ملي تدارکاتو کمېسیون ۵ قراردادونه منظور کړل

0 750

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل.
ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې د ملي تدارکاتو کمېسیون د تېرې شپې په غونډه کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې عمومي ریاست له‌پاره د څارویو د غوښې د درې مورده تهیې او تدارک قرارداد؛ د کلیو او پراختیا وزارت اړوند د کلیوالي صنایعو د انکشاف ملي پروګرام له‌پاره له لازمه موادو سره د غالیو اوبدلو ۵۰۰۰ دستګاو قرارداد تدارک؛ د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو عمومي ریاست ته د اړتیا وړ ۶۶ سکنرونو د تهیې او تدارک قرارداد؛ د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون عمومي ریاست اړوند د ۶ ګونو زونونو له‌پاره د اوبو د ۲۶۰۰۰ مېټرونو د تهیې او تدارک قرارداد او د ملي دفاع وزارت د مخابرې ریاست د سټراټېژیکو اړیکو شبکې مرکزونو د نوري فایبر د مرکزي او ساحوي ۱۷ کیبل سایټونو غځولو پروژې قرارداد منظور شول.
سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت اړوند د نوي کمپیوټري سیسټم د درې قلمه تجهیزاتو د قرارداد د فسخې غوښتنه هم تایید شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply