د مرحوم پروفیسر حقپال صاحب سره خیالي خبرې

سید اصغر هاشمي

91

ـ حقپال: تاسو د ۱۳۹۲ کال د کابل پوهنتون د ماسټرۍ محصلان هستئ، کوښښ وکړئ چې له پخوانیو علمي کارونو څخه زده کړه وکړئ او ستاسو علمي څېړنې باید نوې او د کار خبرې ولري. زه تاسو ته د ادب تیوري درس درکوم.
ـ سید اصغر: قدرمن استاده! تاسو د ادب تیوري یادونه وکړه. د ادب تیوري د تیوري په اړه کتابونه او علمي کارونه باید د یوې منظمې تیورۍ او مېتودلوژي پر اساس ولیکل شي. آیا د ادب تیورۍ لیکنې پر مېتودلوژي باندې اثار او یا هم علمي مقالې لیکل شوي دي او که نه؟
ـ د ادب تیوري په اړه کتابونه او څېړنې د فکر او تأمل وړ دي.
ـ استاده! ما ته داسې ښکاري چې په ځوانۍ کې قوي ځوان وې؟
ـ هو! زه په ځوانۍ کې ښه پهلوان وم او ډېر وخت مې منظمه پهلواني کړې ده.
ـ استاده! زه غواړم چې په ګل پاچا الفت باندې تیزس ولیکم، خو فلانی کس یې مخنوی کوي.
ـ ته خپل پروپوزل تیار کړه او خپل کارونه تر سره کړه، په استاد الفت باید ډېر کار وشي. له اوس څخه زه ستا لارښود شوم، بس! خپل کارونه پيل کړه.
ـ استاده! تاسو په لمانځه کې ډېر تکړه هستئ. الله تعالی دې وبخښه او الله تعالی دې تاسو په مبارکه (جمع) ورځ وفات کړي.
ـ الله تعالی دې له ایمان سره مرګ راکړي، نور نو ټولې ورځې او شپې غوره دي.
ـ زه تاسو ته حیران پاتې یم چې د خوشحال خان دومره ډېر بیتونه مو څنګه په یادو یاد کړي دي، تاسو خو (راشه واوره دا داستان) د ۱۵۰ بیتونو قصیده په یادو یاده ده.
ـ د خوشحال د اکثرو شعرونو لومړي بیتونه چې راته وویل شي، نور بیتونه یې زما ذهن ته راځي، د اکثرو کلاسیکو شاعرانو شعرونه زما په ذهن کې شته.
ـ همدا یې علت دی چې تاسو د متن ډېر ښه درس ورکوئ او تاسو د کلاسیکو شاعرانو د افکارو له ماهیت او جوهر څخه خبر هستئ.
ـ ما ډېر وخت متن، خوشحال پېژندنه، د کلاسیکې دورې د شاعرانو افکار او د فنونونو درس وکړی دی.
ـ رښتیا خبره ده چې تاسو په فنونونو ډېر پوهېږئ.
ـ علم ښه شی دی، خو له دې ځینو انسانانو څخه خپه یم.
ـ استاده! کله چې انسانان پیدا شول، د یو انسان بل انسان ته زیان رسول پیل شو، دې برخې ته خپګان مه کوه. تاسو خو د هابیل او قابیل داستان اوریدلی دی.
ـ د هابیل او قابیل او اوسنۍ زمانه فرق کوي، اوس خو ټولنه مترقي شوې ده او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده، نو ولې بیا ستونزې ورځ تر بلې زیاتې شي؟
ـ ستاسو دغه پوښتنه یو کتاب خبرو ته ضرورت لري، بل وخت به پرې خبرې وکړو.
یادونه: پوهاند دوکتور حقپال صاحب د لغمان اوسیدونکی و، نجم الجهاد، کابل او ننګرهار پوهنتونونو د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتور استاد پاتې شوی وو. مسلمان جهادي شخصیت، د ګڼو کتابتونو او مقالو لیکوال، څېړونکی، ژباړونکی او ښه انسان وو. نن د جمع ورځ وفات شو. الله تعالی دې وبخښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.