د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ اسیا جام پایلوبه کې هندۍ لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.
دې لوبه کې هند د پچې په ګټلو توپ اچونه غوره کړه چې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۹ اعشاریه یو اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو هندۍ لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان له لوري صاحبزاده فرحان ۵۷ او فخر زمان ۴۶ منډې جوړې کړې چې د خپلې لوبډلې په هدف کې یې مهم رول درلود.
هندۍ لوبډلې دغه هدف د شلم اور په څلورم توپ پوره کړ او له دې سره یې پاکستانۍ لوبډلې ته د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
د هند له لوري تېلک ورما تر نورو هندي توپ وهونکو زیاتې ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې تد اتلولۍ تر جام ورسوله.
هند د اسیا جام په تاریخ کې د نهم ځل لپاره هم د اتلولۍ جام پورته کړ چې د لومړي ځل لپاره د دغو لوبو په پایلوبه کې له پاکستان سره مخ شوی و.
د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې هند نهه، سریلانکا ۶ او پاکستان دوه ځل د اسیا جام پایلوبه ګټلې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.