معیاري ژبه

مرسل امیري

74

  ژبه

 انسان د خدای (ج) تر ټولو غوره مخلوق دی، چې دغه غوره والی د فکر،عقل او خبرو د قوت له امله ده. هغه څه چې د افکارو د څرګندولو ډېره ښه وسیله کېدای شي، چې انسان ته پرنورو حیواناتو غوره والی وربخښي؛ هغه همدا وینا او خبرې دي، لکه څنګه چې څرګنده ده، انسان په اوله کې سمې خبرې نشوای کولای  خپل د افکارو،احساساتو او د مطالبو د بیان لپاره یې له اشاروڅخه کار اخیسته، وروسته دغه اشارو سره یو لړ اوازونه هم ملګري شوو، د وخت  تېرېدو سره د انسان حنجره داوازونو د خارجېدو استعداد پیدا کوي او هر غږ ځانته جلا جلا مخرج مومي، دغه اوازونه د تورو او الفاظو په بڼه څرګندېږي ؛ د افکارو او مقاصدو لپاره یو وسیله منځته راځي، چې هغه ته ژبه وایي. یانې هغه اوازونه چې موږ یې له خولې وباسو او د کمال پړاو ته ورسېږي، د الفاظو په بڼه د افکارو د څرګندولو او د پوهولو لپاره استعمال شي ژبه نومېږي.

نوپه لنډه توګه ویلی شو چې ژبه یوه ټولنیزه اکتسابي ثقافي پدیده ده، چې په ټولنې کې رامنځته کېږي.

ژبه د پوهولو راپوهولو وسیله ده، چې انسان د هغه په مرسته خپلې غوښتنې، فکرونه، خیالونه او احساسات خپلو همنوعانو ته څرګندوي.  هغه علم چې د ژبې په اړه څېړنه کوي هغه ته ژبپوهنه وايې او هغه څوک چې دا کار ( څېړنه ) کوي ورته ژبپوه وایي.

ژبه د يو لړ تړوني غږيزو او اوريزو پيلامو( قراردادي صوتي او سمعي علايمو، سېمبولونو) سېستم دی، چې وگړي يې تر پینځه- شپږکلنۍ په ټولنه (کورنۍ او اړوند چاپېريال) کې زده کوي او بيا يې د خپلمنځي پوهاوي لپاره د خپلو ويندو غړيو(ژبې، ژبۍ، تالو،کومي، ستوني، چنغړک، سږو، شونډو، غاښو، اووريو، ژامو او هوا) په مرسته ادا کوي او يوبل ته سره اوروي. په بله وينا ژبه د يادشويو نښو يوه ټولگه ده، چې هر  يو يې زموږ ديوه ذهني انځور (تصوير) ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني مهال، چاپېريال څيزونه، ځانگړتياوې، پېښې، پديدې، کړه وړه او د اړوند ويونکي خپل اندونه، خيالونه ، هيلې، غوښتنې، موخې، ارمانونه، احساسات، غبرگونونه او نور هر هغه څه رانغاړي چې په زړه او ذهن کې يې گرځي را گرځي او ويل او اورول يې غواړي.

هره نښه يا علامه لکه کاغذ پاڼه سره دوه نه بېلېدونکي مخونه لري: يو يې صورت، جوله، لفظ او يا دال او بل يې مانا، محتوا او يا مدلول  او د دغو(دال او مدلول) ترمنځ تړاو دلالت بلل کېږي.

په رښتيني يا واقعي توگه همدغه دلالت د ژبنۍ نښې قراردادي والی راجوتوي. د انسانانو ترمنځ د پوهاوي، ښوونې روزنې، پوهې فرهنگ… په برخه کې تر ژبې بله داسې بشپړه او هر اړخيزه وسيله يا سېستم نشته. نو ځکه وايو، ژبه يوازې په انسانانو اړه لري. د کڼو، گونگيانو او يا د عادي وگړو داشارو، نښو، خوځښتونو يا (Body language) ، همداراز د مرغانو او ژويو غږونه يا خوځښتونه، له لږو ډېر پوهاوي سره سره د يادشويو ژبنيو نښو يا علاموڅو اړخيز شرطونه او ځانگړتياوې نه لري.

