د افغانستان تاریخ د سترو ورانیو او سیلابي وینو او دښنه توب کتاب دی.
د افغانستان ډېر سیاسي تاریخ د کوچیانو قبایلو د تګ او راتګ په خونړیو کیسو ډک دی. که یوازې تېر زر کلن ته لنډ نظر وکړو، د غزني واکمني د هغه ترکي قبایلو سترواکي ده، چې له منځنې آسیا څخه راوخوځیده او په غزني کې يې واړول او بیا تر ډیلي پورې په مخ لاړل. سلجوقیان ترکمن قبایل وو. خوارزمشاهیان هم همداسې. بیا د منګولیا د مغلو وار شو چې زموږ د لویې سیمې زر کلن برم یې له خاورو سره برابر کړ. په 15 پېړۍ کې ګوډ تیمور هم قبیلوي انسان او په تورو، جګړو او وینو مین واکمن و.
د افغانستان په نږدي تاریخ کې، شیعه صفویان هغه قبایلي یرغلګر و چې زموږ د هېواد په جنوب لویدیځ کې یې ځینې سیمې لاندې کړې وې. د دې یرغلګرو په وړاندې پاڅېدونکي مشران لکه میرویس خان هوتک او احمد شاه بابای دراني هم، د قبایلو زېږنده اتلان وو، چې په تاریخ کې ویاړلي نومونه بلل کېږي. بیا د سدوزیو او محمد زیو وار شو چې ډیرو وروڼو او پلرونو او زامنو یو بل پکې وژلي دي.
په معاصر تاریخ کې د اعلحضرت امیر امان الله خان پاچایي، د انګریزانو په لمسه، وسلو او پیسو د قبایلو په لاس ړنګه شوه. کله چې نوموړي امیر له کندهاره د کابل د بیا نیولو په نیت، د کابل په لور وخوځید غلجیو د شلو درانیو مړي په غزني کې، د تلګراف په لینونو وځړول او ترې لاندې یې ولیکل چې دا درانیو ته د غلجیو هر کلی دی!
او اعلحضرت د یوې لویې فتنې له وېرې، بیرته په شاه وګرځید او ژر یې وطن پرېښود. اعلحضرت محمد نادر شاه هم د قبایلې ژوبله ورو په مرسته د امیر حبیب الله کلکاني واکمني ړنګه کړه. زموږ تاریخ وایي چې ډېرو واکمنانو ان له پخوا څخه د یوې یاغي قبیلي/ډلې د ځپلو د پاره سیاله قبیله/قبایل په وسلو سمبالول چې د حکومت او ملي پوځ په غیاب کې ستونزه پای ته ورسوي.
محمد نادر شاه ځینې قبایلو ته ځانګړتیا امتیازات ومنل؛ خو همدومره چې دا قبایل پرې ګران و، له ښوونځي او کتاب او ښوونکي څخه یې لیرې وساتل او د قبایلو د خپلمنځي ستونزو د حل دپاره یې کوټلي ګامونه وانخستل؛ ځکه بیسواده او اړ ولس، د چارواکو دپاره داسې دی لکه د لاندې پسه!
د اعلحضرت محمد ظاهر شاه پادشاهی، د افغانستان په تاریخ کې یو زرین فصل بلل کېږي. د دې څلوېښتو کلونو په دویمه نیمایي کې ولسواک بنسټونه پیاوړي شول، معارف ډېر پرمختګ وکړ، مدني حرکتونه پیل شول، سیاسي ګوندونه جوړ او د خلکو په ژوندانه کې، د ژورو بدلونونو نښې ولیدل شوې؛ خو کورنیو ستونزو چې همغه د قبیلوي شیطان دسیسه یې بللی شو، د ده د تره زوی محمد داوود خان کودتا ته اړ کړ.
له دې وروسته د خلق دموکراتیک ګوند وار شو، چې غوښتل یې د افغانستان په وروسته پاته او سنت پاله ټولنه کې، سوسیالیستي بدلونونه راولي او د ګوند د مشر په وینا د وسله وال پوځ په مرسته، زیار ایستونکي واک ته ورسوي.
سره له دې چې د خلق د دموکراتیک ګوند ځوانان غړي، د هېواد لومړنی یا دویم تحصیل کړی نسل باله کېده او تمه داسې وه چې دوی به مدني او پرمختللي خلک وي؛ خو په دې نه پوهېدل چې د قبیلوي ذهنیت (دېو) مخکې په څپیړه وهلی او دوی یې په خلق او پرچم او سازا او سفزا او څو کمکیو ډلګیو ویشلي دي.
