په سیاسی قاموس کې ایتلاف د څو سیاسی ګوندونو او یا دوه کوندونود موقتو یوځای کیدلو څخه عبارت دی چې د یوی خاصی موقع څخه د خاصو ګټو دلاس ته راوړلو دپآره منځ ته راځی عموما ایتلافونه پلان شوی نه وی او د نامعلومو خطرناکو حالاتو په موجودیت کې بدون له کومې خبر دارې منځ ته راځی . ایتلافونه دوه برخی لری داخلی او بهرنی .
داخلی : د هغه وګړو د یوخای کیدواو مشترک عمل او هدف څخه عبارت دی چي په یو لوی او یا کوچنی مرکز کې جوړیږی تر څو د ایتلاف د ګډون ګوونکو ګټی خوندی شی
بهرنی ایتلاف : د یوه خاص هدف د لاس ته راوړلو په خاطرد مختلفو ټولنیزو سازمانونو د ګډوهمکاریو او فعالیتونو څخه عبارت دی . په همدی ترتیب د بین المللی روابطو ایتلاف، اقتصادی ایتلاف، دمدنی ټولنو ایتلاف او نظامې ایتلاف د مثال په توګه یادولی شو
نظامې ایتلاف : دا ډول ایتلاف د څو ملکونو د نظامې او اقتصادی همکاریوڅخه عبارت ده چې مشترک خاص هدف تعقیبوی ډیر ځله ددنیا ډیر ملکونه په داسی ایتلافونو کې مستقیمه برخه نه اخلی خو نوری مرستی برابره وی. په حقیقت کې دا ایتلافونه په ظاهره د جګړو د ختمیدو او سولی د ټینګیدو په خاطر جوړیږی خو بدبختانه د سولی استقرار یی د جنګ د ګټلو څخه دیر ګران کړی وی لکه د ګلف د ۱۹۹۱ع کال د امریکا په مشری نظامې ایتلاف او یا هم د ملګرو ملتو د (۲۰۱۱ع) کال ایتلاف چې په نتیجه کې د لیبیا داخلی جګړی زیاتی شوی او منفی تاثیرات یې په ټوله منطقه کښی تر اوسه هم محسوس دي .
ایتلافونه پنځه مرحلی لری چې هر یو یی باید په دقت سره مطالعه او وپیژندل شی .
۱- د ایتلاف د ستراتیژي جوړول : د سیاسی ګوندونو په ایتلاف کښی لومړنی خبره دا ده چې هرحزب د ایتلاف دپآره خپله ستراتیژي جوړوی ترڅو د بل ګوند سره دبا تدبیره موفقانه توافق ته د رسیدو لاره همواره کړی
۲- دوهم قدم د ګوندونو ترمنځه د توافقاتود شرایطو څرګندول دی چې د خپلی ستراتیژي مطابق مثبتو نتایجو ته وررسیږی ددغه توافقاتو ټوله برخه او یا یوڅه برخه عام ولس ته په مخ کښی ایښودل کیږی چې ملت بیا تصمیم ونیسی .
۳- د مزاکراتو پیل : کله چې د دوو او یا څو سیاسی ګوندونو تر منځ د ایتلاف خبری او مباحثات پیل کیږی باید مصمم و اوسی چې د یوی لیکلی موافقتنامې د جوړیدو او امظا دپآره کامله تیاری ولری. کله چې دا موافقتنامه د ایتلاف د ټولو غړو له خوا امضا شی نو مواد یی عامه خلکو د مطالعی دپاره وړاندی ګیږی
۴ـ په ګډه کار کول : کله چې د ګوندونو تر منځه موافقتنامه امضا شی دواړه او یا ټولی خواوی په ګډه خواری کوی چې د ایتلاف ټول لوی او واړه غړی په اتحاد اواتفاق سره د ایتلاف د اهدافو د لاس ته راوړو په خاطر عمل وکړی او د ایتلاف د متزلزله کیدو مخه ونیسی
۵ – د ایتلاف ټولی خواوی د ټولو مزاکراتو څخه خپل یادښتونه اخلی چې په اینده کښ یی د نورو ایتلافونو په جوړیدو کښی تجربه کړی
سیاسی ایتلافونه فقط د حکومت د قدرت لاس ته راوړلو په غرض منځ ته راخې چې ځوحزبونه او یا دوه حزبونه یی منځ ته راوړی. د څو حزبی ایتلافی حکومتونو د تاریخچی د شواهدواو سوابقو د مطالعی له اثره داسی ښکاری چې د څوحزبی ایتلاف حکومتونو نتیجه به پارلمانی سیستم کي نسبت ریاستی سیستم ته موقتا ښه ده . ارجنتاین ، استرایا،بلجم، برازیل، کانادا،دنمارک، فنلند،فرانس ، جرمنی ،ایسلند ، هند،اندونیشیا، ایرلند،ایتالیا،لبنان ، مکسیکو ، مالدوا، نیپال ، نیدرلند ، ننیوزیلاند، ناروی ، باکستان، تونس ، یوکراین ، پرتګال ، رومانیه ، هسپآنیا ، سویدن ، تایوان ، سویتزرلند ، پولند دا هغه هیوادونه دی چې د څو حزبونوایتلافی پارلمانی سیستم یي په خپله دیموکراسی کي ښه تجربه کړی دی.
مثلا د فنلند هیواد په کال ۱۹۱۷ع کښی ایتلافی حکومت جوړ کړ .
