د یادو ګرځندویانو له ډلې څخه خوا او شاه (۹۸۰) زره کسان یوازې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې همالته تللي، چې د ایرانیو هغو شمېر پکې (۱۰۵) زره او (۹۵۶) کسانو ته رسېږي او له دې درکه یې د ترکیې هېواد په بهرنیو ګرځندویانو کې لومړنی ځای نیولی دی.
په استانبول کې له ایران څخه وروسته د بهرنیو ګرځندویانو ډېر شمېر په ترتیب سره د روسیې، آلمان، فرانسې، امریکا، هالنډ، آذربایجان، برېتانیا، قزاقستان، هسپانیا، ایټالیا او سوئیس هېوادونو اوسېدونکي دي.))(۱)
د ترکیې هېواد فرهنګي رنګارنګي، د ګرځندویانو لپاره د مناسبو او آسانه شرایطو او آسانتیاوو رامنځته کول او همدارنګه سوداګریز موقعیت، د ملکیت په پېرلو سره د تابعیت ورکړه، فردي او اجتماعۍ خپلواکۍ او دارنګه کڼ نور لاملونه ددې سبب شوي، چې هره ورځ، هره میاشت او هر کال ورباندې د ګرځندویانو او د ژوند کوونکو د لېوالو ډلې راماتې وي؛ خو هېره دې نه وي، چې کله کله د ترکیې هېواد د پولي واحد ـ لیرې د بیې رالوېدنه هم همالته د پانګونې په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی؛ د بېلګې په توګه:
((د ترکیې هېواد د احصائیې ادارې له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې ایرانیان له دې سره سره چې همالته د نورو هېوادونو د اوسېدونکو په پرتله د ګرځندوی په توګه ډېر تللي، همداسې یې د نورو هېوادونو د اوسېدونکو په پرتله خورا ډېر د استوګنې ځایونه (۱۳۲۳ بابه) هم پېرلي دي.))(۱)
اوس که د ۲۰۲۱ کال له لومړۍ میاشتې د ۲۰۲۱ کال د نهمې میاشتې تر پایه پورې د ترکیې هېواد د دولت او همدارنګه د یاد هېواد د اوسېدونکو لپاره د ټولو ګرځندویانو او یا تابعیت او ملکیت اخیستونکو ګټه محاسبه کوو، نو په لاندې ډول هماغه ساده د ضرب عملیې ته ورګرځو:
۱- که له یادو کسانو څخه هر یوه ترکیه کې ۱۰۰ ډالر مصرف کړي وي، نو د ترکیې دولت او خلکو به یې ۵۸۳۰۰۰۰۰۰ ډالر عواید ترلاسه کړي وي؛
۲- که له یادو کسانو څخه هر یوه ترکیه کې ۳۰۰ ډالر مصرف کړي وي، نو د ترکیې دولت او خلکو به یې ۱۷۴۹۰۰۰۰۰۰ ډالر عواید ترلاسه کړي وي؛
۳- که له یادو کسانو څخه هر یوه ترکیه کې ۵۰۰ ډالر مصرف کړي وي، نو د ترکیې دولت او خلکو به یې ۲۹۱۵۰۰۰۰۰۰ ډالر عواید ترلاسه کړي وي؛
۴- که له یادو کسانو څخه هر یوه ترکیه کې ۸۰۰ ډالر مصرف کړي وي، نو د ترکیې دولت او خلکو به یې ۴۶۶۴۰۰۰۰۰۰ ډالر عواید ترلاسه کړي وي؛
۵- که له یادو کسانو څخه هر یوه ترکیه کې ۱۰۰۰ ډالر مصرف کړي وي، نو د ترکیې دولت او خلکو به یې ۵۸۳۰۰۰۰۰۰۰ ډالر عواید ترلاسه کړي وي او… .
خو تر پیسو ور آخوا د یاد صنعت څو لاندنۍ ګټې هم د بنیادم مخ وراړوي:
۱ـ د کادرونو جذب: د ترکیې هېواد او یا ښایي نورو هېوادونو له مادي ګټو سره سره یوه هڅه دا وي، چې له نورو هېوادونو څخه مسلکي کادرونه او متخصصین خپل کاندي؛
۲- کارموندنه: لکه څنګه چې له یوې خوا په ټوله کې دولتي ادارات د ګرځندوی چارې راسمبالوي، نو له بلې خوا خصوصي شرکتونه هم د ګرځندویانو د استوګنې، لارښوونې، تګ راتګ او… چارو لپاره ایجادېږي او زرګونو کسانو ته د کارکولو زمینې برابروي؛
۳ـ طبیعي ده چې ګرځندوی خپل هېواد ته د کوربه هېواد د ژوند د یوه اړخ نه یوه اړخ له ښه تصویرلرلو سره ځي؛
نو که له یوې خوا د ګرځندویانو د شمېر د زیادښت سبب ګرځي؛ نو له بل پلوه د هغوی له کلتور نه هم اغېزمن کېږي او آن کله ناکله خو له دې لارې پانګې اچوونې ته مټې رانغاړي او پاتې دې نه وي چې د کلتور نه اغېزمنتیا دوه اړخیزه چاره ده؛
۴- د اولسونو د اړیکو پراختیا، چې ورو ورو د دولتونو د اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي او… .
