د انسان په کړنو باندې د طبیعت اغېزه
شااوخوا پنځه څلوېښت کله مخکې یو ځوان شیعه عالم چې خپلې لومړنې زده کړې یې، د کابل په ابوحنیفه مدرسه کې بشپړې کړې وې، محمد اسماعیل مبلغ ریتا نومید او د چنداول په عمومي تکیه به یې وعظ کاوه، یو بحث درلود چې (نقش عامل جغرافیایي در تکامل اجتماعي) نومید. دا مبلغ ریتا د خلق دموکراتیک ګوند په وخت کې غیب شو. کېدای شي چې په کوم پولیګون کې به ژوندی په خاورو منډل شوی وي!
اوس چې هغه وختونه په یاد راولم، ما ته ژړا راځي؛ ځکه پنځه لسیزې مخکې زموږ په ښاري مذهبي چاپېریال کې، دومره ظرفیت جوړ شوي و، چې په تکیه کې په ټولنیزه وده باندې د جغرافیایي عواملو په ونډه او اغېز خبرې کېدې او ډېر خلک به، سني او شیعه؛ خو د علومو او پوهې تږي له لیرو – لیرو سیمو څخه تکایاوو ته ورتلل چې داسې عالمانه بحثونه واوري او په داسې بحثونو کې برخه اخلي!
پوهان په دې اند دي چې سیاسي جغرافیه د خلکو په اړیکو (بین القومي) او ټولنیزه بدلونونو کې ژوره او ټاکونکې ونډه لري او ان له میلاد څخه د مخکو کلونو څخه تر اوسه، د اقوامو د اندودو او خوی په جوړېدو باندې د طبیعي جغرافیا د عواملو (اقلیم، غرونه، اوبه، ډاګونه، طبیعي شتمني، ټاپوییز جوړښت، شینوالي…) د اغېزو په هکله بحثونه او څېړنې شوې او لا کېږي.
ابن خلدون په (مقدمه) کې لیکي چې د ډېرو تودو یا ډېرو سړو سیمو اوسیدونکي له اعتدال او انسانیت څخه لیری او د هوا او طبیعت له پلوه د معتدله سیمو اوسیدونکي نورمال خلک دي چې ژر پرمختګ کولای شي([1]).
غرونه معمولاً په زړونو کلک، ژوبله ور او مغرور انسانان روزي؛ خو شنې، اواره او خړوب ځمکې نرم انسانان جوړوي. البته استثناآت شته.
په افغانستان کې غرونو، د خلکو تر منځ د پېژندګلوي، تګ راتګ، سوداګرئ، ودونو او فرهنګي ګډون مخه د جګو دیوالونو په شان نیولي او انساني پرګنې یې یو له بله جلا او لیرې ساتلي او ځکه په هره دره کې، خلک یوازې په خپل قوم، قبیله، طایفه، عشیره، ژبه او حتي فزیکي جوړښت لکه مخ او ویښتان او دودونو مینان پاتې شوې او نورو ته یې د پردي په سترګه کتلي دي.
په نورستان او بدخشان کې د دې غرونو اغېز ښه لیدل کېږي. هره دره خپله ځانګړي ژبه، ځانګړېې ګډ دود او ځانګړي دودونه لري.
دې ایسارو خلکو ته خپله سیمه تر ټول ښه سیمه او خپل هر څه تر نورو انسانانو ښه ښکاري، دولت او قاضي او مالیې ته اړتیا نه ویني، قبیلوي کودونه او د قبیلی خان واک چلوي او د خلکو د ژوند برخلیکونه ټاکي!
غرنی جوړښت او د صنایعو او وطني سوداګرئ نشتون، خلک دې ته اړ باسي چې په کوچیاني ژوند، لږ کرنه، څړ ځایونو او ډېرو رمو او اوښانو پانګونه وکړي.
د کال 2023 کې زه سعودي ته په سفر لاړم. دا ځل مې یوازې عمره په نصیب نه وه؛ بلکه دا لوی وطن مې هم سم ولید. شهزاده محمد اوس عمره ویزه دری میاشتنی کړې او هر څوک کولای شي چې هر لور سفر وکوي. پخوا عمره ویزه یوازې د جدې، مکې او مدینې دپاره وه او بس!
