پښتو ژبه
هغه څوک چې په پښتو ژبه خبرې کوي او یود بل ترمنځ پوهول او راپوهول کوي، د پښتنو د قوم اړوند دي. دا چې پښتانه څوک دي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره د پښتنو اصل او نصب په اړه بېلا بېل او ډول ډول نظریات او رویاتونه وړاندې شوي دي. په دې اړه نامتو ختیځ پوه او پښتو پېژندونکی (راورټي) وايي: د هېڅ یوبل قوم د اصل او نصب په اړه دومره د نظریاتو اختلاف نشته څنګه چې د افغانانو په اړه دي. نو همدا لامل دی، چې چا پښتانه د عنعنو په روایت بني اسرایل چا مغل اوچا هم د ارمنیانو، تاتاریانواو تورو په کتار درولي، چې تر ټولو عام او زوړ روایت دا دی چې پښتانه بني اسرایل دي او پښتو ژبه هم له عربي ژبې څخه منځ ته راغلې ده. د دغو ناسمو نظریاتو او معلوماتو وړاندې کوونکي ابوالفضل، نعمت الله هیروي، قاضي عطاالله او نور دي . دغه کسان اکاډمیک تاریخ پوهان نه، بلکې ساده لیکوونکي وو، چې دا ټول نظریات له یو افسانې څخه ډېر نه دي ځکه عربي ژبه یو جلا ژبه ده چې سامي کورنۍ پورې اړه لري خو پښتو یوه معتبره اریایي ژبه ده، چې سانسکرېټ او اوستا سره خویندې ژبې دي او یوې کورنۍ پورې تړلي دي.
اریایان د تاریخ په اوږدو کې ډېر نومیالي خلک پاتې شوي دي، چې درانه، ښاغلي، اصیل او نجیب خلک هم ورته وايي. د ډېرو کره دلایلو او لرغونو اسنادو له مخې پښتانه د همدې سیمې اصلي اوسیدونکي وو او شتون یې په همدغه ځای کې ثابت شوی دی.
یوناني تاریخ پوه هیروډتس په ( ۴۰۰) میلاد وړاندې کې د پکتیان یا پکتویس څخه یادونه کوي. هغه لیکي خلک چې په پکتیکا کې اوسېږي، هغوی غښتلي، زړور، مېلمه پالونکي او توریالي خلک دي، چې د څرمنې جامې اغوندي او اوږدې ږیرې پرېږدي. هیرودتس په خپلو لیکنو کې د ( اپاروتي) کلیمه راوړي، چې پښتنود (اپرېدي) قوم سره سمون لري. نوموړی د پکتویک او پکتویس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره یو شی بولي او وایي چې دا دوه نومونه کابو دوه زره کاله وړاندې په لرغوني یوناني اثارو کې یاد شوي دي، چې د اریانا او اریایانو په اړه څرګندونې لري.
په دې وروستیو کې لومړنی لویدیځ پوه چې د پښتو او پښتانه په اړه یې تول بې بنسټه روایتونه او نظرونه رد کړل او دخپلې د څېړنې په لړ کې یې دا اعلان کړه چې پښتانه اریایان او پښتو اریایي ژبه ده، هغه کس ( کلاپورت) نومېده. له ده وروسته بیا ( برنارد ډورن) هم دا ثابته کړه چې پښتو هېڅ کوم سامي ژبې پورې اړه نه لري، بلکې یوه اریایي ژبه ده .
کوم لیکوال چې پښتو یې لومړي ځل لپاره هندواریاني ژبوسره اړونده وبلله هغه (رابرت لیچ) دی. لیچ په ( ۱۹۳۹م ) کال کې د بنګال داسیایي ټولنې په مجلې کې د پښتو ګرامر په اړه یو مضمون ، چې په حقیقت کې په لویدیځ کې په پښتوګرامر لومړی طرحه وه، خپور او د هغې په سریزې کې د پښتو او سانسکرېټ د غږونو له یوې ساده پرتلنې وروسته لیکلي چې د دغو دوو ژبو غږونه دا ښیي چې پښتو په پرېکړې ډول د سانسکرېټ بڼه لري. له دې وروسته پښتو پوهانو هم دخپل توکم او ژبې په اړه بېلابېل کتابونه، مقالې اورسالې ولیکلې او تر نن ورځ یې هم لیکي.
پښتانه د اریانا په قلمرو کې چې د هندوکش دغرونو له سلسلې څخه پیل بیا تربولان، هرات او اباسین پورې پراخوالی لري، ژوند کړی.
دپښتو ژبې پیاوړی لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع په خپله یوه مقاله ( پښتو دآریایي ژبو ډېره زړه غړې ده) وايي چې پښتو دآریايي ژبو د کورنۍ ډېره زړه، لرغونې او تاریخي غړې ده، چې د آریایي ژبو د هندوآریاني ګروپ په منځ کې اوسېدله او د دې دوو ډالو آریايي ژبو تر منځ یې د اتصال د کړۍ دنده ترسره کړې ده. پښتو ژبه له دې دواړو ډلو ژبو سره مشترکات لري او له دواړو سره ژبنۍ اړیکې لري، د بېلګې په توګه د پښتو ژبې خاصو غږونوکې ( ټ، ډ، ړ، ڼ) چې ژبپوهان یې مغزي غږونو په نوم یادوي د آریاني ژبو له هندي ګروپ سره شریک او د ( ځ، څ، ږ، ښ) غږونه یې له آریاني مرکزي ژبو سره شریک دی.
ځيني لیکوالان په دې عقیده دي چې پښتونخوا ته د اسلام له راتګه څخه مخکې پښتو یوازې د ویلو ژبه وه او لیک یې نه درلوده. خو داسې نه انکار کېدونکي اسناد شته چې دا ثابته کړي چې پښتو اسلام راتګ څخه مخکې هم لیک درلوده او لیکل شوې هم ده. پیاوړي څېړونکي حبیب الله رفیع وایي چې تر میلاده دوه پېړۍ مخکې د باختر یوناني سلطنت په دوو برخو وویشل شو چې له هغو څخه (مناندر) یوناني سالار د هند ډېرې سیمې ونیولې او دی د هند په تاریخ کې (مالنډه) پاچا وبلل شو او بودایي دین یې هم ومنه. له نامتو بودایي فیلسوف ( ناګسینه) سره د ده مرکه د ( مالنډه پنهو) په نامه یادېږي او دغه کتاب په اصل که په پخوانۍ پښتو لیکل شوې ده، چې اوس پښتو لیکل شوې نسخه یې په لاس نشته خو په پالي ژبې ژباړه یې په سیلون، برما او سیام کې وه او یوه زړه پالي نسخه یې چې په څلورمه میلادي پېړۍ کې لیکل شوې ده، د جاپان په یوه بودایي معبد کې پیدا شوې.
د مناندر د ژوند او واکمنۍ دوره له میلاد څخه مخکې د دویمې پېړۍ په نیمایي کې اټکل کېږي چې موږ د دې شمېر له مخې د (ملنډه پنهو ) د پښتو متن د لیکلو وخت له میلاد څخه مخکې ( ۱۵۰) کالونو شاوخوا ټاکلی شو. د دې سند له مخې چې د کشمیري مورخ ( کلهنه) په ( راجه ترنګیني) نومي اثر کې راغلي چې پښتو له نن څخه دوه زره یو سل او څو کاله وړاندې د لیک ژبه وه او د وخت مهم کتابونه پرې لیکل کېدل.
تر ټولو زړه لیکنه چې تحریري پښتو څرک راکوي د ایران د بیستون د غره ډبرلیک دی، چې د لوی داریوش له خوا له نن څخه دوه نیم زره کاله پخوا لیکل شوې او په شپږم ستون کې یې یوه پښتو اخلاقي حماسه راغلې ده ، چې دغه ډبرلیک په میخي خط لیکل شوې ده . د هغه حماسې متن دا دی:
نی اړیکه وم
نی دروجنه وم
نی زور کړه وم
یانې: نه د چا مانع او د لارې خنډوم، نه یې دروغجن او غولوونکی وم او نه مې په چا زور کاوه!
کوم ډبر لیکونه چې په تخاري او یوناني ډبرلیک راپاتې دي د پښتو لغتونو او ګرامري ځانګړونو ونډه په کې زیاته ده. همدا لامل دی، چې څېړونکي تخاري، باختري یا کوشاني ژبه زړه پښتو اویا د پښتو او پامیري ژبو منځنۍ مور بولي. نوځکه ویلی شو چې پښتو د اسلامي دورې مخکې هم په تخاري یوناني لیک دود هم لیکل شوې ده.
