د بګرام بېرته ترلاسه کولو لپاره طالبانو سره خبرې کوو

64

د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له برتانیا سپینې ماڼۍ ته ستنېدو سره یو ځل بیا وویل، چې د بګرام بېرته ترلاسه کولو لپاره طالبانو سره خبرې روانې دي.

هغه د سپینې ماڼۍ اوول دفتر کې ویلي، چې د بګرام ستره پوځي اډه باید امریکا نه وای پرېښې.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ هم برتانیا کې وویل، چې له طالبانو به بګرام بېرته ونیسي، ځکه په وینا یې دا د چین د څار، ترهګرۍ ځپلو او طالبانو سره د اړیکو لپاره مهمه ده.

بګرام د کابل شمال ته په پروان ولایت کې موقعیت لري، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه وه، خو په ۲۰۲۱ کې د امریکايي ځواکونو وتلو سره د طالبانو لاس ته ولوېده.

ورته مهال وال سټریټ ژورنال هم خبر ورکړی، چې امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي، څو د بګرام ستره پوځي اډه بیا ونیسي او یو څه شمېر امریکايي ځواکونه پکې ځای پر ځای شي.

دغه ژورنال خبر ورکړی، چې د بګرام بیا ترلاسه کولو د خبرو مشري، د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی، ادم بولر کوي.

بولر د امریکايي ډيپلوماټ، زلمي خلیلزاد په ګډون چې طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړی، په تېرو څو میاشتو کې دوه ځله کابل ته تللی او طالبانو سره یې پټې او ښکاره خبرې کړې دي.

طالبانو رسماً د بګرام په تړاو د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلای.

د خارجه وزارت یوه چارواکي یې ویلي، چې امریکا غواړي بګرام د یوې معاملې له لارې لاسته راوړي، خو دوی له سیاسي اړیکو پرته افغانستان کې د امریکا پوځي حضور نه مني.

اوس به ولیدل شي، چې طالبان او امریکا په کومه کچه معامله کوي، څو تر شاوخوا ۱۰ زره امریکايي پوځیان، تجیزات او نور اکمالات بېرته بګرام ته پیل شي او دغلته امریکا حضور پیدا کړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.