له سقراط سره خبرې

پوهنوال دوکتور سید اصغر هاشمي

63

له سقراط سره خبرې

د کتاب لومړۍ برخه: سقراط؛ ژوند، کورنۍ او ځان‌پېژندنه

پوهنوال دوکتور سید اصغر هاشمي

سید اصغر: سقراط صاحب! لومړی غواړم خپل ځان زموږ لوستونکو ته ور وپېژنئ. تاسو څوک وئ؟

سقراط: زه سقراط یم، د لرغوني یونان د اتن ښار فیلسوف او اوسېدونکی یم. ما ځان نه د هر څه پوه انسان باله او نه مې د خلکو د استادۍ دعوه کوله. زما اصلي کار دا و چې له خلکو پوښتنې وکړم، د هغوی باورونه وڅېړم او هغوی دې ته وهڅوم چې خپل فکر په خپله و ازمويي. زما لپاره فلسفه یوازې د کتابونو علم نه و، فلسفه د ژوند د سمولو هڅه وه. زه شاو خوا (۴۷۰ یا ۴۶۹ ق.م) کې زېږېدلی یم او په (۳۹۹ ق.م) کې مړ شوی یم.

سید اصغر: ستاسو د پلار نوم څه و؟

سقراط: زما د پلار نوم سوفرونیسکوس (Sophroniscus) و. د اتن اوسیدونکی و او د مجسمه‌جوړونې له هنر سره یې اشنايي درلوده. ځینې پخواني روایتونه وايي چې سقراط هم په ځوانۍ کې له دې مسلک سره اشنا و. ما ته زما ځینې عادتونه، کړنې، مسلک او پوهه له کورنۍ څخه په میراث کې را پاتې دی.

سید اصغر: ستاسو د مور نوم څه و؟

سقراط: زما د مور نوم فاینارېتې (Phaenarete) و. روایتونه وايي چې هغه قابله وه. ما وروسته د خپلې پوښتنې او خبرو کولو طریقې د تشبیه لپاره د قابله‌ګۍ مثال کاراوه، ویل مې چې لکه قابله چې د ماشوم په زېږېدو کې مرسته کوي، زه هم د پوښتنو له لارې له انسان سره مرسته کوم چې خپل فکرونه راوباسي.

د میندوي پوهه او تحصیل یې پر اولادونو اغېز لري، زه د خوشبختۍ ویاړ کوم چې له داسې مور څخه پیدا شوی یم چې له میلاد څخه زرګونو کلونو مخکې یې تعلیم درلود او زما په روزنه کې یې پوره لاس درلود.

کله چې زما جنیست وټاکل شو او د مور په رحم کې زما ژوندون پیل شو، په نهو لومړنیو میاشتو کې هم زما د مور تربیه، تعلیم، طبي زده کړې او داسې نورو پر ما اغېز درلود. په حال زمانه کې د هر انسان حال زمانه یې له راتلونکي سره تړاو لري، دا چې زه نن د سقراط په نوم لوی شهرت لرم او زما له پوهې او د ژوند له حالاتو څخه خلک زده کړه کوي، اصلي لامل یې همدا دی چې ما ته ډېره پوهه، کړنې، ذکاوت او داسې نورې خبرې له کورنۍ څخه په میراث را پاتې دی.

سید اصغر: ایا تاسو ورونه او خویندې لرئ؟

سقراط: زما په اړه د کورنۍ په برخه کې ډېر لږ معلومات شته. د ځینو د وینا پر اساس پاتروکلوس زما د ورور په نوم بلل شوی دی چې د مور له بل واده څخه و، خو زما د کورنۍ د نورو غړو په اړه باوري معلومات ډېر محدود دي.

سید اصغر: سقراط صاحب! تاسو واده کړی و؟

سقراط: هو. له یوې ښځې سره مې واده کړی و چې په ډېرو روایتونو کې یې نوم زانتیپه (Xanthippe) یاد شوی دی. هغه په تاریخ کې زما د مېرمنې په توګه مشهوره ده، خو د هغې د شخصیت په اړه ډېر روایتونه د وروسته زمانو دي او باید ټول یې په قطعي ډول ونه منل شي.