لومړنيو انسانانو هم سره د خپلمنځي پوهاوي او خبراوي لپاره له ورته چمونو کار اخیست، خو د گډ، ډله ییز او بيا ټولنيز کار په بهيرکې ورو ورو دېته اړ وتل، ديوه ناببره تړون له مخې خپل جړ پړغږونه اوازونه سره د بېلا بېلو څيزونو، پېښو، پديدو… د نومونې او تشخيص لپاره ووېشي او ځانگړي کړي، په دې توگه له اوسني علمي تعريف سره سم د ژبې پيلامه را ونښلوي او د پېړيو په پوړيو کې پرله پسې بشپړتيا ور وبښي.

د اوسمهالو ژبپوهنيزو څېړنو پلټونو له مخې په ورته ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلو انسانانو څو بېلابېلې ژبې منځته راوړې او بيا هغو بېلا بېلو ژبو بېلابېلې ژبنۍ کورنۍ را رغولي دي.

د ژبو د کورنيو شمېر تر سلو اټکل شوي، خو نن سبا يې  د شل دېرشو څرک لگېدای شي، د ژبو شمېر کم زيات شپږ زرو ته رسېږي او ښايي ډېرې يې له منځه تللې وي؛ خو پر وړاندې يې ډېرو هم له اړوند گړدودونو څخه ژبو ته لوړتيا او پرمختيا موندلې.

د ذهني انځوریا مدلول له پلوه سره د نړۍ گردې ژبې کوم بنسټيز توپير نه لري.  د جولې يا لفظیا دال او اړوند تړاو یا دلالت له پلوه سره توپيرېږي، دساري په توگه ونه له بېلابېلو ډولونو سره سره له ذهني يا فکري پلوه هاغه يومدلول دی، مگر د جولې يا لفظ دال  او اړوند دلالت له مخې شپږزرو ته رسېږي. لکه: ونه، درخت، شجر، تري، باوم… .

همدا خبره ده، چې تر يوه منلي بريده د خپلې ژبې د نږه ساتنې او د پوهې او کولتور له پلوه دودیز وېش او بډايېنې لپاره دهرليکوال، دودیالي او فرهنګیالي ژبنۍ څېړنې، هاند و هڅې ، له اَره(اصلاً) پرهمدغه جوله يا لفظ راڅرخي او همدا يې د ژبني پېژند او هويت ساتنې مانا لري.  دا د هرې ټولنې، ولس يا ملت يو منلی حق يا رښته گڼل کېږي، چې د ټاکلې ژبپوهنيزې کچې څلورگونې وييپانگvocabulary)) په کار اچونې سره خپله ژبه له گډوله کېدنې او بيا يومخيزې پردي کېدنې څخه خوندي وساتي.

 

 معیاري ژبه

ترڅو چې ژبه يوازې د خبرو اترو له لارې د وگړو تر منځ د معلوماتو د تبادلې وسيله وي، دهرې سيمې، لا د هرکلي، وگړي کولای شي چې ځينې ژبنۍ ځانگړتياوې ولري. خو کله چې ژبه د يوه هېواد ، يا د يوې پراخې جغرافيې او ساحې په سطحه، د فرهنگي هستیو د منځته راوړلو او خپرولو وسيله شي نو بيا دې ته اړتيا پيدا کېږي چې ژبه د امکان تر حده، په خپله محوطه کې، د ژبنيو قانونو په چوکاټ کې سره يو شي يانې چې د ژبې هر ويونکی، په هر ځای کې چې وي، د يو راز ژبدودي او املايي اصولو پر بنسټ ليکل وکړي. تر څو چې په يوه ژبه کې دغه يووالی را پيدا نه شي، نو هغه ژبه که هرڅومره غني فرهنگ هم ولري، د نړۍ د ولسونو په کچه فرهنگي ژبه نه شي گڼل کېدای.

د گاروين او ماتيو په اند د يوې ژبې معياري بڼه يوه ليکلې او تثبيت شوې بڼه ده، چې د يوې ټولنې پام وړ برخې د ماډل په توگه منلې وي او کاروي يې او نسبتاً ټاکلې ځانگړنې ولري.

دا ځانگړنې د هغو خصوصياتو، دندو او چلنونو ټولگه ده، چې په ټوله کې يې په ژبنيو(يا رغښتي) او ناژبنيو (يا دندو او چلنونو) وېشلاى شو. د گاروين او ماتيو په اند، د معيار بڼه لاندې ځانگړنې لري:

الف. ژبني متغير: دوه رغښتي ځانگړنې رانغاړي، چې يو نرم ثبات  او بل دقت يا پوخوالى . مطلب دا چې معياري ژبه له اړتيا سره سمه بايد له يوې خوا ټيکاو(ثبات) ولري او بېلابېل جوړښتونه يې ټاکلي او ثابت وي او له بله پلوه د کولتوري اوښتونونو پر وړاندې نرمښت ولري، چې پر يوه ځاى ولاړه پاتې نه شي. همدا راز معياري ژبه بايد د نويو نومونو د رامنځته کولو، د علمي او دقيق ليک وړتيا ولري.

