د لنډیو اصلي منابع خلک دي- ډاکتر لطیف یاد او لنډۍ

آصف بهاند

192

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

ډاکتر لطیف یاد او لنډۍ

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۵۰مه برخه

ډاکتر لطیف یاد د افغانستان د اوسني فرهنگي بهیر یو ښه استازی او دانشمند شخصیت دی. یاد صاحب په تاریخ کې د پي اچ ډي ترکچې زدکړې کړې دي او د افغانستان په علومو اکادیمي کې علمي غړی پاتې شوی دی. ده د خپل فرهنگي ژوند په موده کې گڼ‌شمیر کتابونه لیکلي، ژباړلي او ایدت کړي دي.

ډاکتر صاحب یاد د نورو افغانانو په څېر، پر وطن باندې د ټپل شوې جگړې او ټپل شوو ناخوالو په خاطر له وطن نه وتلو ته اړ شو او دا دی ډېر کلونه کېـږي چې په استرالیا کې ژوند کوي. ده هیڅکله له لیکنې او فرهنگي فعالیت نه لاس نه‌دی اخیستی.

د مهاجرت په دوران کې د ډاکتر صاحب یاد د فرهنگي هڅو ډېره برخه د ده په فیسبوک‌پاڼه کې راښکاره شوې ده. د ده په فیسبوک‌پاڼه کې دومره علمي او د پاملرنې وړ مطالب خپاره شوي دي چې یو ځل ما د ده د فیسبوک پاڼې د کلیزه په مناسبت ورته لیکلي و چې د ډاکترصاحب لطیف یاد پاڼه د نوي نسل له پاره د یوې اکاډیمۍ او پوهنتون بڼه لري.

دغه راز گران فرهنگي ملگري نعمان دوست یووخت (۳۰/۱۱/۲۰۲۰) د یاد صاحب د فیسبوک‌پاڼې د علمي ارزښت په باب داسې لیکلي وو:

«نن د سکهانو د مذهبي لارښود ګرونانک ۵۵۱ کلیزه ده. د دې مذهبي شخصیت په اړه مې پخوا هم څه ناڅه لوستي و۰ نن مې بیا غوښتل خپل معلومات تازه کړم.له معمول سره سم د ښاغلي ډاکټر صیب Latif Yad وال ته ورغلم، زړه پورې معلومات مې ولوستل.

مطلب دا چې ښاغلی یاد خپل وال تر ډېره د زده کړو د یوه ښوونځي په توګه کاروي. د هرې مهمې موضوع په اړه مهم او عمده معلومات راټولوي او په ټول سخاوت یې لوستوونکیو سره شرېکوي.

زه ور ته د همدې خدمتونو له کابله ځانګړی درناوی لرم.

ډاکټر صیب دې تر ډېره ژوندی او روغ رمټ وي.»

د ډاکترصاحب یاد د فیسبوک‌ ټولو مینه‌والو ته معلومه ده چې د ډاکتر صاحب یاد په فیسبوک پاڼه کې تل علمي ــ فرهنگي موضوعات خپرېـږي، ده د نورو موضوعاتو د خپرولو ترڅنگ د پښتني فرهنگ د فولکلور د لنډیو صنف هم نه دی هېر کړی او په متواتر ډول یې په علمي ډول لنډۍ راټولې کړې او خپرې کړې دي، خو له نورو لنډۍ خپرونکو سره یې توپیر دا دی چې ده لنډۍ د صنف بندۍ یا د موضوعاتو په نظر کې نیولو سره، راټولې کړي او خپرې کړې‌دي.

دې موضوع ته له پخوا نه زما پام و چې یاد صاحب لنډیو ته ورپام دی او زه باید یوڅه پرې ولیکم، خو نه ورته برابرېدم.

څو ورځې مخکې مې د دیورندکرښې په باب د لنډیو په باب معلومات او مرسته ورنه وغوښته:

آصف بهاند:

«ډاکترصاحب سلامونه!

په دیورند کرښې پورې اړوند لنډۍ مو کله انلاین کړې دي که نه؟

که مو انلاین کړې وي یا درته مالومې وي، د فرهنگي همکارۍ له مخې یې راته راولېـږئ چې زه یې د نورو مهمو او مطرح لنډیو په ډله کې د خپلو تبصرو په ملتیا انلاین او خوندي کړم.»

