قبیله څه شی ده؟ اتمه برخه

احسان الله ارینزی

90
پښتني قبیلو جغرافیه:

 تاریخ وایي چې آریایانو له میلاد څخه  2500 کاله د مخه ټولنېز ژوند پېل کړی دی.  د آریایانو دوهم مدنیت ( د 0120 ق م شا اوخوا) په بلخ پورې اړه لري. په دې دوره کې لومړی ځل (یما) پاچا د بلخ تاریخي ښار آباد او خلک په کرنه او د څارویو په روزنه بوخت کړل. د 630 ق.م په شا او خوا کې د زردشت آئین جاري شوی دی.

 نوموړی د واحد خدای په وحدانیت او بېسارې عظمت قایل و او خلک یې د واحد خدای په لور وربلل. کلیوالي او ښاري ژوند پراختیا ومونده، د کار په ابزارو کې کیفي بدلون راغی، په کرنه کې په اصلاحاتو لاس پورې شو او په هنر او ادبیاتو کې پرمختګونه وشول.

 له هغه ځایه چې د افغانستان اوسنی جغرافیه د آسیا د وچې د څلورو لارو په سر پرته وه؛ ځکه دا سیمه پېړۍ پېړۍ د بهرنیو تاړاکګرو د تصادم او د تمدنونو د تلاقي په ځای بدله شوه.

 په دې یرخه کې په افغانستان باندې د یوناني سکندر یرغل (330 ق.م) د عربو راتګ (632م) ، د چنګیز چپاول (1230م) چې د افغانانو د څو پېړیو مدنیت او ښارونه یې له خاورو سره برابر کړل، په افغانستان باندې د برتانوي استعمار درې ځلې یرغل (1839 – 1879 او 1919 کلونه)، د شوروي اتحاد تجاوز (1979)، د امریکا متحده ایالاتو او ناتو شل کلن یرغل ، کورنی جګړې او بهرنۍ لاس وهنې چې لا تراوسه دوام لري، د یادونې وړ دي.

 دا جګړې، بهرنۍ مداخلې، بحرانونه او بې ثباتۍ په اوږده موده کې، هغه عوامل باله شي، چې په افغانستان کې د قبیلوي نظام د اوږدمهاله پایښت اسباب جوړوي او هغه بنسټونه چې د قبیلوي نظام د ویلی کېدو او ماتېدو، او د یوې مدني ټولنې پوړ ته د ورختو بنسټونه جوړوي، هېڅ نه ټينګېږی. ځکه چې جګړه او بحران د ورانولو عمل دی، د جوړولو کار نه دی. په جګړو او بحران کې د ټولنې د پرمختګ څرخونه په شا ګرځي او د پرمختګ او د ملت د جوړېدو مخه نیسي. په جګړه کې ګټه د هغه چا ده، چې جګړه یې تحمیل کړې او پکې برلاسي وي.

 که څه هم نن ورځ د افغانستان مجموعي حالات له دغې وضعې نه راوتلی دی او د یو ملت د جوړېدو لور ته تګ پیاوړی شوی؛ خو لا هم درانده خنډونه په مخ کې پراته دي، چې  د دې پروسې د چټک بهیر مخه نیسي.

 اکاډیمسن سلیمان لایق چې په پښتني قبایلو یوه کمکی رساله لري، په دې اند دی چې د تاریځ په اوږدو کې، د افغانستان او سرحدي سیمو د خېلونو، طوایفو او قبایلو په ټولنیز ژوند کې، ډېر بدلونونه راغلی دی. په بله وینا پښتون قبیلویت په کور د ننه او د ګاونډیو هېوادونو د خلکو د طبقاتي نظامونو تر اغېزې لاندې راغلی او د دوی د طبیعی ودې مخه ډپ شوې ده.

