افغانستان د اسیا جام سیالیو په لړ کې د خپلې سیالې لوبډلې بنګله دېش پر وړاندې ماته وخوړه

41

افغانستان د اسیا جام سیالیو په لړ کې د خپلې سیالې لوبډلې بنګله دېش پر وړاندې د ۸ منډو په توپیر ماته وخوړه.

په دې لوبه کې بنګله دېش د پچې په ګټلو په ټاکل شویو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډله د دغه هدف په تعقیب پاتې راغله او په شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې وکړې.

افغان لوبډلې د دغې لوبې په پیل کې لومړۍ دوه وېکټې ژر له لاسه ورکړې چې له امله یې افغان لوبډله تر فشار لاندې راغله او لوبه یې بنګله دېش ته د اتو منډو په توپیر وبایلله.

د بنګله دېش له لوري مستفیض الرحمن درې، نسوم احمد، رشاد حسین او تسکین احمد دوه ـ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمان الله ګربز ۳۵، عضمت الله عمرزي ۳۰ او لوبډلمشر راشد خان ۲۰ منډې وکړې.

ټاکل شوې افغانستان د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په ابوظبي لوبغالي کې د اسیا جام سیالو په لړ کې له سریلانکا سره خپله برخلیک ټاکوونکې لوبه وي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.