نو په دې توګه د اسلام له راتګ سره پښتو هم ورو ورو عربي لیکدود ته اوښتې ده، چې سره ورته غږونو توري يې ترې اخیستي او پاتې غږونو ته یې د عربي په تقلید توري جوړ کړي دي.
د پوهانو په اند د امیر کروړ، بیټ نیکه او نورو لرغونو پښتو شعرونو په څېړنه او شننه چې پټې خزانې او د سلیمان ماکو تذکرې راخوندي کړي دي ، دا به راوښيي چې د دې ژبې تاریخ به نور هم لرغونتوب ولري.
همدا راز غوري کورنۍ د پښتو ژبې په پراخوالي او ودې کې ډېر زیار ایستلی دی. بیا له دې وروسته روښانیانو دوره چې لسمې هجري پېړۍ څخه پیلېږي پښتو ژبه او ادب یې خپل اوج ته رسولې او پیر روښان چې د دې کورنۍ په سر کې و وایي چې پښتو خاص توري ده جوړ کړي دي، چې په دغه دورې کې د پښتو لومړنی بشپړ اثر د پیر روښان ( خیرالبیان ) دی. او دولت لواڼۍ دا خبره مني او داسې وایي:
افغاني لفظ مشکل ولوست کویښ نه شو ورته وشو کننده دریالس حرفونه
د لواڼي له وینا معلومېږي چې پیرروښان د پښتو لپاره( ۱۳) ځانګړي توري جوړ کړي. په مخزن الاسلام کې دپښتو د ځانګړو تورو یوه برخه ( پ، ټ، چ، څ، ډ، ړ، ښ، ګ، ڼ) د خیرالبیان له لیکدود سره سمون لري یانې د پښتو توري( ۱۳) ښودل شوي دي، لکه: ( پ، ټ، چ، څ، ځ، ډ، ړ، ژ، ږ، ښ، ګ، ڼ) خو دیارلسم توری پوهان زورکۍ بولي . په دغو تورو کې د نوي پارسي پوهان څلور توري د فارسي او پښتو مشترک توري بولي، لکه: ( پ، چ، ژ، ګ) او په پښتو لیکدود کې د عربي ژبې لس توري هم شامل دي، لکه: ( ص،ض، ط، ظ، ف، ق، ع، ح، ث، ذ) دي که دغه توري په کومې کلمې کې وې هغه کلمې له عربي ژبې زموږ ژبې ته داخل شوي دي.
پښتو ژبه د هندواروپایي د هنداریایي د اریاني څانګې د شمال ختیځې ډلګۍ له معاصرو ژبو څخه یوه ژبه ده؛ چې د نړۍ له (۵۰) پرمختللو ژبو څخه شمېرل کېږي ، چې پراخ ادبیات، تاریخ او ګرامي جوړښت لري. نحوي جوړښت له اړخه ( SOV) یانې فاعل+ مفعول+ فعل دی او د تصریف له اړخه ترکیبي بڼه لري او د عروضي سیستم له مخې سېلابوتونیک دی .
پښتو ژبه د پاکستان په شمال غرب کې په سلو کې اویا سلنه( ۷۰٪) خلک چې شماله تر چتراله خواره دي ویونکي لري. د مشرق په هزاره او اسماعیل خان دېرو کې ویونکي لري او هم په شمال مرزي سیمو کې دغه ژبه غالبه ده. په نورو سیمو کې په خورېدلې بڼې دود دی.
په هند او چین کې هم پښتانه ژوند کوي، او دپڼځوس زرو( ۵۰۰۰۰) څخه زیات په ایران کې ژوند کوي .
پښتو ژبه په افغانستان کې رسمي ژبه ده، چې په سلو کې شپېته، اویا سلنه ویونکي لري.
د پښتو معياري کېدو پړاوونه
د يو جغرافيې او يو ملت د هويت لپاره د يوې ملي ژبې شتون اړين دی. افغانستان کې د هويت کار پښتو ترسره کولاى شو، ځکه چې پښتو د اکثريتو وګړو ژبه وه او ده، د افغانستان هويت له منځنۍ اسيا او ايران څخه رابېلاوي او دا د يوه افغان لپاره اړينه ده، چې له نورو بېل هويت ولري. د پښتو د معياري کولو لپاره “مرکه د پښتو” جوړه شوه. مرکې په( ۱۳۰۱ )کال “يوازينۍ پښتو” چاپ کړ. په دې کتاب کې د پښتو د ارزښت په اړه لولو: “دا خبره هر يوه ته ښکاره ده، چې د هر ټبر ژبه څو خپله نشي او ليک او لوست او کتاب ژبه نشي، لوړتوب او پوره کېدای نشي او د پردي له اړي نشي وتلاى. د استاد رفيع په وينا په دې کتاب کې دا ښکاره شوې چې د ملي ژبې روزنه د ملت د مشرانو په وسيله کېږي او ملي مشران د نورو کارونو په څنگ کې لومړى د خپل ملت ملي ژبه روزي.
هغه وخت د پښتو دې ملي نقش ته علامه محمود طرزى پام شوى و، چې افغانستان ته يو بېل هويت ورکولاى شي؛ نو په سراج الاخبار افغانيه کې یې مستقيم یا نامستقيم دولت او ځوانان د پښتو بډاينې او د يوې ملي او رسمي ژبې په توگه جوگه کولو ته هڅول. د دويم کال په نهمه گڼه کې يې د (مبحث زبان) په ستون کې د “زبان افغانى اجداد زبانها است” تر سرليک لاندې يوه مفصله مقاله خپره کړه، چې د پښتو ژبې پر اصالت او لرغونتوب يې پوره رڼا اچولې ده.
د خپلواکۍ ترلاسه کېدو وروسته چې د هېواد د هر اړخيز پرمختگ او بدلون لپاره پلانونه جوړ شول، ادارې رامنځته شوې او قوانين راووتل. د پښتو ملي ژبې د روزنې، پالنې او رسمي کېدلو ضرورت هم احساس شو. د وخت ټولواک اعليحضرت غازي امان الله خان له پښتو سره شخصاً زياته علاقه وښوده او سربېره پر دې چې خپله يې په پښتو خبرې کولاى شوې، ویې غوښتل چې د هېواد دا ملي او لرغونې ژبه بايد را ژوندۍ شي او محسوسه يې کړه چې د يوه ملت ژوند بې د ملې ژبې ناممکن دى، همدا وو چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې يې د پښتو مرکه چې “مرکه د پښتو” يې نوم پرې کېښود، جوړه او د پښتو مرکې فاضلو غړو د پښتو روزنې او پالنې لپاره يې هڅې وکړې.
د پښتو د معياري کولو هڅې له ډېر پخوا څخه پيل شوې. په نولسمه پېړۍ کې د امير شېر عليخان په دويم ځل پاچاهۍ کې نظامي اصطلاحات پښتو شوې، خو په تېرو سلو کلونو کې د ملي او رسمي ژبې په توگه د پښتو د جوگه کولو په لړ کې دا هڅې گړندې شوې.
په تېرو سلو کلنو کې د اعلي حضرت امان الله خان په وخت کې د پښتو مرکه جوړه شوه، چې د قاموسونو او “يوازنۍ پښتو” او “پښتو پښويې” په نامه يې دوه کتابونه خپاره کړل. قاموسونه له منځه تللي، خو وروستي دوه کتابونه راپاتې دي. په دې کتابونو کې د پښتو د مياشتو نومونه او د نورو شيانو نومونه راغلي، د سياسي او درباري کسانو لپاره يې لقبونه جوړ کړي. د پښتو مرکې زياتره کلمې موږ اوس نه کاروو، بلکې پر ځاى يې نورې کلمې کاروو، ځکه چې دا کلمې اساني نه لري او له مانيز اړخه واضح نه دي.
د پښتو د معياريکولو هڅې تر پير روښان او خوشحال خان پورې رسولاى شو، خو د معياري کولو دا اصطلاح له لويديځه راغلې دومره پخوانۍ نه ده. په نوې بڼه د پښتو د معياري کولو لومړنۍ نښې د امير شېر علي خان په دويمه دوره واکمنۍ کې ليداى شو، چې پوځي نومونې پښتو شوې.
که وغواړو چې د پښتو د معاري کېدو پړاوونه له لومویو وڅېړو نو موضوع د یو مقالې له وسې پورته ده نو مونږ د پښتو د معياري کولو سل کلن تاريخ څېړو، چې د غازي امان الله خان له وخته له “مرکه د پښتو” پيلېږي او تر اوسه رارسېږي. په دې دومره موده کې د پښتو د معياري کولو گڼې دولتي او نادولتي هڅې شوي. د ټولنو، اکاډميو په بڼه او په شخصي هڅو. دا ټولې هڅې موږ د معياري کولو له مخې په څو ډلبنديو وېشو. دا هڅې که وشنو، نو لومړنى مرکز يې “مرکه د پښتو” ده .