ده بېرته ماته د یو لنډکي پیام

«استاده سلامونه!دغه لنډۍ ما پنځه کلونه دمخه راټولې کړې وې، که کومه یوه مو پکې خوښه شوه نو خوندي یې کړئ! مننه»

په ملتیا دا لاندې لنډۍ را ولېـږلې:

لطیف یاد:

«که تور اوربل مې میراتیـږي

په ډیورنډ جنګ دی جانان نه منعه کومه

د لاس بنگړي مې خرڅ له یوسه

د وطن وږي ماشومان چیغې وهينه

ډیورنډ کرښې، کرغېـړنې

موږ پښتانه دی یو له بله جداکړونه

په ډیورنډ کرښې سره بیل شوو

په خدای توکل دی بیا به بېرته یوځای شونه

پرډیورنډ ورشه زما لالیه

دغه اغزن تارونه وشلوه مینه

 ډیورنډ  کرښه ده  منحوسه

زموږ هېواد یې په دوه برخو وویشنه

انګریزه خونه دې تا لاشه

زموږه ورونه دې جدا له موږه کړنه»

آصف بهاند:

«ډاکتر صاحب یاد،

له دایمي فرهنگي مرستو نه مو ډېره مننه او خوښنه!»

تر پاسني فیسبوکي چتنگ نه وروسته ما هوډ وکړ چې د لنډیو په برخه کې د ډاکتر لطیف یاد د هڅو په باب د یوې مقالې په چوکاټ کې څه ولیکم.

د هغو فرهنگیانو او قلم‌والو په ډله کې چې د لنډیو د راټولولو او انلاین کولو په باب فکر او عملي کار کوي، یوهم دانشمند دوست ډاکتر لطیف یاد دی. ده تر اوسه په خپله فیسبوک پاڼه کې داسې گڼ‌شمېر علمي ــ فرهنگي موضوعات خپاره کړي دي چې د ده د ټولو مخاطبینو له پاره زړه‌پورې او په تېره د نوي نسل په سالمه روزنه کې اړین موضوعات دي.

د دې ترخه حقیقت یادونه اړینه گڼم چې د ډاکتر لطیف یاد فیسبک‌پاڼه څو ځلې هک شوې او د ده له اختیار نه وتلې ده، د ده ترډېرو جدي هڅو وروسته هم ده و نه‌شوای کولای چې خپله پخوانۍ پاڼه بېرته ترلاسه کړي او بیا مجبور شو چې نوې پاڼه جوړه کړي، زه چې د ده د پخوانۍ پاڼې لینکونه

دلته ږدم، که هغه لینکونه نه خلاصېـږي، دلیل یې د ده د پاڼې له لاسه وتل دي.

دلته به یې د څو خپرو کړو موضوعاتو سرلیکونه د بېلگې په ډول راواخلم:

ــ په افغانستان کې دبیلا بیلو واکمنانودواکمنیو په وختونو کې د ورځپاڼو، اونېزو، مجلو او خپرونو ته یوه ځغلنده کتنه،

ــ شیش محلونه،

ــ رضا لائبرري،

ــ شهزاده سرای،

ــ شاغاسیان څوک وو؟

۶ــ ډاکټر لودویک آدمک ژوند او علمي آثاروته یوه کتنه،

ــ پانیني څوک و؟

ــ سنسکريت (Sanskrit)،

ــ ارزاني خیشکی،

ــ د پښتو ژبې گرامرونه،

ــ د ابجد حساب،

ــ چندڼ (چندړ) د پښتو شاعران په شعرونو او ټپو کې،

ــ موناليزا (Mona Lisa) او ليوناردو ډاوينچي،

ــ استاد محمدصدیق روهی،

ــ اتڼ د پښتنو ملي او دودېزه نڅا،

ــ احمد شاه بابا د یوه فرهنګیالي، شاعر او لیکوال په توګه،

ــ مشهورچینایی ګرځندوی (سیا ح) اود بودایی مذهب راهب هیون تسنګ (شوان زانګ) Xuanzang په افغانستان اوپښتونخوا کې،

