قبیله څه شی ده؟ یوولسمه برخه

احسان الله ارینزی

60

د پښتو قبایلو تشکیلات:

دا قبایلې د نورو ټولو قبایلو په شان څلور اساسي ستنې لري:

الف – وینه (نسب)،

ب – خپلوي (د خور- لور ورکړه)،

ج – ګوندي (پره جنبه)،

د – الحاق.

الف – وینه: د وینې خپلوي د خېل پړاو لوی اصل دی. په مورواکه ټولنه کې ماماخېل نژدې خپلوان دي. په پلارواکه ټولنه کې د پلار خپلوان هم د ونیې خپلوان ګڼل کېږي چې وروسته تربرونه بلل کېږي. تربرونه به د خپل تربور په ننګه درېږي او د غچ اخستو مکلفیت لري. د وینې خپلوي په ټولو لرغونو قبیلو کې د قبیلوي اړیکو د ناموس حکم لري چې پښتانه یې هم پالي ([1]).

ب – خپلوي: د دوو خېلونو تر منځ د ښځو واده کول داسې خپلوي جوړوي. کله داسې ودونه په خوښه وي او کله د هډماتي په حالت کې چې ښځه/ ښځې په بدو کې ورکول کېږي ([2]).

ج – ګوندي: ګوندي د قبیلوي تشکیلاتو درېیم اصل او داسې یو سیستم دی چې (خېلونه) یا (ټبرونه) پرته له دې چې خپلې نسبي اړیکې په پام کې ونیسي، ګوندي اتحادېې ته ورځي. له پکتیا او وزیرستان څخه تر سوات پورې، تور او سپین او ګاړی او سمل دوه غټ ګوندونه دي چې اوس یې وروستنی بقایا لیدل کېږي.

ګوند یوه لرغونې قبیلوي موسسه ده چې د (ټبر) په وخت کې پیاوړی کېږي او ډېر سیاسي ماهیت لري چې ورو – ورو د دولت د جوړېدو لومړنی انځور ته لار اواروي.

د – د الحاق او ادغام (ګډېدل): دا اصل هم په ټولو قبایلو کې پالل شوی. یعنې له یو بل سره د خېلونو ګډېدل. په پښتنو کې خویشکي، مهمنزي او اتمانخیل له یوسفزو سره یو ځای شوي او یا سالار او منصور له غورغښتو څخه جلا شوی او له یوسفزو سره یو ځای شوي دي ([3]).

داسې یو ځای کېدنه معمولاً په خبرو اترو پای ته رسي او کله نا کله لږ او ډېر مراسم هم لري.

په اعرابو کې هم دا دود (اولا یا حلف) شته. هلته به چې کله یو خېل په بل کې کسانو به چې درلودل. ([4]).

 د عربو د جاهلیت په وخت کې، ځینې قبیلې په همدې پیاوړي شوي چې نورې قبیلې ورسره یو ځای شوې دي. په داسې حالت کې زورورې قبیلې دنده درلوده چې د ورسره یو ځای شوې قبیلې خوندیتوب او عزت وساتي او ټول هغه حقوق ورته ومني، چې خپل خلک یی لري . ([5])

د قبیلي مشرتوب: د هرې قبیلي په سر کې یو مشر، سپین روبی، مجرب، زړور، هوښیار او نسبتا شتمن نارینه ځای لری. دا مشر دنده لری چې د قبیلي په استازیتوب خبرې وکړي، مېلمستیاوې جوړې کړي، سوله او کړه وکړي، غنایم او زیانونه ووېشي یا وګالي. د قبیلي هر غړی د قبیلی نظام مني، د مشر له پرېکړو سره مخالفت نه کوي؛ ځکه چې بیا د قبیلي نظام د ماتېدو ګواښ رامنځ ګېږی چې درانه عواقب لرلای شی. لږ پخوا که چا داسې مخالفت کړی وای، له قبیلي څخه یې د شړلو امکان هم و. 

 هغه وخت کسات او جګړه د قبیلوي ژوندانه د فکر او عمل د ملا تیرونه وو او ټولو به هڅه کوله چې د قبیلي د یووالي د ساتلو د پاره، کار وکړي او قربانی ورکړي.

 

[1] خېل او ویش، ص۱۸

[2] خېل او ویش، ص ۱۹

[3] خېل او ویش، ص ۱۹

[4] خېل او ویش، ص ۲۳

[5] ذهنیت قبیلوي، خواجه بشیر احمد انصار، انترنیتي کتاب ص ۱

قبیله څه شی ده؟ – لسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.