سید اصغر: د زانتیپې په اړه ولې دومره خبرې کېږي؟

سقراط: ځینې لرغوني لیکوال هغه تنده‌مزاجه او له ما سره سخته ښځه معرفي کوي، خو باید پام وشي چې د هغې په اړه مشهورې کیسې ممکن د ادبي روایت، مبالغې او د سقراط د شخصیت د انځورولو لپاره جوړو شویو حکایتونو له امله رنګینې شوې وي. تاریخپوهان نه شي کولای ټول دغه روایتونه د قطعي تاریخي حقیقت په توګه ومني.

سید اصغر: ایا تاسو یوازې یو واده کړی و؟

سقراط: دلته روایتونه سره توپیر لري. افلاطون په خپلو اثارو کې زانتیپه زما د مېرمنې په توګه یادوي، خو په ځینو نورو پخوانیو روایتونو کې د میرټو (Myrto) په نوم د یوې بلې ښځې یادونه هم شوې ده. د دې موضوع په اړه د لرغونو سرچینو تر منځ اختلاف شته، نو غوره ده چې دا خبره د قطعي حقیقت په توګه وړاندې نه شي.

سید اصغر: تاسو څو اولادونه درلودل؟

سقراط: له زانتیپې څخه مې درې زامن درلودل. لامپروکلس (Lamprocles)، سوفرو نیستوس (Sophroniscus) او مېنېکسېنوس (Menexenus). البته د دوی د ژوند په اړه ډېر معلومات را پاتې نه دي.

سید اصغر: تاسو د خپلو اولادونو یادونه وکړه، ستاسو زامن د فلسفې په لارې روان شول او ایا ستاسو په شان مشهور لیکوال او فیلسوفان شول او کنه؟

سقراط: داسې کومه باوري سرچینه نشته چې وښيي، ترڅو هغوی زما په څېر مشهور فیلسوفان وو. زما شهرت د هغو پوښتنو او بحثونو له لارې پاتې شو چې ما له خلکو سره کاوه، په دغو پوښتنو کې ډېرې داسې خبرې وې چې نن هم د یادونې وړ دي. تاسو به اوریدلي وي چې پوښتنه کول له ځواب ورکولو څخه سخت کار دی. امکان لري چې یوه پوښتنه څو ځوابونه ولري. که یو کس علمي پوهه ونه لرو، نو یوه نوې او پارونکې پوښتنه کولای نشـي. پوښتنه کول د فکر کولو لپاره دروازې پرانېږي، انسان فکر کولو ته اړ کوي او فکري ځواک پیاوړی کوي. پوښتنې ډېر وخت د انتقادي تفکر له مخې پیدا کېږي. زما د علمي ژوند اساس د پوښتنې او ځواب په مېتود ولاړ دی. زه له خلکو څخه پوښتنې کوم او هغوی دې ته متوجې کوم چې هره خبره په پټو سترګو ونه مني، د کلیسا او راهبانو له قید څخه ځان خلاص کړي، د فکر او بیان ازادۍ ته ارزښت ورکړي.

زما پوښتنې د دې باعث کېږي چې خلک خپل د حال ژوند ته فکر وکړي او د راتلونکي په اړه یوه ښه اراده ولري او همدارنګه له خکو هم غوښتنه کوم چې زما څخه پوښتنې وکړي او یا په خپلو کې له یو او بل څخه پوښتنې وکړي، پوښتنه کول فکري ځواک پیاوړی کوي.

موږ باید خپل اولادونه له دې مېتود سره اشنا کړو چې د اړتیا په صورت کې پوښتنې وکړي، هرې پوښتنې ته یې باید ارزښت ورکړل شي، هرې پوښتنې ته یې باید ځواب ورکړل شي او د پوښتنو په کولو باید عادت شي. په ټولګي محصلانو ته باید وویل شي چې د مضمون په برخه کې پوښتنې وکړي، که چېرې محصلان پوښتنې وکړي، نو د زده کړو بهیر به ډېر پیاوړی شي.

