له سقراط سره خبرې
دویمه برخه: د ځانپېژندنې، پوهې او حقیقت په لټه کې
سید اصغر: ولې مو د فلسفې لاره ونیوله؟
سقراط: ما ولیدل چې انسان ډېر شیان پېژني، خو ډېر وخت خپل ځان نه پېژني. انسان د شتمنۍ، مقام، شهرت او نورو خلکو د عیبونو په اړه ډېرې خبرې کوي، خو د خپل نفس، اخلاقو او ناپوهۍ په اړه لږ فکر کوي. ما غوښتل انسان له بهر څخه دننه ته را وګرځوم.
سید اصغر: فلسفه ستاسو په نظر څه مانا لري؟
سقراط: فلسفه د حکمت مینه ده، له حکمت سره اړیکه ده او د حکمت په اړه پوهه تر لاسه کول دي. فیلسوف هغه څوک نه دی چې ځان بشپړ پوه وبولي، دا هغه څوک دی چې پوهې ته اړتیا احساسوي او د حقیقت په لټه کې دوام کوي. فلسفه د ژوند له پوښتنو سره صادقانه مخامخ کېدل دي.
سید اصغر: خلک وايي تاسو به له هر چا ډېرې پوښتنې کولې. دا کار مو ولې کاوه؟
سقراط: پوښتنه د فکر دروازه ده. که انسان پوښتنه ونه کړي، ډېر باورونه به یې یوازې د عادت، کورنۍ، ټولنې یا تقلید پایله وي. ما غوښتل خلک دې ته وهڅوم چې ووایي: «ولې؟» او بیا د خپل ځواب دلیل پیدا کړي.
سید اصغر: ایا یوازې پوښتنه کول کافي دي؟
سقراط: نه. پوښتنه هغه وخت ارزښت لري چې انسان د ریښتیني ځواب منلو ته تیار وي. داسې پوښتنه چې یوازې د مقابل لوري د ماتولو لپاره وي، فلسفي پوښتنه نه ده. اصلي پوښتنه هغه ده چې پوښتونکی پکې د بدلېدو امکان ومني.
سید اصغر: ځانپېژندنه ولې دومره مهمه ده؟
سقراط: څوک چې ځان نه پېژني، خپل قوتونه او کمزورۍ نه شي درک کولی. کېدای شي چې یو څوک د نورو خلکو اصلاح وغواړي، خو خپله ستونزه ونه ویني. ځانپېژندنه دا ده چې انسان خپل نیت، غوښتنې، وېرې، غرور، ناپوهي او مسؤلیتونه وڅېړي. دا چې زه وایم چې څوک یم؟ له کومه راغلی یم؟ چېرته ځم؟ د ژوند موخه څه ده؟ او داسې نورې پوښتنې د ځان پېژندنې پیل دی.
انسان لومړی باید ځان وپېژني، د ځان پېژندنه هېنداره ده. په دې هېنداره کې دی نه یواځې اوسنۍ مخامخ څېره ګوري، بلکې د دې څېرې تر شا سیوری هم ګوري، هغه سیوری یې د ژوند بېلا بېلې خواوې را سپړي. کله هم که تاسې هېندارې ته درېږئ، خپله مخامخ څېره ګورئ، پر همدې مهال چې تاسې په ښکاره خپله اوسنۍ څېره ګورئ یا ځان ډولي کوئ، ذهن مو تېر ته ځي. مخ، ویښتو، بڼو، وروځو، تندي او… هر څیز ته چې ګورئ، تر شا یې یو بل سیوری هم په نظر درځي، دغه تر شا سیوری یا مخینه ستاسې ژوند سپړي، د ژوند سفر مو له کوم ځایه پیل کړی او تر کومه ځایه مو را ورساوه. کله چې مونږ وايو: (زه داسې يم)، (ما دا کار وکړ)، دا (زه) څوک دی او د دې (زه) مانا څه دی؟ او هغه پوهه چې غواړم د ځان په باره کې د دې (زه) په باره کې پېدا کړم، بايد څنګه وي؟ له بلې خوا، په خپل ځان، په خپل شخصيت او کرکټري نوامیسو سمه پوهه يوه حیرانونکې اړینه عملي پایله لري او هغه دا ده، کله چې يو فرد په خپلو نفسـي پېښو، په خپلو کرکټري عیبونو او د خپلو اروايي رنځونو او دردونو په لاملونو پوه شي، سمه او کره څرګندونې پرې پېدا کړي، دا عیبونه په خپله سمېږي او دا اروايي رنځونه له منځه ځي. په انسان کې يو نوی ارادي ځواک را پیدا کېږي، فرد په خپل ځان کې يو نوى علمي، ذهني او هيجاني ژوند کشفوي او داسې برېښي، لکه چې فرد په يو پرېشانه خوب بيده و او ناڅاپه يو نوي ژوند ته راويښ شو.
سید اصغر: ولې انسان د نورو په پېژندلو کې ډېر وخت تېروي، خو خپل ځان نه پېژني؟
سقراط: د بل انسان عیب لیدل اسانه دي، خو د خپل نفس عیب منل سخت دي. غرور انسان دې ته نه پرېږدي چې خپل ځان د نقد موضوع وګرځوي. انسان باید دومره زړور وي چې خپل فکر، عمل او نیت هم لکه د بل چا په څېر وڅېړي.
سید اصغر: دا خبره ستاسو د فلسفې له مهمو برخو څخه ده. مقصد یې څه دی؟
سقراط: موخه دا نه ده چې انسان په هېڅ شي نه شي پوهېدای. مقصد دا و چې انسان باید د خپلې پوهې حدود وپېژني. هغه څوک چې خپل ناپوهي نه مني، د نوې پوهې دروازه پر ځان بندوي، خو څوک چې وايي «زه شاید خطا یم»، د زدهکړې لپاره ځای پیدا کوي.