۱– مرکه د پښتو
دا مرکه د اماني دورې په لومړنيو تشکيلاتو کې شامله او د پوهنې وزارت له درېگونو رياستونو څخه د يوه ځانگړي رياست په توگه رامنځته شوې وه. پښتو مرکې وروسته د لومړي او دويم رييس په نامه دوه رييسان درلودل، چې يو ارواښاد مولوي عبدالواسع خان او دويم ارواښاد عبدالرحمن خان لودين و.
د دې مرکې دندې د پښتو لپاره د قاعدو جوړول او د درسي کتابونو ژباړه او نقلول ښودل شوي.
پښتو مرکې د دوو رييسانو په گډون دولس غړي درلوده، چې د پښتو د بېلابېلو ګړدودونو خلک پکې شامل وو. له دې مرکې څخه څلور کتابونه راپاتي دي، چې دوه يې قاموسونه دي، چې اوس له منځه تللي او په دوو نورو کې يې يو “يوازنۍ پښتو” او بل ” پښتو پښويه” ده.
يوازنۍ پښتو په (۱۳۰۱) کې په( ۱۵۲ ) مخونو کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې خپره شوې. د کتاب ځانگړنه دا ده، چې ټول په پښتو دى. د مرکې غړو هڅه کړې، چې د هرې عربي يا دري کلمې په انډول پښتو کلمه پيدا کړي. که په ولس کې يې دا ويى نه دى موندلى، بيا يې ورته له وييزې مانا سره سم جوړ کړى. کتاب دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې عبدالوهاب کاميي ليکلى چې يوه يوه کلمه ده او دويمه برخه يې محمد زمان ليکلې او مکالمې دي.
د کتاب په لومړۍ برخه کې د پښتو د ځانگړو غږونو توري ښودل شوي، چې يوازې “ځ” پکې بېل دى، چې “ح” ته پکې لاندې باندې ټکي ايښودل شوي. په دې کې وختونه، ورځې، لمريزې او قمري مياشتې، د وجود غړي، د معيوبو کسانو نومونه، د کاليو نومونه، د ليک او لوست توکي، د رنگ ډولونه، د افغانستان سيکې او د تول توکي، د مېوو، ونو، گلونو نومونه، د غلې ډولونه، د کر د شيانو نومونه، د کسبگرو نومونه، د کسبگرو د اړتياو وړ شيانو نومونه، د خپلوانو نومونه، د خوړو نومونه، د شاهي کورنۍ او نظامي منصبدارانو نومونه، د حلالو او حرامو څارويو، حشرو او مرغانو نومونه او ورځنۍ مکالمې لنډې راغلې دي.
په دې کتاب کې ( کې او چې) په همدې اوسنۍ بڼه او (يې) د (يه) په بڼه ليکلې. لنډه (ي) په اوسنۍ بڼه او اوږده ( ې) کله د اردو غوندې په پرته (ے) ليکي. ځينو توريو ته زور، زېر او پېښ ورکوي او د اضافي ترکيب جوړښت يې د دري غوندې دى.
(پښتو پښويه) بيا په( ۱۳۰۲) کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې چاپ شوى، چې( ۱۴۴ ) مخه لري. دا د پښتو صرف و نحو دی. دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه يې د صرف و نحو قواعد دي او دويمه يې د پښتو مصدرونو ليست دى.
۲ـ پښتو ادبي انجمن
دا انجمن په يوه پرتمينه غونډه کې په( ۱۳۱۱ ) کې په کندهار کې جوړ شو، چې د کندهار د هغه وخت د تنظيمه رييس وزير محمد گل خان مومند پکې لوى لاس و. دا انجمن د پښتو ژبې د ودې او بډاينې لپاره جوړ شو، چې دنده يې د پښتو مجلې خپراوى ، له ولس څخه د پښتو لغتونو راټولول، د پښتو ادبي آثارو راټولول، د درسي کتابونو ژباړه، د علمي، تاريخي او نورو کتابونو ژباړه، د پښتو د يوه ملي کتابتون جوړول او د پښتو په اړه د ملت ذهنيت جوړول وو.
دې انجمن بېلابېل غړي درلودل او د پښتو د غني کولو او معياري کولو لپاره يې گټورې هڅې وکړې، چې يوه لويه هڅه يې د پښتو مجلې خپرول وو، چې رنگارنگ تاريخي، ټولنيز علمي او اقتصادي موضوعات او فوکلوري مسايل پکې خپرېدل. په دې مجله کې د (پښتو صرف و نحو) په نامه د ژبې برخه هم وه. پر دې سربېره د ابېڅې په ترتيب يې د پښتو کلمو تعبير او تفسير هم پيل کړى و.
د پښتو ادبي انجمن د ژبې د زده کړې په برخه کې د معلم پښتو، پښتو خبرې او پښتو ښوونکى کتابونه هم خپاره شوي. پر دې سربېره يې مشاعرې هم کړې.
۳ـ پښتو ټولنه
د کندهار له پښتو ادبي انجمن او د کابل له انجمن څخه وروسته په( ۱۳۱۶ ل.ل ) کال کې پښتو ټولنه جوړه شوه، چې دنده يې د استاد حبيب الله رفيع په اند، د افغانستان د تاريخ تدوين، د ژبې او ادب د ودې لپاره د ولسي پانگې(فوکلور) راټولول، د عصري ژبې په توگه د پښتو جوگه کول، د کابل مجلې په مټ د ژبې او ادب پياوړتيا و.
په( ۱۳۳۳ ل.ل ) کال د پښتو ټولنې د دندو او موخو په اړه نوى گام پورته شو. له ليکوالو څخه د ملي ژبې د پرمختگ، عصري کولو او علمي کولو په موخه نظرونه وپوښتل شول، چې بيا په يوه غونډه کې د پښتو ټولنې تگلاره په( ۵۶ ) مادو کې ترتيب شوه، چې د پښتو د پرمختگ لپاره پکې پر گڼو مادو سربېره د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوين، د اړتيا له مخې د نويو نومونو جوړول هم شامل وو. خو پښتو ټولنې تر ويي رغاونې ډېر پام د زړو دېوانونو په چاپ د ولسي ادبياتو پر راټولولو او املا وکړه.
پښتو ټولنې په پيل کې د تاليف او ترجمې، ادبياتو، نشراتو او د پښتو لغت، صرف او نحوې څانگې درلودې. د کابل مجله، کالنۍ، د کتابونو خپرول، د زېري جريدې خپرول، د دايره المعارف خپراوى، د هېواد جريدې خپرول او مشاعرې او سيمينارونه جوړول.
د پښتو ټولنې په کابل مجله کې پر گڼو ټولنيزو موضوعاتو د پښتو ژبې د لرغونتيا، تحول، گړدودونو، پښويې او پانگې په اړه ډېرې علمي ليکنې وشوې.
پر دې سربېره پښتو ټولنې د قواعد پښتو، لغوي څېړنه، پښتو گرامر، د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، املا او انشاء، ليکوالي او نور آثار د ژبې په برخه کې چاپ کړي او همدا ډول يې د پښتو املا د يووالي په موخه افغانستان دننه او د پښتونخوا له پښتنو سره غونډې کړې دي.
پر دې سربېره پښتو ټولنې تراوسه د پښتو د گړدودونو قاموسونه جوړ کړي او له پښتو پښتو تشريحي قاموس سره سره يې گڼ نور قاموسونه خپاره کړي.
۴ـ پښتو اکېډمي
پښتو اکېډمي(پېښور) په( ۱۹۵۵ ) کې د مولانا عبدالقادر په مشرۍ جوړه شوه، چې اووه ويشت ماده يي پلان يې درلوده، چې زياتره مادې يې د پښتو ټولنې د طرحې مادو ته ورته دي، چې د پښتو زاړه دېوانونه به خپروي، ولسي ادب به راټولوي. څرنگه چې موږ پوهېږو، چې پښتو اکېډمي له پښتو ټولنې سره په سيالۍ جوړه شوه؛ خو دې سيالۍ پښتو ادب ته ډېره گټه ورسوله. د پښتو اکېډمې د برنامې څو مادې د پښتو له معيارسازۍ سره نېغې اړيکې لري، يوه د پښتو د ګړدودونو قاموس، چې په دې لړ کې اکېډمې د پښتو يو څو ټوکيز قاموس خپور کړى.
