د پاکستان د پوځ ویاند: د افغانانو وینې مونږ ته ارزښت نلري

غلام حضرت احساس

244

د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ څرګندونې چې ګنې د افغانانو وینه دوی ته هېڅ ارزښت نلري د پنجابي واکمنانو او نظاميانو د ذهنيت څرګنده نښه ده چې له څو لسیزو راهیسې د افغانستان پر ضد دسیسې جوړوي. دا ډول کرکجنې خبرې یوازې احساساتي غبرګون نه، بلکې د یوه اوږدمهاله سیاسي، نظامي او استخباراتي سیاست پایله ده چې موخه یې په افغانستان کې د خپل نفوذ تثبیت، ملي حاکمیت تخریب، او د افغان ولس هویت او د بهرنیو اشغالونو او یرغلونو پر وړاندې قربانۍ او مقاومت بې‌ارزښته کول دي.

له تاریخي اړخه که وکتل شي پاکستان له خپل تاسیس څخه را پدیخوا د افغانستان پر وړاندې له دښمنۍ څخه ډکه ، دوه‌مخی او مداخله‌ګر سیاست تعقیب کړی دی. د ډیورنډ کرښې مسئله د پښتنو او بلوڅو د حقونو له مبارزې سره د افغانستان خواخوږي او د ستراتېژیک ژوروالي مفکوره هغه بنسټونه دي چې پاکستان پوځ یې د افغانستان پر ضد د یو دوامدار مداخلې لپاره کارولي دي. کله چې کال ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان وسلوال یرغل وکړ د هغه مهال ولسمشر حفیظ الله امین یې وواژه او واکمنۍ یې ورته ړنګه کړه ، ببرک کارمل او بیا نجیب الله خپل لاسپوڅي او ګواډاګیان یې واک ته ورسول . افغانانو د خپلې خاورې ، ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي نوامیسو ، ملي ارزښتنو او ملي ګټو د دفاع او ساتنې په خاطر ملي او سراسري قیام پیل کړ چې د قربانیو په ورکولو سره یې حماسې وزیږولي . په هیواد مینو افغانانو ، شورویانو او د هغو لاسپوڅو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله . ګاونډي ملک پاکستان ته د افغانانو کتلوي کډوالۍ ، افغان کډوالو دپاره د اوسیدنې او جهادي تنظیمونو او قوتونو دپاره روزنیز کمپونو جوړول پاکستان دپاره داسې شوه لکه لنګه غوا ، چې له امله یې د اتومي او هسته یې وسلو خاند شو . پاکستان له امریکا، سعودي او نورو لوېدیځو قدرتونو سره په همغږۍ، د افغان مجاهدینو په نوم نیابتي جګړه پیل کړه خو د دې جګړې موخه د افغانانو آزادي او هغو سره خواخوږي نه ، بلکې د پاکستان لپاره د هغو د جغرافیایي برلاسيو ساتنه او مالي ګټو تر لاسه کول وو .

د پاکستان د استخباراتو اداره ISI د همدې نیابتي جګړو په پیل او تر نن ورځې پورې یې د افغانستان سیاسي جوړښت پر ضد کار کړی ، افغانستان کې د کورنیو جګړو دوام ، د سوله ییزو بهیرونو تخریب، او دننه په ملک کې د ترهګرۍ پېښې ټول د همدې استخباراتي پالیسۍ پایله ده .
د خواجه اصف دا سپکاوی کوونکې جمله، چې “د افغان وینه ارزښت نلري”، د یوه ملت د کرامت، شهامت، او مقاومت توهین دی. دا یوازې د احساساتو خبره نه ده، بلکې یو قصدي، پلان شوی، سیاسي پیغام دی چې غواړي افغانان بې ارزښته وښيي، د دوی قربانۍ هېرې کړي، او د پاکستان د پوځ ظالمانه پالیسي توجیه کړي. دا خبره له هر ډول بشري، اسلامي او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده. نه یوازې د اسلام له نظره، بلکې د نړیوالو بشري قوانینو ، کنوانسینونو او ملګرو ملتونو د منشور له مخې هم، د انسان وینه مقدسه ده، او سپکاوی یې جنګي جرم ګڼل کېږي.

پاکستاني جنرالان او د هغو دفاعي مشرتابه باید پوه شي چې نور د افغان ملت وینه د دوی د جیوپولیټیکو لوبو وسیله نده. دا وینه د یوه زړور، خپلواک، تاریخي او نه تسلیمېدونکي ولس استازولي کوي. د افغان وینه، د خپلواکۍ د بیرغ رنګ دی، او دا د دې خاورې د بچیانو هغه قرباني ده چې د نړۍ تاریخ ته به د آزادۍ درس ورکوي.
د پاکستان دا ډول بیانونه، نه یوازې د افغان ولس پر ضد، بلکې د ټولې سیمې د سولې پر ضد یو ښکاره ګواښ دی.

افغان ولس نړیوالو ته دا پیغام رسوي چې دا څرګندونې باید بې ځوابه پاتې نشي. نړیوال سازمانونه باید دا موضوع تعقیب کړي، د اسلامي همکاریو سازمان باید د دې بیان رسمي وضاحت وغواړي، او ملګري ملتونه باید دا مسئله د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي چې دا یوازې د افغانانو قضیه نده، بلکې د نړیوالو ارزښتونو، د بشري کرامت او د سولې اصل ته یوه جدي ضربه ده.
له بلې خوا د پاکستان ولس، روڼ اندي، خبریالان او مدني فعالان هم باید دا مسئله جدي وګڼي ، که دوی د خپل پوځ د دې ډول کرکجن دریځونو پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو دا چوپتیا به هغوی هم د یوه ظالم نظام پلویانو په توګه وۍبیژني . د یو ملت د وینې سپکاوی، نه یوازې غیر انساني دی، بلکې هغه اور ته لمن وهل دي چې د سیمې ټول خلک سوځوي.

د افغانانو وینه ارزښت لري. زموږ قرباني بې‌ځایه نده. زموږ تاریخ د مقاومت تاریخ دی. که د پاکستان جنرالان د دې وینې ارزښت نه پېژني، تاریخ به یې وپېژني. موږ باید خپل ملي وحدت وساتو، د دښمن د توهین پر وړاندې یو دریځ ولرو، او دا ثابته کړو چې دا خاوره، دا ملت، او دا وینه هېڅکله د چا د تحقیر وړ نده.
موږ نور چوپ نه یو. موږ یو موټی یو. او موږ به د خپل عزت، تاریخ، او وینې دفاع کوو .

ملت جوړونه او د ملت جوړونې اړتیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.