لکه څنګه چې د مکې په بزرګۍ کې شک نهشته، همداسې د طلوع ټلوېزيون په شیطاني، منافقت او د پښتنو په ځپلو کې هم څوک شک نه کوي. دا ټلوېزيون چې له کومه راهیسې جوړ شوی، د يوې قوي تبلیغاتي دستګاه او مرکز په توګه يې د هېواد د ملي ګټو پر ضد، د حقایقو په پټولو کې پرته له وېرې او شرمه په خلاص مټ له دې پرته بل کار نه دی کړی او لا يې کوي.
د طلوع په سیاسي خپرونو کې چې هغوی کوم پښتانه مېلمانه کړي، موخه به يې دا وه چې د همدغه مېلمه په وسیله پښتانه څنګه وټکوي او يا يې د دوو پیسو کړي.
طلوع پر ملي مسایلو هم تل ملنډې وهلې او د سپینسترګي يې ډېرې بېلګې شته. د نمونې په توګه د صدارت په څلورلاري کې د خونړۍ پېښې تر کېدا وروسته چې د ډېرو بېګناه افغانانو میندې پکې بورې شوې، پر سبا يې د افغان نه منلو خپرونه پیل کړه. د دې پر ځای چې پر دې وژنه يې ماتم کړی وای، دا چينل دومره سپینډسترګی او بېاحساسه دی چې پر داسې خپرونه يې پیل وکړ چې د نفاق، شر او پرته له هېواد دښمني بله مانا نه لري.
طلوع ټلويزيون د نظار شورا د نادودو د مشروع کولو او د هغوی د مخالفانو د ناروا ځپلو هغه مرکز دی چې په ډېر اخلاص سره يې کلونه کلونه دا چاره سره ته ورسوله. لنډه به يې ووایو چې طلوع د ستمیانو، شعلهیانو او ایرانیانو د تبلیغاتو يوه لویه خوله او سپینې سترګې دي.
د همدې ټلوېزيون له لارې يوه نیمه لسیزه داسې تبلیغات وشول چې د نظار شورا، په تېره بيا د جمعیت د نژادي ډلې ټولې غلاوې، وژنې، هېواد او کابل ورانونې ګردې کارنامې يې پټې او هغوی يې د فرشتو په څېر سپېڅلي وګڼل.
طلوع په رڼا ورځ کلونه کلونه د هغوی پر جنایتونو خاورې واړولې او کله يې په خطايي کې هم ترې و نه پوښتل چې شهزاده سرای چا چور کړ، په کابل کې جنګ چا پيل کړ، موزیم چا لوټ کړ، د بېشمېره خلکو کورونه چا ونیول، بر ناحقه مارشالي او اتلولي ولې ورکړل شوه، کابل چا غصب کړ، د بینین سېوان پروسه چا ناکامه کړه، د قومي تعصب بنسټ چا کېښود، په لسګونو داسې نور جنایاتونه درواخله چې مستندې بېلګې يې شته.
پورته خبرې هغه څه وې چې کلونه کلونه يې د میلیونونو افغانانو زړونه پړسولي وو، د خدای کارونو ته ګوره، حکمتیا ر صاحب کابل ته راغی او بیا داسې ورځ هم را ورسېده چې طلوع والو ورسره د مرکې تابیا ونیوله.
خو طلوع هم داسې ساده نه وه، د متعصبانو يوه کړۍ يې راوسته، څو ورځې يې د پوښتنو په جوړولو تېرې کړې او په پای کې هغه شېبه هم راورسېده چې حکمتیار د پوښتنو پر کرسۍ کښېناست. له هغه سره د مرکې اصلي موخه دا وه چې حکمتیار ملت او په تېره بيا د کابل خلکو ته داسې پړ وښيي چې ورسره يې حیثیت له خاورو سره خاورې کړي.
دا بېانصافي ده چې موږ حکمتیار په ټوله مانا پاک وګڼو، خو د طلوع خبریال ته چې هغه کوم قانع کوونکي ځوابونه ورکړل، دا به له انصافه لېرې وي خوله پرې پټه کړو. د خبریال هره پوښتنه به يې داسې ځواب کړه چې هغه به ورته پخپله هک پک شو، له څېرې ښکارېده چې همدا سپینسترګی خبریال يې تر اغېز لاندې راغلی و، سره له دې چې د مرکې په ډېرو برخو کې به هغه پوره سپینسترګي کوله، خو طلوع لا په داسې چا نه و اوښتی چې په اصطلاح په غوز کې يې ځای کړي.
د دې مرکې د ټولو ځوابونو پر عمومي تاثر که لنډه خبره وکړو، هغه به دا وي چې د حکمتیار صاحب ځوابونو ډېر حقایق روښانه کړل. دا يې خلکو ته جوته کړه چې د جمعیت متعصبې او افغان ضد ډلې د طلوع په خوله دا يوه نیمه لسیزه څومره ښکرور درواغ ويلي وو، په څومره رښتینو پېښو يې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندلې وې. پښتانه متل کا چې مړ شوې، پړ شوې، حکمتیار دا څو کلونه وړاندې همداسې و، دلته داسې څوک نه و چې خلک له حقيقتونو خبر کړي.
له نېکهمرغه اوس هغه وخت نه دی، اوس به ډېر هغه ناویلي خلکو ته وويل شي چې خلک لا ترې نه دي خبر. تر دې وروسته به د دې خاورې رښتيني دښمنان خلکو ته لا ښه څرګند شي، خو زه ګومان نه کوم، که دا خلک شرم ولري، دوی د واک، چور او تالان لهپاره په يوه ټيټ کار هم نه شرمېږي او نه پکې هم دا ځوانمردي شته، چې له ځانونو سره ووايي؛ «دښمن مړ کړه، خو مېړانه يې مه وژنه.»
سره له دې ټولو درواغو د حکمتیار صاحب مرکه د طلوع لهپاره يو ښه درس دی، کېدای شي چې د يوه څه وخت په مخه د بګيلي مړزانو غوندې د شرارت په خپرولو کې غلي او ارام او ملي ګټې يې له شره خوندي وي، خو کرمي د ښادي د راوړلو هيله د زاڼو کټوري دي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320