په افغانستان کې د لوږېڅونامي داسې تباهکونکې ستونزه ده چې په څنگ کې جانبي عوارض هم ورسره دي، داسې جانبي عوارض چې د اوږدهمهال له پاره یو دوه درې نه، بلکې گڼشمېر خلک او لا نسلونو باندې اغېز محسوسېږي، چې قربانیان یې د گډوډ او ترخه ژوند له زغملو سره، د ټولنې له پاره هم لویې ستونزې رامنځته کوي.
په میډیا کې یوځلبیا داسې رپوټونه خپرېـږي چې د افغانستان بیوزلي خلک بیا د لوږې له وژونکې څونامي سره مخ کېدونکي دي. عوامل او دلایل پټ نه دي، څرگند دي:
ــ بیوزلي،
ــ بېکاري،
ــ له گاونډیو هېوادونو (ایران ــ پاکستان) نه په جبري او غیرقانوني ډول د لکونو او لا میلونونو افغانانو بېرته ستنونه.
ــ د بشریت د پرلهپسې تېروتنو په وجه د مځکې د کرې تودېدل،
ــ وچکالي.
ــ سیلاوونه،
ــ زلزلې او داسې نور.
په هېواد کې د کار ښه ځوانه قوه شته، کار نهشته، بېکاري بېوزلي رامنځته کوي، چې بیوزلي زور واخیست، نو د لوږې څونامي څپې خلک لاندې کوي او پایله یې انساني فاجعه ده. دا پروسه همدا اوس په افغانستان کې روانه ده.
کور د ننه د بېلابېلو عواملو په وجه د خلکو بېځایه کېدل او له دې سره په داسې حال کې چې په هېواد کې د میشتو خلکو لهپاره کار نه شته په ډلهایزه توگه د مهاجرو بېرته راستنونې داسې حالت رامنځته کړ چې که یو حکومت په پوره اندازه امکانات هم ولري، د بېرته ځای پرځای کولو او کار زمینه نه شي برابرولی، نو دلته ده چې خلک له داسې بیوزلۍ مخکېـږي چې پایله یې ډېرې نورې منفيبلاوې رامنځته کوي.
د داسې ستونزو په اړودوړ کې دوې نورې طبعي بلاوې هم رانازلې شوې: وچکالي او زلزله. کوم څه چې د وچکالۍ په وجه زموږ پرخلکو راغلل، هغه له هېڅچا نه پټ نه دي او اوس چې د طبعي پېښو په لړ کې زلزلې ټول مشرقی او ټول افغانستان ته داسې ټکان ورکړ چې شتهمن او نیستمن، ټول یې هکحیران کړل. میډیا په جدیت سره لیکي چې: «د افغانستان د ختیځ وروستیو زلزلو له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳۷ زره ماشومان او ۱۰ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د شدیدې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ کړې دي.»
مخکې هم ویل شوي وو چې د دغسې پېښو په پایله کې کېدای شي قحطي هم رامنځته شي. کوم شرایط چې د قحطۍ له پاره خطکشي شوي دي، هغه عملاً په افغانستان کې رامنځته شوي دي او خلک ورسره لاسگرېوان دي. بيبيسي د غزې په محشر پورې اړوند، د «قحطي څه ده او کله اعلانېـږي؟» ترسرلیک لاندې د قحطۍ په باب یوه اوږده لیکنه خپره کړې، ډېر جالبه او زورونکې ده. زورونکې ځکه چې په مضمون کې د قحطۍ خطکشي شوی چوکاټ همدا اوس په افغانستان کې رامنځته شوی او عملاً افغانان په هغه چوکاټ کې راگیر دي.
زه به د یاد مضمون هغه برخه راواخلم چې د قحطۍ شرایط په کې په نښه شوي دي او دا ویل شوي چې د خوړو د اوږدې مودې نشتوالی د انسان بدن باندې څه کوي، له کومو ستونزو سره یې مخکوي او درملنه یې څه ده:
«… قحطي څه ده او کله اعلانېـږي؟
د خوړو د خوندیتوب فازونو یا پړاوونو طبقه بندۍ اداره (ای پي سي) نړیوال معیارونه کاروي، چې معلومه کړي خلک کافي اندازه خواړه په څومره سختۍ سره پیدا کوي.