دوه، د پښتو د املا يووالى، چې په دې لړ کې يې پر( ۱۹۹۲ ) کال په باړه گلۍ کې د لرو پښتنو يو گډ درې ورځنۍ غونډه جوړه کړه،
درې اکېډمي به د دمشق، مصر، ايران او پښتو ټولنې غوندې نوې کلمې جوړوي، چې د وضع کولو واک به يې له اکېډمۍ سره وي؛ خو موږ پوهېږو، چې د ويي رغاونې په لړ کې د پښتو اکېډمۍ کار په نشت حساب دى.
۵ ـ وګړي
په نړۍ کې بالعموم د ژبو د معيارکولو طرحه علمي مرکزونه جوړوي او عملي کوي، چې علمي بڼه ومومي او د عملي کولو امکان يې ډېر وي؛ خو د پښتو د معيارکولو په برخه کې تر علمي مرکزونو ډېر کار وګړو کړى، چې په دوى کې استاد مجاور احمد زيار تر نورو مخکښ دى.
په شلمه پېړۍ کې وزير محمد گل خان مومند تر نورو مخکې پښتو ته نوې کلمې جوړې کړې. دويم سړى استاد عبدالحى حبيبي دى. د استاد رفيع په اند، د پښتو د بشپړتیا لپاره چې کوم گامونه استاد حبيبي اوچت کړي دي، هغه په معاصره دوره کې د پښتو پ پرمختګ کې په پيل کې درېږي او د استاد هڅه په دې برخه کې بې څارې ده.
په پښتونخوا کې هم ځينو کسانو د پښتو د ويي رغونې او املا د سمون خورې ورې او محدودې هڅې کړي، چې ولي محمد طوفان، لطيف وهمي، نصر الله خان نصر، محمود سنجري، حسين کوثر غورياخېل، محمد شاه خيال، حمزه شينوارى، فضل الحق شيدا، عبدالصمد خان اڅکزي او قلندر مومند.
پښتو معیاري کولو په اړه عبدالصمد خان په خپل اثر (پښتو ژبه او ليکدود) کې درې اصلو ته اشاره کوي، يو چې خپله کلمه وي، پردۍ به نه کاروو، دويم، نوې کلمې به جوړوو، درېیم، پردۍ کلمې به په خپل تلفظ ليکو، لکه عبدالحق په اودل هک، عبدالصمد په اودل سمد او نور.
د اږګړو په توگه تر ټولو ډېر کار استاد مجاور هم زيار کړى، چې له گڼو اختلافونو سره هم مخ شوى؛ خو استاد زيار دا يو شخصي نه بلکې يو غورځنگ بولي.
استاد زيار په ادب او ژبپوهنه کې گڼ کتابونه لري. په ژبپوهنه کې د استاد زيار پر پښويه او ماناپوهنه سربېره گټور کار په وييپوهنه(۱۳۹۳ل.ل)، ليکلارښود( ۱۳۸۶ ل.ل) او د هممانيزونو سيندگي(۱۳۷۳ل.ل) کې کړى. استاد زيار په ليکلارښود کې د املا او ويي رغونې په اړه ډېرې خبرې کړي دي، لکه يوځاى ليکل او بېل ليکل يا د کلمو د کره او ناکره بڼو بېلول او همدا ډول مهمه برخه يې نوېزونه دي.
د پښتو د معیاري کولو څرنگوالى
د ژبې معيار کول د ژبنۍ طرحې يوه برخه ده، چې يو هېواد يې د يوې ژبې د رسمي کولو يا ملي کولو لپاره کوي. دا طرحه د ژبې په ټولنپوهنه(Sociology of Language) کې مطالعه کېږي. د ژبې ټولنپوهنه پر ژبه د يوه ټولنيزې ښکارندې په توگه غږېږي او ټولنيز ارزښت يې رابرسېره کوي. پر ژبنۍ طرحه سربېره جنسيت، سن او گڼ نور ټولنيز موضوعات د ژبې په ټولنپوهنه کې مطرح کېږي.
څنګه چې زموږ موضوع د پښتو ژبې معيارکولو پړاوونه ده، دلته به يې پر همدې برخه خبرې وکړو.
د يوې ژبې معيارکول يوازې په املا پورې نه محدودېږي، بلکې وييرغاونه هم رانغاړي.
۱– وييرغاونه:
وييرغاونه د ژبې د معيارکولو له نورو اړخونو سره جوښت روان وي، چې د نويو مفاهيمو لپاره نوې کلمې جوړېږي. دا چاره کله د څېړنيزو دولتي مرکزونو لکه اکاډميو له خوا وي او کله شخصي وي.
کلمې د ژبې د نورو توکيو پر خلاف خپلواک توکي دي، چې د نويو شيانو په راتگ سره پکې بدلون راځي او د نويو افکارو، شيانو او ښکارندو په راتگ په يوه ټولنه کې نوې کلمې جوړېږي.
په ژبه کې د نويو کلمو د جوړولو لارې دوه دي، يوه دا چې پخپله په هغه ټولنه کې د فرهنگي بدلونونو په پايله کې نوې پديدې راپيدا شي او دې نويو پديدو ته نوې کلمې جوړې شي، چې دې ته طبيعي وييرغاونه وايي. دويم ډول يې دا ده، چې د بلې ټولنې فرهنگي بدلونونه او پديدې يوې ټولنې ته راشي، نو دلته له دې دويمې ټولنې سره دوه لارې دي، يوه دا چې د دې نويو راغليو پديدو ټاکلي نومونه هم ومني، چې دې ته پورونه وايي او د پور وييونو په بڼه په يوه ژبه کې موجود وي، دويمه لار يې دا ده، چې د دې نويو تخنيکي پديدو او علمي نومونو لپاره خپلې کلمې جوړې شي، چې دې ته وييرغاونه وايي، لکه تليفون، موټر، کمپيوټر او همدا ډول علمي نومونې.
د وييرغونې په چاره کې يو خطر دا شته، چې که په افراطي بڼه د ژبې د سوچه کولو او نويو وييونو رغونه پيل شي، ژبه له انزوا سره مخوي او ويونکو ته يې نااشنا کوي؛ خو ژبه د نورو ټولنيزو پديدو غوندې تل د بدلون په حال کې وي، که له نويو پديدو او شرايطو سره ځان جوړ نه کړي، د مرگ وېره يې زياتېږي، ځکه نو ژبه د خپلې بډاينې په خاطر چې د هر ډول علمي او ټولنيزو پديدو ته ځواب ولري، بايد وخت پر وخت ورته نوې کلمې جوړې شي. نوې کلمې ژبه د نورو ژبو له احتياجه ژغوري او په خپلو پښو يې دروي. که ژبه همداسې پرېښودل شي او د وييرغونې پر ځاى يې پورونه ډېر شي، ژبه ورو ورو له منځه ځي.
په تېرو سلو کلونو کې لومړى گام د وييرغونې په لړ کې پښتو مرکې اخيستى. پښتو مرکې په بېلابېلو برخو کې په لسگونه کلمې رغولې دي، چې لويه برخه يې سياسي او د نويو مفاهيمو ژباړه او ورته انډول موندل دي. په دې کې داسې کلمې شته، چې اوس يې د مانا له پلوه بدلون کړى، مثلا: پښتو مرکه “خبريال” د ورځپاڼې لپاره ليکلى، چې اوس د خبرنگار لپاره کارېږي او زياتره يې اوس مړې دي، چې اوس موږ ته نااشنا دي، مثلاً قلم ته د کښي، کتاب ته د ليکي، کتابچې ته د ليکۍ کلمه او داسې زياتره اوس موږ نه کاروو.
په دې کلمو کې د نويو چاپي شيانو لکه مطبعې لپاره ټاپن ځي، چاپ لپاره د ټاپ کلمې هم شته دي. د پښتو مرکې دا کلمې ولې تراوسه و نه پايېدې، د دې گڼ ټولنيز او سياسي لاملونه دي، خو ژبني لاملونه هم لري.
د ژبې طراحان د نوي جوړونې يا وييرغاونې لپاره درې اصله په پام کې لري، يو دا چې نوې جوړه کړې کلمه په اسانه ياده شي، دويم دا چې د مانا له پلوه واضح وي او مفهوم سم ورسوي، درېيم دا چې د ټولنې له روان او دود سره همغږي ولري.
