په ټولنه کې د بې باورۍ د فضا د له منځه وړلو لارې چارې

شیرمحمد امینی ستانکزی

54

په اسلامي ټولنه کې د اعتماد او ورورګلوۍ بنسټونه د ایمان، صداقت او تقوا پر اصولو ولاړ دي. کله چې دغه ارزښتونه کمزوري شي، د بې باورۍ فضا رامنځته او د خلکو ترمنځ واټن زیاتېږي.
په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو او سیاسي ناندریو له امله بې باورۍ فضا رامنځته شوې، چې تر اوسه یې ریښې بشپړې نه دي له منځه تللي. اوس ضروري ده، چې د بې باورۍ ریښې له بیخه پرې کړل شي او ټول هېوادوال په خپلو کې سره یو موټی شي.
اسلام موږ ته د ورورۍ، عدل او یووالي حکم کړی، نو لازمه ده، چې دغه الهي لارښوونې په خپل ژوند کې عملي کړو. اوس، چې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی اړتیا ده، چې د اعتماد فضا ټینګه او د صداقت، ورورګلوۍ او ټولنیزو همکاریو روحیه لاپیاوړې شي.
کله چې د اسلامي عدالت او اخوت پر بنسټ د ټولنې بنسټونه مضبوط او مستحکم شي، نو بې باوري به ورو ورو له منځه لاړې شي او هېواد به نور هم د اعتماد او ګډ پرمختګ په لوري ګامونه پورته کړي.
د بې باورۍ د فضا د له منځه وړلو لپاره اړینه ده، چې د ټولنې هر غړی خپل مسئولیت درک کړي او د اصلاح لپاره عملي هڅې وکړي. ښوونکي، دیني عالمان، قومي مشران او رسنۍ باید د یووالي او ورورولۍ پیغامونه خلکو ته ورسوي.
کورنۍ د اعتماد د جوړېدو لومړۍ سرچینه ده؛ مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته د اسلامي لارښوونو له مخې؛ د عدالت، حوصلې، صبر، مینې او یووالي درس ورکړي. څو د راتلونکو نسلونو ترمنځ او په ټولنه کې د بې باوري فضا شتون ونه لري.
همدارنګه، دولت باید د عدالت د تامین، روڼتیا او د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، ځکه بې عدالتي د بې باورۍ تر ټولو ستر لامل دی. د علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډې ناستې او مشورې کولای شي، د همغږۍ او یووالي فضا نوره هم پیاوړي کوي.
کله چې د ټولنې افراد د خپل مسئولیت احساس وکړي او د صداقت، عدل او تقوا لارې خپلې کړي، نو د بې باورۍ تیارې به له منځه لاړې او ځای به یې یو موټې او متحدې رڼاوې روښانه کړي . ان شاءالله

په کلیوالي سیمو کې د لاندي یا (وچې غوښې) دودیزه مېله

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.