د جمعې له لمانځه وروسته ملت ته د خطاب پرمهال ولسمشر غني تر بل هر وخت زیات جدي او قاطع معلومېده، ځکه دا ځل نوموړي په خپله وینا کې د افغانستان دښمنانواو وسله والو مخالفینو، پاکستان او د افغانستان خلکو ته واضح پیغامونه لرل.
جمهور رئیس د افغانستان دښمنانو او تروریستي ډلو ته په جدي او قاطع ډول وویل چې د وروستیو تروریستي بریدونو له ترسره کولو وروسته د دوی پر ضد اقدامات او عملیات جدي شوي او دغه عملیات به همداسې دوامدار او لا تېز شي. هغه دا هم وویل چې د وروستیو تروریستي بریدونو په تړاو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۱ کسان نیول شوي او په دې تړاو د نورو د نیولو هڅې هم رواني دي.
همدارنګه ولسمشر غني په کندهار او هلمند کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو ته هم اشاره وکړه وې ویل: په دې برخه کې به د افغان دولت نظامي عملیات لا پراخه شي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د وسله والو مخالفینو مرکزونه او د دوی جنګیالي وځپي.
په عین حال کې جمهور رئیس محمد اشرف غني هغو طالب وسله والو ته لارښوونه او سپارښتنه وکړه چې که ځان افغان او مسلمان بولي او پر افغان وژنه خوښ او راضي نه وي، نو لطفاً دې له نورو ترهګرو ډلو او د افغان ولس له قاتلانو خپله لاره جلا کړي او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې دې د حق له صف سره چې د افغانستان د خلکو او دولت صف دی ودرېږي، ځکه چې د حق او باطل صفونه باید سره جلا شي.
ولسمشر غني په وضاحت سره وویل چې د طالبانو مرکز پاکستان دی او پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې نور د ژمنو نه، بلکې د عملي اقداماتو وخت دی او هیله ده چې د پاکستان دولت یا د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي او یا هم خپل وروستی تصمیم ونیسي. نوموړي د پاکستانیو علماو هغې فتوا ته هم اشاره وکړه چې د اسلام مبارک دین د خپلو ګټو په خاطر په ناسم ډول تعبیروي، هغه زیاته کړه، د اسلام اصل دادی څه شی چې ځانته خوښوې، نو باید چې نورو مسلمانانو ته یې هم خوښ کړي او دوی دې د دغه وړ فتواو او تعبیرونو په کولو سره داسې نه ګڼي چې یوازې د دوی علما په اسلام پوهېږي او نوره اسلامي نړۍ ورڅخه بې خبره ده.
جمهور رئیس غني له جهادي شخصیتونو، سیاسیونو، قومي مشرانو، علماو، ښځو، ځوانانو او د ټولنې له نورو ټولو اقشارو څخه وغوښتل چې د هېواد په اوسني حساس پړاو او شرایطو کې یوازې د ملي سیاست ملاتړ وکړي او نور واړه سیاستونه او سلیقوي او خپلمنځي مسایل دې یو طرف ته کړي. هغه وویل، افغان ملت د ماتېدو نه دی او نه دې هم څوک فکر کوي چې دا ملت به مات کړي.
هغه د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو او فعالیتونو ته په اشارې وویل، دا له یو فرد او شخص نه، بلکې د افغانستان عظیم ملت سره دښمني ده، خو دښمن دې فکر نه کوي چې د دغه وړ بریدونو په ترسره کولو سره به دوی مات کړي. هغه وویل د خدای په مرسته او د ملت په ملاتړ موږ ګټونکي یوو او د افغانستان دښمنان به خوار او ذلیل شي.
د ولسمشر غني د نورو څرګندونو او ویناو په پرتله دا ځل د نوموړي وینا هم جدي او جامع اولحن یې توند وو، ځکه بېلابېلو لوروته یې واضح او قاطع پیغامونه او سپارښتنې لرلې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320