د نجونو تعلیم، نوې ستونزې او نوې پېښې

آصف بهاند

53

د طالبان له‌پاره د نجونو تعلیم مسأله دومره حساسه شوې چې که څوک د نجونو د تعلیم د مهموالي له‌پاره یوه خبره وکړي او یا د هغوی د ښوونځیو د پرانستلو په باب څه‌ووایي، طالب مقامات شدید عکس‌العمل ښیي مقابل لوری زندان ته هم لېـږي، ترټولو غوره او نوې بېلگه یې فاروق اعظم دی.

بي بي سي ته ویل شوي چې د طالبانو حکومت فاروق اعظم نیولی دی. فاروق اعظم ته یو لنډکی منسوب لیک د دې خبر د تاییٔد سند کېدای شي.

زاویه نیوز لیکلي دي چې:

دا هغه ليک دی، چې د طالبانو مبلغ او د برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خپل زوی ميرويس ته له زندان څخه لېـږلی دی.

دا ليک زاويه نيوز خپور کړی، په لیک کې فاروق اعظم تائيد کړې، چې هغه د خپلو وروستيو څرګندونو له وجې نيول شوی دی.

نوموړي په دې ليک کې ليکلي، چې هغه د امر بالمعروف قانون د کمزوریو په ګوته کولو او د ښځو د تعليم موضوع مطرح کولو له وجې نيول شوی دی.

فاروق اعظم د طالبانو پلوي، لابي‌گر او د طالبي واکمنۍ لوپوړی مقام (د اوبو او بریښنا وزارت سلاکار) گڼل کېده. فاروق اعطم د کونړ زلزلې د ستونزې په حل کې د ټپیانو د درملنې له پاره د ښځینه ډاکترانو مرسته غوښتې وه او دا یې ورسره ویلي وو چې که ښځینه طبي کارکونکې د کونړ د زلزلې د ټپیانو په درملنه کې عملي مرسته وکړي، نو هغو طالب مقاماتو ته ــ چې د نجونو د تعلیم مخالف دي ــ دا ثابته شي چې د نجونو تعلیم څومره مهم دی او په تعلیمي نصاب کې ساینسي مسایل څومره مهم دي.

دا خبرې د فاروق اعظم له ادرسه میډیا خپرې کړې دي:

«په افغانستان کې دننه او بهر په ټوله نړۍ کې هر ځای چې ښځينه روغتيايي پرسونل شته، که کولای شي عاجل دې کونړ ته ځانونه ورسوي. دا به نه یوازې له خپلو وطنوالو سره پروخت بشري مرسته وي، بلکې په ټولنه کی به د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي يوه ښه بېلګه هم وي. هغو کسانو ته به هم د عین الیقین په شکل درس شي چی د ښځو تعلیم ګټور نه بولي. ایا زموږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کې د خپل مقام د تثبیث لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ دغه یې وخت دی.»

د ښاغلي فاروق اعظم د توقیف په خاطر استاد خالق رشید د یوې لنډې مقالې په چوکاټ کې داسې خپل غږ اوچت کړی دی:

«دجهل په تورتم کې به اوسیږمه ترکومه

ما څوک دعلم وفن پوهې رڼا ته نه پریږدي

ګل پاچا الفت

د پوهې اورڼا په خاطر

دزندان د پنجرو پرلور

دهندوستان له پخواني لومړي وزیراتل بیهاري واچپایی څخه یوه ژورنالست پوښتنه وکړه چې :

– ته یوشاعر، یوملي ټیپه سیاستوال چې دا اوسني واکمن ګوند غړی، لومړی وزیرهم یې، کومه تګلاره چې ستا ګوندیی څاري ته هم فکرکوي چې لوی هندوستان باید یوازې دهندوانوله پاره وي، له دغه حالت سره ته یوه خوله یې؟

واچپایی له دې امله چې د واکمن ګوند د تند مزاجې ډلې له ګوزارونویې ځان بچ کړې وي ډیرلنډ ځواب ورکړ :

– زه یوهندوستانی ،روک راست ملي پالی، ډیرښه سړی یم، خودریغه چې په ډیربد وخت اوډیربدځای کې را ښکیل شوی یم… له دغې یادونې څخه مې د افغانستان په اوسنیوحالاتوکې نن دهمداسې یوه سیاستوال محترم ډاکترفاروق اعظم صاحب د بندي کیدوخبرو، چې زما اوډیروپه پوهه اوترقي مینوافغانانو له پاره ترکومه ځایه چې محترم ډاکترصاحب اعظم اودهغه شخصیت پيژنو دډیرې خواشینی وړخبرو. ډاکترصاحب اعظم دافغانستان دتیرې نیمې پيړۍ په سیاست کې ښکیل افغان سیاستوال و، زه دده دریځ ان د مجاهدینود کابل دغوبل له وخت څارم چې کله یې هم له ملي اومترقي سرو کرښوپرهغه خوا ګام نه دی ایښی، په خپل دریځ باوري اوپه خپل وخت کې یې دبې عدالتي اوملي ضد تګلاروپه وړاندې خوله پټه نه ده نیولې، یومسلکي انجنیردی چې لوړې زده کړې لري اودغه علمي اومسلکي ویاړیې لکه دیوشمیرنا انجینرویارانوپه شان تش په نامه نه دی په برخه شوی.

