افغان کډوال ایران او پاکستان

زړګی ویساء صافی  

56
د افغان ګډوالو پر وړاندې د پاکستان او ایران له‌خوا روان چلند نه یوازې غیر انساني، بلکې د نړیوالو قوانینو، بشري ارزښتونو او کنوانسیونونو ښکاره نقض دی. دا هیوادونه، چې ځانونه د اسلام، انسانیت او ګاونډیتوب پلویان بولي، په عملي توګه له هغو خلکو سره سخت، توهینوونکی او ظالمانه چلند کوي چې د جګړې، فقر، ظلم او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله یې خپل وطن پرېښی دی د مهاجرت نړیوال کنوانسیونونه، لکه د 1951 د کډوالو کنوانسیون او د بشري حقونو نړیوال میثاق، ټولو هیوادونو ته د ګډوالو د خوندي کولو، د هغوی د عزت ساتلو، او د اجباري شړلو پر ضد د درناوي مسؤولیت ورسپارلی. خو متأسفانه، په وروستیو میاشتو او کلونو کې لیدل شوي چې افغان مهاجر له دواړو ګاونډیو هیوادونو څخه، د هیڅ قانوني بنسټ پرته، یا شکنجه شوي، زنداني شوي، شړل شوي، یا حتی وژل شوي دي. ماشومان، ښځې، زاړه او ناروغان له هېڅ استثنا پرته، له خپلو کورونو، کارونو او حتی د کلونو استوګنې له ځایونو ایستل کېږي. دغه کار نه یوازې غیرقانوني دی، بلکې د افغان ولس پر رواني، ټولنیز او اقتصادي حالت خورا ناوړه اغېز لري موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو ادارو، د بشري حقونو څارونکو بنسټونو او د کډوالو لپاره ځانګړو سازمانونو څخه جدي غوښتنه کوو چې دا موضوع جدي تعقیب کړي، د پاکستان او ایران له حکومتونو څخه حساب وغواړي، او د افغان مهاجرو د حقونو د خوندي کولو لپاره بیړني اقدامات وکړي.
افغانان د عزت وړ ولس دی. مهاجرینو ته نه صدقه غواړو، نه رحم؛ بلکې حق غواړو  هغه حق چې د نړیوال قانون، اسلامي ارزښتونو، او انساني وجدانو له مخې باید ورکړل شي.

 

ښه اخلاق د انساني شخصیت هنداره لیکوال

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.