د پپلن تېښته کتاب ته کتنه

ځار

42

«د پپلن تېښته» د زندان له دېوالونو د خلاصون سربېره د انساني ارادې، د ازادۍ د لېونۍ مینې او د فرانسې د هغه نظام پر وړاندې چې انسان په کې تر حیوان هم کم ارزښته ګڼلی کېږي، د یو فرد د مقاومت داستان دی. دا ناول د هینري پپلن په نوم د يو سړي د ژوند کیسه ده چې په ۱۹۳۱م کال کې د قتل په تور د ټول عمر لپاره د فرانسوي ګیانا بدنامو زندانونو ته استول کېږی. پپلن تل ادعا کوي، چې دی د هغه قتل په قضیه کې بې ګناه و او همدا ادعا د دې ناول د اخلاقي ملا تیر جوړوي…
ناول د یوې ساده خو درنې جملې پر محور راڅرخي: (ازادي). پپلن له لومړۍ ورځې پوهېږي چې د جزیرې زندان د اصلاح لپاره نه، بلکې د ورو ورو له منځه وړلو لپاره جوړ شوی. ځکه دا ځای د انسان د هویت، حافظې او هیلو د وژلو فابریکه وي. دلته دوه خبرې وي، لومړی زنداني باید ورو ورو مړ شي او یا باید يواځې پر یوه فکر ځان وتړي: تېښته. همدا د تېښتې فکر د پپلن د ژوند کیسه ګرځي. دی هر څه زغمي، خو دا فکر نه پرېږدي.
زما په نظر د دې ناول ادبي ارزښت په دې کې دی چې لوستونکی يواځې د پيښو نندارې ته نه دروي، بلکې د زنداني شوي کس له رواني حالت سره يې هم تړلی او په سفر پاتې کوي. د پپلن داستان موږ ته ښيي چې زندان يواځې فزیکي ځای نه دی، بلکې ذهني جال هم دی. انسان چې کله له ازادۍ محروم شي، نو تر ټولو لویه جګړه يې د بدن سره نه، بلکې د ذهن سره پیلېږي. همدغه ځای دی، چې دا ناول له یو ساده داستان څخه پورته ځي او د انساني بقا فلسفي اړخ ته ننوځي.
«د پپلن تېښته» کتاب له رواني پلوه د انسان د بقا، مقاومت او ذهني انعطاف یو ژور انځور وړاندې کوي. دا ناول راښيي چې انسان څنګه کولی شي د فزیکي بنديزونو ترڅنګ د ذهني بندیزونو پر وړاندې هم جګړه وکړي. پپلن هڅه کوي، چې خپل ذهن د ماتېدو، تسلیمېدو او هېرېدو له حالته وژغوري. همدا ذهني مبارزه د ناول اصلي رواني محور جوړوي.
يواځيتوب، تکراري شکنجه، نامالوم راتلونکی او د انساني ارزښت سپکاوی هغه فکتورونه دي، چې کولی شي هر فرد تر رواني مړينې ورسوي. پپلن د دې حالت پر وړاندې یو مشخص ذهني میکانیزم کاروي: «موخې پورې ځان تړل». ارواپوهنه دا حالت د survival-focused cognition په نوم پېژني، يانې هغه ذهني تمرکز چې انسان ته د سختو شرایطو د زغملو توان ورکوي.
ناول همدا راز د کنټرول احساس (sense of control) ارزښت هم په ښه ډول روښانه کوي. پپلن، که څه هم په عملي ډول بې‌ وسه وي، خو د پلان جوړولو، خطر منلو او پرېکړو کولو له لارې ځان ذهناً فعال ساتي. دا ذهني فعاليت هغه له بشپړۍ ناامېدۍ ژغوري. هغه زندانیان چې دا کنټرول له لاسه ورکړي، ژر ماتېږي.
زما په اند په رواني لحاظ اثر دا پیغام راکوي، چې انسان تر هغه وخته ژوندی پاتې کېدای شي چې ذهن یې تسلیم نه شي.
د کتاب ليکوال خپله منلې ده، چې دا اثر «يواځې ۷۵ سلنه رښتیا» دی. ځکه په ناول کې ځينې داسې صحنې شته چې له علمي او تاریخي پلوه له ستونزو ډکې دي. لکه د جذام د ناروغانو هغه مشهوره صحنه، چې پکې د انسان ګوته پرې کېږي او په جام کې پاتې کېږي، ښکاره افسانوي بڼه لري.
سره له دې، که له تاریخي کره‌ والي يې لږې سترګې پټې کړو، نو د ناول اصلي حقیقت بل ځای پروت دی. دا حقیقت د فرانسې جزايي نظام په غېر انساني بڼه کې دی. پپلن که هر څومره مبالغه کړې اوسي، خو دا نه شي رد کېدای چې د ګیانا زندانونه د بـشري کرامت پر ضد جوړ شوي وو. لوږه، ناروغۍ، یواځیتوب، شکنجه او سیستماتیک تحقیر د دې نظام ورځنۍ چارې وې. له همدې امله ياد ناول د ټول عمر بند پر ضد یو توند اخلاقي اعتراض هم بلل کېدای شي.
د ناول د پيښو تسلسل، د سمندر خطرناکه سفرونه، د ځنګلونو سخت ژوند، د وحشي قبیلو تر منځ پاتې کېدل، د مرګ او ژوند پر پوله روان مزل د داستان د پای ته رسېدو انګېزه ژوندۍ ساتي او د بقا دا اوږده جګړه لوستونکی تر پایه له ځان سره بیایي.
زما په نظر د دې ناول له لوستو وروسته شايد تاسې ته هم دا پوښتنه راولاړه شي، چې ايا درد او کړاو انسان ماتوي، که بدلوي؟ پپلن ښايي بشپړ متدین نه شي، خو دا درک پیدا کوي چې انسان د طبیعت او هستۍ پر وړاندې څومره وړوکی دی.
د کتاب یو بل مهم اړخ دا دی چې د جرم او سزا په اړه ساده قضاوت نه وړاندې کوي. پپلن په دې باور دی چې ټول مجرمان بد نه دي او که انسان ته لږ درناوی ورکړل شي، نو بدلېدلی شي. دا نظر که څه هم ډېر رومانتيک او یو اړخیز ښکاري، خو د جزايي عدالت د انساني کولو لپاره یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي. ایا ټول عمر بند، بې له بیا کتنې، واقعاً د ټولنې ستونزې حلوي او که يواځې د انسانانو د له منځه وړلو قانوني بڼه ده؟
د پپلن تېښته کتاب چې په فرانسوي ژبه کله خپور شو، میلیونونه نسخې وپلورل شو، ګڼ شمېر نورو ژبو ته وژباړل شو، فلمونه پرې جوړ شول او د ازادۍ د سمبول په توګه وپېژندل شو.
ټوله کې د پپلن تېښته کتاب را زده کوي، چې انسان کېدای شي دروغ ووایي، مبالغه وکړي او حتا ځان ته قهرمانه څېره جوړه کړي، خو د ازادۍ تنده چې د هغه په وجود کې وي، يو داسې ریښتیا دي، چې نه يې زندان وژلی شي او نه يې وخت.

