قبیله د پښتنو پوهانو په آثارو کې
په هغه کتابونو کې چې په پښتنو کې د قبیلویت په هکله لیکل شوی، د قبیلې په پېژندنه څه نشته.
د استاد عطایي د کتاب (د پښتنې قبیلو اصطلاحي قاموس) په سریزه کې راغلي، چې قبیله یو ډېر پخوانی تاریخي جوړښت دی؛ خو په کتاب کې د قبیلې، قبیلوي هڅوب/ فرهنګ، قبیلوي ذهنیت او قبیلوي جوړښتونو سیستماتیک او منظمه پېژندګلوی نشته او لوستونکي د کتاب له لوستو وروسته، په دې پوهېږي چې استاد عطایي هغه څوک قبیلوي بولي، چې په کتاب کې په راغلو حقوقي کودونو باور ولري او یا په بله ژبه د دې کودونو په وسپنیزو منګولو کې ایسار وي او په همدې کمکي چوکاټ کې ژوند او فکر وکړي!
د محقق داکتر عبدالطیف یاد طالبي په کتاب (پښتني قبیلې) کې هم، د قبیلې پېژندګلوي نشته؛ خو دا خبرې پکې شته چې د بښتني قبیلو په جوړښت کې لاندې توکي/ عناصر خورا ارزښت لري: اول د ویني خپلوي سپیڅلې ده. له دې وروسته خپلوي مهمه ده چې یو خېل له بل سره نژدې کوي او دا خپلوي په ودونو جوړېږي. ګوندي اړیکې درېیم ځای لري چې دا د قبیلوي تشکیلاتو یو ځانګړی سیستم دی. په دې سیستم کې خېلونه پرته له دې چې د خېل یا ټبر ښې اړیکې په پام کې ونیسي، په هغه کې داخلېږي. الحاق یا ادغام د استاد طالبي په اند څلورم ځای لري، چې د نړۍ په ټولو قبایلو کې ګډ مفهوم لري. لکه خیشکی، مهمنزی او اتمان خېل یو له بل سره الحاق شوی یا د جدون قبیلې د سالار او منصور ځانګې (خېل) چې له غرغښتو څخه جلا شوی او له یوسفزو سره یو ځای شوی. او دا کټ مټ همغه څلورګوني مواد دي چې استاد عطایی هم په ( خېل او وېش) کې، د نورو قبیلوی ټولنو په هکله لیکلی دی.([1]).
استاد طالبي د ټبر/ ستر خېل/ قبیله او نورو لاندنیو او پاسنیو ټولنیزه جوړښتونو په برخه کې وضاحت نه لري. د مثال په توګه ابدالیان یو نامتو ټبر/ قبیله یادوي چې د (سړبن) په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري؛ خو له دې وروسته د ابدالیو لاندې قدمه لکه اڅکزي، بارکزي، پوپلزي، الکوزي او نور هم قبیلې/ ټبرونه بولي، چې په ښکاره تناقض څرګندوي؛ ځکه هم ابدال قبیله بولي او هم اڅکزي او بارکزي او نور قبایل بولي.
استاد طالبي په خپل کتاب کې (ټولنیز ګروپ) ډېر یادوي؛ خو دا نه واضح کوي چې ټولنیز ګروپ څه شی دي؟ البته د کتاب له محتوی څخه دا څرګندېږي چې استاد طالبي له ټبر/ قبیله څخه پاسنیو جوړښتونو ته (ټولنیز ګروپ) وایي، چې استاد وزیري په یې په پنځو برخو ویشي.
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې استاد طالبي، د ډېرو نورو پوهانو په خلاف چې پښتانه په ابدالي (دراني)، غلجي او کرلاڼي ویشي، پښتانه په پنځو سترو ټولنیزو ګروپونو ویشي:
1 – غرغښتي پښتانه،
2 – سړبني پښتانه،
3 – کرلاني پښتانه،
4 – بېټني پښتانه،
5 – متوزي پښتانه،
د کتاب له متن څخه ښکاري چې سړبني یعني دراني او متوزي یعنې غلجي او لودي پښتانه. استاد طالبي وروسته لیکي چې دا هره ډله / ټولنیز ګروپ په ډېرو ښاخونو، څانګو او خېلونو باندې وېشل شوي؛ خو دا نه وایي چې ښاخ یعنې څه، څانګه کومه ده او خېل چا ته وایي؟ ښاخ په حقیقت کې همغه د فارسي دري د شاخ کلمه ده. لکه شاخ درخت چې موږ یې په پښتو کې د ونې څانګه بولو. استاد مثلاً اندړ (ص 22) په غلجیو کې (ښاخ) بولي چې په مبتدي لوستونکی لاره ورک کوي؛ ځکه نور ټول اځحونه اندړ لکه وردک، ځاځی، ځدراڼ، اڅکزي او نور په واضح توګه قبیله/ ټبر یادوي. ([2]).
