د مغز سکته  څنګه پیژندل کیږي؟

لیکنه: ډاکټر ش میره کی

189

ګرانو دوستانو ! په دې اواخیرو کې څه زه خبريږم زمونږ په هيواد کې مغزي سکټې  ‌‌‌‌‌‌ډيرې شوې دي  هغه داسې  واقعا

زمونږ هیواد کې تلپاتې سترس شتون لري نو  بدبختانه د زمونږ اکثره  هېوادوالو په دې حصه کې کوم علمي پوهاوي او

خبرتيا  هم نلري او  په دې ډول بېچاره ناروغ په وخت او زمان روغتون ته هم نه رسول کیږي  ، او خپل خوږ ژوندله

لاسه ورکوي .

نو په دې توګه يو څه مشوره او معلومات مه درته برابر کړی ده  الله پاک وکوي څه په عمل کې هم پياده کړي.

د مغزي سکټې  ( Stroke ) علامې څنګه پیژندل کیږي ؟

له محترم لوستونکو نه هیله کیږي چي دا لاندې معلومات په غور ولولي او له خپلو دوستانو سره یې هم شریک کړي.

دا معلومات ډیر ساده دی ،خو کیدای شي څه ژوند یې وژغوري .

مغزي سکټه څه ته وایي؟؟

‎مغزي سکته یا سټروک، چې په عامه اصطلاح کې  Cerebrovascular accident (CVA بلل کېږي، هغه حالت ته ویل

کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ تهراځي،

پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج کیدل دي.

مغزي سکټه که په لمړیو ثانیو او دقیقو کي وپېژندل شي او ناروغه په لنډ وخت کې تر درملنې لاندې راشي، د ژوند ژغورلو

 امکانات یې ډیر زیات دي . په نورمال حالت او ورځني ژوند کې که څوک چې له مغزي سکټه سره مخکیږي،

ډیر کم به داسې وي چې له دې سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي . هغه کسان چې ناروغه ته په چاپېریال کې حاضروي،

باید پوه شي چې ایا ناروغه له مغزي سکټې سره مخ دي او که بل کومه ناروغي لري .

مغزي سکټه هغه وخت را منځ ته کیږي چې وینه د انسان په بدن کې وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چې مغزو ته

وینه رسوي، بند کړي . مغز ته وینه او اکسېجن نه رسیږي ، پایله یې مغزي سکټه ده . که ناروغه په داسې حالت کې

د څو دقیقو په موده کې تر درملنې لاندې را نه شي ، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي . ناروغه د خبرو حس له

لاسه ورکوي ، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي ، که ژوندی پاتي شي ، د ژوند تر اخیرې لحظې پورې به

د نورومرستې ته اړتیا ولري .

ناروغه کیدای شي چې له داسې حالت نه وژغورل شي که د هغه په چاپېریال کې حاضر کسان د مغزي سکټې علایم

و پېژني او ناروغه په کم وخت کې روغتون ته ورسوي .د مغزي سکټې پیژندنه لویه پوهه نه غواړي .

هر څوک کولایشي د ناروغه له ظاهري حالت نه وپوهیږي چې مغزي سکټه لري اوکه بل څه؟

زه درته  وایم : د تاسف له مخې ډیر کسان د مغزي سکټې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چې

هغه ته نژدې او حاضر کسان د مغزي سکټې په علامو نه پوهیږي او په لمړی ګام کې یې یوه عادي او

ساده ناروغي ګڼي . په داسې حال کې چې د مغزي سکټې علایمو پېژندل دومره ګران نه دي .

له ناروغه سره باید داسې چلند وشي : څه دې ته د طبي له پلوه د یوه دقيقې ټسټ هم وايي .

لمړی : له ناروغه نه وغواړئ چې و خاندي .

دوهم : له ناروغه نه وغواړئ چې خبرې وکړي .

دریم : له ناروغه نه وغواړئ چې دواړه لاسونه پورته کړي .

څلورم : له ناروغه نه وغواړي چې خپله ژبه را وباسي .

که ناروغه خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کي خوله کږېدل ، خبري یې نه شوای کولای

 او یا یې خبريپرې پرې کولې ،لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شو پورته کولئ او یا يې ژبه یوې خوا ته کږه وي،

نو ناروغه له مغزيسکټې سره مخ دی ، هر څومره چې ژر وي باید روغتون ته ورسيږي .

هیله ده څه تاسو هم خپلو دوستانو سره همدا کار وکړي .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.