پرته له احساساتو څخه.
قدس شريف کلونه وړاندې د اسرايلو لاس کې وو او نن ورځ يې هم لاس کې دی.
نه د ټرمپ وينا نوې وه او نه د تعجب وړ وه او نه به زمونږ په تشو ويناوو مسجد اقصى بيرته ترلاسه شي.
فلسطين ته د يهودو رسمي ورتګ لار وروستي خليفه دوهم عبدالحميد خلاصه کړه، ورپسې د عربو شريف حسين هاشمي چې د اردن د حاکم ستر نيکه وو او ورپسې عبدالعزيز آل سعود چې د سعودي اوسني پاچا سلمان پلار وو يهودو ته رسميت سره تسليم کړو او د دې ستر خيانت اسناد يې هرڅوک کتلاى شي.
سمه ده چې په درې واړو اسلامي مقدساتو مونږ افغانان د مسلمان په توګه کړيږو خو نه مو له مقدساتو سره خيانت کړاى نه مو يهودو ته تسليم کړي او نه مو اوسمهال څه ترلاسه کېږي پرته له دعا او ښېرا څخه.
د مقدساتو د ازادۍ لومړى ګام د خپل هيوادونو له ودانولو څخه پيل کېږي.
کله مو چې د خپلو وينو تقديس وپېژاند د مقدساتو تقديس او د ازادۍ لار به هم هغه مهال وپېژنو او دا مو که حال وي نو له مقدساتو سره زمونږ خيانت هم له خاينانو څخه کم نه دی.
والله المستعان ولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظيم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320