د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، له علي وزیر سره يو ځای عدالت ته په وړل شويو کسانو کې نورالله ترین، شېر ایوب وزیر، بصیر محسود او محمد حسن هم شامل دي.
نوموړې زياته کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غړي د پاکستاني ځواکونو له لوري د سختو امنیتي تدابېرو په ترڅ کې تر عدالت يووړل شول. د علي وزير او يادو نورو نيول شويو کسانو په غبرګون کې لا هم په لر او بر کې د پاکستان حکومت خلاف لاريونونه دوام لري او د دوی ژر بېرته راخوشې کېدو غوښتنه کوي.
دوی په کراچۍ کې د درج شوې مقدمې پر بنسټ نيول شوي او په تړاو يې د پاکستان حکومت ادعا کړې چې په دغه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستۍ غونډه پرمهال يې د پوځ او رياستي ادارو خلاف څرګندونې کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320