د اوبو او برېښنا وزارت مسؤلين وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړېدو سروې ترسره شوې او اوس پر تفصيلي ډيزاین کار روان دی.
دا څرکندونې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د سې شنبې په ورځ په جلالاباد کې د برېښنا شبکې د غځونې په غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل چې د کونړ پر سيند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې او د تفصيلي ډيزاین چارې يې یوې چينايي کمپنۍ ته سپارلي چې د شپږو میاشتو په موده کې بهيې دوی ته وسپاري.
ښاغلي عثماني زیاته کړه:
“موږ له هېواده بهر په استانه کې له یوه چينايي شرکت سره قرارداد وکړ، هغوی د شپږو میاشتو په موده کې خپله څېړنه بشپړوي بیا زموږ د وزارت تائيد ترلاسه کوي او له هغې وروسته د نهايي کېدو په خاطر بيا د هېواد اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کېږي.”
همدارنګه نوموړي وويل، سږ کال د ننګرهار لپاره لويې پروژې په نظر کې لري چې په عملي کېدو سره بهیې د دې ولایت ستونزې تر یوه حده اوارې شي.
په دې پروژو کې د حصارشاهي صنعتي پارک لپاره د لمریزې برېښنا جوړېدل او د درونټې بند د ترمیم چارې شاملې دي.
بلخوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ابو او برېښنا ریاست نه مننه وکړه چې د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یې د برېښنا د شبکې په غځېدو سره چې ۱۹ ټرانسفرمره کېږي د دې خلکو ستونزې اوارې کړې.
ښاغلي منګل زیاته کړه:
“۱۹ مختلف طاقت لرونکي ټرانسفرمرونه نصب شول چې له دې سره د لومړۍ ناحیې د خلکو د برېښنا ستونزه اواره شوه له دې کبله د اوبو او برېښنا وزير نه مننه کوم چې د ښاریانو ستونزو تهيې رسېدنه وکړه.”
د ننګرهار د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې پروژې په بشپړېدو سره به څلور زره کورنیو ته د نغلو برېښنا مزي وغځېږي.
د کتونکو په اند لا هم د جلالاباد ښار د برېښنا ستونزه نهده اواره شوې او اوسمهال په دې ښار کې په ۲۴ ساعتونو کې له څلورو تر اته ساعتونو برېښنا نهوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