د پښتو مرکې جوړې کړې زياتره سياسي او د نويو پديدو لپاره رغولې کلمې دا درې واړه ستونزې لري، ځينو يې لومړى اصل پوره کړى، خو د مفهوم له پلوه واضح نه دي، لکې د پلورى وزر يا مخ بهاندى يا انځور، همداسې يې ځينو دويم اصل پوره کړى، خو وروستى اصل يې نه دى پوره کړى.
تر مرکې وروسته بيا تراوسه پورې پښتو نوېزونه دا ستونزې لري او د دې يوه ستونزه دا ده، چې زياتره يې دوګړو په هڅو رغېدلي، چې بايد په علمي مرکزونو کې پرې ډله ييز کار شوى واى.
استاد حبيب الله رفيع په (ژبپالنه) کې د پښتو مرکې جوړې کړې کلمې راخيستې دي. په دې کې د ورځو نومونه دي، چې موږ يې اوس نه کاروو، لکه تشه ورځ(شنبه)، دويمه ورځ، ورپسې ورځ، لاس پورې ورځ، ښه ورځ او ټولۍ ورځ(جمعه). همدا راز قمري او لمريزې مياشتې پښتو شوې، چې موږ تر ډېره ساتلي دي. د فصلونو نومونه راغلي او د آباد کال لپاره د بښکالۍ کلمه کارېدلې، چې موږ يې اوس نه کاروو.
پښتو مرکې د ليک و لوست د شيانو لپاره هم نومونه وضع کړي: کښى(قلم)، مشواڼۍ، دودۍ(سياهي)، کښلى(کاغذ)، پټۍ(تخته) کښى ځى(قلمدان)، کرښى(خط کش)، کرښه، پاڼه، مخ(صفحه)، ليکى(کتاب)، ليکۍ(کتابچه)، ليکى خونه(کتابتون)، وچ کښى(پنسل)، لښتى(جدول)، لوستنځى(مکتب)، لوستنځۍ(مدرسه)، ښوونکى، زده کړى(شاگرد)، کړاوليک(مشق)، کړاو ليکى(مشاق)، لاسليک(امضاء)، کمرکه(المارۍ)، ونج(مېز)، ونجړى(ووړ مېز)، پېړۍ(چوکاټ)، ونج تورى(مېزپوش)، انځور(اسباب جدول کشى)، ټاپ(چاپ)، ټاپن ځاى(مطبع)، خبريال(اخبار)، کښيده(نقشه)، سيورن(سايه بان)، ليرليدى(دوربين)، وړنگى(ذره بي).
په دې کلمو کې موږ لاسليک کلمه ساتلې او استاد زيار د لښتي(جدول) او کړاو کلمه راخيستې.
د واکمنۍ کورنۍ او نظامي مامورينو نومونه: لوړ درشل(اعليحضرت)، ټولواک(سلطان)، پاسوال(پاچا)، ووى وال(امير)، پاسوال زى(شهزاده)، پاسوالزۍ(شاه لور)، پلازمېنى، بادار(صاحب)، الس(ملت)، پاسلى(رعيت)، ټبر(قوم)، وزرتون(وزارت، وزر(وزير)، لوى وزر(لومړى وزير)، غزا وزر(وزير حربيه)، دباندينى وزير، مېنې وزر(د کورنيو چارو وزير)، پوهنې وزر، پلورى وزر(وزير تجارت)، کرل وزر، مخ وزر(وزير حضور)، مخ بهاندى(شاه غاسي)، لورى مرکى مشر(رييس مجلس شورا)، مرستى(ياور)، سلا شوونى(مستشار)، انگړمشر(قلعه بيگي)، مخ ليک مشر(سر منشى حضور)، گڼون مشر(مستوفي)، بهاندى(مدير)، پاز بهاندى(دفتري)، بهاندى مرستى(معاون مدير)، پازوال(مامور)، ليکوال(نويسنده، محرر)، بهانځى(مديريت، اداره)، گاټ بهاندى( د گمرک مدير)، گڼون بهاندى(مدير محاسبه)، پازوال بهاندى(مدير مامورين)، پاڼې بهاندى(مدير اوراق)، ليک بهاندى(مدير تحريرات)، چرلاو بهاندى(مدير ماشين خانه)، لېږون بهاندى(مدير پوسته خانه)، خبريال بهاندى(د اخبار مدير)، سړون بهاندى(مدير نفوس)، اخيست بهاندى(مدير تحصيلي)، لار بهاندى(مدير معابر)، پيودل بهاندى(مدير تنظيمات)، پلټوونکى(مفتش)، اخيستوال(تحصيلدار)، ټولتون(مجلس)، کلي مشر(قريه دار)، وړاستولاى(سفير)، وړاستولتون(سفارت)، استولاى(قونسل جنرال)، اس بهاندى(مدير تحريرات)، چرلاو بهاندى(مدير ماشين خانه)، لېږون بهاندى(مدير پوسته خانه)، خبريال بهاندى(د اخبار مدير)، سړون بهاندى(مدير نفوس)، اخيست بهاندى(مدير تحصيلي)، لار بهاندى(مدير معابر)، پيودل بهاندى(مدير تنظيمات)، پلټوونکى(مفتش)، اخيستوال(تحصيلدار)، ټولتون(مجلس)، کلي مشر(قريه دار)، وړاستولاى(سفير)، وړاستولتون(سفارت)، استولاى(قونسل جنرال)، استولتون(قونسل جنرالي)، ووړ استولاى(قونسل)، ژب پوهان(ترجمان)، واکوال(وکيل)، پلور واکوال(وکيل التجار)، بربرى(بيرغ)، لويناب ځى(ايالت، نائب الحکومتي).
په پښتو کې موږ وينو چې په معاصر وخت کې دا چاره د دولتى مرکزونو پر ځاى وګړو کړي او له همدې امله تر نيوکې لاندې هم راغلي، ځکه چې له يوه پلوه د واک خبره ده، چې که هر چا ته د نويزونو د جوړولو اجازه ورکړل شى، په ژبه کې گډوډي پيدا کېږى او دويم دا چې د مرکزونو کار تر وګړو علمي وي،ځکه د هرې څانگې پوهان پکې ښکېل وي، چې يوه نوې کلمه له بېلابېلو اړخونو څېړي؛ خو له بده مرغه چې دا چاره له مجبوريته وګړو ته پاتې ده، په تېره استاد مجاور احمد زيار چې کوم کارونه کړي، ښايي ځينې پکې د نيوکې وړ وي، خو ډېر پکې د ستاينې وړ هم دي، ځکه چې د پښتو له خپلواکۍ او ځان بساينې سره يې مرسته کړې.
خو دا هڅې بسنه نه کوي، ځکه يو کس يوازې تر خپله وسه کار کولاى شي. پر دې بنسټ دا بيا هم د علمي مرکزونو، په تېره د علومو اکاډمۍ کار دى. اوس چې پر نويو پديدو او نويو تخنيکونو سربېره هره نظريه خپلې نومونې لري او که دا ټول پښتو ژبې ته مخه کړي، پښتو به له ننگونې سره مخ کړي. پکار ده، چې اکاډمۍ ته دا واک ورکړل شي، چې د نويو علمي او تخنيکي پرمختگونو پر وړاندې فعال غبرگون وښيي او نومونه ورته وټاکي. مثلاً که د علم له بېلابېلو څانگو راتېر شو او يوازې ژبپوهنې ته راشو او يو څوک پر ادراکي ژبپوهنه کار کوي، هلته له گڼو نومونو سره مخېږي، اوس دا شخص اړ دى، چې دې نومونو ته له خپله انده نومونه جوړ کړي، يعنې د ويي رغاونې دنده هم پر غاړه واخلي، چې دا له يوې خوا دروند بار دى او له بلې خو د څېړونکي کار له خنډونو سره مخ کوي؛ خو که علمي مرکزونو مخکې له مخې په دې لړ کې قاموسونه جوړ کړي وي، له يوې پلوه به د علم د يوې حوزې مخه به خلاصه وي ژبې ته او ژبه به ورسره بډايه شي او له بله پلوه به څېړونکو او لوستونکو ته علمي ستونزې هوارې شوي وي.
د استاد حبيبي وضع کړي څو بېلگې دا دي ليرليک(ټيلگراف)، بشرليک (فوټوگراف)، ږغ ليک (فونوگراف)، مځک ليک(تاپوگراف)، ژوندليک (بيوگرافي)، ډبرټاپو(ليټوگراف)، اوبلن (مايع)، ډبرين (متحجر)، لمرنى (شمسي)، پانگمن (سرمايه دار)، ليرليد (ټيلسکوپ)، غارمه ښوونکى (ترماميتر)، برېښناښوونکى (الکتروميټر)، هډپوهنه (اټولوجي)، ووړليد (ميکروسکوپ)، يوتوپ، يووالى (فيدارسيون)، ږغ پوهنه (فونولوژي)، سړي پوهنه(انتروپولوجي)، ارواپوهنه(سايکولوژي)، ورمکړى(ميکروب)، ستاينه(ايولوجي)، غوږکتونکى(اتولوکوپ)، اوبجوړوونکى(اوديوميټر)، روزنه، پالنه(پيداگوجي)، ږغ سم(ميکرافون)، زوړپوهنه(ټاليولوجي).
