د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۲۹مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۵۸مه برخه
له ما سره د لنډیو په راټولولو کې چې ډېرزیارایستونکی او مرستهکونکی دی، هغه فرهنگي شخصیت ښاغلي عبدالعزیز نایٔبي دی، ده یوځل بیا مهرباني کړې ده سللنډۍ یې راټولې کړې او ماته یې رالېـږلې دي. نایٔبي صاحب تر لنډیو مخکې د یوه خواږه پیام په ترڅ کې داسې راته لیکلي دي:
«ګران استاده سلامونه، ارادت!
د عُمر نوی پسرلی مو د تل په څېر له ثمر ډک غواړم.
دا سل لنډۍ مې تازه راټولې کړي دي، که تاسو ته نوې ښکاري، نو د لنډیو په اړونده لیکنو کې ورڅخه ګټه اخیستلی شې.
ستاسو روغتیا او سلامتي مې همېشنۍ هیله ده.
په درناوی»
له نایٔبي صاحب نه په بیا، بیا مننې سره، باید ووایم چې د ده په رالېـږلو لنډیو کې هغهلنډۍ چې زما لهپاره نوې دي، ما راخوندي کړې او یادې لنډۍ ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم:
مینې دې داسې لېونی کړم
سوچ مې په تا کې و په سپي وروختمه
مورې بنگړي به په لاس نهکړم
چا چې راوړي هغه بل وطن ته ځینه
ما ناممکنې چارې وکړې
لالی مې هېر کړ، ژوند ته بیا له سره شومه
مازدیگر چېرته وې، چې نه وې
خورې ورې زُلفې په بام ولاړه ومه
ملنگه دوه کچکوله راوړه
یو کې به مینه بل کې وینه درکومه
ما پسې کټ او بړستن راوړئ
د ژمي شپه ورته کوڅه کې تېرومه
لیلو خبره یې که نه یې
یار دې ملگري خبروي له مُلکه ځینه
لمونځ خو په هر جومات کې کېـږي
زه د جانان لهپاره کوز جومات ته ځمه
له موزیگي نه ورگه ښه ده
چې نیمه شپه شي، لټ په لټ مې اړوینه
له زورور سره دې سر شه
لالیه زه دې بېچاره موندلې یمه
لاسونه غبرگ راڅخه پرې کړئ
چې د کماصل جانان ور مې ټکاونه
لاړل هغه وختونه لاړل
لکه طوطي چې مور او پلار ساتلېومه
راځه، راځه چې خولگۍ درکړم
خاورې به درکړم، ما دروغ ویلي دینه
راشه په سترگو کې مې خوب شه
د بېلتانه شوگیرو ډیر وهلې یمه
د موزي سترگې د لېوه دي
دا رډ کاته یې له غوايي زده کړي دینه
د کلي دنگې ونې پرې کړئ
بازان په تورو غرو پناه شول نهراځینه
د سترگو ټول نظر په ما که
ستا په دیدن پسې مې کړي دي مزلونه
د بختورو په نصیب وي
په تور ماښام د تورو سترگو دیدنونه
دا مخامخ دېواله وران شئ
تا نه پناه دي تورې سترگې، سره لاسونه
د زړه برجونه دې محکم کړه
زه د اوربل کلا ته، توپې خېژومه
د ادېلۍ* د گټې نه دی
د خټو ډکې پښې په ما چاپي کوینه
د دریا غږ یې لېونی کړم
تل یې په سرو لاسونو جگ نیولی وینه
د ملنگۍ جامه کې راشه
زه به په سور سالو کې خیر دروباسمه
د دروازې د غږ اوازه
تللی لالی رایادوې، غرقه دې کړمه
د بېغمۍ په خوب ویدهوم
بېلتون په مخ څپېـړه راکړه، ویښ یې کړمه
دا موزیگی د اوړوو گوډی
چې په څپېـړه یې وهم دوړې ترې ځینه
په نیمه شپه له کوره ورکه
یاره لوچکه زه به تاته ناسته یمه
ټوله شپه تېره په حُجرو کړي
د سهار لمونځ ته یې په زوره ویښومه
کومۍ دې پرې شه موزي چرگه
چې په مړوند یې وم ویده ویښه دې کړمه
هلیکوپتر غوندې کږه شوه
د زړه په سر یې په راکټوو وویشتمه
یار مې ټوپک، زه یې مرمۍ وم
په تورو غرو یې وویشتم، ورکه یې کړمه
تنخا دې ځان سره سمبال کړه
لالیه زه دې په خندا مئینه یمه
ځان دې په تورو چرسو تور کړ
خپلو ملگرو ته دې زه بدنامه کړمه
په نیمه شپه دې سلگۍ وکړې
یاره ناروغ یې که نیستي دې ژړوینه
په اروپا کې دې ډیر ځنډ کړو
وړکیه مئېن یې که قرضې دې کړي دینه
یار مې ولور له وطن ورک کړ
د ځوانۍ عُمره، په رواج دې تېرومه
زړگی مې ستا له غېـږې نه تلو
زه ستا شلیدلي ټیکري ورک له مُلکه کړمه
نصیبه خور په دُنیا پروت یې
په گرځېدو درپسې زه سپینږیری شومه
غږ یې اشنا راته ښکاریـږي
په دې ملنگ مې د جانان گمان راځینه
چې د سبا مُلا اذان کړي
څوک عبادت کړي، څوک مئین رُخصتوینه
په کوڅه غلی مه تېرېـږه