له تیروڅوکالوزه ډاکترصاحب ویناوي اورم اوان چې کله کله مې خپل نظرهم له ده شریک کړی دی. خوپردې پوهیدم چې دا دملت اوخلکوپه ګټه خبرې به یې یوځل بیا لکه چې اشرف غني به یومهال له ده پرته په ارګ لمونځ نه کاوه اوچې کله ونګوښیده او لکړه یې لګوله ده ورته ویلي ووچې ته له دغه افغاني پرتوګ سره عادت نه یې لږپام کوه چې پښه په کې بندیږي… چې بیا همدغه رښتیانۍ خبره په یوه لوی واټن باندې واوښته…

اوترټولومهمه لادا چې ده تل دښوونې او روزنې اوهغې بې عدالتي په وړاندې چې په دغه برخه کې دیرغلګرامریکایی ځواک اودهغود لاسپوڅوله خوا عملآ په افغانستان کې په نا انډولۍ سره روانه وه ترسخت انتقاد لاندې ونیوه چې ویدیوګانویی اوس هم زموږ په وړاندې یوبشپړملی اومترقي لاسوند کیدای شي. ما نن بیا دده له درده ډګ لیک چې د ژورې خواشینۍ وړدی دمیدیا پرمخ ولوست چې په هغه کې خپل زوی اوکورنۍ ته لیکي: «زه په توقیف کې یم، زما موضوع د ښځود تعلیم، عصري علوم، اود امربالمعروف دقانون دکمزوریوپه ګوته کول دي. داهغه څه دي چې زه تردغه سخت چلند ته تیاریم…»

دا له شکه پرته یواوچت انساني غږدی چې په اوسنیوحالاتواوددغوتګلاروپه وړاندې چې دتعلیم اوعلم په وړاندې روانې دي او هیڅ ډول ملي اودیني توجیه څوک نه شي ورته موندلای نړیوال ضمیرلړزوي اوپاروي، دا دهمدغه لوی انسان ډاکتر فاروق اعظم اوچت غږوچې دهغه د ا وچتیدوپه خاطرپه سپیڅلې ارادې سره دافغان ملت دنوي نسل د راتلونکې دخوندي ساتنې په خاطرپورته شو. چې باوردی نه یوازې به یې سرلوړي افغانان بدرګه کړي بلکی نړۍ ته به هم د تورتم او جهل په وړاندې دمبارزې اومقاومت اوچته بیلګه شي.

راځي چې په یوآوازه سره ووایوچې :

موږد ډاکترفاروق اعظم له غږ سره خپل ملاتړاعلاموواوله هرډول ښکیل اوبندڅخه دهغه زرترزره آزادي غواړو.

په درنښت

پروفیسور رشید – دنهروپوهنتون استاد» ما لا پخوا ویلي او خپاره کړي وو چې:

په افغانستان کې د نجونو د تړلو ښوونځیو مسأله اوس په یوه ناسور زخم بدله شوې ده، هرڅومره چې شاربل کېـږي، هغومره اوږدېـږي او ښایي دا موضوع د طالبانو د حاکمیت پایې وښوروي او یا داسې زلزله پرې ورگډه کړي چې د د طالبانو د واک او ځواک لمنه پسې ورټوله کړي؛ ځکه دوی نه د نورو غږ او خبرې اوري او نه د خپلو همسنگره ملگرو مشورې مني.

 د نجونو د تعلیم د پلویانو د زنداني کولو لړۍ به ترڅو پورې دوام کوي: مطیع‌الله ویسا د تړلو ښوونځیو دروازې خلاصولې، زندان ته ولېـږل شو، د طالبانو د سنگر ملگری او د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي معین عباس ستانکزی جیل ته د لویدو له ډاره وطن پرېښود بهر ته ووت. گناه یې دا وه چې ویلي یې وو:

«په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د هغوی پر حقونو تجاوز او دوی سره ښکاره ظلم دی.‌» او تراوسه داسې خاموشه دی لکه مړ چې وي او دا دی اوس هم فاروق اعظم د زندان میلمه شو.

زه فکر کوم چې په دې سانسورنو، زندانونو او ډارولو باندې دا ناسور زخم نه رغېـږي، ښه خبره به دا وي چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غږ واورېدل شي او په درناوي سره د نجونو او ښځینه محصلانو د ټولگیو دروازې پرانیستل شي. دا به هم د خلکو او وطن په گټه وي او هم به د حاکم رژیم په خیر تمامه شي. داسې نه‌شي چې نړیواله ټولنه مجبوره شي چې بیا د افغانستان خلک پخوانیو غلو او لېوانو ته وروسپاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.