جرمنی ددوو حزبونو سوسیال دیموکرات او سوسیال کرشن حزبونو د ۲۰۰۵- ۲۰۰۹ بوری ایتلافی حکومت جوړ کړ
نیدرلند د کرسشن سوسایل دیموکرات ګوند په شمول په کال ۱۹۱۸ـ ۱۹۹۴ بوری ایتلافی حکومت درلود
سویتزرلند د (جادویی فرمول) تر نامه لاندی ۱۹۵۹ ع کال پوری ایتلافی حکومت جوړ کړ
ایتالیا د ۱۹۴۵ څخه تر اوسه ۱۶ ایتلافی حکومتونه جوړ کړی دی
کانادا په کال ۱۸۶۴-۱۸۶۷ بوری ایتلافی حکومت درلود
انګلستان په کال ۱۹۱۵ع د لومړی جهانی جګړی په دوران کي ایتلافی حکومت جوړ کړ اوبیا یی ۱۹۲۲و ۱۹۲۴و ۱۹۳۵کالو کښی ایتلافی حکومتونه درلودل اوپه ۱۹۵۴ کال کې یی د چرچل ترمشری لاندی ایتلافی حکومت جوړ کړ .
د پورته مثالو ته په کتو سره دا ښکاری چې ټول ایتلافی حکومتونه چې جوړ شوی دی ډیره موده یی دوام نه دی کړی او د مملکت د مشکلاتو اساسی علاج تری نه دی راوتی فقط د موقت وخت دپاره د قدرت د لاس ته راوړلو په خلطر جوړ شوی دی .
په افغانستان کې د ایتلافونو جوړیدل یوه نوی سیاسی تجربه ده چې دغیر متجانسو او عقده مندو مخالفو ډلو تر منخه د ۱۹۷۹ع کال څځه را په دی خوا د جهاد د پیل څخه نیولی تر ننه پوری د ډیرکم وخت دپاره په غیر صادقانه توګه یو د بل د اغفال دپاره منځ ته راغلی او نتیجه یی مثبت بدلون نه بلکی د کورنیو جګړو ، خپل منځي جګړو ، د وطن د ورانیدو او مرګونو د زیاتیدوسره په لنډ وخت کښی مات شوی دی . اوسنی ایتلاف چې تر اوسه یی د ایتلاف شرایط او اهداف ملت ته نه دی معلوم او ټول وطن ورته د ابهام او شک په سترګه ګوری داسی کومه نتیجه به تری لاس ته رانشی چې د ملت دردونه دوا کړی . خکه تر اوسه نا معلومه ده چې دا د احزابو ایتلاف دی که د افرادو ؟ اهداف او د ایتلاف دلایل یی هم نا معلوم دی او یا ملت ته نه دی روښانه شوی . د اندیښنی خبره داده چې دا ایتلافونه د سیاسی فعالیتونو او استدلال په ځای د نظامی تحدیدونو څخه هم استفاده کوی. ددغه ایتلاف غړی د سوابقو د مطالعی په اساس یو بل ته چندانی سیاسی صداقت نه لری که ددغه ایتلاف د غړو تیرو ویناوو ته نظر واچول شی د ټولو په خبرو کې یوه مشترکه نقطه داده چې (حکومت به وعده هایش که با ما کرده بود وفا نه کرده است؟) او یا هم د ایتلاف غړی کله چې څه یی لاس ته نه دی ورغلی نو د جهاد د دوری په رنګه یی د ډلو ټبلو جوړولوباندی اتکا کړی او د نظام په مخالفت را پورته شوی دی. منظور مو دادی چې په افغانستان کښي د ایتلافونوبنیادونه شخصی، قومې ، منطقوی ، اومتعصبانه بڼی لری نه سیاسی او تر ډیره حده دا ایتلافونه قومې او سکتاریستی نا مریی اهداف لری .
که دغه ایتلاف په راتلوونکو ولس مشریزه انتخاباتو کی بریاالی شی نو د کامیابیدو سره د قانون اساسی بدلونه ، د ملی سرود بدلون ، د عسکری او اردو بدلون ، د افغانستان د نوم بدلول ، د نظام بدلون چې اوسنی ریاستی متمرکز نظام به یو پارلمانی نظام باندی بدل کړی چې ممکن د فدرالی سیستم دعوا داران پکښی دیر چاغ او قوی واوسی عملی کړی ځکه د ایتلاف ددغه خبرو مخالف غړی په مادی او نظامې شکل ضعیف دی چې د مقابلی توان هم نلری نوداسی اټکل کیږی چې دا ایتلافونه ماتیدونکی دی. او خطرناک عواقب لری چې مملکت به د یوبل قوی بحران سره مخ کړی
ګاندی چې کله د آزادی غوښتنی مقاومت د قوی کیدو هڅی کولې نو دیوه قدرتمند هیواد له خوا ورته د مرستی پیشنهاد وشو خو هغه رد کړ او ویی ویل نه غواړم چې یو استعمار په بل استعمار ووهم ) اوس په افغانستان کښی په اصطلاح سیاسی مشران چې جنګی او ملیشی قوتونه دی یو بحران د بل بحران په واسطه غواړی له منځه یوسی . زمونږ د مشکلاتو اساسی چاره دا نه ده چې د خپلو شخصی شتمنیو د ساتنی دپاره متحد شو او نظام په ضعیفه کولو سره د بردیو تجاوزونو دپیاوړتیا دپاره لار همواره کړو .
مونږ د اوسنی نظام طرفداران نه یو خو د مملکت ددغه بحران څخه د وتلو دپاره د یوه ملی حل غوښتونکی یو چې د وطن مخرب مافیایی ، ګوریلایی ، اوملیشه ای قوتونه يي دمشری او رهبری په صف کي نه وی. او ملت ته دی دا اختیار ورکړ شی چې ددغه مردودو او تاریخ ځپلو قووتونو د یرغمل نه خلاص اود وطن د نجات لاره پیدا کړی.
روښان خادم، اګست ۳۰/۲۰۱۸
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.