د کتاب ځينې جالبې او عمیقې جملې:

• که مجرم هر څومره هوښیار شي، یوه ورځ په غبرګو پښو بندېږي او د قانون لاس ته لوېږي.
• که د آزادۍ لپاره مزل هر څومره له کړاو او مصیبتونو ډک وي، زړه بیا هم زور کوي او نه ناهیلی کېږي.
• د انسان په ژوند کې هر بند سخت وي، خو د يواځيتوب بند تر ټولو سخت دی او زه اوس په همدې حالت کې یم.
• هغه باران چې دوه ورځې مخکې موږ ته عذاب و، نن راحت دی؛ زه په هغه ورځ پوه شوم چې انسان څومره اړ دی.
• لمر د انسان لومړی ضرورت دی او داسې ډېرو شیانو پورې تړلی دی چې بې لمره نه کېږي. کله چې زه لمر ښه ووهلم، نو په بدن کې مې نوی قوت را پیدا شو. کېدای شي همدا وجه وي چې پخوانیو وختونو کې به خلکو د لمر عبادت کاوه.
• اه! آزادي څومره خوږ نوم دی او انسان یې هله په قدر پوه شي، چې آزادي یې د بل پۀ لاس کې وي.
• هڅه وکړئ ځواني په ښه لوري په کار واچوئ (چې خلکو ته مو خير ورسېږي) بد که هر څنګه وي، بد دي.
• زه مجرم نه یم پیدا شوي، خو حالاتو او (انساني خدایانو) له ما داسې څه جوړ کړل چې، هر سړی زما له عزت او ابرو سره لوبې کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.