کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د پښتونژغورنې غورځنګ مشر پر پکتیکا د پاکستان د پوځي رژیم هوایي بریدونو ته په اشاره ویلي، هر عاقل انسان دا ثابتولای شي چې د پاکستان دغه ډول کړنې د ترهګرۍ تر ټولو څرګنده بڼه ده.
د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د پاکستاني فوځ له خوا پر پکتیکا برید شوی چې پهکې د کرکټ ځايي لوبغاړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په نړۍ کې هر عاقل انسان دا ثابتولای شي چې د پاکستاني ریاست له خوا ترسره کېدونکي دغه کړنې د ترهګرۍ ضد عملیات نه، بلکې پخپله ترهګري ده، ساده ترهګري هم نه، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو څرګند او سخت شکل دی.
د هغه په خبره: «که د تېرې یوې ورځې پېښو ته پام وکړئ، نو به درته څرګنده شي چې پنجابي فوځ د لر او بر افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ په پالیسۍ کې هيڅ توپیر نه کوي، بلکې د ټولو سرہ یو شان دښمني پالي.»
هغه له ټولو غوښتي چې د دغو ظلمونو پر خلاف غږ پورته کړي.
د یادونې ده، هغه ۴۸ ساعته اوربند چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قطر په منځګړيتوب او د اسلاماباد په وړانديز د دوحې د خبرو تر پای ته رسېدو پورې غځول شوی و، تېره شپه د پاکستان پوځ نقض کړی دی.
د سرچينو په وينا، د پاکستان پوځي رژيم د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ يو شمېر سيمې تر هوايي بريدونو لاندې راوستې چې له امله يې د کرکټ د څو لوبغاړي په ګډون يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.