د استاد حبيبي جوړ کړي نومونه اوس هم موږ کاروو او د دې ژبني لاملونه دا دي، چې تلفظ يې اسان دى، مانا يې رڼه ده او په ولس کې ريښه لري، چې دا ځانگړنې د مرکې په نوېزونو کې نه وينو.
ارواښاد عبدالصمد خان چې کوم نوېزونه جوړ کړي، په هغو کې د محکمې لپاره د ميانځگرۍ، جمهوريت لپاره د ولسواکۍ، د کلچر لپاره د ژواک، د خود غرض لپاره د خپلچاري او د منتقم لپاره د غچن کلمې دي.
د وييرغونې لپاره بېلابېلې لارې په پام کې نيول کېږي، يوه لار يې د بلې ژبې د نومونې ژباړه ده، مثلاً په پښتو کې د internet لپاره د جال او د website لپاره د ويبپاڼې نومونه يا د Airport لپاره د هوايي ډگر کلمه. که نوم ترکبيي وي، کله يې يو ټوک او کله ټول ژباړل کېږي. ژبپوهان دا ډول وييرغاونه ښه نه بولي، ځکه چې د پردۍ ژبې جوړښت او اغېز پکې پاتې شي، چې د وخت په تېرېدو سره پر ژبه ناوړه اغېزه کوي.
په پښتو کې د مرکې جوړې کړې کلمې دا ځانگړنه لري او دا ځکه چې د مرکې گام لومړنى گام و، چې د کلمې کټمټ ژباړه يې کړې.
دويم روش دا دى، چې د يوې پديدې نقش يا ځانگړنو ته کتل کېږي او بيا ورته يوه کلمه جوړه شي، لکه په پښتو کې د Airplane لپاره د الوتکې کلمه. درېيمه لار دا ده، چې په ژبه کې له مخکې شته کلمې مانا پراخېږي او له زړې مانا سره نوې مانا ورخپلوي، لکه د هليکوپټر لپاره د چورلکې کلمه يا د فونيم لپاره د غږ کلمه يا د Department او profession لپاره په پښتو کې د څانگې د کلمې کارونه . په دې لړ کې د څانگوالو ښکېلول پکار دی، چې د کلمو له دندو او قرينو خبر وي. په پښتو کې د استاد زيار نوېزونه له وړې برخې پرته دا ځانگړنه لري. د استاد زيار د ليکلارښود زياتره اشتقاقي او ترکيبي نوېزونه دي، خو ځينې پکې له پخوانیو متونو هم اخيستل شوي.
همدا راز له لنډيزونو کار اخيستل کېږي يانې که نوم اوږد وي، لنډيز يې کارېږي. استاد وزېر محمد گل خان مومند فرهنگ ته د (هڅوب) کارولې، چې د ( هغه، څه، ولسونه ، بېلوي) لنډيز(مخفف) دى مانا يې هغه څه چې ولسونه بېلوي ده.
د پښتو وييرغونې په تاريخ کې له دې ټولو لارو کار اخيستل شوى، خو وروستنى د لنډېزونو هغه ډېر کم پر کار لوېدلى. مرحوم عبدالصمد خان اڅکزي هم په (پښتو ژبه او ليکدود) کې د نوېزونو د جوړولو او د ځينو په خپل ژبني سيستم د ليکلو سپارښته کړې.
دوګړو په توگه د وييرغونې په برخه کې تر ټولو ډېر کار استاد زيار کړى دى او له همدې امله يې ځينې حساسيتونه هم راپارولي. پر استاد يوه نيوکه دا ده، چې استاد د وييرغونې په لړ د لهجوي او پخوانیو کلمو د بيا راژوندي کولو خبره خو کوي؛ خو ډېره اډانه پر نوېزونو لگوي او گړدودنو او ارکايزمونو ته کمه پاملرنه کوي. بله نيوکه پر استاد د ژبې د سوچه کولو، په تېره د افراطي سوچه کولو تور دى او وايي، چې استاد هغه پور کلمې هم له پښتو ايستل غواړي، چې خلکو منلي. چې د پښتو ټولنې رييس و، ويلي وو: يو زيات شمېر خلک فکر کوي، چې دا نوي لغتونه به د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوي وي… ځينې پر مونږ انتقاد کوي او وايي چې مونږ د راديو په خبرونو نه پوهېږو، تاسې ولې هره ورځ نوي لغتونه جوړوئ. پښتو ټولنې په دې برخه کې له مسؤولو مراجعو څخه غوښتنه وکړه چې که دوى نوي لغتونه او اصطلاحات خپروي، بايد د پښتو ټولنې سلا او مشوره وغواړي… زما شخصي نظر دا دى، چې په افراطي بڼه د پښتو سوچه کول به ژبه له ويونکو څخه جلا کړي. افراطي تصفيه نه ضروري برېښي او نه ممکنه.
پر استاد دا نيوکه ښيي، چې کار يې تر رسنيو رسېدلى و. د استاد زيار په اند، د رسنيو اوسنۍ ژبه د کره پښتو د غورځنگ برکت دى، چې ورو ورو پکې پښتو ځاى نيولى او کلمې عامې شوي دي. د نوېزونو له امله د استاد زيار پر ژبه هم نيوکې کېږي، چې په اسانه ترې مانا نه اخيستل کېږي، خو که ځير شو، د استاد د سبک دا ستونزه په نوېزونو کې نه، بلکې په کلمو او اوږدو جملو کې ده.
ويي رغاونه دوه موخې لري، يوه د ژبې سوچه کول او بل نوې کول او پراخول دي. ځينې پوهان غواړي، چې ژبې د سياسي، ديني، توکمي او نورو لاملونو له مخې خپله ژبه سوچه کړي او هغه کلمې ترې وباسي، چې د دوى لپاره ښه تاريخ نه لري. په پښتو کې هم نظامي. اصطلاحات او د دولتي وزارتونو نومونه وخت په وخت سوچه شوي. نوي کول بيا په دې موخه کېږي، چې ژبه له زاړه محدود حالته وايستل شي او نويو اصطلاحاتو او نومونو ته پکې ځاى پيدا شي. له دې سره ژبه شتمنېږي او پراخېږي. پر استاد زيار هم د سوچه کولو تور دى، خو موږ وينو، چې په پښتو کې د سوچه کولو دا لړۍ چندان بريالۍ نه ده، البته د ژبې د پراخولو موخه يې غښتلې ده. په ليکلارښود کې د استاد زيار(۱۳۸۶) جوړې کړې يو څو کلمې د بېلگې په توگه راوړو، لکه پلارواکي، مورواکي، ځمکواکي(فيوداليزم)، ميرزايواله، جگړه ماري، ازمېښتځى او…..
۲ـ د ليک سمون
ژبه تل د بدلون په حال کې وي، د وخت په تېرېدو سره د ژبې په گړنۍ بڼه کې بدلون راځي، چې د ځانساتۍ له امله خط وروسته پاتې شي او دا واټن چې د گړنۍ ژبې او ليک ترمنځ پيدا شي، په ليک کې ستونزې پيدا کړي. په دې ډول په ليک کې بايد وخت په وخت بدلون راشي. د ژبې طراحان د ليک د دقيق کولو لپاره د نښو د حذف، زياتونې او ساده کولو په مټ کوي.
په تېرو سلو کلنو کې د پښتو د معياري کولو په لړ کې د ليکدود(املا) د يووالي وياړ د پښتو ټولنې په برخه دى. استاد الفت پر دغو پرېکړو په خبرو کې وايي:
پښتو ليک که په زړو کتابونو کې گورو او که د اوسنيو ليکوالو په آثارو کې، هر چېرته او هر کله د يوه او بل په ليک کې ځينې اختلافات شته چې د رسم الخط يووالي ته يې زيان رسولى.
د پښتو املا د يووالي په اړه پښتو ټولنې لومړۍ غونډه د( ۱۳۲۱ ) په غبرگولي کې وکړه، چې د افغانستان ۲۵ کسه پوهان پکې راټول شوي وو او پرېکړه يې وکړه، چې ( شونډې، کښېناست، ټول خلق، ټولې خبرې، پاته، که راغلى واى، لويه، تويه، مېړونه، لڅ، وشو، شوى، شته، شي، ولاړ، مونږ او… ) يې تر دې وروسته کره بڼې دي .
