیا زیږېدو او دونیايي کړاو سره نهمخ کیږي.
له نفسي غوښتنو څخه خلاصون: په نیروانا کې ټولې غوښتنې، له دونیا سره تړاو، ناپوهي او د “زه” ځانځاني له منځه ځي. دا یو داسې حالت دی چې پهکې انسان بشپړه رواني، روحاني او دروني سوله او رهايي ترلاسه کوي.
نیروانا د جنت یا بل کوم فزیکي ځای په شان نه دی، بلکې دا یو ذهني او روحاني حالت دی. د مطلقې پوهې، رواني سولې، او روښانتیا حالت.
د بودیزم د ښوونو پربنسټ، نیروانا د ژور فکر، مراقبې (مدیتېشن)، اخلاقو، د څلورو حقیقتونو د پېژندنې او اتو اصلونو ته د ژمنتیا له لارې ترلاسه کېدای شي. دا یوه ژوره پوهه او درک غواړي چې انسان د څلورو سپېڅلو حقیقتونو مفهوم وپېژني.» (سلسال او شاهمامه منظومې په وروستۍ برخه کې د څرگندونو دیرشمه شمېره)
۳ــ د بامیانو په بودایي پوهنتون کې روزل کېدل. د بامیانو بوتانو په شاوخوا کې سوري دي، هرسوری یو ټولگی دی چې د دې پوهنتون شاگردان به پهکې روزل کېدل. دا یو سمبولیک تمثیل دی چې څنگه یوڅوک د نیروانا حالت ته رسېـږي.»
د لېوال د منظومو په باب چې ما پخوا څه لیکلي دي، د لېوال د ټولو منظومو او شعري تجربو تر لوستلو وروسته مې لیکلي دي؛ زه کولای شم ووایم چې: عبدالغفور لیوال په اوسني پښتو ادب کې د مبتکرو شاعرانو په ډله کې د نوښت ښه استازولي په بریالي ډول کړې ده او هره منظومه یې د دې ادعا جلا مثالونه کېدای شي.
لېوال په خپلو منظومو کې هڅه کړې ده چې د خپل هويت، تاریخي اقتدار او مليگټو د ساتنې لهپاره، له خپلو اساطیرو او تاریخي ارزښتونو څخه؛ د خپل وطن قهرمانان راواخلي او خپلو مخاطبینو، په تېره نوي نسل ته یې وروپېژني او په دې ډول په دوی کې ملي روحیه رامنځته کړي، وېروزي او پیاوړې یې کړي. ښې بېلگې یې «کک او زرینه»، «لومړۍ او دویمه هوسۍ» کېدای شي.
لیوال په ټولو منظمو کې عجیبه تصویر جوړونه کړې ده. ما پخوا د لېوال د شعري تجربو په باب لیکلي وو:
مثلاً په «لام او اېلینو» منظومه کې لام لگیا وي د یوه سنگتراش هنرمن په ډول ساعتونه ـ ساعتونه د غرونو په تیـږو کې د «ایلینو» څېره لټوي، تیـږې توږي او په خپل هنر سره له عادې تیـږې نه خپله معشوقه یعنې «الینو» جوړوي، خو لېوال بیا په شپو ـ شپو او ورځو ـ ورځو لگیا دی د «لام» د مینې او هنر انځور د کاغذ یا کمپیوتر پر صفحه باندې د خپلو لغاتو د لښکر په زور او شعري تجربو په رڼا کې انځوروي. په «پاچا» منظومه کې هماغسې لېوال لگیا وي د «صاحبزاده» او «پرتمینې» د مینې افسانه د افغاني ټولنې د دودونو په لړو او تیارو کې لټوي، د خپل شعري هنر په زور د ټولنې دودیزې لړې او گردونه ور نه لرې کوي او د شعر د هنر په زور، د هغوي د مینې یوه ښکلې او روښانه تابلو خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. دغسې په دویمه هوسۍ کې.
او دا دی اوس هماغسې له «سلسال او شاهمامه» سره یې د خپل شعر جنډه هسکه نیولې ده او بریالي نوي قدمونه یې اخیستي دي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.