 لایق صاحب لیکي چې لومړنی پښتني قبیلوي ټولنې مرېږتوب تاریخي پړاو ته رسي او زموږ په ځینو شتمنو کورنیو او دربارونو کې، د مرېیانو شتون د دې خبرې ثبوت بولي، چې بل تاریخي پړاو ته د پرمختګ په کار کې، د ګاونډیو هېوادونو اقتصادي – ټولنیزو او فرهنګی اغېزو، او پوځي یرغلونو د دې طبیعي بهیر د ورو-ورو ودې مخه نیوله.

 لایق صاحب وړاندې لیکي چې په افغانستان باندې د مغولو تر یرغل پورې (۱۳ پېړی- شلم کلونه) د لومړنئ قبیلوي ټولنې مناسبات برلاسي وو، خصوصی مالکیت نه و او خلک په بېلابېلو پوړیو نه و وېشل شوي.

 په پښتننو کې د دې نظام ړنګېدو خورا اوږد واټن وواهه؛ ځکه فیودالي تولید ډېره ورو وده کوله. هغه وخت د هر خېل، طایفې او قبیلې خلکو، د کرنې او څارویو د پاره لږ زمکې درلودې/ ودانولې. داسې ښکاري چې تر دې وخته د هرې کورنئ زمکه هم، د خېل، طایفې او قبیلې ټولنیز ملکیت حسابېده([1])

 دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې لایق صاحب مرحوم ( خېل) او ( طایفه) جلا ټولنیز جوړښتونه بولي؛ په داسې حال کې چې ډېر نور پوهان او د دې سریزې لیکوال( پښتو خېل) او ( عربي طایفه) یو شان ګڼي.

 لایق صاحب لیکي: ډېر پښتانه قبایل تر ۱۸ پېړئ پورې، د زمکو د کموالي، د نفوس د ډېروالي او د اوبو او ورشوګانو د موندلو د پاره، له خپلو سیمو څخه ولیږدېدل او نوي سیمې یې غوره کړې. دی خلکو د دې نویو سیمو له نورو اوسېدونکو سره د ښه ګاونډیتوب ګټورې دوه اړخيزه اړيکي جوړې کړې او په دې توګه، په لومړنئ پښتني قبیلوي ټولنه کې، د فیودالي مناسباتو ودې ته لار اواره شوه؛ خو په عین حال کې د پخواني ټولني ځیني پاسني یا فرهنګی جوړښتونه، لکه دودونه، د سپین ږیرو جرګې او د روحانیونو اغېز په ځای پاته شول.

 د لایق صاحب په وینا د شلمې پېړې درېیمه لسیزه د پښتنی قبایلو په ژوند کې خورا مهمه ده. پښتنو ځوانانو تولیدی، سوداګریزو او فرهنګي مراکزو ته تګ راتګ پیل کړ، په سیمه او ګاونډ کې د علومو او تخنیک پرمختګ، د خلکو په مادي ژوند او ټولنیزو اړیکو کې بېساري بدلونونه راوستل، چې په پښتنه قبیلوي ټولنه یې درنه اغېزه وشندله([2]). د لوی هند ښارونو ته د کار او سوداګرئ د پاره د ځوانانو تګ، د ماشینونو غږونو او کتلوي تولید، برېښنا، اخبار، ښوونځي، ریل، په ټولنه کې د ښځو حضور او …. نویو بدلونونو ته لارې پرانستې او د خلکو له کمکیو اذهانو څخه یې قلفونه ليرې کړل. د دې ځوانانو د سفرونو کیسو او بدلونونو نور خلک ښاري سیمو او اوږدو سفرونو ته وهڅول. کابل او سند او پنجاب او کلکتې او امرتسر؛ بیا په بل پړاو کې سعودي او کویټ او بحرین او اماراتو او …. او بیا د جګړو  له امله تر اروپا او امریکا او استرالیا پوری د خلکو رسېدل، د داسې سترو بدلونونو باعث شول، چې پخوا يې ساری نه و لیدل شوی. شکاره خبره ده چې همداسې ستر بدلونونه هغه بټئ ګانې دي چې د قبایلو او قومونو ویلي کېدو ته لاره اوارولی شي.