د ژبو طراحان په دې اند دي، چې کله په يوه ژبه کې گړدودونه ډېر وي، بيا د معيار لپاره دوه ډوله غوراوي کېږي، يو دا چې په گڼو گړدودنو او بڼو کې يوه بڼه د فرهنگي، تاريخي او ادبي شاليد له امله د معياريکولو لپاره ټاکل کېږي ، مثلاً د فارسي په گڼو گړودونو کې په ايران کې تهرانۍ لهجه د معياري کولو لپاره ټاکل شوې ده.
په دويم ډول غوراوي کې يوه بڼه نه، بلکې د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه معياري بڼه رامنځته کېږي، لکه په زيمبابوى کې له کارانگا او کوره کوره نه د شانا د معياري بڼي جوړېدل، بله بېلگه يې اوسنۍ معياري نارويژي ده، چې له بېلابېلو گړدودونو جوړه ده.
دا دويمه لاره چې له بېلابېلو گړدودونو څخه معياري گړدود رامنځته کېږي، د معياري بڼې پر وړاندې د نورو گړدودونو د ويونکو تعصب او مقاوت راکموي.
د پښتو ټولنې په اختلافې پرېکړو کې له گړدودونو انتخاب وينو. د پښتو مرکې په وخت کې د معياريکولو په چاره کې سويل لويديځ گړدود غالب و، بلکې په يوه ډول ويلای شو، چې هغه د معيار په توگه ټاکل شوى و؛ خو کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه، د پښتو د معياري کولو دود بدلون وکړ او د معيار په توگه د يوه گړدود خبره له منځه ووته، بلکې له دويم انتخابه استفاده وشوه، چې هغه د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه د معياري بڼې جوړول دي.
د پښتو ټولنې د( ۱۳۲۱ ل.ل )کال په غونډه کې د بېلابېلو گړدودونو بېلگې د معيار په توگه ټاکل شوې او دا ښايي، چې پر دې پرېکړو د علمي استدلال پر ځاى د قومي يووالي د مصلحت او رايو سيورى خپور و. د استاد زيار وينا پر دې خبره د تاييد مهر لگوي، چې “پخوا به په پښتو ټولنه يا پښتو مرکه کې داسې کار کېده، چې لاس به پورته کېده. که به د کندهاريانو لاسونه زيات شو، د کندهاريانو پښتو به شوه. که به د ننگرهاريانو دا زيات وو، د هغو به شوه؛ خو موږ دا کار پرېښوده. زموږ له پښتو ټولنې او بيا ستر انسان محمد گل خان سره دا توپير و چې هغوى لومړى غوښتل چې د لاس په پورته کولو او ريفرنډم له لارې يو سټنډرډ ليکنى فورم پيدا کړي او په تېره بيا وزير محمد گل خان د خلکو په خولو کې ژبه ورسموله، دا امکان نه لري.
په( ۱۳۳۷ ل.ل) کې چې درېيمه پرېکړه شوې، په هغې کې د( پاته پرځاى پاتې او لڅ پر ځاى لوڅ او د مونږ، موږ او ولاړ او لاړ دواړه) بڼې معياره بلل شوي، چې دا د معياري کولو چاره ټکنۍ کوي، چې د يوې پرځاى دوه بڼې معياري وبلل شي. د( ۱۳۲۷ ل.ل ) د وږي په اتمه پښتو ټولنې نوى گام واخيست او د معياري کولو لمن يې د ډيورنډ تر کرښې اخوا هم خپره کړه. پر دغه کال پښتو ټولنې د پښتونخوا پوهان پښتو ټولنې ته راوبلل، چې د پښتو ليک په يووالي کې سره هوکړه وکړي. که څه هم هغوى گوتشمېر وو، خو ځينې پرېکړې وشوې او دا پرېکړې د غږونو او کلمو په کچه وې، چې د پښتونخوا او افغانستان د املا په يووالي کې يې بنسټي ونډه ولوباوه او دا اوس چې موږ څه ناڅه يووالى وينو، د دې بنسټ همغه وخت ايښودل شوى. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د( نړ پر ځاى به ڼ ليکو، ښ، ږ، ځ) او داسې نور غږونه معياري دي، دا به په( خ، ش، گ، ژ ) نه ليکو، د تلل وسمهال استمراري بڼه په( ځ) ليکو. (ويل) به (وې) نه ليکو. د (ې) پر ځاى به د اردو پرته (ے) نه کاروو، (پکښې) به په (ې) ليکو؛ خو عجيبه دا ده، چې په ا( دبي جرگې) کې راغلي د دې پرېکړې سرليک(ادبي جرگې) بيا پښتو ټولنې په اوږده (ى) ليکلى.
په دې پرېکړه کې موږ وينو، چې د افغانستان د ليکدود(املا) پله درنه ده او پښتو ټولنې خپلې خبرې د پښتونخوا پر پوهانو منلې دي. د دې پرېکړې په پاى کې د مولانا عبدالقادر، سيد رسول رسا، حمزه صاحب او… د پښتونخوا او مرحوم شمس الدين مجروح، خادم صاحب، الفت صاحب، ارسلان سليمي او… د افغانستان په استازيتوب پر دې پرېکړې لاسليک کړى.
درېيمه پرېکړه په( ۱۳۳۷ ل.ل )کې له پښتونخوا د خپلواکۍ د جشن په ورځو کې راغلو پوهانو د پښتو ټولنې له غړيو سره کړي، چې دا ځل ټوله خبره د کلمو په کچه ده، چې کومه کلمه څرنگه وليکو. د ځمکې په بېلابېلو بڼو کې پر (ځمکه، زمري، ژبه، ژړا ) او گڼو نور بېلگو هوکړه شوي په دې بېلگو کې ډېرې ساده بېلگې هم دي، لکه ژوند، ژمى چې اوس يې ټول پښتانه په همدې يوه بڼه ليکي؛ خو په دې پرېکړه کې کله دوه بېلگې هم د معيار په توگه وړانديز شوي، لکه (لمر، نمر، لمسى، نمسى، کنځل، ښکنځل، لامده، لانده، جينۍ، نجلۍ ) او داسې نور، چې دا د دې پرېکړې په کمزورۍ دلالت کوي.
له پښتونخوا سره په املا کې اوس هم موږ اختلاف لرو، خو دا اختلاف يوازې د املا په کچه نه ده، بلکې د کلمو په کچه هم ده. هغوى په څېړنيز ليک کې د اردو، اردو شوې عربي او انگليسي نومونو څخه استفاده کوي او موږ له خپلو پښتو نوېزونو، فارسي او عربي څخه نه؛ نو که د املا ستونزه هواره هم شي، د ويي رغونې په کچه به ستونزې پاتې وي او تر څو چې له املا سره دا دويمه ستونزه هم هواره نشي، د ليک د يووالي امکان کم دى، خو دا ستونزه يوازې د نوېزونو په لړ کې نه ده، بلکې د عامو پښتو کلمو هم بېلابېلې بڼې کارېږي(لکه: سکروټه، سروټکه، نجلۍ، جينۍ او …)، چې پکار ده، چې يوه بڼه يې د معيار په توگه ومنل شي، ځکه چې کلمې مانيز واحدونه دي او يووالى يې فکري يووالى رامنځته کوي.
معياري ژبه ورو ورو پر نورو گړدودونو اغېز کوي او په هغوى کې تلفظي، وييز او گرامري بدلون راولي. دا بدلون کله بيا دومره پراخه شي چې معياري بڼه نور گړدودونه وخوري. نن سبا چې برېښنايي رسنۍ په ثانيو کې يو څيز بل ځاى ته لېږدوي، دا اغېز ډېر چټک دى. پښتانه که څه هم له يو بل نه لري پراته دي، چې راشه درشه يې کمه ده او خپلوۍ هم له خپلو قبيلو پرته له نورو سره نه کوي، ځکه نو پکې تراوسه گړدودي توپيرونه څرگند او ډېر دي؛ خو که لوستي قوم ته راشو. پر دوى د نصاب او رسنيو، په تېره د خواله رسنيو اغېز، د پښتو له يووالي سره مرسته کړې، چې په دې ډول د پښتو يوه معياري لهجه د ځواکمنېدو او برلاسي کېدو په حال کې ده، چې که د سواد کچه لوړه شي او د قبيلو ترمنځ راشه درشه ډېره شي، د سرکونو جال خپور شي، دا اغېز نور هم ډېرېږي.