نو ددې لپاره چې د هېواد په مادي او معنوي بساینه کې مو د ګرځندوی له اړخه لکه د نورو هېوادونو غوندې رول لوبولی وي، لاندنۍ څو مشورې او وړاندیزونه خپلو هېوادوالو او چارواکو ته وړاندې کوم:
الف ـ امنیت: د امنیت مفهوم باید لکه څنګه چې په نورو هېوادونو او یا د نورو هېوادونو د خلکو لپاره دی، همداسې تعبیر کړو؛ ځکه امنیت یوازې دا نه ګڼل کېږي چې د شپې درباندې ړنده بمباري ونه شي او یا چېرته د ماین ښکار نه شې؛ امنیت دا هم دی چې غل دې ونه شکوي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولرې، په لویو او … لارو تګ راتګ درته آسان وي، پخپل وخت او هر ځای کې خوراک او څښاک وموندلای شې او…؛
ب ـ د هغو ځایونو، سیمو او… رغونه او بیارغونه، چې ممکن ګرځندویان راجذب کړلای شي او یا ورته وړاندې لږ و ډېر ورغلي دي؛
ج ـ په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه د هغو ځایونو، سیمو او… په اړه د تحقیقاتي مقالو، ورکشاپونو، سیمېنارونو او… ترسره کول؛
د ـ د هېواد په دریو ـ څلورو پوهنتونونو/ لوړو زده کړو مؤسسو کې د (ګرځندوی، سیاحت، هوټل داري او… صنعتونو) یوه مشترکه پوهنځۍ ایجادول؛ دا کار نوی نه دی، نږدې د نړۍ ګرده هېوداونه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې داسې پوهنځی یا پوهنځۍ لري او لږ و ډېر یې د حکومتولۍ په مخکنيو بې روحه چوکاټونو کې هم په همدې موخه بدلونونه راوستي؛ د بېلګې په توګه:
((…د عربي متحده اماراتو دولت د اقتصاد او ګرځندوی وزارتونو په یوځای کولو سره پلان لري، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې دبی ته د ۲۵ میلیونونو ګرځندویانو د جذب زمینه برابره کړي… .))(۲)
هـ ـ زموږ د ژباړې فعالیت یو اړخیز دی؛ له بده مرغه زموږ ژباړنو یوازې د نورو هېوادونو د لیکوالو آثار پښتو ژبې ته راژباړلي او په تېرو دوو لسیزو کې چې د کتابونو د لیکلو، ژباړې او چاپ فرهنګونه ښه غوړېدلي وو، موږ یې د هر کال په حساب ټولټال سل کتابونه د نورو خلکو ژبو ته نه دي ورژباړلي.
وـ که خبره له ګرځندویانو ورآخوا افغانستان کې د ژوندکوونکو وي، نو اړینه ده چې په ځینو قوانینو؛ د بېلګې په توګه: د هغوی لپاره د تابعیت اخیستلو او همدارنګه د مدني، سوداګریزو، ښوونیزو او… چارو قوانینو کې هم لږ و ډېر اصلاحات او زیاتونې راوستلې شي.
په لاندې ډول هغه چې زما په ذهن کې راګرځي او همدارنګه له (کوشانیان او د هېواد لرغوني فرهنګي میراثونه) اثر څخه د ګران هېواد د څو توریستي ارزښت لرونکو ځایونو/ سیمو او… نومونه اخلو؛ د بېلګې په توګه:
۱- کندهار: د میرویس خان نیکه زیارت، د احمدشاه بابا مقبره، خرقه شریفه، چهل زینې، د کندهار زوړ ښار، ارغنداب، د میوند څلی او…؛
۲- غزنی: بالاحصار، منارونه، د امیرعبدالرحمن خان د مهال ودانۍ، د سلطان محمود غزنوي، بهلول دانا، حکیم سنایي غزنوي، ((ابوریحان البیروني، سبکتګین، مسعود بن احمد، فیض ګنجور، خواجه بلغار، شمس صاحب او… مقبرې او زیارتونه، د غزني دری دروازې، د ناور دښته، شابهار، سردار تپه، د واغظ او ګودال سیمې او…))(۳)؛
۳- بغلان: د بغلان ((سرخ کوتل ،ډبرلیکونه، ابنیې، د شمرغ سیمه او…))(۳)؛
۴- بامیان: د بامیانو د بودا مجسمې، معبدونه، سمڅې او…، بند امیر، تاریخي درې او…))(۳)
همداسې د ګران هېواد نورې ښکلاګانې، کسبونه، تاریخونه او… او همدارنګه زموږ د وطنوالو لسګونه ژبې او د ژبو ګړدودونه، جامې، خوراک، څښاک، پوښاک، د رسمي او یا نارسمي دندو ډول، کرنه او مالداري، د غمونو او خوښیو مراسم، لوبې، زده کړې، دودونه او… هغه څه دي، چې تر نورو هېوادونو د ګرځندویانو پام ډېر رااړولای شي؛ خو پاتې دې نه وي، چې پېژندل، کتګوري کول او تر نورو یې رسول/ را ماتول کار او زیار غواړي او که رښتیا شي، نو اوس هم هیڅ ناوخته نه دی.
یادونه: لیکنه څه موده وړاندې شوې وه او حالاتو ته په کتو ممکن لازمه ونه ګڼله شي؛ خو زما په آند دې برخې ته پام باید هر وخت او له حکومتونو نیولې تر ولسونو د ټولو له لوري وشي او که غواړئ، دې برخه کې ډېر وپوهېږئ، نو د ارواښاد استاد رسول باوري آثار تر نورو ډېرو هغو غوره دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.