د لنډیو اصلي منابع خلک دي-شلمه‌برخه

آصف بهاند

95

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

شلمه‌برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۴۳مه برخه

د انقلاب زور خو دې ولید

ډیرې وریندارې اوس لېورو ته ناستې دینه

 

زما اوربل تر نیم ډېر سپین شو

جانان پردي وطن کې څه لیدلي دینه

 

وطن کې خړه غریبي ده

وړوکي مست نه دي چې د مور غېـږه پرېـږدینه

ښاغلي عبدالعزیز نایٔبي د خپلو دایمي همکاریو په لړ کې یو ځل بیا څو لنډۍ رالېـږلې دي چې زه یې له ده نه په بیا بیا مننې، له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

له لښتي ټوپ کړه بیا راټوپ کړه

که خوند یې درکړ تر سبا وهه ټوپونه

 

په ژړا راغله راته وايي

کمیس مې زوړ دی نور پرې نه کېـږي ډولونه

 

ته مې د حال پوښتنه نه کړې

زه به پېریان په ځان تر کومه راولمه

 

پر دېوالو ختل مې زده کړل

د دله‌گانو سپي به ډیر وغپومه

 

سپینه خولگۍ دې لنگه غوا ده

په زړه ظالمې یار دې وچه ډوډۍ خورینه

 

په شرم اور پورې کړه یاره

غېـږ کې مې نیسه زه سړو نیولې یمه

 

د جوارگر لالي دلاسه

د سرو گوتمې مې په کمڅو تړلي دینه

 

پوره یو پاو زهر مې ورکړل

موزي مړ نه شو، د هندو قرضداره شومه

 

د زړگي زور مې پاتې نه دی

یاره کیسې دې لنډوه ستړې دې کړمه

 

توتان مې وخوړل مړه شوم

د دله خان د ډوډۍ څه پروا لرمه

 

ښه شو چې ژر درنه جدا شوم

د شرم گوډیه په یارۍ دې شرمېدمه

 

که نصیبونه کنډولي وای

ما به دا خپل په دېواله ویشتلی وونه

 

د چا په خیال خاطر کې نه یې

یواځې زه لېونۍ زړه درپسې خورمه

 

د عاشقۍ محتاجه ژونده

مئین په یو یم خیال د ټول کلي ساتمه

 

لاس یې اتلس ځایه مات شه

که څوک مې گوتې د لالي په بدن ږدینه

 

که د حیا خاطر دې نه وای

ما به دې نوم په چنارو لیکلی ونه

 

د خدای خدایي پکې ښکاریـږي

د جانان سترگو ته حیران ودرېدمه

 

شونډې غوټۍ، سُنبل دې زُلفې

زنه دې سېب د ثمرقند، دُر دې غاښونه

 

ستا نازولی غږ مې واورید

زړه مې ارام شو اوس به وکمه خوبونه

 

له خپله یاره به وانه وړم

که د چړو په څوکو نوکې، نوکې شمه

 

خلک به نوې یاري وکړي

زه به زړې یارۍ ته ورکړم پیوندونه

 

د یار تهمت د ډهلي تخت دی

چې د جانان په تهمت رنگ شوم پاچا شومه

 

پرېـږده چې لوی واړه خبر شي

یا به مې درکړي یا به مړه درپسې شمه

 

زړگي مې تا وړی محبوبې

لکه رباب خالي گوگل نارې وهمه

 

ستا به عادت وي بل به یار کړې

له ما نه نه‌کېـږي بې‌ننگه عادتونه

 

اول یې تول کړه، بیا یې یار کړه

بیا یې په سر باندې تړه درانه شرطونه

 

یار خو مې ته یې بل به نه کړم

که بل مې یار کړ په ایمان دې خواره شمه

 

په صبرولو چې صبریـږي

پوه شه چې دا به دروغجنه مینه وینه

 

د نصیبونو فیصلې دي

د زړه په خوښه یاران چا موندلي دینه

 

د بې‌ننگۍ لوبې دې وکړې

ما به دې خلکو ته د ننگ صفت کاونه

 

زما نه هر وخت مرور وي

لالی په خپلو بدو خاورې اړوینه

 

ژړا په خپله ځوانۍ راشي

څومره به کبر مې وېل چې یار لرمه

 

پخوانی یار په مخه راغی

له خپلو بدو شرمېده ټیټ یې کتنه

 