کېدای شي چې د دې ګوند ځینې تیوریسنان، د دې ډلګیو د جوړولو له پاره، ایدیالوژیکي خبرې ولري؛ خو واقعیت دا دی چې ډېر کلیوال او اطرافي پښتانه خلقیان وو او ډېر ښاري تاجیکان پرچمیان، سازایی، سفزایی، شعله یی او داسې نور!
د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د خلقي څانګې/ فرکسیون واکمني یو نیم کلنه شوې وه، چې د شوروي اتحاد سرو پوځونو د پرچم ډلګۍ په لمسه، زموږ په هېواد برېد وکړ. شوروي یرغل لکه د تل په شان خلک چټک غبرګون ته وهڅول او داسې یوه لویه جګړه ونښته چې د شوری ګانو وطن پکې دړې وړې شو.
د دې جګړې په بهیر کې چې په لکونو سرونه پکې خاورې او ټول وطن پکې لولپه او وران شو، بهرنیو استخباراتو زموږ له قومي – قبیلوي ستونزو څخه پوره ګټه واخسته او د جهادي تنظیمونو په خپلمنځي جګړو کې یې زموږ د هېواد ډېر اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او پوځي بنسټونه ونړول او کابل یې په اور وسو!
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د خلق ګوند ډېر پښتانه مشران غلجیان وو چې د یحیی د کورنئ له درانیو واکمنانو سره یې، هرومرو همغه د دراني – غلجي زړه او تاریخي ستونزه درلوده. دا ستونزه د جهادي تنظیمونو په مشرانو کې هم وه؛ دوی سره له دې چې د اسلامي اخوت چغې وهلې؛ خو عملاً د خپلو کمکیو سیمو اتلان وو او هر څومره چې مرکزي دولت له پښو غورځیده، په دوی کې د قبیلوي ذهنیت دیو بیا سر پورته کاوه.
جهادي قوماندانانو، د پخوانیو خانانو او ملکانو ځای ونیو او جهادي جبهې د یو وطن او یو ولس په ځای، د قوم او قبیلې او سیمې او حتی کلي په ساتندویانو بدلې شوې.
د امریکا – ناتو او ائتلاف د یرغل په شلو کلونو کې، د ملي پېژاند/ هویت، ټولنیز عدالت، ولسواکئ، بشري حقونو او داسې نورو سپیڅلو شعارونو په سیوري کې؛ د کوچیانو، احمدزیو، وردګو، ترکمنانو، عربو، سیدانو، نورستانیو، بلوڅو، پشه یانو، پنجشیر، کندز او … شوری ګانې جوړې شوې؛ چې په هېڅ توګه د ټول قوم/ قبیلې/ ولایت د خلکو شوری ګانې نه وي او په یو څو قبیلوي فکره انسانانو پورې یې اړه درلوده او ډېرو یې پروژوي بڼه درلوده.
په دې پړاو کې حامد کرزی پوپلزی دراني و. بیا محمد اشرف غني راغی چې احمدزی غلجی و. د افغانستان د اسلامي امارت اوسنی مشر ملا هبت الله نورزی دراني دی او خدای ښه پوهېږي چې دا د قبایلو تر منځ د واک او ځواک ادلون بدلونه به تر کله همداسې روان وي.
په دې توګه موږ وینو چې هر څو کاله وروسته ټول دولتي نظام او د هېواد ټول اقتصادي،ټولنبز، فرهنګي او علمي بنسټونه له منځه ځي او وسله وال کلیوال ځوانان، خپلو ښاري هېوادوالو او د هغوی انددود ته ماتې ورکوي او هر څه بیا له صفره پیل کېږي.
که د دې سترو تباهیو عواملو ته ځیر شو او عادلانه فکر وکړو؛ نو دا به ومنو چې قبیلوي هڅوب/ فرهنګ د دې ټولو ورانیو تر شا ولاړ دي، ځکه قبیلوي ټولنه مدني حاکمیت نه مني او هر وخت اوښتون او بدلون او بغاوت ته چمتو ولاړ وي!
افغانستان د بېلابېلو اقوامو وطن دی چې لا د تیوریتکي ملت کېدو په لور ډېر واټن په مخکې لري. په دې لړ کې قبیلوي ذهنیت هم د ملي یووالي مخه نېولې او هم د مرکزي حکوماتو د پیاوړتیا.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.