 سره له دې چې په قبایلو کې د وینې شراکټ یو لوی فکتورباله شی، او هره قبیله یا د قبیلو اتحادیه خپل ځانګړی دودونه، اداب، روحیات او هڅوب/ فرهنګ لري؛ خو مهمه دا ده چې د قبیلې د هر خېل/ طایفه او تپه/ عشیره خلک، په ځانګړی سیمه کې اوسي او له بل خېل او تپه سره ټاکلې پولې لري([3]).

 اوس به له دې لنډ شالید( پس منظر) وروسته د پښتنو د قبیلوي نظام سیمې په نښه کړو:

 د کنړ ولایت له ارندو او اسد آباد څخه نیولې، بیا د کندهار تر سپین بولدک پورې؛ له دیر او باجوړ څخه نیولې، د کویټې تر چمن پورې د کرښې دواړه غاړو ته پښتانه قبایل په یوه ګډ جغرافیایي چاپېریال کې استوګنه لري.

 هغوی د وینې، رګ، ژبې، کلتور، مذهب، روحیاتو، رسم او رواج او عنعناتو په کلکو مزیو سره ګنډلي دي او ګډ تاریخي افتخارات لري.

 د بېلګې په توګه سالارزي، ماموند او مشواڼي د کنړ، دیر او باجوړ په ګډ سیمه ییز چاپېریال کې میشت دي. مومند او صافي په کنړ او مومند ایجنسي کې، مومند او شینواري په ننګرهار، مومند ایجنسي او خیبر ایجنسي کې ګډ پراته دي.

 څمکني، منګل، ځدراڼ، مقبل او ځاځي په پکتیا اوکرم ایجنسي کې ګډ پراته دي. د خوست او شمالي وزیرستان ګربز، سیدګي او وزیر (ټیټي مداخیل) ټینګ ورورګلویز تړون لري. د پکتیکا او جنوبي وزیرستان وزیر، سیدګي سلیمانخیل او دوتاڼي د ګډ ځمکني چاپېریال خاوندان دي. همدا ډول د زابل، نوبه کاکړي او ژوب کاکړ په واحد سیمه ییز قلمرو کې ژوند کوي. د کندهار، کوټې، ګلستان او توبه اڅکزي ، نورزي او اڅکزي یو تر بله وروڼه دي. همدا شان د نیمروز بلوچ د بلوچستان او بلوچو سره په وینه او رګ شریک دي.

 د کنړ له ارندو څخه نیولې بیا تر سپین بولدک پورې او له دیر څخه نیولې، تر چمن پورې د کرښې دواړو غاړو ته یوه قبایلي پټاره پرته ده چې اوږده تاریخي سابقه لري. په دې کې ډېره مهمه سیمه چې له اسدآباد څخه نیولې تر ګوملې پورې ده او له ژوب سره پلو لګوي، د قبایلي پټارې په تعریف کې راځي؛ ځکه چې هغه بل لور ته آزاد قبایل په اوو سیاسي واحدونو کې آباد دي. د دې سیمې خلک د خپل دودیز کرکتر له مخې تل د مرکزي دولتونو سره په تضاد کې پاتې شوي دي. (یعنې د هغې غاړې خلک له پېرنګي او پاکستان سره او د دې غاړې قبایل د افغانستان له مرکزي حکومتونو سره). دا سیمه ټوله د هندوکش او سلیمان د غرونو لړیو چاپېره کړې ده چې یو په شپږ برخه یې اواره زمکې، درې او پراخه سیمې دي او پنځه په شپږ یې غرونه جوړوي [4].

 استاد عطایی د قبیلوي ژوندانه د مطالعې د پاره، په افغانستان کې د هندوکش او سلیمان غرونو لمنې، یا د اکسوس( امو) او اندوس( اباسین) تر مینځ سیمې غوره  بولي ([5])؛ په داسې حال کې چې استاد وزیري د پاسنی قبایلی پټارې وړاندیز کوی چې کابو اویا زره کېلو متره مربع پراخه ده. (په دې ارقامو کې یوازې قبایل راځي. ښاري سیمې لکه جلال آباد او د خوست او ګردیز ښاري سیمې، چې قبایلي کرکترونه نلري، په حساب کې نه دي تیول شوی).