ــ دقیانوس څوک و؟

ــ اصحاب کهف یا (د سمڅې یاران)،

ــ د برلین دیوال،

ــ مارکوپولو(Morco Polo)،

ــ د ډیورنډ لنډژوند لیک او پیژندګلوي،

ــ په پښتو ژبه کې ناول لیکنه کله پیل شوه؟

ــ په پښتو متلونو کې عددونه او شمېر،

ــ لیوناردو داوینچي او موناليزا،

ــ روه، روهیله او روهیلکهنډ،

ــ د استاد بېنوا آثار او یو شعر،

ــ اتڼ د پښتنو ملي او دودېزه نڅا،

ــ جمامه په پښتو لنډیو (ټپو) کې،

ــ د منګي غاړه مې شنه لمن یې سپینه کنه،

ــ  د کابل پخوانۍ سینماګانې،

ــ کیلاش څوک دي؟

ــ کوه نور الماس د تاريخ په رڼا کې،

ــ د پښتو او فارسي ژبو نامتو صوفي شاعر بهاوالدين بهايي،

ــ د لایې لاما ،

ــ ولې افغانان، ترکان او ایرانیان جرمني ته آلمان وایي؟

ــ قزلبا ش څوک دي؟

ــ د ریکا یا (رکا) د قوم په اړه لنډ معلومات،

ــ د پښتو فرهنګ او ادب په وده کې د منشي نولکشور د چا پخونو (مطبعو) ونډه،

ــ بوده‌یزم( Buddhism) او بودایي ګروهه (عقېده)،

ــ د هند مغولي واکمنان څوک ول؟

ــ د بریتانیې په کتابتونونو کې د پښتو خطي نسخو فهرست،

ــ اشرفۍ (اشرپۍ)،

ــ «افغان او افغانستان».

د دغو علمي ــ فرهنگي او معلوماتي مطالبو په ترڅ کې ښاغلي ډاکتر یاد پښتو لنډۍ هم له نظره نه دي غورځولې. ده له پخوا څخه د لنډیو د صنف بندۍ یا د لنډیو د موضوعاتو په نظر کې نیولو سره، لنډۍ رااخیستې دي او په خپل فیسبوک کې یې له خپلو مخاطبینو سره شریکې کړې دي. دغه یې څو بېلگې دي:

ــ د هندوستان په باب لنډۍ،

ما څوکاله مخکې د لنډیو د مقالو د سلسلې په شپېتمه برخه کې (۲۵/۰۴/۲۰۲۱) د ډاکترصاحب یاد د هغو انلاین کړو لنډیو په باب یوڅو کرښې لیکلې او خپرې کړې وې چې د هندوستان یادونه په کې شوې وه. زما د هغو کرښو متن دا دی:

«ښاغلي ډاکتر لطیف یاد همدا څو ورځې مخکې په خپله فیسبوک پاڼه کې د «هندوستان په پښتو لنډیو (ټپو) کې» د لنډیو په باب یو څه مالومات او څو هغه پښتو لندۍ را ټولې کړې دي چې هندوستان په کې یاد شوی دی. زه به دلته د ډاکتر صاحب لطیف یاد لنډ مضمون او هغه لنډۍ را واخلم چې د هندوستان هېواد په کې یاد شوی دی…»

تر دې وروسته مې د لنډیو په باب د ډاکتر یاد ټولې هغه خبرې رااخیستې وې چې ده د لنډیو په باب لیکلې وې. دا یې متن دی:

«د پښتو د فولکلوري شعرونو په لړ کې لنډۍ (ټپه) د ټول بشریت د فلکلوري شعرونو د سترې شتمنۍ یوه برخه ده. د لنډیو ستر اهمیت په دې کې دی چې د هغه سندریزه ځانګړتیا په ټولو شعرونو او سندرو کې ساری نلري .

د پښتو لنډیو لمن خورا پراخه او ارته ده. په لنډیو کې د طبیعت ټولو پدیدو ته ځای ورکړل شوی دی. په پښتو لنډیو کې نه یوازې ښکلا او ښایست، سپوږمۍ، ګل، بلبل، عاشق، معشوقه، پردیسي او نور شیان منعکس شوي دي، بلکې د ځایونو، سیمو او هیوادونو نومونو ذکر او یادونه هم پکې شوې ده لکه: یمن ، مصر، شام، لندن، روم، چین ماچین، کوه قاف، سراندیپ، دکن، بنګال، کشمیر، هندوستان او نور…

