هغه اته نښې چې د زړه حملې څخه یوه میاشت وړاندې راڅرګندیږي

35

هغه اته نښې چې د زړه حملې څخه یوه میاشت وړاندې راڅرګندیږي
د زړه حمله یو جدي طبي اضطراري حالت دی چې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري، دا هغه وخت پېښیږي کله چې زړه ته د وینې رسیدګي بنده شي، د زړه حمله د زړه عضلات له منځه وړلی شي او وګړو ته وژونکي ثابتیږي

دلته مو مخې ته هغه «۸» نښې ږدو چې د زړه حملې څخه یوه میاشت وړاندې په انسان کې راڅرګندیږي، که پر وخت یې درملنه ترسره شي ممکن د زړه له حملې څخه وژغورل شئ
(ژر ستړي کېدل)
له عادي حالت څخه زیات ستړي کېدل د زړه حملې رامنځته کېدو یوه ستره نښه ګڼل کیږي، یعنې تر دې اندازې زیاته ستړیا چې یو کس د خپلې بسترې سمولو او یا غسل کولو سره هم ستړی کیږي، دغه راز د ورځې په وروستیو کې یې د ستړیا کچه لا هم لوړیږي.
ویل کیږي چې په ښځو کې د نارینه و په پرتله دغه ستونزه زیاته رامنځته کیږي.
(د خیټې دردونه)
د خیټې درد یو له عامو نښو څخه ګڼل کیږي، او په ځانګړي ډول کله چې ورسره د زړه بدوالی، د پړسوب احساس او د معدې خرابوالی هم وي.
(د سینې دردونه)
د نارینه و په نسبت په سینه کې دردونه د زړه حملې یو له سترو نښو ګڼل کیږي چې هیڅکله باید له پامه ونه غورځول شي، له دغې ستونزې څخه ښځې ۳۰سلنه اغیزمنې کیږي.

دغه ستونزه ممکن دایمي او یا هم لنډمهاله وي، د لاسونو په یوه یا دواړو څنګلو کې د نارامۍ احساس کیږي (زیاتره وخت په چپه خوا څنګل کې)، دغه راز مو غاړه، اوږې، معده او ژامې نارامه یا دردونکي وي.
(بې خوبی)
د زړه حملې له نښو څخه چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې څرګندیږي، یو یې په ویده کېدلو او ویښېدلو کې ستونزې دي، کوم چې د زړه او دماغو حملې ګواښ زیاتوي، دې سره ممکن د خپګان احساس کول هم شامل وي، دغه ستونزه په ښځو کې زیاته موندل کیږي.
(ساه لنډي)
د ساه لنډۍ احساس وګړو کې د کافي هوا تنفس کول اغیزمنوي، چې د عدم توازن او د سر دردۍ لامل کیږي، دغه ستونزه په نارینه او ښځینه دواړو کې رامنځته کیږي، چې د زړه حملې څخه ۶ میاشتې وړاندې په انسان کې راڅرګندیږي.
(ویښتان تويېدل)
شونې ده د ویښتانو تویېدل د زړه حملې یوه بله نښه وي، دغه ستونزه په نارینه و کې د ۵۰ کلنۍ څخه وروسته راڅرګندیږي، دغه راز ښځې هم له دغسې خطر سره مخ کیدلا شي.
(د زړه ټکان کې بې نظمي)
زیاتره وخت د زړه په ټکان کې بې نظمي له ناڅاپي ویریدو او تشویش کولو څخه رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول په ښځو کې چې د نارینه و په پرتله یې زړونه نرم وي، د زړه بې نظمه ټکان ممکن له یوې څخه تر ۲ دقیقو دوام وکړي، دا کولای شي په تاسو کې د سر دردۍ او سختې ستړیا لامل هم شي.
(زیاته خوله راتلل)
له عادي حالت څخه زیاته خوله راتلل د زړه حملې راڅرګندیدو ویروونکې نښه ده، دا په هر وخت یعنې شپه او ورځ کې پېښیدلای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.