ب. ناژبني متغير: دا څلور دندې او درې چلنونه رانغاړي. څلور دندې يې، پيوستونکى  نقش يا دنده، جلاکوونکى نقش  او اعتبار ورکونکى نقش  سېمبوليکه بڼه لري او د مرجعيت نقش  يې عيني اړخ لري. معياري ژبه د سيمه ييزو او ټولنيزو بڼو د ويونکو ترمنځ يو ډول يووالى او پيوستون پيدا کوي(پيوستونکى نقش) او هممهاله يوه ژبه له شاوخوا او خپلوانو ژبو بېلوي(جلاکوونکى نقش)؛ معياري ژبه خپلو ويونکو ته ټولنيز اعتبار پيدا کوي(اعتبار ورکوونکى نقش) او سمې او ناسمې وينا او ادبي خلاقيت ته يو معيار برابروي(د حيثيت نقش).

دا پاسني نقشونه په يوه ژبنۍ ټولنه کې د ژمنتيا ، وياړ او له نورمونو نه د خبرېدا درې چلنونه پيدا کوي. د ژمنتيا چلند د پيوستون او جلاکوونکي نقش، د وياړ چلن له اعتبار يا حيثيت ورکوونکي نقش او له نورمونو نه خبرېدا د مرجعيت نقش زېږنده دى .

د گاروين او ماتيو په اند، دا ژبنۍ او ناژبنۍ ځانگړنې په نورو ژبنيو بڼو کې هم په څه نا څه بڼه موجود وي؛ نو معياروالى يو ډول نسبي چاره ده او بشپړ او اېډيل معيار په عمل کې ډېر سخت دى.

د يوې ژبې معياري‌کول يوه لړۍ ده، چې د ژبې يو ډول پکې په معيار بدلېږي او تلفظي، املايي او گرامري بېلگې يې تر نورو ټولنيزو او سيمه ييزو بڼو غوره گڼل کېږي او په پراخه کچه خپلېږي.

د معياري‌کولو په لړ کې يوه د غوراوي او بله د پراختيا موضوع ده. د معياري‌کولو لپاره دوه پړاوونه راخلي: لومړى د يوې ژبنۍ بڼې غوراوى او دويم د همدې بڼې پياوړتيا او پراختيا، چې پايله يې پر نورو بڼو د دې بڼې برلاسى وي. په لومړي پړاو کې يوه بڼه د معياري ژبې په توگه ټاکل کېږي او په دويم پړاو کې د گرامري، تلفظي او املايي آرونو په ليکلو همدا بڼه پياوړې کېږي، چې په دې ډول يې د کارېدو ساحه پراخېږي او اعتبار يې ډېرېږي.

په دې ډول لومړى د يوې ژبې يوه بڼه چې له سياسي او ټولنيز پلوه برلاسې وي، غوره کېږي، ورپسې يې د ژبې طراحان د وييونه، سيندونو، د گرامري، تلفظي او املايي کتابونو په ليکلو په يو ډول تثبيت شوې بڼې بدلوي.

انتخاب شوې بڼه بايد گڼې چارې ترسره کړي او په اداري، دولتي، ښوونيزو، ادبي او بله برخه کې خپله وړتيا وښيي، بايد له رغښتي پلوه گڼې شونتياوې ولري او له سبکي او وييز پلوه پراختيا ومومي او په نويو نومونو او کلمو سمباله شي. تر دې پړاوونو وروسته يوې بڼې ته معياري بڼه ويلاى شو. استاد حبيبي په( ۱۳۱۳ ل ) کال د کب پر( ۱۳ ) د “يوازې پښتو” په سرليک طلوع افغان ته سرليکنه کړې. په هغې کې يې چې کومې خبرې کړي، هغه د معياري ژبې په لړ کې د يادولو وړ دي: ” … د هرې ژبې ښه والى او د لمنې پلنوالى په دې سره ښکاره کېږي چې هغه ژبه پخپله دومره ارته وي، چې لويې لويې او خورا اوږدې ويناوې په دغه ژبه سره وليکلى شي او د پرديو ژبو څخه څه په کې گډ نه کې! هره ژبه چې ډېره روزلې شوې وي او ډېر ژوندون يې کړى وي، هغه هم د داسې چارو واک لري. استاد د (د پښتو د علمي اصطلاحاتو يا نوو لغاتو وضع) په سرليک ليکنه کې د ژبې د بشپړوالي موارد ښودلي دي: د لغاتو ټولول او قاموس ليکل، د پښتو سوچه لغاتو پلټنه، د لغاتو وضع، د وضع اصول، پر پښتو د وضع د اصولو تطبيق. د استاد حبيبي وړاندې کړې طرحه د ژبې د معيارکولو له اوسنۍ طرحې سره ډېر توپير نه لري.

