قضاوت د انصاف په تله کې

غلام حضرت احساس

293

قضاوت کول د انسان فطري خصلت دی خو عادلانه قضاوت هغه مهال ارزښت پیدا کوي چې د علم، بصیرت، حقیقت پېژندنې او وجدان له تلې تېر شوی وي. له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې دا ډول عادلانه قضاوتونه کم وي . قضاوتونه اکثرا د احساساتو، سیاسي او قومي تعصباتو، ګوندي تمایلاتو ، وابستګیو ، درواغجنو تبلیغاتو او پروپاګندیو پر بنسټ ترسره کېږي. دا قضاوتونه نه یوازې د انصاف څخه لیرې ، بلکې د حقیقت خلاف هم وي. په ځانګړي ډول، د افغانستان د تیرو نژدې پنځو لسیزو سیاسي حوادث او سیاسي شخصیتونه له داسې قضاوتونو سره مخ شوي چې یا خو پکې ډېره مبالغه شوې یا هم حقایق په کلي توګه تحریف شوي دي.

د دغو غیر عادلانه قضاوتونو یوه ژوره ریښه باید له هغه وخته وڅېړل شي کله چې پخواني شوروي اتحاد زموږ پر هیواد وسله‌وال یرغل وکړ. شوروي استخباراتي اداره (KGB) او هیواد کې تر اشغال لاندې لاسپوڅې ادارې تبلیغاتي ماشین لخوا زمونږ پر ملت، ځوان نسل، او عامه ذهنیت باندې ډیر کار او هڅه وکړه ترڅو د خپلو واکمنیو د دوام او د خپلو جنایاتو، خیانتونو او ظلمونو پټولو په موخه د خلکو ذهنیتونه له حقیقي وضعیت څخه منحرف کړي. دوی داسې عام تبلیغات پیل کړل چې د سیاسي پیښو معکوس حالت یې وړاندې کول او هڅه یې دا وه چې اشغال ته مشروعیت ورکړي او د خپلې واکمنۍ پر وړاندې هر ډول مخالفت د خاین، جاسوس، یا دښمن په نوم معرفي کړي.

دا راز تبلیغاتي جګړه د شورويانو سرو لښکرو یرغل سره تړلې ده کوم چې د ولسمشر حفیظ‌الله امین واکمنۍ یې ړنګه کړه او د ببرک کارمل تر مشرۍ خپل جاسوسان یې واک ته ورسول . شوروی استخباراتو او د هغو لخوا تپل شوې مزدورې ادارې په ورته وخت کې د ولسمشر حفیظ الله امین پر ضد پراخ، زهرجن او سیستماتیکو تبلیغاتو ته مخه کړه . خلک یې د هغه پر ضد داسې تورونو ته قانع کړل چې د شورویانو اصلي هدف، یعنې خپل یرغل ته مشروعیت ورکول ترې پټ پاتې شي. همدا لړۍ وروسته د نجیب‌ ، بیا د جهادي تنظیمونو په واکمنۍ او تر هغې وروسته د شل کلن جمهوریت پر مهال هم روانه پاتې شوه. د هرې نوې واکمنۍ هڅه دا وه چې د مخکنیو واکمنانو بدنامولو ته لومړیتوب ورکړي تر څو ځان ته برائت او مشروعیت پیدا کړي.

پدې ډول نه یوازې د تاریخ حقیقي انځور تخریب شو، بلکې د قضاوت کولو معیار هم له انصاف، حقیقت او علمي ارزونو څخه لرې شو. د هغو جنایاتو، خیانتونو او ناروا کړنو حساب‌کتاب هیڅکله هم ونشو چې شوروي پلوو حکومتونو، جهادي ډلو یا د وروستیو حکومتونو ادارو ترسره کړي وو. ځکه چې د دوی تر واکمنۍ وروسته نظامونه هم د هغو د جنایاتو د افشا کولو پر ځای یا له ورته تبلیغاتو استفاده وکړه، یا یې لدې موضوعاتو سترګې پټې کړې. نو ځکه نن هم زموږ په ټولنه کې ډېر خلک د پیښو او شخصیتونو په اړه داسې قضاوت کوي چې د واقعیت پر ځای د ناروا او زهرجنو تبلیغاتو څخه اغېزمن شوي دي .