په دغه لړ کې د هندوستان نوم ځکه زموږ په پښتو لنډیو(ټپو) کې ډیر یاد شوی دی چې له یوې خوا هندوستان په پخوا وختونو کې زموږ ګاونډی هیواد و او زموږ د هیواد ډیر شمیر خلک د پیړیو، پیړیو راهیسې د روزګار او د نورو سوداګریزو کارونو او دندو لپاره هندوستان ته تلل او ان تردې به چې کوم زوی له خپل پلار نه خپه شو، نو د هندوستان ته د تلو اراده به یې وکړه او ډیره موده به یې هلته تیروله او یا دا چې به هندوستان ته د پیسو د پیدا کولو او نورو غریبیو او مزدوریو لپاره تلل. همدا راز زموږ ځیني فولکلوري افسانوي اتلان لکه د مومن خان او فتح خان بړیڅ نومونه هم په دغه لړ کې مشهور دي چې هغوی هم هندوستان ته تللي دي او د دوی په اړوند هم یو شمیر ټپې یا لنډۍ لرو…»

دا د څو هغو لنډیو بېلگې دي چې هندوستان په‌کې یاد شوی دی:

په هندوستان ورکه جانانه

رنګ مې دې هیر دی، تش په نوم دې یادومه

 

په هندوستان مې ګل کرلي

په ننګرهار ولاړه یم، بوی یې راځینه

 

په هندوستان کې دې مرګی شه

چې دې کفن شي د راڼۍ په دسمالونه

 

په هندوستان خوشاله ګرځه

اصیل زاده یم په نامه دې ناسته یمه

 

په هندوستان دې څلی جوړشه

د نامردۍ آواز دې را مه‌شه مینه

 

پرهندوستان خوشاله ګرځه

زه به دا تورې سترګې ستا په نوم ساتمه

 

له هندوستان نه مي راستون کړې

له ګورستان نه به دې څوک راستنوینه

ــ سپوږمۍ په پښتو لنډیو (ټپو) کې،

تر پاسني سرلیک لاندې یې پرته له تبصرې څخه دا لنډۍ ایښې دي:

سپوږميه کړنګ وهه راخېژه

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

 

سپوږمۍ به ډېره شي حيرانه

چې شين خالۍ زلفې پر شا راواړوينه

 

سپوږمۍ په غره راپورته کېږه

که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه

 

سپوږمۍ راوخته رڼا شوه

په سپين مړوند باندې مې ونه کول خوبونه

 

سپوږمۍ سلام به درته وکړم

جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه

 

چې به سپوږمۍ په غرو پناه شوه

بيا به رڼا شوه د لېلا د مړوندونو

 

سپوږمۍ په منځ د اسمان راغله

بې ياره خوب نه شته كه ما ته نه راځينه

 

سپوږمۍ د خداى روى مې دروړى

د دوو مينو تر مینځ مه وړه مشالونه

 

سپوږمیه سر وهه راخېژه

زما لالى دتورو غرو مزل كوينه

 

سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله

چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې مینه

 

سپوږمۍ په مادې څه احسان دی

زما جانان د ديوالو سیورو ته ځينه

 

سپوږمى اوچته شه را خېږه

چي مي جانان د تورو غرو مزل كوينه

 

سپوږمیه کرنګ وهه راخېژه

چې مساپر په سیند کډیږی ډوب به شینه

 

سپوږمۍ په تورو غرو را خیژه !

چې دوطن په یاد همتاته وژاړمه

په نېمه شپه سپوږمۍ ته ګورم

ما پکې نښې د جانان ليدلي دینه

 

زما دلیرې وطن یاره !

رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم دیدنونه

ــ چندړ، چندڼ ( چندنړ) دپښتو شاعرانو په شعرونو او ټپو کې:

یاد صاحب په دې باب داسې لیکلي دي:

«په پښتو لنديو (ټپو) کې هم دچندڼویادونه شوې ده .دلته تاسوته دبیلګې په ډول یوه ټپه راوړم چې وایي :

زلفې دې بیا په مخ خورې کړې

لکه ښامار چې له چندڼ تاو شوی وینه

پښتوسندرغاړو هم په خپلو سندرو کې دچندڼویادونه کړې ده لکه چې وايی:

لیلا لښته ده

لښته د چندړو لیلا لښته ده.»

