د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا کابل ته راغلی

26

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره لیدلي او ویلي یې دي چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې وشوې.

متقي ویلي، څه باندې څلور کاله مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی.

هغه زیاته کړې چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.

یاد وزارت لیکلي چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

سرچینه زیاتوي، د متحده ایالتونو پخواني استازي هم په خپل وار د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو موضوع‌ګانو خبرې اترې مهمې وبللې او د دوه اړخیزو ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.