په( ۱۹۹۲) کې په باړه گلۍ کې د پښتو ليکدود په اړه بله پرېکړه وشوه. دا پرېکړه د افغانستان او پښتونخوا د کډوالو ليکوالو په گډون جوړه شوه، چې د پښتونخوا د ليکوالو پله پکې درنه وه. د سيمينار د منځته راتگ زمينه د هغو ټولنيزو او کولتوري اړيکو له امله برابره شوه، چې په افغانستان کې د ثور د فاجعې له خاطره پاکستان ته د افغانانو د ډله ييز مهاجرت وروسته د لرو او برو پښتنو ترمنځ ټينگې شوې وې. په دې سيمينار کې د تېرو فيصلو ځينې مواد تعديل شو او د ښاغلي رفيع صاحب د خولې خبره ده، چې په مجموع کې هغه ليکدود تر ډېرې اندازې ومنل شو چې په افغانستان کې پالل کېده. داسې ښکاري چې د سيمينار له پایلو سره ځينو پوهانو چې په سيمينار کې يې برخه نه وه اخيستې، په ځينو برخو کې موافقه نه درلوده.
د پېښور نامتو ليکوال ارواښاد قلندر مومند خو له لومړي سره د سيمينار پر ضد و، ځکه ده خپل ځان ته نوى ليکدود را ايستلى و…
پوهاند دوکتور زيار صاحب د باړه گلۍ فيصلو ته انتقادي نظر لري او ليکي چې په دې سيمينار کې ځينې منلې او عامې شوې سمونې بېرته باطلې شوي دي، لکه “عربي ټول پوروييونه په آره بڼه ليکل، لکه (قميص، طمع، شمط….)، نيم معدوله واو نه ليکل، لکه په (خله(خوله)، گټ(گوټ)…) کې، همدارنگه د پښتو اوږد يا مجهول (و) پر ځاى له پېښ(ضمې) او اوږدې يا مجهولې(ې) پر ځاى له زېر(کسرې) کار اخيستل لکه په گمان، رمان او گله(گيله) ، ډموکراسي کې او له دې ټولو سره تر “گ” کړۍ واله “ګ” غوره گڼل چې کړۍ ورواچول شي او خوشې يو تورى پر پښتو ابېڅې ډېر شي، چې هم تخنيکي ستونزه رامنځته او هم اقتصادي او مهالي هغه په باړه گلۍ کې پرېکړه شوې وه، چې د عربي هغه کلمې چې ماناوې يې نه دي اوښتي، په اصل بڼه او د کومو ماناگانې چې اوښتي، هغه به په پښتو شوې بڼه ليکو: لکه قميص او قصه به همداسې او ماشوم او تپوس به داسې ليکو. د (ڼ ) تورى به په همدې بڼه وي، د زور پاى شوې کلمو زور به نه حذفوو، (ى) به په پښتونخوا کې پرته او افغانستان کې گرده ليکل کېږي، اوږده (ې) به د کلمې په منځ کې هم پلې کېږي او ( ى) به هم په منځ کې په اوږده (ې) ليکل کېږي. لنډه(ي) به د (ي) په بڼه په خوا په خوا ټکو ليکل کېږي، (ۍ) به لکۍ واله وي، فعل به په (ئ) ليکو، زورکيواله (هې) به په (ۀ) ليکل کېږي، (گ) ته به کړۍ ورکول کېږي، معدوله (و) به پر خپل ځاى پاتې وي، د لنډ (و) له پاسه به پېښ ورکول کېږي، د پښتو (څ، ځ، ښ او ږ) به مراعاتېږي. ( کې)، ( کېناستل) او داسې نورې کلمې به په ( کښې) او ( کښېناستل) ليکل کېږي.
پښتو اکاډمۍ تر دې غوندې وروسته نورې غونډې هم وکړې او په باړه گلۍ کې يې په دې وروستيو کلونو کې بله غونډه وکړه.
که وګړو ته راشو، استاد زيار په خپلو آثارو، په تېره په ليکلارښود کې د مورفيمونو او کلمو په کچه پر املا غږېدلى، لکه د (و ماته) پر ځاى (ما ته) او همدا ډول مازيگر، ماسختن، مانا، مرغلره، مرغومى او مږوى کره بلل شوي؛ خو دا بڼې هم د کوم سيستم له مخې نه، بلکې بېلې بېلې راخيستل شوي دي.
پايله
د املا د يووالي په برخه کې له پښتو ټولنې نه راواخله تر اوسه پورې د شويو هڅو لويه ستونزه دا ده، چې پرېکړې په منفردو بېلگو شوي. موږ پوهېږو، چې پر ژبه او ليک باندې نظام حاکم وي، چې د هغه نظام پيدا کول اړين دی . منفردې پرېکړې يوازې دا نه چې ډېرې ستونزې نه هواروي، بلکې د نورو بېلگو په پيدا کېدو ممکن منل شوې بڼه د ژبپوهنې له پلوه له ننگونې سره مخ کړي؛ نو ښه خبره دا ده، چې څنګه ماشوم د منفردو بېلگو پر ځاى د ژبې د نظام د زده کړې هڅه کوي او موږ هم چې بله ژبه زده کوو، د منفردو بېلگو پر ځاى يې په قواعدو پسې گرځو. پر دې بنسټ د ليک د يووالي لپاره هم د ژبې د خپلو ځانگړنو او د تجويز لپاره کلي اصولو او قواعدو ته اړتيا ده، چې لومړى ستونزې په گوته شي، بېلگې يې راواخيستل شي، وشنل شي او بيا ورته کلي قواعدې وړانديز شي او په هغې کې بېلگې ډلبندي شي.
که داسې وشي، د دې يوه گټه به دا وي، چې ورته نوې بېلگې به مخکې له مخکې حل ولري او رسنوال او نصابوال به قواعدو ته گوري، هره نوې کلمه چې راځي، د تجويزې قاعدې له مخې به يې سموي.
د پښتو د معيارکولو پړاوونه په دوو برخو کې راټول شوي، چې يوه يې ليکدود او بله يې ويي رغاونه ده. مرکې د پښتو ويي رغاونې او پښتو ټولنې او پښتو اکاډمۍ بيا املا ته لومړيتوب ورکړى. په شخصي هڅو کې بيا استاد زيار ويي رغاونې ته ډېره پاملرنه کړې، خو ورسره يې د ليکدود د کره کولو هڅې هم کړې دي.
ماخذونه
۱- الفت، گل پاچا.( ۱۳۳۹) ليکوالي (املا انشاء)، دويم چاپ. کابل: پښتو ټولنه
۲ــ ادبي جرگې.( ۱۳۲۷.) پښتو ټولنه: کابل
۳ـ حبیبي، عبدالحی.(۱۳۸۴ز). د پښتو ادبیاتوتاریخ( لومړی او دویم ټوک)، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۴ـ حبيبي، عبدالحى.( ۱۳۱۳). يوازې پښتو. طلوع افغان. ۱۲ کال. ۷۷۴ پرله پسې گڼه، د ۱۳۱۳ ش د کب ۱۳، کندهار.
۵ – د پښتو ټولنې تاريخچه.( ۱۳۵۶). پښتو ټولنه. کابل
۶ـ ذکي، محمد ذاکر.(۱۳۹۴ل). ژبه او ژبپوهنه، کابل: افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه.
۷ـ زيار، مجاور احمد.( ۱۳۹۳). پښتو وييپوهنه او وييرغاونه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه
۸ – زيار، مجاور احمد.( ۱۳۸۶). ليکلارښود(يوه پښتو- کره پښتو). پېښور: دانش خپرندويه ټولنه
۹ـ شینواری، دوست محمد.(۱۳۹۳ل).دافغانستان ژبې او توکمونه، ننګرهار: ګودرکتاب خپرنځی.
۱۰ـ شعاع، باصره.( ۱۳۹۴ل). په آریاني ژبوکې دپښتو ژبې دریځ، کابل: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانکه.
۱۱ ـ کهزاد، احمدعلي.( ۱۳۷۹ل). افغانستان د تاریخ په رڼا کې، پېښور: دانش کتابتون ـ ډهکۍ نعلبندۍ قصه خوانۍ.
۱۲- مدرسي،يحيى.( ۱۳۹۶). درآمدى بر جامعه شناسى زبان. تهران: پژوهشګاه علوم انسانى و مطالعات فرهنګى .
۱۳ـ مرهون، محمود.( ۱۳۹۶ل). تاریخي ژبپوهنه ( لومړی ټوک).کابل: کاینات څېړنیزاوژباړې مرکز.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.