هېواد ته د ۱٬۲۸۵ کډوالو کورنیو بېرته ستنېدنه

40

د مهاجرینو د ستونزو د څېړنې د کمیسیون د اعلان له مخې، پرون ۱،۲۸۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

د مهاجرینو د ستونزو د څېړنې کمیسیون نن یکشنبه د سنبلې په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې پرون ۱،۲۸۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

د دغه کمیسیون د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې ستنېدنې د ننګرهار د تورخم له لارې ترسره شوې دي او ۹۴۰ کورنۍ له همدې لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

همدارنګه، ۱۵۵ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، پنځه کورنۍ د نیمروز له پُل ابریشم، ۱۵ کورنۍ د پکتیکا له انګور اده، ۳۴ کورنۍ د هلمند له بهرامچې او ۱۳۶ کورنۍ د هرات له اسلام قلعه هېواد ته راستانه شوې دي.

د مهاجرینو د ستونزو د څېړنې کمیسیون ټینګار کړی چې هڅې د کډوالو د بېرته ستنېدنې د بهیر د اسانتیا او د هغوی د ملاتړ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دوام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.