غرور مې ښه درته معلوم دی

که دې په ضد کړم بیا به وکړې ارمانونه

 

قدر مې خپله د ځان کم کړو

په تش اواز به سلامي ولاړه ومه

 

د یارانې مطلب دې نه دی

د یو نیول، د بل شړل، خوند درکوینه

 

د خدای خدایي ته مې سلام دی

خیر که مې برخې له ازله خوارې دینه

 

د خدای په لوی کرم به کېـږي

زما په فکر بېـړۍ غرقه، غرقه ځینه

 

زما ویشتلی وزر جوړ شو

اوس به د ځینو نه اوچت الوت کومه

 

اسره مې ته شې لویه خدایه

د للمې گل یم په باران گوزران کومه

 

په لېونو سپو کې راگیر یم

یاران په غټو، غټو گوري ما ترې خورینه

 

خدایه خپل ښه راته بدیـږي

چا ته چې ښه گورمه ډیر مې ژړوینه

 

په چا د کور غمونه بوج شي

په چا د یار غمونه سر وگرځوینه

 

ځان به له لوړ کمره گوزار کړم

د دُنیا خلک مې ژوندون ته نه پرېـږدینه

 

ربابه مات شې غمازگره

رایادوې اشنا په لرې وطنونه

 

سترگې په تلو کې راستنې کړه

د بیا راتلو دلاسه راکړه گنې مرمه

 

لالی پښتو نیولی درومي

زه بې پښتو ښه یم راستون یې کړئ مئینه

 

اول دې راشي ما دې مړه کړي

بیا دې پردې وطن کې شپې سبا کوینه

 

ټول مسافر به دوزخیان شي

د پښتنو پېغلو ازار وهلي دینه

 

ورک مسافر ورک یې یاري شه

د کلي ډم مېـړه کوم په کور به وینه

 

له بېلتانه سره مې جنگ دی

زما د ژوند غنم یې شنه ریبلي دینه

 

په مخکې ځم، په روستو گورم

روغه عالمه د زړه سر مې پاتې شونه

 

کډې دې یوسي خفه نه یم

په شا دې نه گوري چې زړه مې پسې چوینه

 

له پټو زړونو خبرداره

پروردگاره لېونۍ یار پسې شومه

 

کور به مې ولې نه یادیـږي

زه چې راتلم وړوو له پښو نیولی ومه

 

وطن کې خړه غریبي ده

وړوکي مست نه دي چې د مور غېـږه پرېـږدینه

 

مسافري مثال دې مرگ وي

زه چې راتلم ځان مې په مرگ شمارلی ونه

 

داسې به ډیر کلونه تیر شي

زما او ستا به پکې نه وي دیدنونه

 

خدایه لالي ته مې نېـږدې که

لس کاله کېـږي په نامه یې ناسته یمه

 

نه به پخیر وطن ته ولاړ شم

نه به د هغې لیلا دور وگورمه

 

نه به هغه دوران بیا راشي

نه به دې وینم په نکریزو سره لاسونه

 

زما اوربل تر نیم ډېر سپین شو

جانان پردي وطن کې څه لیدلي دینه

 

وطنه خوند دې اوبو یوړ

نه مازدیگر شته نه دې پېغلو کتارونه

 

د بېوسۍ ناره مې وکړه

پردي پردي وو، خپلو واخیستل لاسونه

 

لیوني سپي رانه چارپیر دي

جانان په غتو، غټو گوري ما ترې خورینه

 

ما ته د ژوند لارې ازغي دي

خدایه په کومه لاره کېـږدم قدمونه

 

د سر دُښمن مې هوښیار خوښ دی

زه د کم‌عقلو په یارۍ ستومانه یمه

 

د خوشحالۍ بخت مې کوټه دی

غم مې د زړه په ډاگ خیمې وهلي دینه

 

د انقلاب زور خو دې ولید

ډیرې وریندارې اوس لېورو ته ناستې دینه

 

په مرگ به مرم پاتې به نه شم

تا نه دې مخکې شم چې درشي ارمانونه

 

په چا مې سترگې نه خوږیـږي

بلا دې واخلم په ریښتیا  نیمگړې شومه

 

شال دې زما د خاک جنډه کړه

چې په لحد کې دې د څڼو بوی راځینه

 

قبر ته راشه حال مې واخله

مېـږي مې تورې څڼې وړي په کتارونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.