د افغانستان د نجونو د زده‌کړې د محرومیت څلورم کال

44

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) نن د وږي په ۲۶مه نېټه په خپله رسمي ایکس ټولنیزه پاڼه کې اعلان کړی چې نن د افغانستان نجونې د زده‌کړې له محرومیت څخه څلورم کال ته ننوځي.

یونیسف په خپل بیان کې ټینګار کړی چې زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی او دغه اداره د بېلابېلو پروګرامونو په پلي کولو سره هڅه کوي څو د افغانستان ټولو نجونو ته له لومړني تر ثانوي او حتی لوړو زده‌کړو پورې د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د نجونو د زده‌کړې اوږدمهاله محرومیت به پر ټولنه او د هېواد پر اقتصاد پراخې پایلې ولري.

له زده‌کړې څخه بې‌برخې کېدل نه یوازې د کاري فرصتونو او فردي پرمختګ مخه نیسي، بلکې د بشري پرمختیا او اقتصادي ودې د کمزورتیا لامل هم کېږي.

همدارنګه دا محدودیت د جنسي نابرابرۍ ژورتیا ته لاره هواروي او د راتلونکي نسل لپاره پراخې رواني او ټولنیزې ستونزې له ځان سره لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.