 د دې سیمو د ژوند دار او مدار په کرنه، مالداري، ځنګلونو، باغونو، سوداګري او د کار مارکیټونو ته په تګ تکیه لري. د نفوسو زیاتوالي، د ژوندانه د وسایلو ویجاړ حالت چې د کرڼې د حاصلاتو سطح د دوی د احتیاج له کچې څخه ډېره ټیټه ساتي، طبیعي آفتونه او وچکالي او د اوبو د نظام ویجاړ حالت، د دوی د طبیعي اقتصاد په بنسټونو ډېره ناوړه اغېزه شندلې ده. په دې اساس وزګارتیا ډېرېږي او د ژوندانه چاپېریال تنګېږي.

 په نتیجه کې هر کال یو شمېر قبایلي کورنۍ له خپلو پلرني ټاټوبو څخه ښاري سیمو ته کډه کوي او یا د کار وړ ځوانان د کار مارکېټونو ته ځي. د افغانستان د قبایلي سیمو وضع همدا شان ده.

 دا بهیر له کال  1965 کال څخه پېل شوې ده او نن د دیر، باجوړ، مومند او خیبر ایجنسي، افریدي، شینواري په کتلوي توګه د پېښور شااوخوا سیمو کې، چارسده، مردان، سوابۍ، نوښار او تختبای کې میشته شوي دي. حتی مومند او افریدي د پېښور د مرکزي اسامبلو په ووټونو کې ستره ونډه لري. وزیرو، مسیدو، داوړو او بیټنیو په ټانک، دیره اسماعیل خان او بنو کې پراخه ځمکې اخیستی او هلته یې دایمي استوګنه اختیار کړې ده، دا لړۍ همداسې دوام لري([6]).

 دلته استاد وزيري پوښتنه کوي چې هغه خلک جې تر قانون لاندې ښاري سیمو کې استوګنه غوره کوي، قبایل پاتې کېږي؟ د ده ځواب (نه) دی او لیکي چې د داسې خلکو سپین ږیري صرف د عنعنې له مخې قبایلي خصوصیات له ځانه سره ساتي او ځوان نسل، نر او ښځې د نوي چاپېریال په بټۍ کې ویلې کېږي او په مدني ټولنه کې حل کېږي.  په بله ژبه د هغه ځای د مدني ټولنې برخه ګرځي. د دې کوچني عاید په برکت هغوي د خپل ژوند لومړني نیمګړتیاوې پوره کوي، خپل شاړ پټي آبادوي او د اوبو نظام سموي. د خپل کورګي بڼه بدلوي، د ترانسپورت او سوداګري په کار بوختېږي او ښاري سیمو ته نږدې د ځمکې کوچنۍ ټوټې رانیسي، په دې ترتیب د هغوی ژوندانه کې کمي او کیفي بدولونونه را مینځ ته کېږي. که څه هم دا بهیر ډېر ګړندی نه دی؛ خو سره له دې د یوې مدني ټولنې په خوا کې ژوند، د دوی تګ لوری ټاکي او د قبایلې ټولنې په جوړښت او مضمون کې کیفي تغییرات راولي.

 درېیم دا چې قبایلي پټارې، د ولس او پرمختګ لپاره څه د برتانوي هند په زمانه کې او څه له هغه ځایه نه را وروسته اړوندو حکومتونو کوم د پام وړ کار نه دی کړی؛ بلکه قبایلي پټاره د هغوی د حویلې د شا حریم او باطله داني ده او څه یې چې زړه غواړي هلته یې غورځوي([7]).

