درد مې تر مرۍ رارسیدلی دی

30
درد مــې تــر مـرۍ را ســــیــدلــی دی
لــر ګاونـډی غــم مـوږ تـه  لـیــږلی دی
کړي د مرګ ګوځارراته په څار ناست دی
تــار یـې د نیـــستـۍ  را غــځـــولــی دی
وژني مو، بـیـا غــږ پـر نـړيـوالــو کړي
مـکـر کـې ابـلـیس نـه مخـکې تـللـی دی
څه  کم پـنځوس کاله و ناورین پر موږ
هـر نـاتـار یـې مـوږ تـه پـنـځـولـی دی
ظـلــم یـې تـاریــخ کې سـاری نـه لـري
ټــول انــســانـیـت یــې لـــړزولـــی دی
 کړي وحشت هیتلر، چنګیز نه مخکې دي
 خـپـل پـوځ اسـرایـئل تـه یـې لیـږلــی دی
هــر قـدم د کـفــر پـر لار ســـم اخــلــي
دې خوا یـې د مرګ دام غــوړولـی دی
نـه لــــري ذره د تـــرحــــم نــښــــه
نــوم د مـسلمـان نـه لــرې تـللـی دی
داغ یــې د اسـلام پر جـامه ایــښـی دی
هر مـظلـوم انـســان یــې ژړولـــی دی
یو قـدم چې مخکې شو، سوځـيـږي بـيـا
بـد ګاونډی اور پــر مــوږ شیـنـدلی دی
لارې د خــلاصون تـه یــوو په فکر کې
درد او رنځ یې تــل موږ تـه لیــږلی دی
عـقـل پـوهـه وایـې  پـیـوسـتـون وکــړئ
که نه وي نــو يې بــل غــم را کرلی دی
یو که نه شو پوه شئ چې وخت تیر به وي
هـر قــدم کـې نـوی  دام خــرلی دی ـ ۱  ـ
۱ـ خرلی – خپور کړی.

 

زمکه ټالۍ وهي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.