ــ چړ په پښتوشعرونواو ټپو کې:

په پښتو لنډیو کې د «چړ» د توري د کارولو په برخه کې یاد صاحب داسې لیکلي دي:

«چړ په اصل کې دسیند هغه برخه ده چې پکې د اوبو ژوروالی لږوي او دسیند او به دتیزۍ له وجې پکې چړهاری کوي ، ځینې پښتانه ځړوبي یا آبشار ته هم چړ وایي .دلته په پښتوشعرونو او ټپو کې یې څو بېلګې وړاندې کوم…»

په لنډیو کې یې د «چړ» کلمې بېلگې یې وړاندې کړې دي، دا یې دوې بېلگې دي:

د دریابونو لامبوزن وم

د بېلتانه په چړ مې مات شول زنګنونه

 

خدای دې په خړ سیلاب لاهو کړه

چی مور دې شګې لټوي پلار دې چړونه 

ــ بورجل په پښتوشعرونواو لنډیو کې،

د بورجل په باب هم یاد صاحب د خپلو لاس‌لرلو معلوماتو خلاصه داسې وړاندې کړې:

«په پښتو شعرونو کې د بورجل د ویي (کلمې) ډیره یادونه شوې ده، په پښتو قاموسونو کې بورجل دکور،جونګړې،مېنې، استوګنځی، کلا، مورچل، مورچه، سنګراو څوکۍ په معنا راغلی دی…»

یاد صاحب د ځینو شاعرانو هغه بیتونه هم راوړي دي چې د «بورجل» کلمه په کې کارول شوې ده، خو د هغو ترڅنگه یې د لنډیو ځینې بېلگې هم رااخیستې دي چې د «بورجل» یادونه په کې شوې ده. دا یې څو بېلگې دي:

پر ادې موريې سلام وايه

پرمېراتي بورجل مې وکرل ګلونه

 

جانان کوچی و کوچ یې وکړ

ما یې خالي بورجل ته وکړل سلامونه

 

بورجل دې و ته پکې نه وې

ما دې خالي بورجل ته وکړل سلامونه 

مارګله او په پښتو ټپو(لنډیو) کې یې یادونه،

 

یاد‌صاحب د یوه څېړونکي دانشمند په توگه ډېرځلې په خپله فیسبوک‌پاڼه کې اوږدې څېړنېزې مقالې خپروي لکه د مارگلې سیمې په باب معلومات او ورسره په پښتو لنډیو کې د مارگلې یادونه او د کارونې څرنگوالی یې. دلته به زه د یاد صاحب هغه څېړنیز بحث راواخلم چې لومړی د مارگلې په باب معلومات او بیا په پښتو لنډیو کې یې د کارونې څرنگوالی او هغه ماخذ هم ښیي چې ده له هغه نه دا معلومات رااخیستی دی:

«مارګله یوه غرنۍ سیمه ده چې دپاکستان دپایتخت( پلازمیینې ) اسلام آباد په شما لي برخه کې پرته ده چې پخپله اسلام آباد هم دمارګلې په لمنه کې موقعیت لري .مارګله په اصل کې دهیمالیا دغرونو یوه لړۍ ده . دمارګلې غرنۍ سیمه ( ۱۲۶۰۵) هکټاره ده چې دمري سیمه هم پکې راځي .

د مارګلې سیمه د ډیرو غرونو او وادیو نه جوړه شوې ده چې اسلام اباد هم پکې شامل دی. پخوا په تاریخي کتابونو کې د اوسني اسلام آباسیمې ته پټو ها ر ( پوټوهار) ویل کیده اوتر هغې دمخه د چورپور په نامه یادیده .

دمارګلې په اړوند ځینې اسطورې هم شته چې ځینې په دې اند دي چې مارګله ځکه ورته وایی چې دې سیمې ډیر ماران درلودل .

مارګله دښکلي طبیعت او غرونو په وجه رنګارنګ بوټي ، ګلان او ونې لري او همداراز ډول ډول وحشي ځناور او مارغان هم پکې شته .

دمارګلې مشهورځایونه دامن کوه ، پیر سوهاوه ، ګو کینا، لوهي ډنډي ،شاه الله دته اودمارګلې نیشنل پارک دی.په مارګله کې دغره لوړه څوکه دتله چروني په نامه یادیږي چې ۱۶۰۴ متره لوړه ده.