د قبیلې موډل:

وزیری صاحب د ټبر یا قبیلې د جوړښت هندسي اهرم Pyramid داسې وباسي:

1 – قبیله (ستر خېل یا ټبر) Tribe،

2 – خېل (زی) Sub Tribe،

3 – تپه (څانګه) Great Clan،

4 – پښه Clan،

5 – پلرینه Sub Clan،

6 – کهول Great Joint Family،

7 – ستره کورنۍ Joint Family،

8 – کورنۍ Family،

 د دې هرم له مخې د قبیلې د جوړښت Segmentry Structure  په وړاندې د وینې یا رګ فکتور داسې ځای نیسي: لومړی نیکه، دویم پلار، درېیم زوی، څلورم لمسئ، پنځم کړوسی، شپږم کوسی، اووم کودی او اتم پردی. د وزیري په وینا د (پلار) او (پردي) تر مینځ د وینې اړیکه شلېږي او دا ځکه چې د بیولوژیکي ارثي ودې (تکامل) په نتیجه کې 300 – 350 کلونه واټن وهي او د (ویني) او (رګ) فکتور هېرېږي او نوی جوړښت سر پورته کوي.

 په دې حساب د (پردي) له پاره (پلار) د قبیلې له موډل څخه وځي او بل جوړښت پېل کېږي چې کېدای شي هغه هم قبیلوي وي ([8]).

 دلته باید دا خبره یاده کړو چې زما د معلوماتو د مخې، له پردي څخه مخکې یو بل څوک هم شته چې خلک یې لخکی بولی، یعنی هغه څوک چې د (ور  دروازه) لخک پرې خلاصیږي او بندېږي. 

 په لاندې هندسي موډل کې ښي لاس ته د قبیلې جوړښت Segmentry Structure لیدل کېږي او کیڼ لاس ته د وینې یا رګ فکتور په ګوته شوی دی. چې یو له بل سره موازي زماني تګ لري او د پلار او پردي تر مینځ د وینې رابطه شلېږي

 نو په دې حساب د پردي له پاره پلار د قبیلې له موډل څخه وځي. او بل قبیلوي جوړښت پېل کېږي. په دې نوم ایښودنه باندې په پوهېدو سره ،سړی کولای شي د قبیلې هډجوړونه سمه وپېژني او د قبیلې د ویلې کېدو او ړنګېدو زمان او له یوه پړاو څخه بل پړاو ته د تیرېدو دوران Transitional Period درک کړی.

د زماني تګ یا بشپړتیا له نظره یو مقایسوي ګراف

 

ګڼه

جوړښتونه او هدجوړښت

Structures

د وینې یا رګ اړیکه

1

کورنۍ

Family

پردی

2

لویه کورنۍ

Joint Family

کودی

3

کهول

Great Joint Family

کواسی

4

پلرینه

Sub Clan

کړوسی

5

پښه

Clan Small

لمسۍ

6

تپه

Great Clan

زوی

7

خېل

Sub Tribe

پلار

8

ستر خېل/ قبیله/ ټبر

Tribe

نیکه

9

د قبیلو اتحادیه

Tribal Union

غورنیکه

10

د قبیلو وړوکی اتحاد

Tribal Sub Federation

پرنیکه (پوری نیکه)

11

د قبیلو ستر اتحاد

Tribal Federation

تېرنیکه

12

د قبیلو پراخ اتحاد

Tribal Federal Union

سترنیکه

13

د قبایلو کانفدراسیون یا وفاق

Confederation

بابا

 

یادونه: دا شجره یا قبیلوي جوړښت ونه (Tribal Tree) د یوې نمونې او موډل په بڼه راوړل شوی او هڅه شوی چې د قبیلې د ژوندي جوړښت نمونه، له کورنۍ څخه د ټبرونو/ قبایلو تر اتحادیې  پورې وغزول شي.

 

[1] مختصری در مورد قبایل پشتون، ص ۴-۵

[2]مختصری در مورد قبایل پشتون، ص۱۱

[3] مختصری در مورد قبایل پشتون، ص۶

[4] سیمه ییز مطالعات، ص۵۹-۶۰

[5] خېل او وېش، ص ۳

[6] سیمه ییز مطالعات. ص ۶۱-۶۲

[7] سیمه ییز مطالعات، ص۶۲

[8] سیمه ییز مطالعات، لومړی ګڼه، 1385 هـ ش، 61 – 63 مخونه.

 قبیله څه شی ده؟ اوومه برخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.