په دې سفر کې یوه ورځ د خپلو سمنګانیو مېلمه پالو، ځوانو حاجیانو ننګیالي او پیروز په ملتیا، د اوښانو یوه وړوکې فارم ته لاړو. په لاره کې دې حاجیانو وویل چې ډېر دوګان یا کوچیان د سعودي په جنوبي سیمو کې اوسي چې خوي او خاصیت او کېږدۍ او رمې او کړه وړه یې کټ مټ د افغانستان د کوچیانو په شان دي.
د دې خبرې معنی دا ده چې طبیعت د انساني اذهانو په جوړولو کې یو شان ونډه لري. حاجي پیروز په هغه سفر کې وویل چې د سعودي د جنوبي سیمو یو (بدو)، هغه پښتون افغان چې په افغانستان کې یې کوچیاني ژوند کړی وي او د ده په شان لنګئ تړي او وطني جامې اغوندي، په خپلو سعودي ښاریانو یا ښاري خلکو (ښه) او ځان ته نژدې بولي.
دلته یوه خبره د یادولو وړ ده او هغه دا چې کوچیان، استوګن یا د کلیوالو او ښاري خلکو ژوند ته په ښه سترګه نه ګوري او یو ډول قید یې بولي. وایي چې کله کوچیانې میندې په غوسه شي؛ نو خپلو لورانو ته په ښېراوو کې وايي چې الله دې د کور بندیوانه کړه؛ خو که د کوچیانې ژوند درنو ستونزو ته په ځیره وګورو، دا به ومنو چې کېدای شي دا ډول ژوند به د مجبوریت له مخې غوره شوی وي نه د هوس دپاره!
په افغانستان غوندې وطن کې، چې د 652000Km2 پراخولی څخه یې 75% غرونو نیولی او بیا که د شمال او لویدیځ ډاګونه هم په حساب کې راولو؛ نو یوازې 7% ځمکه پاته کېږي چې د کرلو وړ ده او که بیا د اوبو کموالی او پرله پسې وچکالیو ته ځیر شو چې کېدای شي پخوا به هم ډېر وو؛ نو دا به ومنو چې پخوا به ډېر خلک د اوبو په سرچینو پسې لالهانده کوچیان جوړ شوي وي. دا خبره هلته زړه ته سمه لوېږي چې ټول دا پخواني کوچیان له سواد او ښوونځي او کتاب او ښوونکي او پوهې څخه لیرې پاته خلک وو چې بل هېڅ کار یې نه و زده او یوازې په اوبو او څړځایونو او رمو ژوندی پاته کېدای شوای او بس!
په هېواد کې د تودوخې د درجې ډېر توپیر هم له دې مرسته کړی چې کوچیان دې، تل له سړو سیمو څخه تودو سیمو ته په لېږد کې وي او په اوبو او ورشوګانو پسې لالهانده!
استاد انصاري لیکي چې هغه خلک، چې تل په کرنه او رمو بوخت وي، یعنې بزګران او شپانه د بلې قبیلې د خلکو راکړې ورکړې ته اړتیا نه ویني؛ خو د سوداګرئ او صنایعو پیلېدل داسې قبیلې اړ باسي چې خپل بند ورونه پرانیزې، مسلکي کسانو ته غېږې پرانیزې او له نورو سره ناسته پاسته اړینه وبولي.
استاد لیکي چې جغرافیه د انساني پرګنو په ژوند او تمدن درنه اغېزه لري او مثال ورکوي چې عرب ټول ګډه وینه لري، مسلمانان دي او په یوه ژبه خبرې کوي؛ خو د ډاګونو د لرلو او د اوبو د نشتوالي له امله، یو د بله جلا پاته شوي؛ خو په هند کې په سلګونو ملیونه خلک چې بېلابېلې ګروهې/ عقیدې، ژبې او ادیان لري، د کرنیزه توب، لندبل او ګډې نژدې استوګنې په توسن، پاخه سیاسي یووالي ته نژدې شوي دي([2]).
د قبیلوي انسان نړۍ لید ډېرکمکی دی، داسې انسان ټول خلقت ته د خپلې واړه فکر له سوري څخه ګوري. قبیلوي انسان تقریباً ځای په ځای پښې دربوي او ډېر بدلون له کفر سره یو شان ګڼي؛ خو ښاري چاپېریال د بېلابېلو قبیلوي انسانانو تر منځ، د اختلاف په ځای اختلاط راولي، خلک له کمکي چاپېریال او فکره باسي او ژوند ته نوې بڼه ورکوي[3].