په پښتني کلتور او تاریخ کې هم دمارګلې دنوم ډیره یادونه شوې ده. په پخوا وختونو کې به چې پښتانه هندوستان ته تلل نو دمارګلي پر لاره به یې خپل یون ( سفر ) کاوه او ان دپښتو په ټپو( لنډیو ) کې هم دمارګلې دښکلي سیمې یادونه شوې ده او مارګله په حقیقت کې دپښتنودسیمې او هندوستان ترمینځ د هغه وخت پوله اوسرحدګڼل کیده. دلته به زه تاسو ته دمار ګلې په اړوند یو څو پښتو ټپې (لنډۍ) د بیلګې په توګه راوړمه:

 

۱- ساتلی بازمې رانه لاړه

په مارګله به ورته دام دزلفو ږدمه

 

په دې بله ټپه کې ګورو چې جانان خپل یو مساپرچې هندوستان ته ځي تر مارګلي پورې بدرګه کوي اونوریې په خدای سپاري لکه چې وایي:

۲– تر مارګلې درسره ځمه

په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه

په دریمه ټپه کې ګورو چې خپل جانان دهندوستان دتلو نه منعه کوي او وایي:

۳- یار به مې بل ملک ته پرې نږدم

ورته پیزوان دمارګلې په کنډو ږدمه

 

۴- تر مارګلې به درسره يم

نور دې په مخكې الله مل شه مسافره

 

۵-د مارګلې كنډوه وران شې

په تا تېرېږي ځوانان بل وطن ته ځينه

 

۶-د مارګلې كنډو به نيسم

لالې به نيسم د لونګۍ د پلوونه

 

۷-په مارګله مې يار ورتېر کړ

داوښکو ډکې سترګې کور ته ترې راځمه

 

۸- پــه مټیزتوب درسره نه ځــم

د مارګــلې پورې چیلــم درسره وړمــه

 

۹-جانان په ننګ د وطن درومي

زه به جلب د مارګلې ورسره کړمه

 

۱۰-غازي جانان مې راروان دی

ځمه پیزوان د مارګلې په کنډو ږدمه»

ــ په پښتو لنډيو (ټپو) کې د حضرت یوسف (ع) یادونه او ذکر،

د لنډیو د پرلیکه کولو په ترڅ کې یاد‌صاحب هغه لنډیو ته هم ورپام شوی دی چې په هغو کې د حضرت یوسف ژوند، کارنامو او ښکلا یادونه شوې ده. ده د حضرت یوسف او په پښتو لنډیو کې یې د ژوند انځور په باب داسې لیکلي دي:

« حضرت يوسف (ع ) د حضرت يعقوب (ع) زوی او دحضرت اسحاق (ع) لمسی و. په قرآن کریم کې دحضرت یوسف (ع) نوم (۲۷) ځلې راغلی دی اوپه قرآن شریف کې دده په نامه یوه سوره هم شته چې سور ّة یوسف یې بولي .

الله تعالی حضرت یوسف ته ډېر ښايست ، حسن او ښکلا ورکړې وه خپلو ميرني ورونو يې رخه ورسره کوله ، ددې کينې او رخې له کبله يې په کوهي کې واچاوه ، پلار يې حضرت یعقوب (ع) د ده په بېلتون او جدايۍ کې ړوند شو ، دی د يوې قافلې د تېرېدلو له امله چې غوښتل يې له کوهي څخه اوبه راوباسي ، له کوهي څخه روغ رمټ راوويستل شو او د قافلې مشر د مصر په پاچا عزيز باندې په پيسو وپلوره ، د عزيز ميرمن زليخا پرې مينه شوې وه ځکه چې دی ډېر ښکلی و او دده په لېدلو سره يې زړه پرې بايللی و…

د پښتو په ولسي ادب پښتو لنډيو کې د ده په اړوند لنډۍ (ټپې) شته:

که زلیخا مینه نه وای

چیرته یوسف چیرته د مصر زندانونه

 

یوسف په شان جانان مې ورک دی

له ربه غواړم د ایوب په شان صبرونه

 

دويم يوسف راته ښکـــارېـږې

خوبان د مصر دې خجل په مخ کې ځينه

 

په ښار د مصر کې غوغا شوه

چاوې يوسف د زليخــا ورســـېـدنه

 

ثاني يوسف وې په جهان کې

خوبان د مصــر دې ديدن لره راځينـــه

 

يار مې يوسف له ما جــــــدا شو

زه زليخا پيالې د صبر پسې خورمه

 

يار مې يوسف په ميرو ورک دی

د لمر پرست په شان غړۍ ورپسې وړمه»

 

ــ مارکونډۍ،

 