اوسنی نسل چې دا ډول تبلیغات یې یا له خپلو کورنیو اوریدلي، یا یې د تعلیمي نصاب، یا د رسنیو ، جرایدو ، ورځپاڼو د لارې او یا یې هم د غلط سیاست د لارې جذب کړي ډېر وخت په ناپوهۍ سره پرېکړې کوي. قضاوتونه نه دا چې د تاریخي اسنادو، مستندو شواهدو او علمي تحلیل پر بنسټ نه ترسره کیږي ، بلکې د افواهاتو، احساساتو ، ناروا تبلیغاتو ، سیاسي وابستګیو او شخصي تمایلاتو پر بنسټ لا هم په قوت سره روان دي . دا یو خطرناک وضعیت دی ځکه چې دا ډول قضاوتونه نه یوازې د حق او باطل ترمنځ کرښه له منځه وړي، بلکې د ملي یووالي، متقابل احترام او د یوه سالم فکري چاپېریال خنډ او د منځه تګ لامل هم ګرځي.
که مونږ غواړو چې یوه روښانه او عادلانه ټولنه ولرو باید د انصاف پر تله قضاوت ته وده ورکړو. دا یواځې هغه مهال ممکنه ده چې خلک وهڅول شي د تاریخ واقعیتونه وپېژني، د هرې دورې کړنې په حقیقي او واقعي توګه تحلیل کړي، د شایعاتو پر ځای تحقیق ته مخه ، له تعصب او احساساتو څخه ځانونه خلاص کړي. رسنۍ ، ښوونیز بنسټونه، دیني علما ، د حق لارویان ، د پیښو عیني ساهدان ، تاریخ پوهان او لیکوالان باید دا مسؤولیت پر غاړه واخلي چې خلک له تاریخي تحریفاتو را وباسي او د پوهې، تفکر او انصاف پر لور یې رهبري کړي.

دا باید ومنو چې عادلانه قضاوت نه یوازې د فردي ارزښت، بلکې د ملت د برخلیک ټاکونکی اصل دی. که مونږ د هیواد د تاریخ، سیاسي پیښو او شخصیتونو په اړه د انصاف له تله قضاوت وکړو، نو هم به رښتیا او حقایق را برسیره شي، هم به د تېرو تېروتنو د تکرار مخنیوی، او هم به د ملي یووالي، ثبات او پرمختګ پر لور حرکت ترسره شي. قضاوت باید د حقیقت او عدالت پر بنسټ وي، نه د قدرت غوښتونکو او د تحمیل شویو نظریاتو پر بنسټ. که چیرې مونږ پردې باندې وتوانیدو د هیواد سیاسي او تاریخي پیښو، سیاسي او ملي شخصیتونه ریښتینی او حقیقي تصویر ټولنې، ولس او ځوان نسل ته وړاندې کړو، دا حالتونه به زمونږ فکري استقلال، د هیواد او ملت ځلانده راتلونکی لپاره یو روښانه پیغام وي. او که چیرې پدې ستر او رسالت منده ګډ مسولیت ادا کولو کې پاتې راغلو بیا به مو د هیواد سیاسي تاریخ په ریښتینې بڼه نه ، بلکې به ناڅرګندو، غیر حقیقي، انحرافي، ناسمو او تحریف کونکو واقعیتونو، غلطو روایتونو او افسانو پر بنا وړاندې شي چې دا به د ننګونې وړ وي . د یو ریښتینې او ویاړلي تاریخ لرلو په هیله .

د پاکستان د پوځ ویاند: د افغانانو وینې مونږ ته ارزښت نلري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.