سید اصغر: که انسان ناپوه وي، ایا دا خپله لویه ستونزه ده؟
سقراط: ناپوهي هغه وخت خطرناکه ده چې انسان یې ناپوهي ونه ګڼي. نه پوهېدل د زدهکړې پیل کېدای شي، خو ځان پوه ګڼل، په داسې حال کې چې دلیل او پوهه ونه لرې، انسان له اصلاح څخه لرې کوي.
سید اصغر: ولې انسان کله ناکله د خپلې غلطۍ له ښکاره کېدو وروسته هم پر خپله خبره ټینګار کوي؟
سقراط: ځکه انسان یوازې له غلطۍ څخه نه وېرېږي، له دې هم وېرېږي چې نور به یې ناپوه وبولي. غرور د حقیقت پر وړاندې یوه پرده ده. د عقل خاوند باید حقیقت ته وفادار وي، نه یوازې خپلې پخوانۍ خبرې ته.
سید اصغر: که یو کس ډېر معلومات ولري، ایا حتمي ده چې ښه انسان به وي؟
سقراط: نه. معلومات او اخلاق یو شی نه دي. یو انسان کېدای شي ډېر معلومات ولري، خو که پوهه یې د نفس د اصلاح سبب نه شي، معلومات یې د ښه ژوند ضمانت نه کوي. اصلي پوښتنه دا ده چې انسان له خپلې پوهې سره څه کوي.
د معلوماتو تر لاسه کول یوه موضوع ده او په معلوماتو باندې عمل کول بله موضوع ده. که یو څوک دا زده کړي چې درواغ او غیبت کول ښه کار نه دی او په کتابونو کې ورته هم دا خبره شوې وي چې درواغ ناسم عمل دی، خو بیا یې هم دا تر سره کوي، نو معلومه شوه چې په پوهې باندې ښه عمل نه تر سره کېږي. پوهه باید د اماره نفس تابع نه وي، بلکې د مطٔمینه نفس تابع کوي. د زړه تابع کوي او د عقل په فرمان ښه کارونه تر سره کړي.
سید اصغر: ریښتینې پوهه څنګه له ساده معلوماتو څخه بېلولای شو، زموږ په ټولنه کې پوهه شته، خو په پوهې باندې عمل نشته، اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې ستونزه په پوهې کې ده او که په انسان کې ده، ستونزه د پوهې په تر لاسه کولو کې ده او که په عمل کولو کې ده؟
سقراط: معلومات دا دي چې انسان یو څه واوري یا حفظ یې کړي، پوهه دا ده چې هغه موضوع درک کړي، دلیل یې وپېژني او په عمل کې یې وکاروي. څوک چې عدالت تعریفوي، خو خپله عادلانه چلند نه کوي، لا تر اوسه یې د عدالت مانا په بشپړه توګه نه ده درک کړې.
ستاسو په ټولنه کې به په نوم پوهه وي، خو پوهه باید تعریف شي او د پوهې ماهیت او جوهر باید وپېژندل شي. کله چې په پوهې باندې عمل نه وي، نو دلته پوهه د پوښتنې لاندې راځي او دغسې پوهې ته پوهه ویل ناپوهي ده. کله چې په پوهې عمل نه وي، نو کېدای شي چې د پوهې په نوم سم معلومات انتقال شوي نه وي، دا هم امکان لري چې انسان یې د علمي کولو په وخت کې په ارادي او غیر ارادي توګه له ستونزو سره مخ وي، دا هم کېدای شي چې انسان دا اختیار ونه لري چې خپله پوهه په ژوند کې عملي کړي او د جبر تابع شوی وي، دا هم امکان لري چې د پوهې په نوم ورته غلطه پوهه انتقال شوې وي. په پوهې باندې عمل کولو ته اختیاري کړنه ویلای شو او په پوهې باندې عمل نه کولو ته د بېلابېلو جبرونو نوم هم ورکولای شو.
که یو څوک پوهه ولري چې انسان باید په حال کې ژوند وکړي او د ماضي او راتلونکي له لومو څخه باید خلاص وي، خو بیا هم دا کار کولای نشي، نو دې ته سایکالوژیکي جبر ویلای شو. که په یو انسان کې د جبلیت برخه زیاته وي، نو علتونه لټول یې اړین دي، که یو انسان په بېلابېلو اسارتونو کې ژوند کوي، نو کېدای شي چې له ټولنیز جبر سره په حال زمانه کې واقع وي او یا هم له ماضي څخه ورته په میراث کې پاتې وي
د هر شي زده کول یوه موضوع ده، د همدې موضوع په اړه فکر کول او مثبت او منفي خوا پېژندل یې بله برخه ده، انسان باید په دې پوه شي چې حق او باطل څه توپير لري؟ زما پوهه د حق پلوی کوي او که د باطل؟ ایا زه له خپلې پوهې څخه سمه ګټه اخلم او بده؟ ایا زما پوهه ما ته دا لارښوونه کوي چې ښه وکړم او بد ونه کړم او کنه؟ ایا زما پوهه ما ته وايي چې د الله تعالی عبادت وکړم او خورا غوره انسان اوسم او کنه؟ ایا زما پوهه پوهې، اخلاق او انسانیت ته خدمت کوي او کنه؟ د داسې نورو لسګونو پوښتنې په وسیله کولای شو چې د پوهې ارزښت ثابت کړو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
