(د پسرلي سابه او کلیوال دود)
یو له کلیوالو دودونو څخه په پسرلي کې سابو ته د تللو دود ده، چې پښتنې ښځې کولای شي د سابو په پلمه له کوره بیرون ووځي او د پسرلي له شین او ښکلي طبیعت څخه خوند واخلي.
د حمل لومړنۍ شپې او ورځې به وې، د کلي ښځو به یو بل ته سره ماشومان ولیږل:
«ورشه، پلانۍ ته وایه راځئ، چې سابو ته ځو»
تر اته اتهنیمو بجو به څو ښځې، پیغلې، نیمچه نجونې … سره یو ځای شوې، پلاستیکي خلتې او یا به چې کومه د کار ښځه وه نو هغې به ځان ته له لتو نه ښه کلکه خلته جوړه کړې وه، چاقو ګانې به ورسره وې او روانې به شوې، ورو ورو له یوه پټې نه بل ته له بل نه بل ته به روانې وې .
چې څومره به لرې لاړې، چا دا نه ویل چې ولې؟
د هم نه وه چې حجاب یا چادري واغوندي
خپلو د کار کالیو که به سره وه شنه وه بس همغو کې به تلې
په هر پټې کې به سره راټولې شوې، چاقوګانې به یی وهلې او یو بل سره به یی مرکې او خنداګانې وې، یو له مینې ډک ښکلی بڼډار به جوړ وه، کله به چې کوم یوه ستړې شوه نو د پولې په سر په سر به یی خاورو کې پلتۍ ووهلې، کومه یوه به چې کاریګره وه نو ځان سره به یی ستو یا توت هم راوړي وه
بیا به یی نورو ته ورغږ کړئ، راځئ ورکیکه میراث د شي د دنیا کار خلاصۍ نه لري، راځئ ستو مې راوړي، که مو دا روې کولمې لږ ډکې شي وږي شوو نورو به هم چاقوګانې خلتو کې واچولې راجګې به شوې، مړۍ مړۍ ستو به یی اخیستل او په خندا خنذا به یی خوړل…
که به کومه ښځه سابو ته نه تله، نو بیا به نورو ویل: وۍ خورې هغه بیکاره د سابو او سانګو ښځه نه ده، میړه سره ګذاره نه کوي، په تیاره یی غواړي
هغه د نه دي اورېدلي چې د اوړي لوښنې د ژمي قطغ ده، نورو به هم خبر ور اوږده کړه
د کلي کاریګره ښځه به هغه وه چې ډېر سابه به یی وچ کړي وه.
سابه یو رقم نه وه، هر سابه به ځان ته نوم درلوده،لکه:
زیره، خدای خواږه،کوزړۍ، چارماغک،سارمی، شلخی، پنیرک، بشکه، پرډپاڼه… نومونو به یادیدل چې هر یوه خاص ارزښت درلود .
د حوت په میاشت کې به اول بشکه راوتله او هر جا به دا کوښښ کاوه چې ژر یی راوړي او پخه یی کړي، ځکه باور دا وه چې که چیرته له حمل څخه مخکې څوک د پټي سابه وخوري نو بیا هغه کال کې یی لړم نه چیچي،نو چا به چې له حمل نه مخکې سلبه وخوړل، هغه به ځان سره خوشحاله وه چې ځه د لړم له چیچلو خو بیغمه شوم.
زیرې به پکې ډېر ارزښت درلود، ځکه یو به خوش مزه وه بل به یی زیره وچوله،ژمی به یی د زیرې پیاوه پخوله او دې خواړو به ډېر نوم درلوده، خو زیره به داسې وړکی وړکی بوټی وه،راټولول او شکول به یی سخت وه خو بیا به هم ښځو کوښښ کاوه چې ډېره زیره وکوي او ډېره وچه کړي.
دا نور سابه به یی کور کې تازه پخول خو زیره به یی تل وچوله.
کله به چې چا یوه پټي کې زیره ولیده نو نورو ته به یی ورغږ کړ، حیرانې شئ راشئ دلته داسې زیره ده لکه شفتل، نورو به هم ورمڼډه کړه.
غرمه محل به له ډکو خلتو سره د کور په طرف راروانې شوې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.