د معياري ژبې ټولنيز اعتبار تل يو ډول نه وي، بدلېږي، ځکه چي ټولنيز، فرهنگي او نور لاملونه پرې مثبت يا منفي اغېز کوي. که مثبت اغېز پرې وکړي، ټولنيز دريځ يې لا پياوړى شي او که منفي اغېز پرې وکړي، ټولنيز اعتبار يې راکمېږي.

معياري کول تجويزي بڼه لري. که معياري بڼه د څو گړدودنو له توکيو جوړه وي، نو د يوې ژبې ځينې اصول د معيار په توگه خپل او ځينې وغورځوي، مثلاً پښتو د جمع کولو لپاره گڼ روستاړي لري.  په معياري بڼه کې د اسانۍ او ثابتې قاعدمنۍ لپاره ځينې روستاړي راخيستل کېږي او بيا د هغوى لپاره ځينې قاعدې وضع کېږي، چې د “ونه” روستاړى به په ليکنۍ ژبه کې يوازې د بې سا او “آن” روستاړى به د ساکښو لپاره کاروو. يانې يو وړانديز کېږي؛ خو په پښتو کې د “ونه” او “آن” کارونه په بې سا او ساکښو دواړو کې گډه ليدل کېږي. داسې په يوه ژبه کې گڼ امکانات وي، چې په معياري بڼه کې يې د ژبې طراحان ټول نه راخلي، ځينې يې د ټاکلو معيارونو پر بنسټ انتخابوي. کله چې دا معياري ژبه جوړه شي، انسجام يې پر نورو گړدودونو اغېز کوي او ورو ورو دا تجويزې بڼې د ژبې برخې وگرځي او ژبه يوه او منسجمه بڼه ورخپله کوي.

ماخذونه:

۱- ادبي جرگې. ۱۳۲۷. پښتو ټولنه: کابل

۲- الفت، گل پاچا. ۱۳۳۹. ليکوالي(املا انشاء)، دويم چاپ. کابل: پښتو ټولنه

۳- حبيبي، عبدالحى. ۱۳۱۳. يوازې پښتو. طلوع افغان. ۱۲ کال. ۷۷۴ پرله پسې گڼه، د ۱۳۱۳ ش د کب ۱۳، کندهار

۴- د پښتو په ليکلار د باړه گلۍ د مذاکرې فيصلې. سپېدې(مجله)، ۱۳۶۹، دويمه دوره، دويمه گڼه. پېښور: د افغانستان کولتوري ټولنه

۵- د پښتو ټولنې تاريخچه. ۱۳۵۶. پښتو ټولنه. کابل

۶- زيار، مجاور احمد. ۱۳۷۳. پښتو سيندگى: هممانيزونه. پېښور: د پښتو پانگې ملگري

۷- زيار، مجاور احمد. ۱۳۹۳. پښتو وييپوهنه او وييرغاونه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه

۸- زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۶. ليکلارښود(يوه پښتو- کره پښتو). پېښور: دانش خپرندويه ټولنه

۹- صادقي، علي اشرف. ۱۳۶۳. “زبان معيار”. مسائل نثر فارسى، مجموعه سخنرانى هاى اولين سمينار نگارش فارسى. تهران: مرکز نشر دانشگاهى

۱۰- کرزى، زلمى. ۲۰۱۳. په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ. جرمني. چاپځى: د ساحل صنعتي مطبعه

۱۱- مدرسي،يحيى. ۱۳۹۶. درآمدى بر جامعه شناسى زبان. تهران: پژوهشګاه علوم انسانى و مطالعات فرهنګى

۱۲-  نظامنامه د تشکيلات اساسي د افغانستان.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.