یادصاحب د مارکونډۍ په باب هم لنډۍ راټولې کړې دي او خپلو مخاطبینو ته یې له لاندې تشریحاتو سره وړاندې کړې دي:

 

موږ مارکونډۍ کرلې نه دي

زموږه چم ته جانان ولې نه راځینه

 

زما دې څۀ نصیب کړ خدایه

ګل مې کرلي، مارکونډۍ ترې ټولومه

 

ولی به نه ژارم عالمه

گلان کرمه مارکونډۍ راټوکوینه

 

مارکونډۍ = يو اغزن بوټی دی،. ګردې اغزنې دانې لري، په جامو پورې نښلي او په دښتو کې زرغونېږي.ددې بوټې علمي نوم Tribulus terrestris دی ډیر ګټور بوټی دی په فارمسي کې نړیوال شهرت لري دا بوټې د جنسي هورمونونو تولید زیاتوي په دې اساس د جنسي کمزوری په درملنه کې کارول کیږي.په فارسي کې خار مغیلان ورته وایي،

د فارسي ژبې غزلبول شاعر حافظ شیرازي بیا وايي:

در بیابان گر به شوقِ کعبه خواهي زد قدم

سرزنش‌ها گر کُنَد خارِ مُغیلان غم مخور

 

ــ د جگړو د وختونو ټپې،

ډاکتر لطیف یاد د گڼو موضوعاتو په باب لنډۍ انلاین کړې دي: د مهمو مناسبتونو په پار، د ځایونو، اشخاصو، د علمي او مطرح شخصیتونو په باب معلومات، د مهمو پېښو او… په باب.

یوځل د ده په پخوانۍ فیسبوک پاڼه کې له داسې لنډیو سره مخ‌شوم چې د جگړې په باب وې او سرلیک یې و: «د جگړو د وختونو ټپې» ده پرته له تبصرې نه یوڅو داسې لنډۍ رااخیستې وې چې د جگړې یادونه په کې شوې ده او د جگړو یاد او انځور وړاندې کوي. دا لاندې یې څو بېلگې دي:

د دښمن زړه راباندې یخ شو
چې افغانان خپلو منځو کې جنګ کوینه

خدای خو به بیا په ملک رڼا کړي
تل خو به نه وي دراکټو بارانونه

افغانستانه پر ما ګرانه
تاکې بهیږي دسرو وینو سیلابونه

افغانستانه پر ما گرانه
په تا جوړ کړي جگړه مارو ناتارونه

زوى يې شهيد شو په مکتب کې
مور يې په چغو چغو ټول کړل کتابونه

پښتو لنډیو ته د پاملرنې او خپرولو په لړ کې کله کله یاد صاحب په خپله فیسبوک‌پاڼه کې داسې ویدیو گانې هم خپرې کړې دي چې په هغو کې سندرغاړو پښتو لنډۍ زمزمه کړي دي او د همدې ویدیوگانو له لارې یې ترخلکو پورې رسولې دي. دا لاندې د یادو ویدیوگانو لینکونه دي:

https://www.facebook.com/latif.yad.5/posts/pfbid02MhZTDNXrDxSVLQcEm3cHrbBrvKNypT4RPJ6Q6j7XdXPPPu5v9ymjbQdWsUpRtkEAl

https://www.facebook.com/latif.yad.5/posts/pfbid0GU4osP2KiWQhx6QA21Yx8oT4kgmU6U22SAsyTnbhRQEYWRoxSYnH1JFaQuRahmLol

دا هم له یادو ویدیوگانو نه د مثال له‌پاره څو لنډۍ:

که ټول‌جهان جانان جانان شي

زما د یار په څېر جانان به چېرته‌وینه

 

مسافر مه‌وژنې خاونده

پر زړه بې پاتې شي، بې‌شمېره ارمانونه

 

ټول په سفر به دوزخیان وي

د پښتنو پـېـغـلو ازار وهلي‌دینه

ډاکتر لطیف یاد یو اکادمیک او فعال فرهنگي شخصیت دی، داسې چې په هېڅ حال کې یې قلم له لاسه نه دی لوېدلی، د ده فرهنگي کارونه د ډېرارښت لرونکي دي او ښايي چې پر هره برخه باندې یې کتابونه او مقالې ولیکل شي؛ دلته ما یوازې د ډاکتر یاد د هغه فعالیت یادونه وکړه چې ده د لنډیو په باب ترسره کړی دی.

 

نوربیا

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.