افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د ورپېښې شوې سرطان ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې

35

د افغانستان لومړنی او یواځینی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د ورپېښې شوې سرطان ناروغۍ له امله، نن (یکشنیه) د ۷۷ کلونو په عمر د جرمني په یو روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارواښاد عبدالاحد مومند د کورنۍ غړو او نږدې کسانو د نوموړي د مړینې خبر د پخلي تر څنګ لیکلي، چې د افغانستان دغه ستره علمي او ملي پانګه له کلونو جلاوطنۍ وروسته په پردیسۍ کې ومړ.

د دوی په وینا، مومند په وروستیو کلونو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای د جرمني په شټوټګارټ ښار کې اوسېده او د ژوند په وروستیو ورځو کې یې د سرطان ناروغۍ تکلیفونه وګالل، ترڅو چې نن یې د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړي په ۱۹۸۸ زېږديز کال کې د ۲۹ کلونو په عمر د پخواني شوروي اتحاد په یو ګډ ماموریت کې د «میر» فضايي سټېشن ته سفر وکړ او په فضا کې د شاوخوا ۹ ورځو په تېرولو سره یې د لومړني افغان په توګه خپل نوم د افغانستان او نړۍ په تاریخ کې د تل لپاره ثبت کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د مړینې د خبر په خپرېدو سره، د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو، فرهنګیانو او د علم او پوهې د مینه والو لخوا د خواشینۍ او تسلیت پراخې څرګندونې لاس په لاس کېږي، چې له امله یې په مجازي نړۍ کې د دغه پیاوړي ملي شخصیت د مړینې په مناسبت د ویر او غبرګونونو څپې خورا تندې کړې دي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.