د قحطۍ تر ټولو لوړ فاز یا پړاو پنځم فاز دی او دا هغه حالت په ګوته کوي، چې لاندې معیارونه ولري:
- ۲۰سله کورنۍ د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي
- لږترلږه ۳۰سلنه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ وي
- په هرو ۱۰ زرو کسانو کې لږترلږه دوه لویان یا څلور ماشومان هره ورځ له مستقیمې لوږې یا د خوارځواکۍ او ناروغۍ د له کبله مري.
د غزې په اړه د ای پي سي راپور، چې د مې پر ۱۲مه خپور شو، په کې راغلي، چې ټول نفوس د بحران په (دریم فاز) او له دې پورته اندازه کې ژوند کوي.
وړاندوینه شوې چې احتمال لري نږدې ۴۶۹،۵۰۰ خلک د ۲۰۲۵ کال د می او سپتمبر ترمنځ د خوراکي توکو سخته ناناامنۍ (ای پي سي پنځم فاز) سره مخامخ شي.
کله چې دا شرایط رامنځته شي معمولا د ملګرو ملتونو لخوا قحطي اعلانېږي، چې ځینې وختونه د هېواد له حکومت سره په ګډه او ډېری وختونه د نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو یا بشري ادارو سره یوځای بیانېږي.
د لوږې پر مهال د انسان بدن ته څه ورپېښېږي؟
لوږه د خوړو د اوږدې مودې نشتوالي له امله رامنځته کېږي او په دې معنی ده، چې بدن د خپلو اساسي دندو لپاره کافي کالوري نه ترلاسه کوي.
معمولا بدن خواړه ګلوکوز ته اړوي، خو چې خواړه ورته ونه رسېږي بدن په ځیګر او عضلاتو کې له شته ګلایکوجن څخه کار اخلي، ترڅو د وینې جریان ته ګلوکوز ورسوي.
دا سرچینې چې کمې شي بدن زېرمه شوي غوړ او بالاخره عضلات زبېښي ترڅو کافي انرژي تولید کړي.
لوږه کولی شي سږي، معده او تناسلي ارګانونه واړه یا کمزوري کړي او کولی شي په دماغ اغېزه وکړي، چې د وهم، خواشینۍ او اضطراب لامل کېږي.
په داسې حال کې ځینې خلک د لوږې له امله مړه کېږي. په شدید ډول خوارځواکي اخته کسان ډېری وختونه د تنفسي یا هاضمي سیسټمونو کې د انتاناتو په څېر پیچلتیاو له امله مري. ځکه چې د معافیت سیسټم ته زیان رسېدلی وي.
لوږه هم په خلکو په بېلابېل ډول اغېز کوي.
د بریتانیا ګلاسګو پوهنتون کې د بشري تغذیې څېړونکې پروفیسره شارلټ رائټ وايي:
” ناڅاپه په شدید ډول خوارځواکي نه اخته کېږو. دې ماشومانو کېدای شي مخکې له دې شری، سینه بغل، اسهال یا ورته ناروغیانې تېرې کړې وي. هغه ماشومان چې پخوا روغ وو، خو اوس له لوږې سره مخامخ شوي که چیرې خواړه ورته ورسېږي لا به هم د خوړلو او هضمولو انرژي ولري. که نه ضایع به شي.”
خوارځواکي په ماشومانو څه اغېزه کوي؟
د ماشومتوب پړاو کې د خوړو نشتوالی کولی شي پر ژوند اغېز ولري، لکه د ادراکي ودې ضعیف کول او د ودې مخه نیول.
د روغتیا نړیوال سازمان د ودې او پرمختګ مخه نیول کېدل د هغه نیمګړتیا په توګه تعریفوي، چې ماشومان د کمزورې تغذیې، تکراري انتاناتو، او ناکافي رواني ټولنیز هڅونې له امله تجربه کوي. ډېری وختونه د دې ماشومانو قدونه یا ونې د دوی د عمر پرتله ټیټ وي.
د ملګرو ملتونو په وینا هغه خلک، چې له خوارځواکۍ سره مخامخ وي ډېر احتمال لري، چې خوارځواکي ماشومان وزېږوي.
یونېسف وايي، چې د مېندوارۍ پرمهال ناسم خواړه کولی شي د وینې کمښت، پری ایکلامپسیا، وینه بهیدنه، د ماشوم زیان، د مېندو مړینه او د مړه شویو ماشومانو د زېږیدو لامل شي.
