د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د هر میکنانیزم پر بنسټ چې وسلهوال طالبان خوښ وي، ورسره د سولې خبرې کوي او دغه شورا حاضره ده، چې طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس اکرم خپلواک د چهارشنبې په ورځ (ډیسمبر شپږم) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هیڅ ډول شرط د سولې د خبرو د پیل لپاره نه لري او د هر درېیم بنسټ په منځګړیتوب، چې طالبان یې غواړي، ورسره د سولې خبرې پیلوي.
ښاغلي خپلواک د وسلهوالو طالبانو مشرانو ته وویل “موږ پر هغو طالبانو او د طالبانو پر هغو مشرانو باندې، چې یا په قطر کې دي، یا په نورو هیوادونو کې دي، یا په پاکستان کې دی او ډیر لالهانده ژوند لري، هیله کوو، لکه څنګه چې حزب اسلامي راغی په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو دفتر په کابل کې ولره، موږ آماده یو چې همداسې دفتر ورکو او یوه با عزته مذاکره، چې د خلکو او د افغانستان د ملت غوښتنه وي، په دې کې برخه واخلي”.
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو ټینګار کړی، چې د وسلهوالو طالبانو او داعش ترمنځ د پام وړ توپیرونه شته دي او د دغې شورا د سولې لوری یواځې وسلهوال طالبان دي.
د سولې د شورا مشر محمد کریم خلیلي وویل “د سولې پروسه کې زموږ لوری د طالبانو تحریک دی، نه داعش او که طالب او داعش یوشان وګڼو زه باور لرم چې موږ په یوې زیاتې خرابې لارې ځو”.
ښاغلي خلیلي له افغان چارواکو په ځانګړي ډول امنیتي مسولینو څخه وغوښتل، تر څو له هغو څرګندونو څخه، چې له امله یې طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر ته زیان رسیږي، ډډه وکړي.
که څه هم په تیرو کلونو کې افغان حکومت په وار وار له خپلو وسلهوالو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو څخه غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي، خو تر اوسه وسلهوالو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې.
د افغانستان د سولې عالي شورا ټینګا کوي، چې د بل هر وخت په پرتله اوس د افغانستان او سیمې په کچه، د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده.
اندونیزیا ته د سولې شورا د پلاوي سفر
د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي وویل، د اندونیزیا حکومتي چارواکو او د هغه هیواد د دیني عالمانو ټولنو، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د هراړخیزو همکاریو چمتوالی ښودلی.
ښاغلي خلیلي، چې اندونیزیا ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، د افغانستان د سولې په خبرو کې، د یو ستر اسلامي هیواد په توګه به د اندونیزیا ګډون، اغیزمنې پایلې ولري.
د سولې عالي شورا مشر د اندونیزیا له ولسمشر او د هغه له مرستیال سره بحثونو ته په اشارې وویل ” هغوی وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت په برخه کې، موږ د افغانستان له خلکو سره همکاریو ته چمتو یو. دا یې په ډير صراحت سره وویل، چې موږ بسمالله کړې ده، چې له دې وروسته به اندونیزیا له سولې څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان د ملت په څنګ کې وي”.
ښاغلي خلیلي دغه راز وویل، په دغه سفر کې یې د اندونیزیا د دیني عالمانو له دریو سترو ټولنو سره، چې له سل میلیونو څخه زیات غړي لري، لیدنې او بحثونه وکړل او په نتیجه کې یې دغو ټولنو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت په برخو کې د سولې له عالي شورا سره د همکاریو اعلان وکړ.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې د اندونیزیا دیني عالمان، د افغانستان په تړاو د نړۍ د مخورو دیني عالمانو یو لوی کنفرانس راوبولي.
د ښاغلي خلیلي پر وینا، دغه کنفرانس په افغانستان کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې د ټینګښت په برخه کې، د اسلامي هیوادونو په کچه د نظر د یووالي د رامنځ ته کولو په موخه جوړیږي.
په دغې غونډه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس محمد اکرم خپلواک په کور دننه هم د سولې د شورا او د افغانستان د مختلفو قشرونو تر منځ د کنفرانسونو له جوړولو څخه خبر ورکړ.
هغه وویل “په راتلونکې یوه میاشت کې د سولې عالي شورا څو مهم کنفرانسونه لري او هدف له دې کنفرانسونو څخه دا دی، چې ملت، ټول سیاسي قشر، علما، مدني فعالان، ځوانان، ملي شورا او د ملت ټول اقشار په یو آواز د سولې له دې روان بهیر چې نن په ګوټ ګوټ د افغانستان کې کار پرې روان دی، همغږي او په یو غږ باندې پر وسلهوالو مخالفینو باندې غږ وکړي”.
د ښاغلي خپلواک پر وینا، په دغو کنفرانسونو کې به د سولې د مذاکراتو پر څرنګوالي او هغو لارو چارو، چې سولې د ټینګښت لپاره ګټورې وي، خبرې وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320