استاد طالبي په خپل کتاب کې دوه ځایه، پښتانه د ګران هېواد یو ستر ملیت بولي؛ خو دا باید هېڅ نه لیکي چې دی (ملیت) چا ته وایي. ښایي دا به په هېواد کې د خلق دموکراتیک ګوند، د حاکمیت اغېزه وه، چې ښاغلي طالبي پښتنو ته ملیت لیکلی دی.
پایله:
په کال 2008 کې ما مشهد ته یو لنډ سفر درلود. په سفر کې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو دفتر مشر ښاغلي داکتر مرادي زما څنګ ته ناست و، چې له کابله تر مشهده په مطالعه بوخت و. د مشهد په هوایي ډګر ما له ده پوښتنه وکړه چې کوم کتاب دې ولوست؟ ده وویل چې د نیوزیلند د خلکو په هکله. ما پوښتنه وکړه چې که څوک د دې کتاب د لوستلو چانس ونه لري، ستا لنډ پیام به ورته څه وي؟ ده وویل چې په دې کتاب کې راغلي چې 40 کاله مخکې د نیوزیلند 82% خلکو، په یوه سرشمېرنه کې ځانونه د خپلو قومي هویتونو په حساب پېژندلي وو؛ خو دوه کاله مخکې یعنې له لومړني سرشمېرنې څخه 38 کاله وروسته، 88% خلکو ځانونه نیوزیلندیان بللی، چې دا د ملي پېژاند د جوړېدو او ملت کېدو په لور، د دې خلکو یو لوی بریالیتوب بلل کېږي. خلک د کمکیو قومي – قبیلوي هویتونو په ځای د ملي هویت په لور په مخ روان دي او د ملت جوړونې بهیر د بشپړتیا په لور بریالي ګامونه اخلي.
له بده مرغه چې څو څلوېښت کلنې جګړې، تکالیفو، مهاجرتونو او بیځایه کېدلو موږ له واحد افغاني هویت څخه لیرې کړو او د اقوامو، قبایلو، طوایفو، عشایرو، سمتونو، ولایاتو او حتی ولسوالیو، کلیو او کورنیو هویتونو ته یې ستانه کړو او دا هغه ناروغي ده چې علاج یې لسګونه کلونه وخت، زړه سوانده مشرتابه، لویه وطني اراده، پوره امکانات او ځان تېرېدنه غواړي. ملي پېژاند/ هویت بېځایه غرور، ځان لوی ګڼل او درواغ ویاړونه نه دي؛ ملي هویت د یو وطن د خلکو په زړونو، فکرونو او ضمیرونو کې د ګډ برخلیک او ګډ ژوند له پاره، د هغه انساني هڅو په پایله کې جوړېږي چې ټول ځانونه د خپل کور، کلي او قبیلې په ځاي، د لوی واحد وطن استوګن او له نورو سره د برابرو حقونو خاوند وبولي او په هر ډول لوړتیا غوښتنه چليپا راکاږي.
د ملي هویت زړی په انسان کې دننه کرل کېږي، د لوی فکر او ستر ضمیر په مرسته ګلان غوړوي او د دین، نژاد، وطن، ګډو ویاړونو، یو تر بله ګټو او تاریخ په مرسته رنګ راوړي زموږ واحد ملي یا افغاني پېژاند/ هویت هغه وخت پخوالي ته رسي چې نژادي، قبیلوي، طایفوي، عشیروي او ایلي ذهنیتونو ته (نه) ووایو او په یو (لوی انساني موږ) کې هضم شو!([3])
له ځوانانو څخه هیله کېږي چې دا هېواد د خپلو پلرونو او نیکونو د میراث په توګه همداسې (میراث) ونه ساتي، که دا خلک که د پرمختګ او بدلون غوښتونکی وي، که ملي یووالی غواړي، که په اسلامي ورورولئ باور لري، که غواړي چې د پېړیو له درانه خوبه ویښ او د نړۍ د ژوندیو ولسونو له کاروان سره یو ځای شي او که د یوې ښکلې نړۍ او ګلالي ژوندانه خوبونه ویني، باید دا ومني چې د قبیلوي ذهنیت سره شلون په کار دی او اوسني ځوانان دا کار باید یو (فرض) وبولي ([4]).
پای
[1] پښتنې قبیلې، ص خ
[2] پښتنې قبیلې، ص ش.
[3] ذهنیت قبیلوی، ص ۶
[4] ذهنیت قبیلوي، خواجه بشیر احمد انصاري، 2015، انترنیتي کتاب
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.