کېدای شي خوارځواکې مېندې د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د کافي مغذياتو لرونکو شیدو تولید کې له کړاو سره مخامخ شي.
ډاکټر نورالدین علی بابا، چې له خوارځواکۍ سره د ماشومانو په درملنه کې تخصص لري وايي، پر ماشومانو د نابشپړ خوړو اغېز کېدای شي د عمر تر پایه پورې وي.
“د ودې بندیدل بېرته راګرځېدونکی نه دی، په دې معنی، چې دوی به د خوارځواکۍ له دې دورې وروسته هم ټیټ قدونه ولري. ډېری وختونه د زدکړې دایمي معلولیت هم ور په برخه کېږي، چې کېدای شي تر هغه وخته پورې څرګند نشي تر څو چې دوی ښوونځی پیل نه کړي:
“[خوارځواکي] د معافیت پر سیسټم هم فشار راوړي او د انتاناتو لپاره یې مستعد (برابرېدل یا زمینه سازي کېدل) وي:
“یو مهم څه، چې ډېری خلک په بشپړ ډول پرې نه پوهېږي دا دی، چې د نجونو لپاره په حقیقت کې د خوارځواکۍ کچه شته او کولی شي د شنډېدو لامل یې شي او که چېرې مېندواره شي، کېدای شي کم وزنه ماشومان وزېږوي.”
د هډوکو ورستېدل (اوستیوپوروسس) یوه بله پیچلتیا کېدلی شي.
ډاکټر علی بابا وايي:
“د ژوند په وروستیو کې ماتیدونکي هډوکي کېدای شي لا ډېر نازک کړي، چې دوی به نشي کولی د خپل بدن وزن وزغمي، ان یوه کوچنۍ پېښه کولی شي د ماتیدو لامل یې شي.”
د خوارځواکۍ درملنه څنګه کوئ؟
پروفیسره رایټ وویل: “د دې بحران سره د مقابلې لپاره دوو طریقو ته اړتیا لرو. غزې ته باید ډېر خواړه واستول شي او هم باید ګران معالجوي خواړه ور ورسول شي”.
“خواړه باید په بېړني ډول ماشومانو او د هغوی مېندو ته واستول شي.”
“د شیدو ورکول د ماشومانو لپاره ترټولو خوندي او خورا روغتیايي خوندیتوب لرونکی انتخاب دی، خو باید مور ته خواړه ورکړل شي، ترڅو هغه ماشوم ته خواړه ورکړي او دا اصلي ننګونه ده. ډاډ ترلاسه شي، چې رېښتیا هم د نارینه وو پرځای دوی ته ورسېږي. مهم پیغام دا دی، چې ماشومانو او مېندو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او دوی ډېر څه ته اړتیا نه لري.”
د بي بي سي عربي برخې روغتیايي خبریاله سمیتا منداساد، چې د ډاکټرې په توګه هم روزل شوې وايي، چې خوارځواکي کولی شي د اغېزو ویجاړونکې لړۍ ولري. په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره او درملنه تل ساده نه وي.
نوموړې وايي:
په سختو قضیو کې چیرې، چې یو څوک نور نشي کولی یو څه وژوي یا یې تېر کړي، دوی په روغتون یا کلینیک کې ځانګړي جوړ شوي تغذیې ته اړتیا لري او د انتاناتو یا نورو احتمالي پیچلتیاو لپاره نورې درملنې ته اړتیا لري. په ځینو مواردو کې، یو چا ته ډېر ژر یا ناسم خواړه ورکول خطرناک کېدای شي، نو ځواب یوازې خواړه ترلاسه کول نه دي، بلکې سم خواړه ترلاسه کول دي او د دې چارې لپاره د روغتیا پاملرنې فعال سیسټم درلودل دي.”»
درنو لوستونکو! اوس تاسو خپله ووایاست چې د افغانستان پرخلکو باندې د لوږې څونامي څه راوستي او ورباندې حاکم کړي یې دي.
د شدیدې لوږې او قحطۍ په پایله کې انسان له داسې خوارځواکۍ سره مخکېـږي چې له درملنې سره سره، انسانان د ژوند په اوږدو کې له نورو نهدرملېدونکو ستونزو سره مخ کوي. د افغانانو له دې حالت نه ټوله نړۍ خبره ده، د چا له خوا به کله څه ډول حللاره رامنځته شي، بیا به هم ورته سترگې پر لاره اوسو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.