سید اصغر: ستاسو کورنۍ شتمنه وه او که بېوزله؟

سقراط: زه د اتن د اشرافي او ډېرې شتمنې طبقې له کورنیو څخه نه وم. زما د پلار مسلک د هنري کسب له طبقې سره تړاو درلود. ما هم د ډېرې شتمنۍ د راټولولو هڅه نه کوله. زما لپاره د انسان فضیلت او پوهه تر مال او مقام ډېر ارزښتمن وو. زه له مال څخه ښوونې او روزنې ته ډېر ارزښت ورکوم. له ظاهر څخه باطن ته پام کوم او معنوي او اخلاقیات راته ډېر مهم دي.

سید اصغر: ستاسو ظاهري بڼه څنګه وه؟

سقراط: د پخوانیو روایتونو له مخې زه د ښکلا له دودیز معیار سره برابر انسان نه ګڼل کېدم. ویل کېږي چې پراخ مخ، پوزه یې لږه پلنه، سترګې یې برجسته او بدن یې پیاوړی و، خو ما به ویل چې د انسان اصلي ارزښت په څېره کې نه نه دی، بلکې په نفس، اخلاقو او عقل کې دی.

سید اصغر: ستاسو د جامو او ژوند طرز څنګه و؟

سقراط: ساده ژوند مې خوښېده. له تجمل او غیر ضروري شتمنۍ سره مې ډېره مینه نه لرله. په ساده جامو کې به ګرځېدم او د ژوند اړتیاوې مې محدودې ساتلې. زما لپاره د انسان آزادۍ یوه برخه دا وه چې د مادي شیانو غلام نه شي.

سید اصغر: ایا تاسو د خپلې کورنۍ لپاره کافي پاملرنه کوله؟

سقراط: دا پوښتنه مهمه ده. فلسفي ژوند باید انسان له خپلو انساني مسؤلیتونو څخه بې‌پروا نه کړي، خو زما ژوند ډېر وخت په عامه بحثونو، پوښتنو او د انسانانو په خبرو کې تېرېده. په همدې خاطر ممکن زما کورنی ژوند د عادي یوناني وګړي په څېر نه و.

سید اصغر: ایا ستاسو مېرمن ستاسو له کړنو او ژوند څخه راضي وه؟

سقراط: موږ په دې اړه ډېرې باوري خبرې نه لرو. ځینې روایتونه زموږ تر منځ د اختلاف کیسې کوي، خو باید د دغو روایتونو په اړه احتیاط وشي. انسانان ډېر وخت د یو مشهور شخصیت د کورني ژوند په اړه حکایتونه جوړوي، تاریخپوه باید د روایت او حقیقت تر منځ توپیر وکړي. زموږ ډېر تاریخونه روایتي کیسې دي چې ډېر وخت حقیقت نه لري او د تاریخ د مېتودولوژۍ پر بنسټ لیکل شوي نه دي.

سید اصغر: تاسو د خپل اولاد لپاره څه غوښتل؟

سقراط: ما غوښتل چې هغوی د مال، شهرت او مقام پر ځای د ښه انسان کېدو هڅه وکړي. که انسان ډېر مال ولري، خو نفس یې ناپوه، ظالم او بې‌اخلاقه وي، نو هغه شتمني د ده د شخصیت نیمګړتیا نه شي پټولای. تاسو هم خپلو اولادنو ته د رقابت درس مه ورکوئ، تاسو هر وخت خپلو اولادونو ته وايئ چې تاسو باید په صنف کې اول نمره شئ، تاسو باید له نورو څخه مخکې شئ او داسې نورې رقابتي موضوعات ورته زده کوئ، کله چې ماشوم په داسې فکر لوی شي، نو په دوی کې د ځان غوښتنې انانیت فکر پیدا کېږي، نو ښه به دا وي چې اولاد ته زده کړه ورکړئ چې څه ځان ته خوښوئ، هغه نورو ته هم خوښ کړئ، د نوور په خوشحالۍ خوشحاله شئ او په خفګان یې خپه شئ، هر انسان له لاسه ونیسئ او له ځان سره یې یو ځان د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورسره مرسته وکړي.