د کلیوالو قبایلو په هکله یوه بله مهمه خبره داده چې دوی له کرنې او څارویو پرته نور کارونه سم نه ګڼي. د تاریخ د شواهدو له مخې داسې خلک، په جګړه، لوټ او یرغل ډېر فکر کوي او له دې لارې تر لاسه شوي وسایل/ مواد/ شتمني خپل حق بولي[4].
په پښتنو کې تر دې څو لسیزو مخکې او حتی همدا اوس خاني، ملکي، بزګري او ملایي درنې دندې بلل کېدې. خان خو به هغه څوک و/دی چې ډېرې ځمکې، اوبه، ژرندې او څاروي درلودل/ لري او له ځینو دولتي مشرانو سره به یې هم سلام دعا لرله/ لري. ملکي په لږ شتمني سربېره ښو اړیکو د جوړولو وړتیا او ویانده ژبې ته اړتیا درلوده/ لري. ملایي ښه دنده وه؛ خو هر سل دوه سوه کسیز کلی به دریو څلورو ملایانو ته کلنی مزد ورکولای شوای او په بزګري او څارویو خو ټول لګیا وو؛ له همدې امله پښتنو قبایلو ته نورې دولتي او بازاري دندې بدې ښکارېدی او ځانونه به یې سپک ګڼل. اوس که موږ وینو چې پخوا زموږ په کلیو کې هندوانو دکانونه درلودل او د نورو اقوامو خلک به کلالان، لوهاران (آهنګر)، نجاران، دوړان (ټغر اوبدونکی)، خټګر (معمار – ګلکار)، ډمان او نور کسبګر وو؛ ځکه چې هغوی داسې دندې مناسبې او د حلال رزق د ګټلو له پاره مناسبې بللې!([5])
او همدا دلیل دی چې پښتنو قبایلو په کلیو کې پاته کېدن غوره باله او یا به په کوچیاني ژوند کې له خپلو رمو سره لالهانده خوشاله وو؛ خو ښاري ژوند یې نه خوښاوه؛ ځکه چې دوی ته د ښاري ژوند بڼې او دندو خوند نه ورکاوه او دا یې له خپل اصلیتوب او شملې سره په ټکر کې بلل او دا دښنه توب به په داسې شرایطو کې روان و چې همدې خلکو به، د یوې مړۍ وچې ډوډۍ او شړومبو دپاره لس ځلې شکرونه باسل!
ساده کوچیان یا کلیوال چاپېریال، د څارویو پالنه، وړوکی ځان بسیا ژوند او اقتصاد، لږ اړیکې او خپلمنځي حقوقي کودونه، انسانان داسې روزي چې وروکی فکر لري، غوښتنې یې لږ دي، په خپل سر کې د یوې لویې نړۍ او ډېرو انساني پرګنو انځور نه شي جوړولای، ژر قانع کېږي، ژر شکرونه باسي او د ډېر بدلون له پاره هڅه ناروا بولي؛ شپانه کوچیان او په کمکی بزګري بوخت کروندګر؛ قانون، محکمې، ښوونځي، شوری، بانک، ښاروالي، کتاب، کتابتون، لیکوال، پوهاند، روغتون، ښار او بازار ته هېڅ اړتیا نه ویني؛ کمکی ځانبسیا ژوند لري، خپلې ډېرې اړتیاوې خپله پوره کوي او لږ نور د لارو له بازارونو څخه اخلي. خو له دې ټولو منفي پاینټونو سره سره، قبایل او کلیوال خلک د افغانستان په تاریخ کې، لکه د ډېرو نورو هېوادونو د خلکو په شان، ستر نوم، ځای او دریځ لري.
[1] ذهنیت قبیلوی. ص ۴۶-۴۷
[2] ذهنیت قبیلوی، ص ۴۶-۴۷
[3] ذهنیت قبیلوی، ص ۴۶-۴۸
[4]ذهنیت قبیلوی، ص ۴۶
[5] د وردگو د واده دود او بدلې، احسان الله ارینزی،الاذهر خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ هه ش، کابل، ص ۷۵-۷۳.
[6] ذهنیت قبیلوی، ص ۶۷
[7] ذهنیت قبیلوی، ص۶۹-۷۰
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.