جانانه ټوله دې په ننگ ولاړه یمه
خبرې کړې شونډې دې رېـږدي
لکه سور گل چې د سهار شمال وهینه
سوال دې په کوم زیارت قبول شو
اوس یې راښيه چې لنگر یې تودومه
په ځان مې شک شو جوړ مئېن شوم
څوک چې درگوري په ما بد لگي مئېنه
وطن به ستا له ټسه پرېـږدم
خلک به وايي له نیستۍ وتښتیدنه
وخت مې په خولې لاسونه ایښي
په اشارو د دیدن خواست درته کومه
ستا به زما نه گیله کېـږي
قسم دی یاره نظربنده مې ساتینه
یار مې سوریـږي، راونېـږي
پر ما وریــږي د سکروټو بارانونه
یار مې د تلو څپلۍ په پښو کړې
زړگی مې ریـږدي اوس به واخلي قدمونه
اوس د پردي وطن گلاب شوې
د باد څپېـړې په مخ خورم تا یادومه
چې پخواني وختونه یاد کړم
سر په بازو کړم، اوښکې ښکته تویومه
چې سترگې پټې کړم، تا گورم
چې سترگې لوڅې کړم، خالي وي وطنونه
په تا به څنگه شپه تېریـږي
په ما چې شپه شي لېونۍ درپسېشمه
ټول مسافر وطن ته راغلل
یا یار خفه دی یا له قصده نه راځینه
بېلتون د مینې سوداگر دی
د اشنا قدر په اشنا پېدا کوینه
زه چې سهار له خوبه پاڅم
له کلیمې سره دې سمه یادومه
په مازدیگر مې جانان لاړو
چې مازدیگر شي، سترگې دواړه پټېکړمه
په طبیبانو نهرغېـږم
زهر د مینې مې په لپو څښليدینه
چې مړوندونو کې مې تنگ وو
هغه بنگړي مې اوس څنگلو ته راځینه
اوس که راځې وختونه تېردي
زما د مخ خالونه اوښکو وړيدینه
اندېښنو جگ غرونه اوبه کړل
سلام دې ما ته وي په پښو ولاړهیمه
زړگیه خوار شې، زه دې خوار کړم
تا په بېننگه یار کې څه لیدلي دینه
جانانه ته ملامت نهیې
ملامت زه یم چې په تا به نازېدمه
وهه، وهه مخ مې تغمې که
ماسره ښايي، چې ستا غېـږې له راتلمه
ستا اشنایي د اوبو ورخ دی
چې چینارونه پکې ږدم، اوبه یې وړینه
که دېوالگی وای، ما به ړنگ وای
لالیه نه ړنگیـږي شوي نصیبونه
نصیب زما، یا مې د یار دی
په اور دې وسوځي د دواړو نصیبونه
جانانه غم دې سور کافر دی
په ما د ژمي شپه په ویښه تېروینه
په زړه مې ته وې، خدای رانهکړې
اوس که تمامه دُنیا راکړي، څه به یې کړمه
په لالي پام کوه نازک دی
زما چې یار و، ما یې ډیر قدر کاونه
اب و دانه مې شوه تمامه
لیلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه
زړه مې له ټولې دُنیا تور دی
سوال د مرگي راته کوه، چې خاورې شمه
په ما یې داسې لوبې وکړې
که اندازه یې لگېده اسمان لویدنه
د بېلتانه راپسې مخ شو
یار یې جدا کړاوس مې کلي نه شړینه
د پلار او ځوی هدیره یوځای
د لور خو قبر هم په بل کلي کې وینه
د بېلتانه ماښام مې وژني
له کوره تللي خلک ولې نه راځینه
د سوي لاس پوښتنه کېـږي
د سوي زړه پوښتنه هېڅوک نهکوینه
د لاس په کرښو کې مې نه وې
د بل نصیب وې، زه دې هسې خاورېکړمه
د زړگی ځور راته جوړ یې
نه مې هېرېـږې، نه مې بد درنه راځینه
چا ته به مړ لالی یادیـږي
څوک له ژوندي جانان نه لارې بدلوینه
چې ډولۍ واخلي، ځای خالي شي
لکه دربار له پاچاهانو خالي شینه
ډولۍ مې ورو بیایه ساروانه
د دېوال خوا کې مې جانان سلگۍ وهینه
اوښکې لمانځي دې، که بېلمانځې
زما په څیرې گرېوان ځي، لمونځ پرې کومه
ادکه مور درنه لوگی شه
په پردۍ ژبه راته مه لیکه خطونه
جنگ خو د کلي منځ ته راغی
لالیه پورته شه چې ملا دې وتړمه
تن مې د ورک سړي باغچه ده
مېوه مې ټول خوري، اوبه یو نهراکوینه
په تورو غرونو یې پناه کړه
جینۍ لا هغسې دادا، دادا کوینه
په وطن بیا مازدیگری دی
خاورې لالی دی سترگې چاته واړومه
کټ له یې ډیرې اوږې راغلې
د قام غمونه یې په زړه وو، دروند به وینه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* ادېله: ۱- نیمه پیسه، اتانیز، د تېرې زمانې یوه معمولي سکه. ۲- د شېخ ملي د وېش مطابق د زمکې د تقسیم یوه برخه چې د نیمې روپۍ یا نیمې پچې برابر قیمت لري (پښتو دیکشنري، قلندر مومند – قاموسونه).
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.