سید اصغر: تاسو د خپل پلار له مسلک څخه ولې جلا شوئ او فلسفې ته مو مخه کړه؟

سقراط: زما لپاره د ژوند تر ټولو مهمه پوښتنه دا شوه چې څنګه باید ښه ژوند وکړو؟ ما احساس کړه چې د دې پوښتنې ځواب یوازې په مسلک، مال او کسب کې نه موندل کېږي. انسان باید خپل نفس، عدالت، فضیلت، پوهه او ناپوهي وڅېړي. له همدې ځایه زما فلسفي لاره پیاوړې شوه.

بیا هماغه پخوانی ځواب شو چې له مادي دنیا څخه معنوي او اخلاقي خوا اړینه موضوع ده، له ظاهر څخه باطن ته پاملرنه کول، ډېرې انساني او اخلاقي ستونزې حلولای شي. د ښه ژوند کولو لپاره یوازې مادي اړتیاوې پوره کول اړین نه دي، زما پلار مجسمې جوړولې، خو ما کوښښ وکړ چې انسانان جوړ کړم، هغه د ژوند امکانات له ورځني کاره پوره کاوه، خو ما ډېر وخت د راتلونکي نسلونو ويښولو فکر کاوه، نو د هر ډول علمي استدلال لپاره اړتیا لیدل کېده باید فلسفه زده شوی وای او د همدې مسلک له مخې مو کوښښ کاوه چې د خپل وخت ځوانان له هر ډول اسارته وژغورو او ورته وښیو چې فکر وکړي، د فکر او بیان ازادي تر لاسه کړي.

سید اصغر: که تاسو د خپل شخصي ژوند په اړه یوه جمله ووایاست، څه به وي؟

سقراط: ما د یوه عادي یوناني وګړي په توګه ژوند پیل کړ، کورنۍ مې جوړه کړه، اولادونه مې لرل او د ښار په ټولنیز ژوند کې مې برخه اخیسته، خو ورو ورو دې پایلې ته ورسېدم چې د انسان تر ټولو مهم سفر د خپل ځان پر لور سفر دی. ما غوښتل انسان ته ووایم، مخکې له دې چې نړۍ قضاوت کړې، خپل ځان وڅېړه. دلته ټوله خبره د ځان کشفول دي. ځان موندل دي او د ځان پېژندل دي.

ما د نورو زده کوونکو په څېر په ځوانۍ کې زده کړه او روزنه تر لاسه کړه. د یونان او نورو هېوادونو د ځوانانو لپاره مو د ښوونې او روزنې وړاندیزونه وکړل. د (دلف) په لویه دروازه و ولیکل چې (ځان وپېژنه!) ځکه ځان پېژندنه، د نړۍ پېژندل دي، ځان پېژندنه د ټولنې پېژندنه ده، ځان پېژندنه د ښوونې او روزنې او د حقیقي پوهې لاسته راوړل دي. تل د یو شي حقیقت ته رسېدل د پلټنې، څېړنې، محاورې، مشاجرې او د پوښتنې او ځواب له لارې لاسته راوړل کېدای شي. همدا ډول ځینې بېلا بېل کلمات لکه فضیلت، عدالت، نېکي او ښایست د فلسفې په توګه د ډېر پراخ مفهوم په ډول و وکارول، دا مفهومونه او اصطلاحګانې مو د ډیالوګ له مخې استعمالول، ترڅو حقیقت ځانته څرګند کړو.

له کارل ګوستاو یونګ سره خیالي مرکه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320